(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سټډي سرکل

[31.Oct.2020 - 15:22]

د لورالايې د ملګرو لخوا نن اولنی مطالعتې( سټډي سرکلپښتون ژغورنې غورځنګ په نن ورځ

ًوينا وال: قيوم اتمانخې

د نن په عهد کښې پښتون تحفظ مومنټ چې پښتون قامې تحريک په نامه يادېږي يو وار بیا په خپل جديد سياسي سائنسي شکل کښې د منځنۍ پښتونخوا په ياغي خاوره په وجود کښې راغلی ده، چې ټول پښتون افغان يې په خپل لپيټ کښې اخيستی ده، که څه هم پښتون ژغورنې غورځنګ د رياستي جبر پر ضد د منځنۍ پښتونخوا په معروضي حالاتو په وجود کښې راغلی د خو اوس د پښتون قام او د محکومو قومانو او اولسونو د اجتماعي استحصال او د جبر خبره کوي او چې هر رنګه ظلم وي د هغه د ضد خبره کوي او د تيرو څلورو پنځو لاسېزو په پښتون وطن د پردي تپل شوي جنګ خلاف او د پښتون افغان د ژوند بقا او تحفظ خبره کوي،او دغه ظلم جبر او استحصال پر ضد او د خپل اختیار مرام د پاره يوه پر امن  منظمه فکري سياسي او سائنسي مبارزه کوي او د خپل اولس د ټولنېز اجتماعي مرکزيت اخرني مرام به جدي توګه تر سره کولو لپاره خپل انرجي لګوي

 

2 تحريک څنګه رامنځ ته کېږي،، جدلياتې طريقه کار

 

دغه يو ډير ضروري سوال د چې اخر يو تحريک څنګه را منځ ته کېږي او په څه را منځ ته کېږي بنيادي وجوہات يې څه وي  او پښتون ژغورني غورځنګ د راپور کېدو عوامل څه وه، نو بنيادي خبره دغه چې د حاکم يا سامراج لخوا چې پر کومي محکومي ټولنې باندي زور ظلم زياتی جبر بربريت استحصال کېږي نو دغه ظلم جبر بربريت په ابتدا کښې په مقداري حالت کښې یې او زير سطح وي په مقداري ظلم بربریت او استحصال کښې ورځ تر بلي زياتوالی راځې اخر دغه ظلم جبر بربريت په يو ډیره وړه واقعې باندي هغه مقداري عمل په معياري عمل کښې بدل کړي او يو ابار په شکل کښې يو تحريک راپورته کړي او ولس دغه ظلم جبر خلاف مزاحمت پېل کړي يعني کله چې د هغه جبر ظلم بربريت چې د اولس په معارضي ژوند کښې کېږي چې دغه معروضي جبر بربریت استحصال د اولس يا ټولني موضوي شعور ته ور دننه شې نو هغه اولس يا ټولنه د مزاحمت لاره خپله کړي او د ورپښو څونزو پر ضد يو اجتماعي مزاحمت شروع کړي

 

د پښتون ژغورني غورځنګ تحريک هم دغه عمل يو شکاره مثال د چې د پښتون افغان وطن تر ټولو ځپل شوې له منځنۍ پښتونخوا نه راپورته شو له تېرو اویا کلو راهيڅه رياست پاکستان په يوه طريقه په بله طريقه د سابقه فاټا اولس سره هغه سامراجي لوبې وکړي چې انګرېز سامراج هم نه وې کړي تر اوس پوري د فاټا اولس د تور قانون د FCR لاندي ژوند کولو چې د انساني حقوق له بنيادي قانون نه محروم پاته شوي وه، هغه له معاشې سياسي او سماجي ازادي سره سره د ژوند د بنيادي ضرورتو نه هم محروم پاته شوې وه او له دې رياستي ظلم او جبر سره سره رياست پاکستان  فوځ او ادارو فاټا د جنګ سټري ټېجک ډېتھ ډګر جوړ کړی وه يوې خوا ته د داخلي رياست د جبر شکار وه چې په مختلفو وختونو کښې مخلتف اپرېشن ليډ مائنز رياستي اغوا ګردي معاشي استحصال وه بلې خوا ته بهرنې قوت لکه د امريکې ډورن حملې او بل د سعودي مالي فنډنګ چې درياستي ترهګرو معاونت بې کاوه، او له منځنۍ پښتونخوا بې د پښتونو مرکز افغانستان د خپل ترهګر لېږل، او هلته د رنجت سنګ او بیا باد برټش سامراج په پالیسي عمل پرا وه

 

 په دغه رياستي عمل کښې چې بیا د پاکستان فوځ څو ناترسه اپرېشنز وکړل چې يو د ضرب عضب په نامه د پښتنو د تباهي يو منظمه رياستي پلان وه شروع کړو په دغه اپرېشن کښې يې پښتانه بې کوره کړو د هغو معاشي نظام یې تباه کړو او په منظمه توګه یې د وزيرستان په بازارو بمبارياني وکړې د میران شاه بازار یې ټول ونړا وه تقریبا لس لکه کسان يې د وزيرستان نه IDPs کړو له مالي نقصان سره سره جاني نقصان چې په لاکھاو کسان په دغه رياستي جبر کښې(لقمه اجل) او په زرهاو کسان د لينډ مائنز له وجوه  پکښې بې لاسه بې پوښو شول او ديرس زره پښتانه چې تر اوس محال پوري نا درکه دي.

 

 د دغه رياست ټول بربریت ظلم جبر استحصال چې له وختونو يې په پښتنو کاوه او رياستي ادارو ظلم جبر بربریت د ځان مشغله جوړه کړې وه چې په پښتنو باندي کاوه را روان وه او جاري وه يوه واقعه کښې له مقداري عمل نه حالات معياري عمل ته ورګډ شو هغه دا وه چې کله د جنوری په مياشت کښې په کراچۍ کښې د رياستي پولیس سرغنه اېس پي راو انور د پښتنو يو وتلی ځوان ماډل نقیب مسيد په جعلي مقابله کښې شهيد کړو نو په ابتدا کښې د مسيد تحفظ مومنټ ځوانانو ډي ای خان نه د جبر ښار اسلام اباد په لور د ابتدایې پرلت علان وکړو او بیا څو ورځې پس رياستي جبر وهلي پښتنو دغه نوم په پښتون تحفظ مومنټ بدل شو چې د پښتانه قام اجتماعي حافظې په بنیاد يو بین الافغاني تحريک شو،

 

د څوارلس ورځې تاريخې پرلت پس د پښتون ژغورني غورځنګ خپل غوښتنې نوري هم زياتي کړي او تر څلورو پوري يوړې هغه دغه چې د نقيب شهيد قاتل راو انور ته ګرفتار کړل شې او عدالتي ټرئيل د وشې دويمه يې دا مطالبه وکړه چې فاټا د لينډ مائنز نه صفا کړل چې ورسره دريمه مطالبه دغه چې اغوا شوي خلق د عدالت د پيش کړل شې او اخري مطالبه دا وه چې په فاټا به اپرېشز باندي ازاد کمېشن جوړ کړی شې،

 

3 تحريک لپاره نظريه او تنظيم،

 

دريمه نقطه تر ټولو ضروري او بنيادي نقطه ده هغه ځکه چې کله يو خود ساخته تحريک په خپلو معارضي حالاتو او واقعاتو باندي خپل ابار وکړي او د مزاحمت لاره خپله کړي نو په دې عمل کښې نظريه او تنظيم لازم او ملزوم ده، د شوروي انقلاب ستر موسس لینن وایې چې له نظريې بغير يو تحریک هم نه شې چلیدلی،د ستر لینن دغه خبره بې ځايه نه ده، د تاريخ په پانړو کښې ډېر داسي تحريکونه راپورته شوي د چې کله هغه يو نظرياتي بنسټ نه ولري نو هغه تحريکونه ډېر زر د تاريخ برخه شوې دي او ورک شوي دي او چې کوم تحريک خپل بنسټ په نظرياتي توګه اېښي یې او د خپلو معروضې حالاتو سره یې د خپل قام قامي دوسېه ورته ټاکلې وي نو هغه د خپل مرام په لاره کښې ډير په چټکتيا سفر کوې 

 

د تاريخ په پړاونو کښې ډير زيات داسي تحريکونه شته چې په يو منظم نظرياتې بنسټ باندي ولاړ وه چې د خپلو معروضو مشاهده يې په سائنسي بڼه کښې تر سره کوله او د خپل مادي ژوند مشاهده تې يو جدلیاتي عمل او لاره خپل کړی وه او په دغه عمل کښې بیا مبارزه کوله نو هغو قامو خپلي قامې اذادي په تيره پېړۍ کښې واخستې او اوس په  طبقې بنیاد عالمي مبارزه کوي 

 

او بلې خوا ته هغه تحريکونه يا بیا هغه قامونه چې د جدلياتي يا سائنسي عمل نه پرې وه او د عقدې په بنياد د مذهب په بنیاد يې د خپل مادي ژوند حل لټوه او هغو د خپل معروض مشاهده د عقیدې په بنياد کوله د مذهب په بنياد يې کوله دغه قومونه يا تحريکونه سره له خپلې ژبې فرهنګه کلتوره د تاريخ له صفو ورک شوې دي او فنا شوي دي

 

ځکه چې  زمان او مکان يو تغير عمل د او هميشه د ارتقا په لور روان دوام يې نو که په يو مخص زمان او مکان کښې څيز له دغه عمل پرې شې او د زمان او مکان سره په دې ارتقائي عمل کښې خپل سفر جاري ونه ساتي نو هغه په له دغه مدار نه بار شې او فنا به شي نو دغه عمل صرف او صرف جدلياتي او سائنسي عمل ده

 

نو که چيري يو تحريک خپل تنظيمي سټرکچر، نظريه، ليد لوری، او منظمتيا، ونه لري نو هغه به تش په جذباتو باندي د زمان او د مکان عمومي دائرې نه بار شي ځکه چې جذباتي عمل د جدلياتي او سانئسي عمل سره شتون نه لري او دغه جذباتي عمل د عقدې او د مذهب شيوه ده کوم چې هميش هيڅ کله د مادي او معارضي ژوند او د ټولني عکاسي نه شي کولی او د ټولني مسلې حل کولی شې،، 

- قیوم اتمانخېل
بېرته شاته