(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلام نبي څرخي یوسپزي

[31.Oct.2020 - 15:54]

غلام نبي خان چرخي یوسفزی د وژلو په اړه لنډ مالومات:

نادر شاه، ملي اتل بې وسلې او بې دفاع غلام نبي خان چرخي د ۱۳۰۸ل کال د عقرب د میاشتې په ۱۶ ورځ په شاهي ارګ کې دننه په وحشي ترینه طریقه وواژه او دقیق یو کال پس په همدې ۱۶ د عقرب ۱۳۰۹ل کال پخپله پاچا نادرشاه د شهید غلام نبي خان د یوه سرتېرخذمتګار، محصل عبدالخالق خان له خواء په دننه د ارګ کې ووژل شو.

مظلوم غلام نبی خان چرخي په خټه یوسفزی د سپه سالار غلام حیدر خان چرخي مشرۍ زوی ده، چې نوموړی د امیر عبدالرحمن خان د دولت د مهمو اراکینو څخه پاتې شوی وه.سپه سالار څلور زامن په نومونو د غلام نبي خان چرخي، غلام جیلاني خان چرخي، عبدالعزیز خان چرخي، غلام صدیق خان چرخي لرل. د غلام نبي خان مور د یوسفزیو د قام څخه وله.غلام نبي خان د امیر حبیب الله خان د امارت په وخت ۱۹۰۴ز کال د کرنیل په رتبه په افغان اردو کې توظیف وه، په ۱۹۰۵ز کې ئې د برګډ رتبې ته ترفیع کړې وه او د ۱۹۰۶ز نه تر ۱۹۰۷ز پورې ئې د ننګرهار او کابل پوځ د عسکري کمانډر په توګه دنده تر سره کړې وه، بیا د جبل السراج د قوماندان په حیث تعین شوی وه. په کال ۱۹۱۲ز کې د پکتیا د منګلو د بغاوت په درولو کې سهیم وه، په کال ۱۹۱۹ز کې د ننګرهار د امنیه کمانډر او د ډکې د کمیسار په توګه مقرر شو، دسمبر د ۱۹۲۰ز د مزار شریف د اردو ریس، او د ۱۹۲۱ تر ۱۹۲۴ ز کلنو منځ کې په روسیه کې افغان سفیر پاتې شو. بیا بیرته د بهرنیو چارو وزارت د معین په توګه توظیف شو. په ۱۹۲۵ز کال په پاریس کې د اماني ویاړمن دولت د لوی سفیر په حیث مقرر شو او په ۱۹۲۸ز بیا په ماسکو کې افغان سفیر شو.

د اماني دولت د سقوط په درشل ۱۹۲۹ز کې غلام نبي خان چرخي د هغه وخت د افغان عسکري، محصلینو او نورو د روسیه شوروي مېشتو وطنوالو څخه یوه جنګي قطعه جوړه کړله او د کلفت د بندر له لارې هېواد ته راداخل شو او د سقاوي د غلو حکومت سره ئې په مېړانه جګړه وکړله او د مزار شریف ښار ئې ورنه آزاد او تر ایبکو پورې فاتح مخته راغلو. دا موقع غازي امان الله خان په غزني کې د سقاوي حکومت سره په جګړه بوخت وه او کله، چې مشر غازي د هېواد څخه د خروج فیصله وکړله، غلام نبي خان ورنه خبر تر لاسه کړ، چې د نورې ورور وژنې د منخنیوي په هدف مصلحتاً جګړه بس کړي، بیا غلام نبي خان مزار شریف ترک او بیرته روسیې ته واوښت. (سرچینه، محمد خالد صدیق چرخي «برگی چند از نهفته های تاریخ در افغانستان» کتاب دوهم ټوک ۱۹ـ۲۹ مخونه)

اما د اصلي واقعې علت

کوم وخت، چې اماني ویاړمن او مستقل دولت د انګريزي توطعې او کورنیو ملي خاینانو له خواء د سقوط سره مواجهه شو او غازي امان الله خان مجبوراً جلا وطنه او د ایټالیا پلازمینه روم کې مقیم شو، او د سقاوي نهه میاشتني اړ او دوړ څخه پس نادر خان په خاص مکارتوب د غازي امان الله خان د معنوي او مادي تاثیر څخه په سوء د استفادې ځان او خلاف د خپل قول او تعهد په ًقرآن مجید، چې د سقاو د سقط څخه پس به د افغانستان شاهي مقام بیرته غازی امان الله خان ته تقدیم کوي،خپل ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ، (۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل کال)، دا وخت غلام نبي خان چرخي بهر کې وه او نادرشاه او منافق وروڼه ئې دغه قهرمان او متعهد امانیست شخصیت ته سخت متوجه ول او ورنه ئې هراس درلود. بناً د خپلو انګلیسي چالونو څخه ئې په ګټه پورته کولو لومړی غلام نبي خان په ترکیه افغان سفیر مقرر کړ. وروسته له یوې مودې نوموړي د احتجاج په رسم له سفارتي مقام څخه استعفاء وکړله او خپل یو اعتراضیه مکتوب ئې نادرشاه ته ولېږه او پاچا ئې د خپلو تعهداتو په نقض خصوصاً د غازي امان الله خان په حق کې او د انګلستان دولت څخه د مرستې په منکرېدو یو ملي مُجرم وباله. په ۱۹۳۲ز کال نادرشاه په مکرر ډول له غلام نبي خان څخه هېواد افغانستان ته د ورتګ غوشتنه وکړه او ورپسې ئې د غلام نبي خان د اغفال په خاطر خپل ورور شاه ولیخان ترکیې ته ورولیږه. غلام نبي خان په دغه مکارو باور وکړ او په ۱۹ د میزان ۱۳۰۸ل کال  د شاه ولیخان سره یو ځای کابل ته راغی او د کابل ښار په اندرابي محله کې مېشت شو، اما ټول حرکات او سکانات ئې د پاچا د مخصوصو جواسیسو په ذریعه تعقیب او حاکم خاندان ته اخبار کېدل. بیا د پاچا او غلام نبي خان تر منځ دوستانه لیدنې اجراء کېدلې او دا، چې دوی دقیق په کوم موضوعاتو بحث سره کاوه، کره معلومات نشته. (خالد صدیق، برگی چند از نهفته های تاریخ افغانستان کتاب دوهم ټوک ۲۳ مخ) ۲۷ ورځې په دغه منوال تېرې شولې او ۱۶ د عقرب د مازدیګر مل پاچا نادر خان او وروڼو ئې سردار هاشم خان، شاه ولیخان او شاه محمود خان په ټول منافقت په همدې ورځ د دغه ملي قهرمان غلام نبي خان چرخي د وژلو فیصله وکړله. افغان ملت پال مبارز مرحوم میر غلام محمد خان (غبار) پخپل ارزښتمند او ټکان ورکوونکي تاریخي کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ دوهم ټوک ۱۱۶-۱۱۸ مخونو) کې د دغه عجیبه او ځانګړي ظلم بهیر څه داسې ثبت کړای دئ

- لنډ مالومات
بېرته شاته