(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امیرغلام صادق

[19.Oct.2020 - 20:52]

امیر غلام صادق:ژوند،شخصیت اوفن

 

لیک:سیدالامین احسن خو ېشګي

 

دپښتو فلمونودموسيقئ اوفلمي شاعرئ بې بدله نامه،داولسي ادب ياد شاعر خداے بخښلے'اميرغلام صادق داولسي ادب مركز نوښار كښې،د نوښارنه مردان ته تلونكي سړك او دمشهور غر تركۍ  نه نمرخاتهٴ پله پروت كلي كنډر كښې دمشال خان كره په كال نولس سوه شپږ دېرش1936ع كښې وزېږېدو.'حاجي محمداسلم ئې دزېږون كال داپرېل په درويشتمه كال نولس سوه دوه څلوېښتم1942 ع ليكي'،او' ډاكټر حنيف خليل ئې دزېږون كال (1948ع )ليكي' كهٴ دادواړه وروستي اقوال صحيح وګڼو نو په كال 1951ع كښې دصادق صاحب ملازمت شروع كؤل عقلِ سليم نهٴ مني. ځكه وړومبے كال قياس ته زيات نزدے ښكاري. دكلي دنورو خلقو پشان دددوي دوالد صاحب ګذران هم ددغه  كلي دغر نه دكاڼو راوېستوپه ذريعه روان وهٴ .ددغو بدو ورځو په وجه  درسمي تعليم حاصلؤلو نه محرومه اميرغلام ته  هم دهر دور پشان دكلي د جومات دروازې خلاصې وې.هلته نه ئې څهٴ نا څهٴ زده كړه وكړه،خو دژوند بنيادي غوښتنو په مخه اخستي پلار چې  كله خپل نازؤلے زوے  دڅهٴ كا ر كؤلوجوګه وليدو نو ځان سره ئې دكاڼودرنګونو ته دلاس امداد په غرض په مخه كړو'.

ددانش خپرندويه له لوري دۤډاكټرمحمد زبېر حسرت ترتيب كړي شوي دامير غلام صادق كلام د 'سازونه اوازونه دامير غلام صادق نوښاري فلمي او اولسي شاعري(2010)'په نوم شائع كتاب مقدمه كښې محقق فرهاد محمد غالب ترين دصادق صاحب دژوند په باب تفصيلي ليكنه كښې،چې زمونږ ددې ليك اهم ماخذ دے، ليكي چې':اميرغلام په يوه داسې زمانه كښې ژوند كؤلو چې دغم غلطؤلو دپاره به قريباپه هر كلي او هره حجره كښې دټنګ ټكور صحبتونه،اود قصواومنظومو داستانونومجلسونه اباد وهٴ. دزلمو د جذباتو اظهاربه په ټپو چاربېتواو هر قسمه منظومو اصنافو كښې كېدلو،زلمي امير غلام هم دغه مجلسونو كښې ګډون لرلو '

دوي وړاندې ليكي چې 'په كال  نولس سوه اووهٴ څلوېښتم1947ع كښې دصادق صاحب کورنۍ دكنډرو(كلي) نه كډه كؤلو نه پس دنوښار په(محله) خاتو خېلو كښې مېشتهٴ شوه،په دغه زمانه كښې په نوښار كښې د خداے بخښليو مولانا عبدالله استاد،مولانا شاكرا لله،نور محمد استاد،ګل ۤخان ګل،سيد اكبر صابر،  انور خان انور،روېل خان روېل،سېفور خان سېفور،اوسيد محمد طيب طيب  مرحوم اوځنې نورو دنامې جامې  لويوشاعرانو اومشاهيروصحبتونو، ښهٴ تعلق اوبيا دنامتو عالم دين،مشهور شاعر، او استاد مولانا عبدالله استاد سره خصوصي تعلق ،اوترې نه دهر قسم استفادې كؤلوداميرغلام دننه پټ شاعر راڅرګند كړو،د شعر صلاحيت كښې ئې ورله صفائي راوسته او  ددوي علمي نيمګړتيائې  تر څهٴ حده كمه كړه . په مشاعرو اوادبي مجلسونو كښې دګډون په ذريعه دپښتو خدمت كؤونكے،اميرغلام دمعاش په سلسله كښې په كال نولس سوه يو پنځوسم 1951ع كښې په رسالپور كېنټونمنټ بورډ كښې دمُشكي په حيثيت برتي شو خو دخپل ادبي او شعري ذوق د جاري ساتلودپاره ئې هم هلته ئې يو كېبن كښې څهٴ معمولي  غوندې كاروبار هم كؤلو چې د ادبي بحثونواوشعري مجلسونومركزهم وهٴ .په  هم دغه زمانه  كښې په رسالپوركښې دنوښار دميټا خېلو مشهور شاعر ګل خان ګل مرحوم سره ددوي ملاقاتونوددوي راشه درشه دنوښاردلوړرتبه عالمِ دين ،لوے خطيب،اودپښتو، اردو، فارسۍ اوعربۍ شاعر،اود ناول نګار او شاعر سېف الاسلام سېف والدصاحب سيد غلام جان قېس النعماني سره ممكنه كړه. اودهغهٴ علمي قابليت،او شاعرانه عظمت امير غلام صادق دومره متاثره كړو چې ځان ئې دهغوي شاګرد كړو.ددوي اودعبدالله استاد صحبتونو دصادق صاحب شاعرئ  كښې كافي وسعت پېدا كړو'.

'(رسالپور كښې)دنوكرئ په ختمېدوخپل ورور محمدعلي استاد مردان كمپني باغ ته مۤخا مخ  بنك روډ باندې موجود صادق صاحب خپل وركشاپ ته راوستوچې  زر ئې مستري توب زده كؤلو په وجه لږه موده كښې دښهٴ مستري په توګه شهرت وموندو،دشعر سره مينه ئې روانه وه او خصوصا مرحوم سېف الاسلام سېف به ورته حاضرېدلو اودادب محفل به ګرم وهٴ.په خاكسار منزل كښې دبس دډرائېور په توګه مېشتهٴ باباےٴلطائف فرېحۤان شېدا بابا چې ديوسفزئ ادبي جرګې صدر وهٴ امير غلام سره ئې ژور تعلق وهٴ'.

محترم غالب صاحب ليكي'په مردان كښې دادبي دوستان مردان اوبيا داسلامي ادبي محاذسرګرمئ هم جاري وې په دغه محفلونو كښې به پير طلامحمد باچا،عبدالواحد ټېكېدار،پير ګوهر شاعر امن،فضل قادر دردمند ،علي حېدرجوشي اونورو ګډون كؤلو او داهرڅهٴ دصادق دذوق او شوق مطابق وهٴ غالبا چې په كال نولس سوه نههٴ شپېتهٴ1969 ع كښې دفلمونو جوړؤلو اوازه خوره شوه اوچې ديوسف خان شېربانو،كله خزان كله بهار،علاقه غېر ،دره خېبر او دوه درې نور فلمونه جوړ شوهٴ (نو)ددوي دوركشاپ ښهٴ امدن سره سره ددوي هم فلم جوړېده ته زړهٴ وشو، وركشاپ ئې خپل ورارهٴ ،دسكندر زوي، بخت جمال ته پرېښودو اودلاهور په سفر روان شواوهم تر ناجوړتياهلته كښې وهٴ.دهغهٴ ليكلي سندرې،برَغيزې، ټپې اوبدلې به دفلم دكاميابئ ضمانت وهٴ يو داسې وخت راغلے وهٴ چې پښتو فلم اودے دواړه ديوبل دپاره لازم اوملزوم وهٴ'

 'په لاهور كښې دخپلو بدو ورځو ذكر كؤلو سره سره  دخداے بخښليواستادعلي حېدر جوشي او سيد اكبر صابر په وساطت به سټوډياګانو ته د ورتلو ذكر كوي،په وړومبي ځل په 'اوربل'نومې فلم كښې ددوي سندرې ډېر ې خوښې شوې اودې كاميابئ ددوي دنوروكاميابو بنياد كېښودو.مركزي (پښتو ادبي )جرګه(نوښاراو رئيس پښتو ادبي جرګې (نوښار)سره خپل تړون كښې هم دوي خپلې ادبي مرستې جاري ساتلې دي، عاجز خويه، مېلمه دوسته او په غم ښادئ كښې حاضر صادق صاحب ځان له نورو غوره نهٴ ګڼلو،دےفي البديهه شاعر به يو يو محفل كښې څو څو سندرې،لوبې اوغزلې وليكلې خو څهٴ اهميت به ئې نهٴ وركؤلو، كهٴ دموسيقئ دتړون خبره به راغله زر به ئې الفاظ اخوا دېخوا كړل او ترتيب به ئې برابر كړو' .

فرهاد محمد غالب ترين صاحب دافسانه نګار،اوشاعرخداے  بخښلي سېف الاسلام سېف قول ذكر كوي چې،'هغوي ددوي شاعري په څلورو برخو كښې وېشي حمدونه،نعتونه،دكربلا دشهيدانو مرثيې اودتصوف سره تعلق لرونكي اشعار، دوېمه برخه مجازي عشقيه شاعري'،درېمه برخه : پند او نصائح، څلورمه : داستان ګوئي. دې كښې هغه بدلې  هم شاملې دي چې دځنو فلمونو كښې دموقعې مناسبت  سره دي اوڅهٴ ئې منظوم داستانونه دي. داستانونه ئې ګڼ اندازونه لري مثنوي،قصيدي اوغزليه.دغالب صاحب په خيال دصادق صاحب خصوصي اندازدادےچې ټول كلام ئې موسيقئ سره تړون لري جدا جدا وزنونه او طرزونو كښې دے .هغه دباقاعده اهنګ ،سُر او موسيقئ داسرار او رموز نه خبر وهٴ،موسيقي صرف يو كتابي علم نهٴ دے بلكې عملي دے او صادق صاحب په عملي توګه دموسيقئ سره وابسته پاتے وهٴ دهغهٴ ليكلې سندرې دهيرو او هېروئين دپاره دموقعې په مناسبت سره زيات موزونيت لري'.

  'داولسي ژبې نه خبر دددے شاعر سندرو، بدلو اولوبو ځكه له اولس نه  دقبوليت سند موندلو چې دوي دددغه سندرواو بدلو په ذريعه دقام دزلمو اوعامو وګړو دتربيت خيال هم ساتلے وهٴ. اوكله كله به ئې دموقعې مناسبت سره يو داسې خيال وړاندې كؤلو چې هغه به حقيقت وهٴ، اوبند ه به ئې وبوږنؤلو.ددوي دغه سندرې دتفريح نه علاوه كله كله مقصديت او دژوند اهمو مسائلو سره هم بنده ته اګاهي وركوي. دوي همېشه كوشش كړے دے چې په  خوږه،پسته اوشيرينه شعري  لهجه كښې دكتونكي او اوريدونكي توجه ځنې حقائقو طرف  ته وګرځوي

'بسياره سېګرېټ نوشئ ورته دزړهٴ درنځ ورپيښ كړواو دعلاج باوجود دې بيمارئ ځان سره ذهني اودماغي رنځونه هم ملګري كړهٴ،ددغه رنځونو پوره علاج دلته ممكن نهٴ وهٴ او دبهر علاج ئې وس نهٴ لرلو،ادبي جرګو او تنظيمونو دعلاج دپاره دهغه وخت حكومت ته درخواستونه وكړهٴ ،خو خوند ئې ونهٴ كړو .دوي داپرېل په اتلسمه نېټه دخالي په ورځ په كال1998ع كښې وفات شو او دنوښا رپه اديره كښې دخېشكو دسړك په خوا كښې دفن شو'حاجي اسلم دغه تاريخ داپرېل درويشتم 'ليكي.

دغالب صاحب دليكنې مطابق ددوي شائع شوي كتابونه دادي:

'شهزاده بخت جمال وشهزادګئ ګل رنګينه'. دلوے سائزاَتهٴ ويشت مخونه لرونكے داكتاب داشاعت كال نهٴ لري اوددوي په خيال شايد داددوي وړومبے كتاب دے چې يو داستان اونورمنظومات لري.'مامونئ شېر عالم'،دا كتاب د داستان نه علاوه ځنې غزلونو رباعياتو او منظوماتو باندې شمول لري.'چمنے خان' انګرېز دور دشبقدر دبټګرام دسيمې  ديو مفروردداستان نه علاوه  ددوي نور كلام هم ددغه كتاب برخه ده.'حجره جمات' منظوم(1985)،'دقلم ګډا' ،منظوم'برېښنا منظوم'،'نغمه زار' ( 1968ع)' 'نوادر': د كتابستان هوتي مردان له لوري  او ائينه پرنټنګ پرېس مردان كښې په اګست 1968ع كښې شائع دا كتاب دموته دغزا واقعات اونور منظومات ذكركوي ،'حكايت العبرت(دزړهٴ ټكور)' منظوم،او'سليم خان شهيد' منظوم۔مرحوم پروفېسر افضل رضا صاحب ئې 'پشتو كتابيات'كښې بالترتیب د نثراونظم  نوروكتابونو'ديدن (1974ع)،'سندرې'او 'قصه دشېرعلي'ذكرهم كوي۔

ډاكټرحنيف خليل صاحب خپل كتاب  'پښتانهٴ په فلمي نړۍ كښې(2020ع)'كښې دصادق صاحب متعلق ليكي چې' دمراد شنواري په وېنا' دوي (صادق)تقريبا دوه نيم سوه فلمونو له سندرې ليكلي دي چې دوي ئې په عالمي سطح رېكارډ ګڼي'،ددوي په خيال 'په پښتو فلمونو د امير غلام صادق راج د هغهٴ ترمرګه پورې قائم وهٴ' دوي ئې د'پښتو فلمي موسيقئ بې تاجه بادشاه ګڼي (ددوي په خپلو سندرو كښې )دپښتون  كلتور ياپښتنو صفاتو څرګندؤنه هم په ډېر ښهٴ شان شوې ده..د(خپلو)هم دغه بدلوپه ذريعه صادق مرحوم ديوې مسلمانې معاشرې عكاسئ دپاره داسلامي اومذهبي جذبې نمائنده شاعري هم كړې ده..فلمي شاعري ئې تنوع لري'.

خاكه نويس،صحافي،او عالم ګل محمد بيتاب وائي چې'اميرغلام صادق به وئېل چې فلمي سندرو ليكلو كښې دمراد شنواري ادبيت ته عاجزه شم او مراد شنواري به وئېل چې دصادق صاحب داولسي شاعرئ دپختګئ او كمال علاج نهٴ راځي'.

دپښتوفلمونو مكالمه نويس فخرالدين خوېشكوي ئې خپل استاد ګڼي او ماسره خبرو كښۍ ئې اووئېل چې 'فلم انډسټري ته زهٴ دهٴ بوتلے ؤم،زه ورسره يوه كمره كښې اوسېدم.په عام ژوند كښې ډېر زبردست سړے وهٴ مراد شنواري به پېښور كښې وهٴ او دے پوخ لاهور كښې پروت وهٴ ځكه دوي ته زياتې موقعې ترلاسه وې'،دوي وائي چې 'دصادق صاحب كومه سندره به په كوم اداكار يا اداكاره پيكچرائزډ شو هغه به هِټ(قبوله) وه . 'جوارګر' فلم ددوي دسندرو په وجه هِټ(مشهور) شوے وهٴ،دفلم انډسټري دژوند دوران كښې په دوي چرته زوال نهٴ دے راغلے، دوي ترمرګه هلته كښې وهٴ،ډېر ښهٴ ذهن ئې لرلو دموقعې مناسبت او دخلق غوښتنه ئې تل ذهن كښې وه دنوښار دسليم پروانه زوے نجيب پروانه شاعر، سي ډي ډرامه ليكونكے به هم دوي له لاهور ته راتلو، دفلم شاعر وهٴ اواوس دكروناوبا كښې وفات شو'.

 حاجي محمداسلم خپل كتاب 'پښتو فلمونه (تاريخ،تحقيق اوتنقيد)(2020ع) ددوي ګڼ هغه فلمونه ذكركوي چې ددوي دسندرو په وجه كامياب شوي دي،مونږ ترې څو نقل كوو :

'جوارګر(1972)  ټولې سندري د صادق صاحب ، اوربل( 1973)سندرې مراد شنواري سره په شریکه،ديدن(1974)،دهقان( 1974)،سندرې سېف الرحمان سليم سره په شريكه ،خانه بدوش( 1974ع)،ارمان(1975)،كوچوان (1975)،احسان(1977)،مېرنے ورور( 1977 )،ژوند يا مرګ ،مراد شنواري سره په شريكه،'الزام( 1978ع)،'ګڼ كپ'فلم كښې شاه نواز خان سره يو ځاے فلمساز،'اقرار (1980)'،'نګار (1980)'،ا'نصاف( 1980ع)'، ..دښځو انتقام، ننګيالے،ډاكه،سرهٴ لاسونه اونورو فلمونو كښې دحاجي اسلم په قول دوي دموسيقار فريضې هم سرته رسؤلي وې'. 

دفلمي شاعرئ نه علاوه دصادق صاحب نوره شاعري هم  چې په  حمد،نعت ،تركِ دنيا،غزلونو اونظمونو مشتمله ده ،يو اولسي رنګ لريپه سياسي او سماجي موضوعاتوكښې د 1973ع دآئین په جوړېدو هم دخوشحالئ اظهار كښې نظم ليكي،دسندرو موسيقيت ئې هم دعبدالله استاد دسندرو پشان چستي،زيروبم او مقاميت لري.ډاكټر محمد زبېر حسرت صاحب ددوي په شاعرئ خپلو خبرو كښې دغه طرف ته اشاره كړې ده.څنګه  چې لوے نوښار كښې  دعبدالله استاد ټولو همعصره شاعرانو په كلام دهغوي ژور اثر ليدے شي نودغه رنګ دصادق صاحب شاعري هم ددغه اثر نه ازاده نهٴ ښكاري.البته دفلم دكيفيت او موضوع په لحاظ ددوي مثبت شعري اختراعات دوي دخپلو همعصرو شاعرانو نه په فكري او هئيتي توګه ممتاز كوي.اوس چې ډاكتر حنيف خليل او حاجي محمد اسلم په دې موضوع كتابونه وليكل، نو تعليمي او تحقيقي ادارو له هم پكار دي چې په ديو موضوعاتو دتحقيق دپاره پاخهٴ ګامونه پورته كړي چې دادب او فن داشعبه او دې سره وابسته خلق او دهغوي حالات  ھم په مستند ه توګه مخې ته راؤړے شي.

دمرحوم صادق صاحب دوه زامن امانت او كرامت  اوس هم نوښار خاتو خېلوكښې ژوند كوي ، مشرامانت دكلي غم ښادي ،اوكشر كرامت نوښار صدر كښې ددارو درملو كاروبار كوي،كرامت خان ماسره خبرو كښې اووئېل چې 'زمونږ والد صاحب مونږ سره ډېرمينه كؤونكے وهٴ،خواخترپه اختر چې به راغلونو ورپسې به دلاهور نه دبياراتللو دپاره فونونه شروع شول،او دوي به بيا لاړو.دكال نولس سوه شپږنوي او پينځهٴ نوي 1995-96ترمينځه زيات تر په كلي وهٴ ،مشر شاعرحاجي ګل صوفي اوسېف الاسلام سېف ورله دناروغتیا دوران کښې دعلاج دپاره  ډېرې منډې وهلې وې،زمونږ والدصاحب مونږ ته دهغوي دشاعرئ نه علاوه دخپلومينه ناكودوستانو او قدردانو په شكل كښې لويه اثاثه او دولت پرېښے دے'۔په ګورئې نور

- فن او شخصیت
بېرته شاته