(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملنګ جان

[31.Oct.2020 - 14:57]

یو وخت به موږ د غني خان شاعري د سردار علي په غږ اورېده، نو یو ملګرې ویل; غني خان او سردار علي ټکر دواړه لازم و ملزوم دي

لیک: وقاص  یوسپزی.

که څۀ هم د غني خان شاعري به هارون باچا او انجنیر مومند سربېره نورو سندرغاړو هم ویله، لکه د خیال محمد استاز زوې وصال خیال هم د غني خان دا کلام [سترګو د جانان کې څومره ښکلې جهانونه دي] ډېر په ښۀ طرز ویلای وو او خدای شته زما د سردار علي ټکر د طرزونو څخه زیات دده طرز خوښ شوی وو ـ

خو چون خبره د ملګرې د لازم او ملزم په نقطه روانه ده' نو زما په اند ملنګ جان او پښتونستان دواړه په خپلو کې لازم و ملزوم دي.

ددې دواړو سره زما علاقه هغه وخت پیدا شوه' چې کله زۀ په اتم ټولګي کې وم او د پاکستان تعلیمي نصابونو زموږ څخه ملنګ جان او پښتونستان دواړه په خپل ګوډي کې پټ کړې وو' که څۀ هم د رحمان بابا صوفیانه پند, د خوشال بابا توره یې راپېژندلي وه او غني خان خپله سندرغاړو پښتنو ته ورپېژندلی وو ـ 

یوه ورځ د شاهد زمان ایډوکېټ واده وو او دوۍ پکې د ټنګ ټکور د مېلس له پاره هارون باچا رابللی وو، هارون باچا په دهغه مېلس کې د ملنګ یوه سندره [خاوره یې د سرو ده او هر یو کاڼی یې مرجان دی، زۀ چې پرې مئین یم، دا هغه پښتونستان دی] وویله؛ ددې کلام اورېدو نه پس زما ملنګ جان او پښتونستان سره سودا شوه، د پښتونستان په اړه مې د ډاکټر امتیاز خان څخه وپوښتل او هغوي راته د یو ښه لیکچر په توګه مفصل ځوابونه راکړل او ملنګ جان کتاب پسې ګرځیدم؛ له ښه مرغه د شورو په مېله کې مې دده د شاعرۍ یو کتاب «د ملنګ جان خوږه شاعري» پیدا کړو ـ 

د کتاب لوستو نه پس زما د سودا تنده ماته شوه' ددۀ په کلامونو کې د پښتنو لپاره اتحاد، اتفاق، سیاسي مرام او هدف هر څۀ پراته دي' لکه «زما پښتونستانهد عنوان د لاندي لیکي:

تر څو چې مې ژوندون وي، وابۀوړمه له تا نه

زما پښتونستانه!

 

دا ستا په پاکه مینه

ما د خپل صورت وینه

په ویاړ مې نذر کړې، جاروم یې ستا له شانه

زما پښتونستانه

 

دا ستا په نوم عاشق یم

په مینه دې صادق یم

عاشق چې په شا لاړ شي؛ خلک یې بولي بې ایمانه

زما پښتونستانه

 

زما حیات ژوندون یې

ناموس د هر پښتون یې

ناموس نه تیرېدل بیا پښتنو له دي ډېر ګرانه

زما پښتونستانه

 

چې څو خوله خوزېږي

ستا نوم به پرې یادېږي

چې ته پرې ذکر نه شې' خدای دې ژبه واخلي ما نه

زما پښتونستانه

 

زۀ ستا په مینه پایم

له هر څۀ بې پروا یم

دا زۀ ملنګ جان غواړم چې یې هر کله ودانه

زما پښتونستانه!

/

خو چون پښتانه یو مشترک، منظم ملي تنظیم د چوکاټ د لاندې د ازادۍ مبارزه نۀ کوي! نو ملنګ جان هرې جلا جلا پرګنې ته «په هره شپه د اسمان ستوري» لاندې چاربېته کې وایې:

په هره شپه د اسمان ستوري

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

وزیر خو بیا له خیره لاړو امتحان ته

تړلې ملا مسید راوتی دی میدان ته

خپل لیاقت او شرافت ښایي جهان ته

د طیارو سره تش لاس کوي جنګونه

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

د احمدزو د هر زلمي ټوپک تر څنګ دی

خټکو کړی د خوشال په ږیره ننګ دی

د پښتنو له استعماره سره جنګ دی

زلمي ورځي، جینکۍ ناستې په کورونه

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

خیبر، تېرا نه اپرېدي جنګ ته ټولېږي

په هره شپه د استعمار په کور غورځېږي

د چارسدې مړې له هیچا نۀ هیرېږي

بونېرو ولې کاڼه کړې خپل غوږونه

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

د غره مومند د زیارت غاښی ته ټولېږي

د جنګ په لویو استازان دي ښۀ پوهېږي

دوۍ له وزیرو نۀ کم نه دي؛ مالومېږي

دوۍ به هیڅکله چاته ټیټ نه کړې سرونه

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

د دیر نوابه د خدای لپاره روانېږه!

بیرغ دې واخله، د اټک په پوله ودرېږه

د باچا خان د سپینو ډکو وزورېږه ـ 

تا سره ښایي چې د قام ورخورې غمونه

وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

 

ای په کابل کې راټول شوو وکیلانو

ای د افغان د غیرتي ملت مشرانو!

وکړئ غیرت د معلګۍ په شهیدانو

د ملنګ جان ځان ته پرېنږدئ پیغورونه

د وزیرستان د شاه زلمو کوي سیلونه

- وکاس خان
بېرته شاته