(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار غمېزه

[27.Oct.2020 - 16:07]

د ننګرهار غمیزه

لیک: ډاکتر ماخان شېنواری

زه دې پېښې د بیلا بېلو لاملونو له امله ډېر خوابدی کړی یم، نو له دې امله داسې ستوغه لیکنه، چې ماته به ټول ددې لیکنې بخښنه کوۍ. دما چې یادیږي، د چا سره مې په نخښته کې هم داسې ناخوندور ویونه نه دي کارولي.

دا چې   په ننګرهار جلال اباد کې د پاکستان د ویزې له امله داسې ستره یا وړه غمیزه منځ ته راځي، دا په خټه کې د فکر څخه لرې خبره ده، چې ولې داسې کار وشي.

دا ډېر یو احمقانه پرېکړه وه او د دولت د چارواکو له لار داسې یوه کار ته اجازه ورکول د حماقت څخه هم وراخوا  کار دۍ، دا چې څه یې کړي وی او دا کار څنګه اسانېدی شو، دا کېدونی و،،، خو د څنګه څخه یې تېرېږو.

ما د ښونځي له وخته یو ایاهّ شریف زده کړي وو یا ښه یې زموږ ټول ټولګي زده کړی وو چې: ترې پوهېدنه یې داسې ده. که چېرې ناسمه راڅخه ولیکل شوه، نو لوي څښتن دې راته بخښنه وکړي:

،،که زه وغواړم یو کلی (قومتباه کړم، نو په هغوي یو فاسد حکومت حاکم کوم.،،

موږ ته زموږ دیني ښونکي دا داسې ژباړلی وو، چې : ،،د لوي څښتن ( ګومان مې دۍ هغه پیداېښت یا طبیعیت ویلی وود فانون سره سم هغه قوم، چې فاسد کسان حکومت پرې کوي، هلاکیږي،،.

یادونهزموږ  په ولس نه ځانله فاسد کسان حاکم دي، په موږ فاسد کسان جنتونه هم ګټي.

دا چې دا به همداسې وي، نو:

دلته یوه خبره رایاده شوه او هغه دا چې یوه ورځ څه ملګري یا پېژندګلوي سره ناست وو او په سیاست خبرې وي، هغو دا، دا او هغه وکړل، ا وما پوښتنه ترې وکړه، چې  چا او څه شوي وی، هغوي وویل: که ملي کسان په واک وی، نو دا او هغه به یې کړي وی. ما ورته وویل، چې تاسو دا ملي کسان  راته په ګوته کړۍ، چې لکه کوم ملي کسان، چې د واک د نیولو توان هم ولري؟

ما وي، چې که، یا ته او ته ځان ملي ښایۍ، خو دا به وي. تاسو خو څه واک ته نه شۍ رسېدلی. په افغنسان کې ملي خوزښت، چې د دولت واګې لاس کې نیولی شي نه شته او لویه بدبختي همدا ده. که داسې دا ستاسو په اند یو توان وی، نو د عبدالله په څېر به یې ځان په واک کېچې له هرې لار ېوی - شریک کړی وی.

تر اوسه زور حکومت کوي.

څوک چې ځانونه ملي بولي، وي به خو دوي ځانونه هلته ملي ډله بللی شي، چې واک ته د رسېدلو هيلې ژوندۍ کړۍ.

یوه بله خبره هم رایاده شوه چې درسره شریکږم یې او دا دا زموږ هغه د ډېرو پوهو افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو ډېرو لوستو خبره ده:

پوښتنه مې وکړه، چې لورانې دې ښونځي ته ځي؟

ویل یې هو، خو اوس مې د اتم ټولګي څخه وباسلې. ما وې چې ولې؟  وې، چې خلک دي خبرې کوي او بیا د ډېرو څخه اورې چې خلک ورته ګوري.

راته برګ نه شي، خو چې داپه ډېره بخښنهد بل کوچنۍ لور یا غټې لور ته ونه ګوري، نو ولې به دا فکر کوي، چې لور ته یې خلک ګوري، خو دا باید ومنو، چې دی هم د بل لور یا خور او ... ته ګوري.

دا باید راسره ومنۍ، چې زموږ د دې غیرتي قوم نارینه څومرهدا ټکی مې په خوله نه راځي، خولوچک دي، دا غونډ قوم مو ...... خدای دې نه کړي او .... دۍ.

پوهېږم، چې وروسته پاتې یو او دا ټول د وروسته پاتیوالي اخلاق دي، که څه هم د خپل پاک دين څخه مو اخلاق باید زده وی، خو هغه په دین پوه کسان - وبخښې، هغه زیات یې د مسلمان افغان په وژنه د ځان لپاره حورې او غلمان غواړي وګټې، دې اخلاقو ته وخت نه لري.

دا هم درسره ګډوم:

د خلکیان پرچمیانو وخت کې د حضرتباز څخه د حوکومت خلکو او مجاهيدنو پوښتل، چې موږ دا سې یو دا بل داسې، نو څوک ملامت دۍ. هغه ورته ویل، چې تاسو دواړه ښه یاست خو ملامت موږ یو، چې دلته اوسېږو.

دا نږدې  لس کال د مخه المان کې یوه پولیس یو  نېشه سړی وويشت. له دې امله د ددنننیو چارو وزېر له دندې لاس په سر شو او دا  ملامتیا یې په ځان ومنله.

دپاکستان سفارت به هر څه غواړي، خو د هرڅه اجازه خو باید ونه لري.

زه دې ته هکپک یم، چې د ویزې لپاره څنګه څوک داسې ځای ټاکي؟

دا نو یا بېغوري او یا بېعقلي ده.

بېعقلي یې زه نه بولم، چې والي، وزیر او نور څه کېدی شي، نو بېعقله خو نه دی، بېغوره دي.

د ننګرهار والي خو مې فکر وو چې ښه سړی دۍ، په هرحال، اوس داسې لازم ده، چې دی خو  باید هرو مرو له دندې ځان لرې کړي او دا ملامتیا په ځان واخلي، مسؤلیت همدې ته وایي او داخله وزیز هم.

ولې ښځې مړې شوې؟

د همدې پوښتنې ځواب له امله مې نه غوښتل څه ولیکم، خو توکل په لوي څښتن وبه یې لیکم.

دا چې ښځې ولې داسې ځایونو ته ځې، په دې هکله څه نه وایم. اړتیاوې دي او یاخو ښایي ښځې د نرو غوندې خوي نه لري او د نارینه وو په داسې خو(؟اخلاقو فکر نه شي کولی، په هبرصورت، خو

دا زموږ د نارینه خو(؟اخلاقو له امله، چې دوي د نارینه وو منځ کې د نارینه وو مخ ته کښېناستلو ته اړکیږی او بیا دا نارینه  ورباندې د پاسه پلونه ږدي.

پرته له دې به تاسو هغه دوه سپینګیري هم لیدلي وي، چې څنګه خوانانو د د دوي د پاسه اخوا ټوبونه وهي، دو ي ښه وو غاړې ته ناست وو، که نه د هغوي هم زر تر زره جنت په برخه وو.

دلته د ټولنې احلاق د پوښتنې لاندې راڅي او زه ټولنه نه ملامتوم، خو ټولنه مو دې جنګونو دې څای ته رارسولې.

دا چې ولې په طبي وساېلو سنبال کلیکنیکونه نه جوړيږي، پیسې نه شته او نه څوک دلته په افغانستان کې پیسې په کار اچوي. نړۍ او د نړۍ اخلاق اوس داسې دي.

دا دنده د جکومتونو وي، خو چې حکومتونه وي.

اوس خو نو د جنت په سر جګړه ده، چې مسلمانان افغانان یو بل سره وژني.

دما او ستاسو په پښتو، غیرت، ایمان او ملیوالي

بیا په ډېره بخښنه ستاسو

- ډاکتر ماخان شېنواری
بېرته شاته