(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمجلس اداب

[27.Oct.2020 - 22:35]

د مجلس آداب او د بحثونو اغیزه    

لیک:سید عبیدالله نادر
د خبرو په وخت کی ضروری ده ،د مخه لدي چي خوله د وینا له پاره خلاصه کړو ،لمړی په خپله خبره په ژور دقت سره سوچ وکړو ،او بیا یی د عقل په تله کې واچوو،او وروسته له هغی چی په وینا خپله خوله خلاصه کړو ،باید د فارسی د دي وجیزی په استناد سره چی (تا مرد سخن نګفته باشد عیب و هنرش نهفته باشد )رښتیا خبره هم همدا ده چي د  درنو او پوهو خلکو په مجلس کې د انسان عیب و هنر ټول د انسان د ځپلی خولي او معلوماتو څخه اندازه کیږي .ځکه چي پوه سړی د علم اومعرفت څخه ډک انسان په خپلو خبرو مجلس کې دراو ګوهر وروي . خو نادان او جاهل د خپل د لمړنیو کلیماتو د پیل سره په مجلس کې تلل کیږي .تر ټولو غوره دا ده چی انسان چوپتیا غوره کړي ،په چوپتیا کی وقار او دروند والی پروت دی .چوپتیا هم ښایي په دي مفهوم وي ،چی د نوروبحثونو ته غوږ کېښودل شي . او د نورو د بحثونو څخه د خپل ځان دپاره د معلوماتو تر لاسه کول او یا ځیني اخیستنۍ تری وشی ،ځیني خلک داسی هم وي چي وګوري په مجلس کې ځیني سیالان یي غږیږي ، نو د دي له پاره چی د خپل سیالانو نه وروسته پاتي نه شي ، نو هغو سره د سیالۍ د پاره هم ناڅاپه په بحث کې ځان واچوی ، او په دي توګه غواړي چی د نورو پام ځان ته راواړوی ، دا کار د مجلس او خبرو اترود آدابو په خلاف یو کار دی ،د انسان شخصیت ډیر ټیټ راولي که څوک غواړي چي مجلس د ټولو وینا واوری او ځان ته معلومات تر لاسه کړي ، یا د خپل ذهن د رسایی یا د اوچتولود روزلو د پاره لوړ بحثونوته غوږ کیږدي،دا ډیر ښه کار دی .د شخصیت د ودی لپاره ډیر اغیزمن کار ګڼل کیږي .په تیره که دا بحثونه هر اړخیزه وی ،دا ډیره ښه ده .هر اړخیزه په دي معنی چی بحثونه علمی فلسفی،اخلاقی،تصوفی دیني،ادبی او دعلم او معرفت د تشویق د پاره وي . د داسی بحثونواوریدل د انسان په روحیاتو لوړ اثر کوی .د ښه خلکو د ناستی پاڅی سره د مجلس په نزاکتونو هم انسان پوهیدلای شی ،که څوک د خبرو د اوریدو په وخت کی ښه رسایی ولری یعنی دا چی په مفهوم اومعنی ژر ورسیږي .د بحث په ترڅ کی وار د واره ځان سره په اوریدل شوو خبرو ژورفکر وکړی .نو انسان ته هغه ټکي په لاس ورځي چی کولای شی یو څه ناڅه د موضوع په اړه چی اوریدل شوی او یا یی د مخه اوریدلي ،یو څه ولیکې . لنډه داچي زمونږ. ناسته پاڅه ښایی داسي وی چی د نورو د پاره سر مشق وګرځي . او نور خلک زمونږ د مجلس څخه نه هیریدونکي برداشتونه وکړی . د خبرو او بحث په وخت کې یو بل ته وار ورکول ، او د مشرانو د خبرو د ختمیدو وروسته ، خپله خبره کول دا د بحث د آدابو یوه ستنه ده . چي د  دي ټکي رعایت پر ټولو لازم دی .او نور رموزات هم چي د مجلس او د بحثونوپه آدابو کې شامل دي ،په دي باندی پوهیدل لازمی اوضروری کار دی ، د تاریخ په اوږدو کې تل بحثونه اومجلسونو د ځوانانو په راتلونکو باندی اغیزه کړی . او په راتلونکو کې به هم همداسی وي .دا خبره د نړۍ د لوړو او نامتو شخصیتونو په پیژندن پاڼه کې څرګندیږي چي د دوی په خپل قلم لیکل شوی . ځکه چی ټولو دا خبره په ډاګه کړی،چی ما د فلانی شاګردی کړی ،او د هغی د ویناوو او بحثونو څخه دي ځای ته رسیدلی یم . یا فلانی زما پیر وو ،او زه د هغه د مریدانو په جمله کې یم ، چي د پخوانی شاعرانو ،لیکوالانو او نامتو شخصیتونو په پیژندنه کی دا لیدل کیږي .لنډ مطلب دا چی ځیني بحثونه لکه : ادبی،فلسفی،سیاسی،انتقادي،تصوفی،دیني،عشقی،علمی ،ساینسی دا رنګه بحثونه د شخصیت په روزنه کې اغیزه کوی ،

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته