(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه اوحمزه

[27.Oct.2020 - 16:04]

 زۀ شينواري او حمزهؔ شينواري / خاکه "

            ليک:   ګل محمد بيتاب 

دا عنوان کۀ څۀ هم عجيبه غوندې دے خو ماته دَ دې نه بل مناسب نۀ ښکاري ولې چې کۀ دَ انسانيت ، مسلمانۍ ، پښتونولۍ ، پېژندګلوۍ ، شاعرۍ او ليکوالۍ په رشته ځان دَ حمزه بابا سره ځان تړم نو بيا خوترې  ډېر لرې اوځم او زۀ غواړم چې ځان ورنزدې کړم او زما په خيال دا يوه داسې رشته ده چې ما دَ نورو نه لږ زيات په آسانۍ ورنزدې کوي ۔خو دلته هم صورتحال دا دے چې هغه مشر دے او زۀ کشر۔ هغه دَ کلي علاقې ملک وو او زۀ دَ خدائے فقير ۔ هغه لوړدنګ وو او زۀ دَ هغۀ په مقابله کښې ټيټ۔ هغه لوئې پير وو او زۀ مريد يم ۔ هغه لويې شاعر او ليکوال وو زۀ ډېر ورکوټے او تش په نامه شاعر او ليکوال ۔ هغه په ټوله پښتونخوا کښې خوڅۀ چرته چې پښتو ژبه وئيلے شي شهرت لري او ما پخپل کلي کښې هم ډېرخلق نۀ پيژني ۔څوک مې دَ پلار په وجه پيژني چې دَ فلاني ځوئې دے او څوک مې دَ بچو په وجه چې دَ فلاني او فلاني پلار دے ۔

دا قبېلوي نسبت موهم داسې دے هغه دَ چا خبره چې دَ پېښور صدر بازار کښې دَ تحريک آزادۍ په زمانه مسلمانانو جلوس راويستے وو۔ چغې سُورې ئې وهلې ۔ خلق ډېر پاريدلي وو او په مخه روان وو ۔ دغلته په سړک دوه دريو خاکروبانو جاروګانې وهلې دوئ دَ ويرې يو ځائې ته راغونډ شول ۔ دَ سړک نه يوې غاړې ته شول او يوې کوڅې ته ورتاو شول ۔ کله ئې چې ويره ورکه شوه نو يوخاکروب دَ بل نه تپوس وکړو چې دا خلق څۀ غواړي ؟ دوئ خو ډېر په غصه کښې دي ۔ هغه بل ورته ډېر په فخر ووېوروره دوئ زمونږ نه آزادي غواړيولې چې دوئ هم لکه دَ انګريزانو په مذهب عيسايان وو دغه شان چرته چې څوک دَ حمزه شينواري نوم واخلي نو زما غوندې قبيله شريک ئې زر ووائي زۀ هم شينوارے يم ۔ بلکه اوس خو ډېر دَ هغه تتبع کښې  ډير دَ خپل نوم سره شينوارے ليکي ۔ زۀ ئې تر ډېره حده نۀ ليکم ځکه چې دا بس هم دَ حمزهؔ سره خوند کوي ۔

حمزه شينواري نه صرف لوئې شاعر او ليکوال وو بلکه په ونه هم لوئې وو ۔ قد به ئې خواو شا شپږ فټه پورې وو ۔ورسره تک سور سپين وو تر آخره عمره ئې دَ مخ ښکلا برقرار وه ۔ لاسونه او پښې ئې هم ښۀ مضبوط او اوږدۀ وو ، سترګې ئې نسبتاً وړې وې چې دَ هغۀ زيرکتيا ترې معلوميدله دَ هر لوئې او مالداره سړي غوندې دَ سر ويښتۀ ئې تر ډېره نۀ وو ۔ دَ مخ کاسه ئې غونډه وه او ورسره ئې لنډه فيشني ږيره هم پريښې وه چې کله کله به ترې بيمارۍ کښې اوږده شوه خو چې نائي ته به کيناستو نو که هر څومره به ئې ووهله دۀ به پرې څۀ احتجاج نۀ کولو۔ البته دَ ځوانۍ په مقابله کښې به ئې په پيرۍ کښې بريت زيات واړۀ کول ، پوزه ئې اوچته او تيره وه ۔ ډېره اوږده يا لنډه نۀ وه بلکه مُناسبه وه ۔ غاښونه ئې په آخري عمر کښې زيات ختلي او دوه څلور دَ نمونې په توګه پاتې وو چې هغو باندې ئې ګذاره کوله ۔ دَ تګ چال ئې ميانه وو ۔ نۀ به ئې منډې وهلې او نه به داسې ګرځيدو لکه دا ځينې خلق چې ته به وائې ګني دَ پښو لاندې ئې ميږي دي او دے ترې په ورو ورو قدم په احتياط اخلي ۔غوږونه ئې هم دَ خپل قد ، قامت او مخ په حساب برابر وو ۔ البته په وروستو کلونو کښې په غوږونو لږ دروند شوے وو چې خبرې به ئې لږې په زوره آوريدې ۔کله کله به ئې دَ غوږ آله لګوله چې اکثر به دَ موقعې په وخت خرابه وه ۔خوکمال دا وو چې دا دَ غوږ آله به ئې هله لګوله چې څوک نااشنا تن به راغلو او يا به کسان ګڼ شول ګني نو عام طور سره چې دَ چا خبرې به ئې وړاندې آوريدلې وې نو دَ هغوئ دَ شونډو دَ حرکت نه به ئې اندازه لګوله چې دے څۀ وائي او اکثر به ئې اندازه ټيک ختله خو کله کله به پکښې خطاشو۔ چې بيا به ئې خپله وئيل "کوڼ سړے په يوه خبره دوه ځله خاندي" خپله به ئې دا وئيل خو چې بل چا به ورته اُووې بابا ته کوڼ ئې نو وئيل به ئې کوڼ نۀ يم البته په غوږونو لږ دروند يم يوځل چې زۀ اومشهور شاعراديب مرحوم لطيف وهمي صېب دَ هغوئ سره دَ مرکې دَ پاره ورغلو نو خپل يو شعر ئې دَ وهمي صېب په ليدو ووئيلو :

 

تۀ که سپورې ستغې وايې وايه وايه

زۀ ئې نۀ اورمه غوږونه مې درانۀ دي

وهمي صېب دَ ترقي پسندفکرخاوند وو او تر ډېره وخته دَ حمزه شينواري مخالف هم پاتې شوے وو ځکه نو شعر ئې ورته بيخي سم وئيلے وو ۔ خو چونکه د هغه ځائې ته ورغلي وو نو بس دې نه پس ئې هډو په دې بابله څۀ وئيلي نۀ وو او چې وهمي صېب ورته څو وضاحتونه اوکړل نو دَ رخصت په وخت نۀ صرف دواړو مشرانو يو بل تر ډېره ښکل کړل بلکه حمزه شينواري ورله بل ورځ ډوډۍ هم وکړه ۔

دَ حمزه شينواري آواز کمزورے وو ۔ او ورسره داسې ناست غوندې هم وو خو دومره ښکلې او علمي خبرې به ئې کولې چې دَ آواز کمزورۍ  ته به ئې دَ چا ډېر پام نۀ ګرځيدو ، دَ هغۀ اواز منفرد غوندې وو خپل شعرونه او نثر به ئې پکښې  ډېر په خوند خوند آورؤل دَ هغۀ دَ آواز نقل بغېر دَ پښتو دَ مشهور شاعر اکمل ليوني نه هيڅوک په صحيح توګه نشي کولے البته اکمل ليوني ته پکښې داسې کمال حاصل دے چې خپله حمزه شينواري به منلو او دا به ئې وئيل که څوک دَ پردې شاته اکمل لېونے کينوي او زما شعرونه اوروي نو هيڅوک به اونۀ وائي چې دا ګني حمزه نۀ دے او دا خبره ئې ټيک وه ځکه چې اکمل دَ حمزه شينواري شعرونه هم دَ هغه په انداز او لهجه کښې آوروي ۔ اکمل لېونے دَ نورو ليکوالو شعرونه هم دَ هغوئ په سټائيل کښې داسې وائي چې ته به وائي ګنې دا هم هغه شاعر لګيا دے شعرونه اوروي او په ګڼو موقعو ئې دَ دې مظاهرې کړي دي ، دَ حمزه شينواري خپل آواز کمزورے وو خو کمال دا دے چې کله کله به ئې دَ ضرورت په وخت کښي آواز بدلولے او غټولے هم شو لکه کله چې دے په بمبۍ او دهلي کښې وو او دغلته ئې مختلفو دَ ريکارډي باجو ککوړو له دَ سندرو سره سره مختلفې ډرامګۍ يا خاکې ليکلې وې نو په هغو کښې ئې پخپله مختلف کردارونه هم دَ يو صداکار په توګه کړي دي ۔ او دَ ضرورت مطابق ئې پکښې آواز هم بدل کړے دے ، په دې حساب حمزه شينواري دَ پښتو وړومبو صداکارانو کښې راځي نور ملګري ورسره اکثر هغه وو چې سندرې به ئې وئيلې او دغه مزاحيه خاکو کښې ئې صدا کاري کړې ده ، لکه سبزعلي خان، اول مير ، ميراحمد، او داسې نور واخله ، مائې چرته ترنم نۀ وو آوريدلے خو دا ئې راته وئيلي وو چې ما خپلو ځينو سندرو له طرزونه پخپله جوړ کړي وو ځکه چې رباب کښې ښۀ ماهر وم خو آواز مې ښۀ نۀ وو البته سندرغاړي به مې پوهؤلے شول ۔ دَ دۀ نه مشران وروڼه ئې هم په موسيقۍ پوهيدل او ملک باورخان خو به خپله ډېر ښۀ رباب وهلو ۔ هم په دې وجه به ملک باورخان چې ټيکيداري به ئې کوله ښار کښې به دَ پير عبدالستارشاه ځائې ته ورتلو چې په باچاجان مشهور وو ۔ دے يو ياد پير وو چې په ډبګرۍ بازار کښې ئې ديره وه ۔ او دۀ هم څۀ موده دَ ټيکيدارۍ کار کړے وو ۔ هم دَ دغه تعلق په وجه حمزه شينواري دَ هغه مريد شوے وو ۔

هرڅنګه جامې به ئې په مينه اغوستې ۔ دې کښې هيڅ دَ معيار خيال نۀ ساتلو ۔ بس خو چې څۀ به ئې واغوستل ۔ البته چې کله به ئې سپينې جامې واغوستې نو ډېر خوند به ئې ورسره کولو هميشه به ئې قوله او لنګۍ په سر کوله ۔البته کله کله کور کښې به ئې سپينه 

ټوپۍ او په ژمي کښې به ئې دَ وړۍ  ټوپۍ  هم  په سر  کوله ۔  کله  کله به سرتور هم ګرځيدو۔ 

دَ خوراک په معامله کښې ئې ډېر ښۀ معيار وو او هغۀ دا چې هميشه به ئې نرۍ غوښه خوړله ۔ ورسره به ئې اوړے ژمے ماستۀ هم خامخا خوړل ۔ او دا به ئې وئيل چې دا هاضمې دَ پاره ډېر ښۀ وي ۔ تورې چائې به ئې دَ ورځې خپله سحر ، لس بجې ، او کوز ماسپښين يا مازيګر په يو ټاکلي وخت څښکلې ۔ او دَ هرې ډوډۍ خوړلو نه پس ته به ئې قهوه څښکله ۔ فروټ به ئې هم دَ موسم مطابق خوړل خو خپله به ئې دَ امرودو ډېر تعريف کولو وئيل به ئې دا دَ هضم دَ پاره ښۀ وي ۔ دا به ئې هم کله کله وئيللکړ هضم ، پتهر هضمنسوار او سګريټ به ئې دواړه کول خو سګريټ به ئې دَ ورځې يو څښکلو ۔ خو دَ Capstanډبے به ورسره هر وخت پروت وو چې دَ لسو بجو دَ چايؤ نه وروستو به ئې يو څښکلو ۔ البته دَ نسوارو دَ پاره ئې څۀ خاص وخت معلوم نۀ وو۔ نسوار به ئې دَ ژبې لاندې اچؤل او دَ نسوارو نه پس به ئې تر ډېره خُلۀ بنده کړې وه په دغه حال کښې به ئې خبرو کښې تريو حده فرق راتلو۔حج له چې تلو نو ځان سره ئې په شمار سګريټ اوړي وو او دوه څلور دانې ورسره دَ واپسۍ په وخت ځکه پاتې شوې وې چې دَ حج دَ مراسمو په دوران کښې ئې په مقرره وخت نۀ وو څښکلي ۔

دَ پېدل ګرځيدو شوق به ئې کولو کله چې به کلي کښې وو نو هر سحر به دَ لواړګي بازار ته دَ کور نه پيدل راتلو او تلو چې ښۀ پوره مزل جوړيږي ۔ښارکښې به ئې هم دَ مازيګر وخت چکر وهلو ۔ دَ ژمي به اکثر په پېښور ښار کښې وو او اوړے به ئې په خپل کلي لواړګي کښې تېرولو چې دَ پيښور په نسبت ئې موسم يخ وي دغلته ئې دَ اوړي په موسم کښې څومشاعرې هم کړې وې چې پکښې به دَ ټولې پښتونخوا لوئې واړۀ شاعران شريکيدل ۔ او يوه خاص خبره ئې دا وه چې دَ سنجيده مشاعرې نه پس به ئې يوه مزاحيه طرحي مشاعره کوله چې په موقعه به پرې راغلو شاعرانو شعرونه وئيل ، يو ځل ئې دا طرحه ايښې وههاتهي دَ ماشي په وزر سور دےاو بل ځل له ئې دا طرحه ايښي وه چېنن مې ليدلې وه هوښياره پوزهپه دې وروستۍ طرحه يو شاعر دا مثالي شعر ليکلے وو :

بس ضرورت دَ دو پښو دے ورته

ګني  پرتوګ  دے  بس  تياره  پوزه

طبيعت کښې ئې انتهائي خاکساري وه ۔ چرته ئې لويه يا دَ بل دَ سپکاوي خبره نۀ کوله ۔ دَ هر چا به ئې په ښو ټکو ذکر کولو ۔ سره دَ دې چې په قبائيلي علاقه کښې شوے او لوئې شوے وو خو دَ ټوپکو، تماچو او جنګ جګړو نه ئې نفرت وو۔ پخپله به ئې هم خبرې کولې او دَ بل خبرو ته به ئې هم غوږ ايښودو ۔ په بحث کښې به ئې دلائل وړاندې کول کله عقلي دلائل او کله نقلي ۔ دروغ ئې نۀ وئيل او دَ نورو دروغ به ئې هم معلومؤل ۔يوځل ورته دَ پښتو يو ليکوال څۀ خبره کوله چې ډېره په غور ئې واوريدله بيا ئې ورته وُوې فلاني صېب که دا تاسو وليکئ نو ډېر ښۀ ناول ترې جوړيدے شي ، دې سره هغه ليکوال پوئې شو او که پوئې نشو خو نور په دې حقيقت اورسيدل چې په خبره کښې دَ مبالغې رنګ زيات وو او داسې صرف په ناولونو يا افسانو کښې ليدے شي ، نازک مزاجه غوندې هم وو ۔غصه به زر ورتله او بيابه څۀ وخت يعني څو ورځې پس دَ ډېرو وضاحتونو نه پس پخلا کيدو ځکه نو دَ مجلس خلقو به ئې خيال ساتلو خو دَ بحث په دوران کښې به په دې بيخي نۀ خفه کيدو چې ولې يو تن دَ هغه خبره ناسمه بولي دَ خپلې نازک مزاجۍ او خفګان په حقله به ئې خپل يو شعر وئيلو او دا به ئې خپله کمزوري نه بلکه کمال ګڼلو

زود رنجي دَ آئينه زړونو صفت وي

صافي   ډېره    قبلؤنه   دَ  غُبار  کا

خو که بل څوک به ئې دَ ځان نه زيات نازک مزاجه وليدو نو دَ هغۀ به ئې هم خيال ساتلو لکه يو ملګرے ئې وو چې دَ پښتو نوموړے شاعر مياں عبدالرحمان لوګے کاکاخېل نامه ئې وه چې هغه به هېڅ بې هيڅه او په نۀ خبره غصه کيدو ۔ چې ګذاره ورسره ډېره ګرانه وه خو دَ حمزه شينواري ورسره تر آخره تعلق برقراره وو ۔وئيل به ئې مياں لوګے دَ خويه تريخ دے خو دَ زړۀ نه ډېر پاک او خوږ دے۔ سپين صفا سړے دے ځکه نو چل ول نۀ ورځي نېغ په نېغه دَ خپلې ناراضګۍ اظهار کوي ۔

ترڅۀ حده وهمي او شکي مزاجه هم وو۔ خپله به ئې هم کله کله وئيل چې دا په هر چا کښې وي ۔ او صوفيان خو خامخا په دې اخته وي ۔ ماورته يوه ورځ دَ يو بزرګ خبره کړې وه چې ډېر خوند ئې ترې اخستے وو دَ هغۀ بزرګ قول دے چې کله مانه دَ الله تعالي څۀ نافرماني اُوشي نو بد اثر ئې په دې خپل خر کښې ووينم ، مطلب دا دے چې کله راته بار اوغورزوي يا مې په لته ووهي ۔ او يا رانه وتښتي نو زر توبه وباسم ۔ تيارۀ کښې به سخت تنګيدو ۔ يوه ورځ ورسره مونږه څوتنه ناست وو چې بجلي لاړه نو چغې ئې جوړې کړې هله سليمهؔ زر رڼا راوړه ۔ما ترې تپوس اوکړو بابا تيارۀ دې جوړې خوښه نۀ  وې وئيل ئې او دَ تيارو نه مې سخت نفرت دے بيا ئې خپل شعر ووې :

 دا دَ تيرو نه چې نفرت کوؤمه

دا مې غرض دے چې رڼا غواړم

 ما ورته دې نه پس ووې بابا مرګ خو شته نو په قبر کښې به څۀ کوئ ؟ په خندا کښې ووېکه ګور ګران دے خو دَ مړي ناکام دے ۔” 

 زما او حمزه شينواري يو نسبت هم دا دے چې هغه هم شاعر وو او زۀ هم ۔ خو هغه دَ بابائې غزل په نامه پيژندے شي او ما څوک دَ ادب چڼے هم نۀ ګڼي ۔البته دا اعزاز راته حاصل دے چې په څو داسې مشاعرو کښې شريک شوے يم چې پکښې بابائې غزل هم کلام آورؤلے دے او ما هم ۔ فرق دا وو چې زۀ به وړومبے يا دويم تن وم چې غزل به مې اورؤلو او دے آخري ۔يوبل نسبت موهم شته چې حمزه شينواري هم ډرامې ليکلي دي او ما هم ۔خوهغه دَ ډرامه نګار په حېثيت لکه دَ نمر ښکاره دے او ما دَ هغۀ او نورو لويو ډرامه نګارو دَ وفات نه پس لږ ډېر خلق پېژني ۔

دغسې ما هم تکلونه ليکلي دي او حمزه شينواريؔ هم ۔خودلته دا خبره ياد ساتل پکار دي چې هغه او دَ هغوئ ملګرو په اولسي ادبي جرګې کښې Essayله  نۀ صرف دَ تکل نامه ايښې وه بلکه په داسې وخت کښې ئې ډېر ښۀ ښۀ تکلونه ليکلي وو چې ورته ډېر کم مثالونه موجود وو خو بيا هم دۀ او ځينو نورو ملګرو  ډېر ښۀ تکلونه ليکلي دي چې تر اُوسه خلقو ته ياد دي ۔ په مشهورو تکلونو کښې ئې "نسوار" ، "که زۀ وزير وے" او ځينې نور شامل دي ۔

ما هم څو مضمونونه او مقالې ليکلي دي او حمزه شينواري هم ښۀ ډېر ليکلي دي خو دَ هغۀ آوريدو ته به خلق کيناستل او زۀ چې کله په کومه غونډه کښې مقاله آورؤم نو خلق يا خو په يوه او بله بهانه اوځي او يا خپلو کښې په ګپونو سرشي ۔ بيا دَ هغۀ وخت په وخت خوارۀ وارۀ مضامين او مقالې يو بل راغونډ کړي او چاپ کړي دي چې خلق ئې ډېر په شوق لولي او حوالې ئې ورکوي خو زمونږ دا قسمه ليکونه يا خو څوک هډو ګوري نه او که څوک ئې ولولي نو محض دَ وخت تيري دَ پاره ئې لولي ۔ځکه چې ډېرې کمې حوالې ئې ورکولے شي ، هن که دَ چا خلاف څۀ اووايو يا اوليکونو هغه بئيله خبره ده ۔

دغسې هغه هم په ځينو ادبي ټولنو او ادبي انجمنونه کښې پاتې شوے وو ۔ او زۀ هم خو فرق دا دے چې هغه دَ پښتو ادب دَ ټولو نه دَ اهمې ټولنېاولسي ادبي جرګېپه بانيانو کښې وو۔ او مونږه دَ دۀ او نورو دَ هغه کسانو نه استفاده کړې ده چې دغه ټولنه کښې ئې تربيت شوے وو ۔

هغۀ هم صحافتي خدمات تر سره کړي دي او ما هم دَ صحافت په مېدان کښې څۀ نه څۀ کړي دي ۔ او دَ اتفاق خبره دا ده چې هغه به هم دَ نورو ليکونه اخبار يا رساله کښې چاپ کؤل او ماهم ۔ دغه شان يو ځل چې دَ هغۀ نه په صفحه دَ پروف ريډنګ کومه غلطي پاتې شوې وه هغه مانه هم پاتې شوې وه ، هغه به چې په کومه صفحه خبرونه لګول نو دَ هغې ټائيټل ووکورني خبرونهخورترې پاتې شوې وه او زمونږ سره کمپيوټر دا لوبه کړې وه چې دَ وائرس په وجه ئې دَرټکے دَ ځينو خبرونو نه الوزؤلے وو، خبر دا وو چې يو لوئې شخصيت دَ خپل ډرائيور په وادۀ کښې سره دَ خپلې ښځې سره شريک شوے وو ۔هغه ډرائيور په دې ډېر خوشحاله شوے وو او اخبارونو ته ئې خبر ليږلے وو چېزۀ په دې خبره ډېر خوشحاله يم چې دې لوئې شخصيت سره دَ خپلې کورنۍ زما غريب وادۀ کښې شرکت وکړوخو دَ بدقسمتۍ نه دَکورنۍنهرالوتې وه او په سبا له دَ لوئې ملامتيا سره زۀ او نور ملګري مخ شوي وو ۔خوکمال دا دے چې دَ حمزه شينواري دَ قيصې ډېر شهرت شوے دے او زمونږ دَ قيصې نه ولې چې هغه لوئې شخصيت وو ۔ څوک ئې مني او که نه زۀ ځان ته نقاد وايم او حمزه شينواري هم نقاد وو ۔ په خپل ژوند کښې هغۀ هم ډېره شاعري او نثر پاري تنقيد ته وړاندې کړي دي او ما هم خو په داسې ادبي غونډو کښې تل دَ هغۀ دَ فن ستائينې شوي دي او زما دَ فن که غندنه نۀ وي شوي نو اعتراضونه خو پرې ښۀ ډير شوي دي ۔البته دا اعزاز ته حاصل دے چې حمزه شينواري خپل يو غزلدَ ساهو ليکونکيو مرکېغونډه کښې تنقيد ته وړاندې کړے وو چې هم دَ هغۀ  په کور کښې دا غونډه شوې وه او دَ هغۀ په غزل تنقيد کوؤنکو کښې دَ نورو ليکوالو سره سره زۀ هم شامل وم ۔ مطلب مې دا دے چې ګڼ نسبتونه ورسره لرم خو مثال مو داسې دے چې کله کله خو راته هغه مشهوره قيصه راياده شي ۔چې يو دَ سوې بچي دَ هاتهي بچے ليدلے وو نو ورته ډېر حېران شوے وو او تپوس ئې ترې کړے وو چې تۀ څۀ شے ئې ؟ هغه ورته وې زۀ دَ هاتهي بچے يم دۀ ورنه بل تپوس وکړو چې تۀ دَ څوکالو ئې ؟ هغه ورته اووې زۀ دَ شپږو مياشتو يم بيا ترې دَ هاتهي بچي تپوس وکړو چې ستا عمر څومره دے ؟ دَ سوې بچي ورته اووې زۀ هم دَ شپږو مياشتو يم خو دې تيرو ورځو کښې لږ ناروغه شوے وم ۔

زۀ په کال ۱۹۸۲ ٔ کښې په تپوس تپوس دَ دوئ دَ ډبګرۍ کور ته ورغلے وم ۔ دَ دوئ دَ شهرت پحقله مې دَ يو بل نه آوريدلي وو او دَ ډېرو ليکوالو مضمونونه مې لوستلي وو ځکه نو په ذهن کښې مې يوه نقشه جوړه شوې وه خو وړومبے خبره دَ ورتګ وه چا راته ووې چې دَ ډبګرۍ تهاڼې شاته کوڅه باندې به ورشې او ځائې په ځائې تپوسونه کوه پخپله به ور اُورسې ما هم داسې وکړل ۔ عجيبه دا وُشوه چې په دې کښې ځينې داسې خلقو نه هم ما دَ حمزه شينواري دَ کور تپوسونه کړي وو چې دَ هغوئ ژبه پښتو نۀ وه خو هغوئ هم پيژندو لا يو تن نيم راته ووې هغه صُوفي يادوې ، ما ورته وې نه لوئې شاعر دے خو هغه وې نه لوئې پير دے چې ورغلم او ورسره مې مُلاقات وکړو نو په ظاهره بيخي لکه دَ يو عام سړي وو البته خبرې ئې خاص وې او هم دې نه متاثره شوم چې بيا به تر آخره خامخا هفته کښې ورځ دوه ورتلم او دَ دۀ دَ قسم قسم کمالونو نه به خبريدم ۔

دغلته راته معلومه شوه چې حمزه شينواري دَ سيد عبدالستار شاهؒ چې په باچاجان مشهور وو او بېنوا تخلص ئې لرلو باقاعده مريد وو او هم دَ هغۀ په وينا ئې دَ اُردو شاعرۍ په ځائې دَ پښتو شاعري شروع کړې وه ، ځکه باچاجانؒ ورته وئيلي ووچې ته په پښتو کښې شاعري کوه بابا به درنه جوړ شياو دَ هغوئ دا پيش ګوئي پوره شوه چې دَ غزل بابا اومنلے شو ، دَ باچاجان په حُکم مسلم ليګ کښې شامل شوے وو او باقاعده تحريک پاکستان کښې ئې برخه اخيستې وه ۔خو ورسره دَ باچاخان دَ قام پرستۍ دَ نظريې نه هم متاثره وو ځکه پښتو شاعري چې هر څوک کوي نو هله به ښۀ نوم او شهرت پېدا کوي چې د دي نظريې حمايت کوي داسې معلوميږي لکه چې دَ دۀ او دَ باچاجان ترمينځه يوه ناليکلې معاهده شوې وي چې دۀ دَ هغۀ منلي وو او مسلم ليګ کښې شامل شوے وو خو نور ئې خپل کار کولو ۔ او هغۀ هم پرې څۀ غم غرض نۀ ساتلو ۔ګني نو صوفي خو بس صوفي وي هغۀ دَ پاره قام ، ملک ، رنګ نسل وغېره څۀ معني نۀ لري خو حمزه شينواري ټول عمر دَ باچاخانؒ او باچاجانؒ دَ فلسفو دواړه رنګونه پخپله شاعرۍ کښې راځائې کړي دي ځکه په پښتون صوفي ياد شو ۔ ما ورنه يوه ورځ تپوس کړے وو چې بابا صوفي خو بس صوفي وي ۔ هغه څنګه قام پرسته کيدے شي نو په جواب کښې راته وئيلي وو تصوف زما دَ شخصيت جز دے ۔ په دې مُوقعه ورته ما يوه خبره اورولې وه چې ډېر ئې پرې خندلي وو او په څو ملاقاتونو کښې ئې رانه بيا بيا دا خبره آوريدلې وه ۔ کومه چې ما دَ نوموړي ليکوال ، شاعر او محقق پريشان خټک صېب نه آوريدلې وه وائي چې يو سړي دَ يو پښتون صوفي ډېر صفتونه اوريدلي وو چې ډېر لوئې ولي دے او ډېر کرامتونه ترې صادر شوي دي نو دا سړے دَ ډېر سفر نه وروستو ورسيدلے وو خو کله چې دا سړے هلته کيناستو نو دَ بزرګ په مجلس کښې يو سړي داسې څۀ خبره وکړه چې په دغه بزرګ او صوفي ښه اونۀ لګيده نو بډې ته ئې لاس کړو تماچه ئې راوويسته او هوائي ډزې ئې شروع کړې او هغه سړے ورته حق حېران پاتې شو ۔ په دې حمزه شينواري په خندا کښې ووې دا دَ هغۀ جبلت وو چې غصّه ورغله تماچه ئې راوويسته او ډزې ئې شروع کړې ۔ خو بيا هم تربيت ئې شوے وو نو هغې هم خپل اثر وکړو ګني نو پکار وه چې هغه سړے ئې ويشتلے وے خو چې دَ غُصې په وخت کښې ئې هم قتل ونکړو نو دا ئې دَ تربيت اثر وو۔

حمزه شينواري نۀ صرف صوفي شاعر وو بلکه عملي صوفي وو۔ باقاعده پيري مريدي ئې کړې وه ۔ دَ وحدت الوجود دَ نظريې قائل وو او دې سلسله کښې به ئې ډېر په جوش او جذبې سره بحثونه کؤل۔ په لنډو ټکو به ئې دَ وحدت الوجود تعريف داسې کولو چې "همه اوست" او وحدت الوجود ته به ئې" همه از اوست" وئيلو هغه به وئيل دا ئې مختصر ترين تعريف دے ۔ دَ يو پير په توګه ئې څو مريدان هم لرل چې په دوئ کښې سيد طاهربخاري ، ملک عبدالرحمان او سيد آدم شاه باچا ئې دَ خلافت درجې ته رسؤلي وو ۔ دې نه علاوه عجب خان اپريدے ، فضل الرحمان صابر ، الياس ، سلطان استاذ او ځينې نور به هم ورله راتلل او څۀ لږ ډېر سبقونه ئې ورکړي وو۔ که څۀ هم خپله پير وو خو دا به ئې وئيل چې دا زما دوستان ، ملګري او کشران دي ۔ دَ روايتي پيرانو غوندې قطعاً نۀ وو۔ اکثر به ئې وئيل نن سبا اکثر پيران ټګان وي ، دَ مريدانو نه په چل ول بُوده کوي ، دَ اُردو يو شعر به ئې هم دې سلسله کښې کله کله وئيلو:

خداوند تيرے يه ساده دِل بندے کهاں جائيں

که سلطان بهي عياري هے دروشي بهي عياري

دَ کيميا ګرۍ شوق ئې هم لرلو ۔ داسې به ئې وئيل چې ډبګرۍ کښې ئې دَ يو سيّد سره په شريکه چرته يو ځل سرۀ زر هم جوړ کړي وو، ما چرته خپله په دې شوق کولو نۀ وو ليدلے ۔البته دَ سرو زرو جوړولو دَ يوې نسخې فارموله ورته معلومه وه که چا به ترې اوغوښته نو ورته به ئې لېکله خو چې څومره کسانو ته ئې ليکلې وه نو هغوئ په دې کښې ناکامه شوي وو عجب خان دې سلسله کښې ډېره خواري کړې وه خو کامياب شوے نۀ وو ۔ کله کله به دَ هغۀ کور ته يو تن دوه راتلل چې هلته به ئې قسم قسم تجربي کولې خو دَ دوئ وينا وه چې هر څۀ سم شي خو پاره نه قيام النار کيږي ۔ دې سلسله کښې دَ دوه مومندانو قيصه ډېره دلچسپه ده چې هغوئ حمزه شينواري ته زما په وړاندې کړې وه ۔ هغوئ وئيل چې مونږه هر څنګه وس اوکړو خو پاره نه قيام النّار کيږي ۔ يو ځل راته چا ووې چې دې دَ پاره داسې وکړئ چې دَ يو مړي سر راغوڅ کړئ او دَ هغۀ په خُلۀ کښې پاره کيږدئ نو پاره به داسې قيام النار شي خو اوس مُشکله دا وه چې دا کار به څنګه کوؤ ؟ دوئ وئيل چې آخر دواړو فېصله وکړه چې دا کار به ضرور کؤل غواړي نو دَ وزير باغ اديره کښې مُو دَ شپې دَ يو چواړي مړے راوويستو او دَ هغۀ نه مو سر راغوڅ کړو۔ دے هم په دغه ورځ خپلوانو ښخ کړے وو ۔ خُلۀ کښې مو ورله پاره کېښوده او دَ شپې په يوه نيمه دوه بجي مو ورته اُوربل کړو ۔ تياره وه دې کښې راباندې ناڅاپه پوليس والا راغلل او دَ تيښتې لاره مونۀ وه نو بهانه مو ورته وکړه چې دلته مو په پټي اوبۀ پريښې وې هغه مو بندولې نو يخني مو اوشوه او ځان ته مو اُوربل کړو ۔ پوليس والا هم اور ته نزدې شول خو دې کښي ناڅاپه يو سپاهي ووې دا دَ غوښې بوئ نۀ دے ؟ مونږه اوويريدو او څۀ بهانه مو جوړؤله چې دې کښې ناڅاپه يو ډز اُوشو سر دَ اور دَ زوره اوچاودو او هر څۀ په مونږه او دوئ راپرېوتل چې په دې مو بيا پينځه زره روپۍ رشوت ورکړو او ځانونه مو ترې خلاص کړل ۔

دَ اونو بُوټو ځينې خاصيتونه ورته هم معلوم وو۔ يوځل ئې وئيل چې په هزاره کښي غرونو کښې يو بُوټے کيږي چې هغې تهځوان دانهوئيلے شي ۔ دَ دې بُوټې دانې که څوک اوخوري نو هغه بيرته ځوانيږي ۔ دۀ وئيل چې ماته ئې نخښې معلومې وې زۀ ورپسې دغه غرونو کښې ګرځيدلے وم خو ما دغه بوټے نۀ وو موندلے ګني نو دَ دې دَ خوراک سره دَ بنده سپين ويښتۀ بيا توريږي او تر دې چې غاښونه ئې هم دوباره کيږي ۔ ما ورته وئيل چې نن سبا خو پير ګوهر صېب يو مضمون چاپ کړے دے او هغۀ پکښې ليکلي دي چې ما داسې يو زبردست مشين ايجاد کړے دے چې هغې ته څوک کوم بُوډا ورګذار کړي نو هغه به ترې بلخوا ځوان هلک راوځي ۔ او دَ خوش قسمتۍ خبره دا ده چې هغه تا او سمندر خان سمندر صېب په وړومبۍ مرحله کښې دَ تجربې دَ پاره وراچوي ۔ ډېر خوشحاله شو وې دا دَ پير صېب مضمون ماله راوړه چې زۀ ئې اولولم او کيدے شي چې داځوان دانهپيرګوهر صېب موندلې وي ۔ بله ورځ چې ما ورله اخبار اوړلو نو دَ دغه مضمون بله برخه هم اخبار کښې چاپ شوې وه ۔ په هغې کښي ئې ليکلي وو چې مونږه دا کار نۀ کوؤ ځکه چې دَ ماهرانو وينا ده چې په نر او ښځه کښې ديرش څلوېښت في صده مشترک خصوصيات وي زمونږه دَ دې باباګانو عمرونه خو دَ اتياو کالونه اوړيدلي دي هسې نه چې مشين ته ئې واچوؤ او دَ سړو په ځائې ترې ښځې جوړې شي که دَ ځوانانو په ځاې پيغلې دَ مشين نه راوځي نو بيا به څۀ کوؤ ؟ حمزه شينواري دا دواړه مضمونونه څوڅوځله ولوستل بيا ئې ماته په خندا کښې ووې هر څۀ چې رانه جوړ شي خو چې ځوانان مو کړي ۔ خوشحال خان خټک پورې منسوب يو شعر ئې هم ووې :

چج په لاس تور مصلي وے

خو چې ټول عمر ځواني وے

دَ حمزه شينواري سره به پېښور ښار کښې هر وخت ميله جوړه وه۔ دَ اردو او پښتو شاعران ، فلسفيان ، کيمياګر ، صوفيان او نور هر قسمه خلق به راتلل ۔ پوښتنې به ئې ترې کولے او يا به ئې ورسره بحثونه کؤل ۔ دَ سنجيده او علمي بحثونو سره سره به پکښې کله کله ټوقې ټقالې هم کيدې کوم دَ پښتو شاعران ، ليکوالان او نور چې مادغلته څوڅو ځله ليدلي وو په هغوئ کښې ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکټر يارمحمد مغموم خټک ، سيد طاهر بخاري ، جدران منتظر، خېبر آپريدے ، کليم شينواري ، پروفېسر اسلم تاثير، ډاکټر اباسين يوسفزے ، اقبال مومندؔ ، قېصر اپريدے ، فضل الرحمان صابرؔ ، مجيدالله خليلؔ ، ډاکټر مسعود ، ډاکټر افتخار ، دادمحمد دلسوز، ډاکټر اسرار ، پروفېسر داورخان داود ، فارغ بخاري ، رضا همداني ، خاطر غزنوي ، عبدالروف زاهدؔ ، ډاکټر خليل الرحمان ، ډاکټر شاه مُحسن ،  حبيب الله رفيعؔ ، رفيق شينواري ، خيال محمد ، شاه ولي ، محمد آصف صميم ، محمد صديق پسرلے ، جاويدخان ايډوکېټ ، ډاکټر زبېر حسرت ، فېصل شينواري او رومان ساغر وغېره شامل وو ۔

حمزه شينواري دَ مطالعې ډېر شوقين وو، هر وخت به ئې کتاب لاس کښې وو او لوستل به ئې کول دَ بيمارۍ باوجود هم تر آخره به ئې څلور پينځه ګهينټې باقاعده مطالعه کوله ، "جنګ" اخبار به ئې لوستو او دَ لوستو انداز ئې داسې وو چې دَ وړومبۍ صفحې نه پس ته به ئې دويمه بيا دريمه او داسې په ترتيب به ئې اخبار کتلو او په آخره به ئې "بقيې" کتلې ما ورنه يوه ورځ تپوس وکړو چې دا بيا تاسو ته ياد وي ځکه مونږه خو دَ هر خبر سره بقيه په موقعه ګورو ګني نو بيا رانه هيريږي خو هغه وئيل چې ماته ياد وي ، دَ دې نه علاوه دَ اردو "سسپنس" او "جاسوسي" ډائجسټونه به ئې هم کتل ، او دَ دې اکثره قيصې به ورته يادې وې۔

حافظه ئې ډېره مثالي وه ۔ دا به ئې وئيل چې دَ هر لوئې ليکوال دَ پاره مطالعه او حافظه ضروري ده ۔ دا په ما دَ خدائے تعالي لوئې فضل دے چې حافظه مې ډېره ښه ده ۔ څۀ چې ووايم نو راته ياد وي ۔ خپل دَ ماشوم والي دَ وخت ډېر واقعات ورته ياد وو۔

حمزه شېنواري پخپل ادبي ژوند کښې ډېر دَ نظم او نثر کتابونه ليکلي دي ۔ دَ څو اهمو کتابونوترجمې ئې هم کړې دي ، دَ علامه اقبالؔ دَ فارسي او اردو مجموعې ئې پښتو ته منظومې ترجمې کړې دي ، دَ رحمان باباؔ ټول ديوان ئې اردو ته په شعر کښې ترجمه کړے دے ۔ دَ تصوف، فلسفې ، مذهب ، انساني نفسياتو او ادبي موضوعاتو پحقله ئې هم ډيرې ليکنې کړي دي ۔ خو زيات شهرت ئې دَ شاعر او ښۀ غزل ګو په توګه  منلے شوے دے تر دې چې ورته په ژوند دَ غزل بابا وئيلے شوي دي ۔ هغه په رشتيا معنو دَ دې حقدار دے ولې چې دَ اوچت معيار سره سره ئې دَ مقدار په لحاظ هم ډېره شاعري کړې ده کومه چې دَکليات حمزه شينواريپه شکل کښي دَ هغه په ژوند چاپ شوې ده ۔خوورسره دَ ډېرو نقادانو لکه قلندر مومندصېبؔ خيال وو چې حمزه شينواري دَ غزل نه نظم ښۀ ليکي ، دَ نثر متعلق ئې هم دا خبره کيدے شي ځکه زۀ وايم چې هغه بس دَ پښتو بابا دے۔او دَ پښتنو بابا دے ، خو که چا ليدلے وي نو هغوئ به زما دَ دې خبرې تصديق وکړي چې ډېر خاکساره او ملنګ طبعيته انسان وو ۔ ځکه خو په هر چا ګران وو۔ حمزه شينواري په دې لحاظ خوش قسمته انسان وو چې په ژوند پرې څوکتابونه چاپ شوي وو دَ پي اېچ ډي مقاله پرې پروفېسر ډاکټر قابل خان اپريدي ليکلې وه او دَ هغه په ژوند ئې ډګري اخيستې وه ۔ تر دې وخته پرې اوۀ اتۀ دَ پي اېچ ډي او اېم فل دَ کچ مقالې ، په پښتو ، اردو او انګريزۍ کښې ليکلے شوي دي ۔ دا هم دَ حمزه شينواري خصوصيت دے چې دَ دۀ هومره خطونه په پښتو ژبه کښي چا نۀ دي ليکلي ۔ چې دا خطونه پښتو کښې دَمکتوبات حمزه بابادَ ملک عبدالرحمان په نامهګوتې قلم ته په ژړا شوېدَ طاهر اپريدي په نامهژوندي خطونهدَ ډاکټر چراغ حسېن شاه په نامه ،دَ حمزه خطونه دَ هما په نومدَ ډاکټر همايون هما په نامه کتابي صورت کښې چاپ دي چې دې کښي ډېر علمي بحثونه په نظر راځي ، دې نه علاوه يو دَ خطونو بل کتاب ئې دَ جعفرخان اچکزي سره هم وړاندې چاپ شوے دے چې دَ هغې نامه دهانسان او خدائےيو بل کتاب ئې دَ ناچاپه خطونو هم شته چې دَ مالا کنډ ايجنسۍ سيّد فضل مولا خيال ته ئې ليکلي دي دَ دې کتاب نامه دهزما په نوم چې قاصد راوړي خطونهپه اردو کښې ئې هم مختلف خطونه وخت په وخت خصوصاً رئيس امروهوي او انيس شاه جيلاني ته ليکلي دي چې ناچاپه دي ۔ يواځې انيس شاه جيلاني ته ئې په مختلفو وختونو کښې ۳۳۷ خطونه ليکلي دي ۔ په دې خطونو کښې يوه عجيبه خبره دا ده چې دَ باچاخان او ولي خان وکالت ئې ځائې په ځائې کړے دے لکه يو ځائې په صفحه ۱۱۳ مکتوب نمبر ۱۱۵ ليکي ( مورخه ۱۹۷۲ ، ۳ ، ۲)

آپ کو ياد هوګا جو ميرصاحب (ميرزاهد حسين ) صادق آباد سټيشن پر ملے تهے اور جس نے عبدالغفارخان کو غدار کهاتها اګر وه مليں تو ميرا سلام عرض کرنا اور بعد يه که مير صاحب غداري کي روايت تو برصغير ميں ميرصاحبان هي سے چلي هے ، مير جعفر اور مير صادق ننګِ دين وننګ وطن کے طور پر کافي شهرت حاصل کرچکے هيں

دغسې په صفحه ۱۲۳ مکتوب نمبر ۱۱۹ مورخه ۱۹۷۲ ، ۹، ۲۷ ليکي:

"عبدالغفارخان اور عبدالولي خان کے خلاف انګريزوں نے جو پروپيګنډا کرايا تها وه اتنا شديد اور پکا تها جس کا اثر ايک صدي تک زائل نه هوګا کيونکه انګريز اس فن کے استاد تهے "

دغه شان په دې خطونو کښې دَ ملک دَ حالاتو، تاريخ، سياست او پښتنو دَ کردار پحقله ډېر څۀ موجود دي ۔ دَ حمزه شينواري په مکتوباتو هم دَ پي اېچ ډي مقاله ليکلې شوې ده ۔

دَ ادب په اکثرو صنفونو حاوي وو، تر دې چې ټپې ئې هم ليکلې وې ۔ يوه ورځ ورسره زما په دې حواله بحث شوے وو چې ټپه دَ چا شاعر کيدے شي او که نه ؟ ځکه زمونږه ډېرو شاعرانو ټپې جوړې کړې او پخپلو کتابونو کښې چاپ کړې دي ۔ دۀ اووې ټپه اولسي صنف دے او که څوک شاعر ټپه جوړه هم کړي خو په اولس کښې دَ وړاندې نه دومره ډېرې ټپې موجودې دي چې ورسره به دَ شاعر جوړه کړې ټپه هم اولسي کيږي ګنې نو هسې ماهم څو ټپې جوړې کړي دي چې يوه خو پکښې بيخي ډېره مشهوره شوې او اوس اولسي ټپه ده ۔ هغه ټپه دا ده :

په يارانه کښې زړۀ سندان کړه

پکښې پيښيږي دَ پلکونو ګذارونه

غرض دا چې حمزه  شينواري  يو  ريشتونے  قلمکار وو۔  په هره 

موضوع ئې چې قلم اوچت کړے نو تر ډېره حده ئې ورسره انصاف کړے دے دَ حمدونو ، نعتونو او منقبتونو نه واخله دَ غزلو ، نظمونو ، قطعاتو ، رباعياتو ، مقالو ، مضمونونو ، تکلونو ، افسانو، ديباچو، ډرامو، فلمي قېصو او عوامي سندرو پورې هر څۀ ئې نۀ صرف دَ مقدار په لحاظ ډېر ليکلي بلکه ډېر ښۀ ئې هم ليکلي دي ۔ لکه که غزل ئې ليکلے نو دَ کلاسيک او جديدې شاعرۍ داسې آميزش ئې کړے دے چې دَ کلاسيک آخري او دَ جديدې شاعرۍ سرخېل ګڼلے شي ، څوک ورته دَ جديدې او کلاسيکۍ شاعرۍ تر مينځه پل وائي او دَ بابائې غزل خطاب ئې حاصل کړے دے ، که نظمونه ئې ليکلي دي نو داسې شاهکار نظمونه ئې تخليق کړي دي چې دَ قلندر مومندصېب غوندې لوئې نقاد وئيلي دي چې حمزه شينواري دَ غزل نه نظم ښۀ ليکي او واقعي دَ هغه ځينې نظمونه لکه جونګڼه ، پسرلے او نورکه څوک اولولي نو يقين به ئې راشي چې دا رائې صحيح ده که ډرامو ليکلو ته متوجه شوے نو که يو خوا ئې دَژرنده ګړيغوندې په تصوفي او فلسفيانه افکارو مشتملې سنجيده ښکلې ډرامې ليکلي نو ورسره ئې په طنزيه او مزاحيه ډرامو کښې هم دَګمان دَ ايمان زيان دےغوندې مثالې ډرامې او ورسره دَنسواري خانغوندې خاکې ليکلي دي ، په پښتو ډرامه کښې په وړومبي ځل دَ تکيه کلام استعمال هم مونږه دَ دوئ په ډرامو کښې وينو دغه شان شائد په پښتو کښې په وړومبي ځل دَ تاريخي ډرامې ابتدا ٔ هم دَ دۀ دَ قلم نه شوې ده چې په کال ۱۹۴۳ ٔ کښې ئې "خوشحال خان خټک " نومې ډرامه دَ ريډيو پاکستان پېښور نه نشر  شوې  وه، چې  پکښې ئې دَ خوشحال خان خټک شخصيت په ډاګه کړے دے ۔

حمزه شينواري دَ لوئې قلمکار سره سره ملنګ طبيعته او درويش صفته وو خو ورسره خوش قسمته وو ځکه نو څومره درناوے او عزت چې دۀ ته په ژوند نصيب شوے ، دَ بل چا په برخه شوے نۀ دے ۔ دَ ليکوالو او اولس لخوا دَ هغۀ دَ شاعرۍ او نثر ستائينې شوي دي ۔ګڼ کتابونه ئې څوڅو واره چاپ شوي دي ۔ او دَ حکومت لخوا ورته هم صدارتي اېوارډ برائے حسن کارکردګي او نور ګڼ انعامونه ورکړے شوي دي ۔ ځکه نو ما هڅه اوکړه چې دَ دې لوئې شخصيت پحقله څۀ ليک اوکړم خو سنجيده ليکونه پرې بيخي ډېر شوي دي ځکه نو ما په هغه دَ خاکې ليکلو هڅه اوکړه او په دې کښې مې څومره چې ممکنه وي ورسره دَ خپل نزديکت دَ ثابتولو کوشش اوکړو ولې چې په حمزه شينواري دا وخت ټوله پښتونخوا او پښتانۀ فخر کوي نو زما دَ پاره خو خامخا دَ فخر او وياړ خبره ده چې زۀ هم شينواري يم او حمزه هم شينواري دے۔ 

       22/4/2017

- بېتاب
بېرته شاته