(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله به څنګه راځي

[27.Oct.2020 - 16:51]

سوله به څنګه راځي؟ 

عبدالغفور لېوال

زما سیاسي تجربه، زما فرهنګي تجربه او له تاریخ څخه زما زده کړه راته وايي !!!

 

 ـ دا جګړه د مذاکراتو په مېز کې تر خبرو وروسته پای ته نه رسیږي، ځکه جګړه مار پخپله نه پوهیږي چې ولې جنګیږي؟ دوی جنګول کیږي

 

ـ جګړه د یوه لوري په پیاوړتیا پای ته نه رسیږي، ځکه د بل لوري ترشا داسې ځواکونه شته، چې هغه هم پیاوړی کړي

ـ جګړه په دعاګانو پای ته نه رسیږي، ځکه الله تعالی حکم کړی،  چې خپل حالت پخپله بدل کړئ

 

ـ  جګړه په ښېراوو پای ته نه رسیږي، ځکه د بې ارادې انسانانو ښېرا نه قبلیږي

 

ـ جګړه په زاریو، عاطفي خبرو او ژړا ګانو پای ته نه رسیږي، ځکه د خلکو اوښکې د کباب هغو څاڅکو ته ورته دي، چې تر کباب لاندې اور لا پسې زیاتوي

 

جګړه یوازې او یوازې هغه وخت پای ته رسیږي، چې

 

خلک راووځي، ټوپکوال ( پخواني او نويسپک کړي، لاړې ورتو کړي، ټول افغانستان له ټوپکوالوڅخه د کرکې او نفرت ګډ غږ پر سر واخلي. که دېرش میلیونه انسانان نه، دېرش میلیونه مچۍ هم یاست د ټوپکوالو په غوږونو کې وبنګیږئ.

دا جګړه له امریکې او روسيې څخه نه، بلکې همدا ستاسو له ستونو څخه د چیغو په زور پای ته رسېدلای شي

 

راووځئ او خپل قاتلان له ګریوانونو ونیسئ

 

راووځئ او ټول کرکه شئ، نفرت شئ، قهر شئ او ټوپکوال، د ګاونډیو سپي غلامان لکه کثافات د خپلې غوسې په څپو کې  ورجارو کړئ

 

د دوی مردار جسدونه د کابل و کونړ سیندونو او د هریرود و فراه رود په څپو کې د دوی د بادارانو انګړ ته ورجارو کړئ او بیا خپل سیندونه وتړئ ، پر خپلو شاړو زمکو یې ورسم کړئ، غنم وکرئ او له سولې څخه خوند واخلئ

 

سوله نه د حکومت په لاس کې ده، نه د ترهګرو په لاس کې، 

سوله همدا ستاسو په لاسونو کې ده !

 

هیڅوک په سوله پسې نه ګرځي، بلکې سوله ستاسو په ارادې پسې ګرځي!

 

#لېوال

- لېوال
بېرته شاته