(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروفیسر د فن هنداره

[08.Oct.2020 - 15:34]

پروفيسر اسير منګل د خپل فن په هنداره کي

لیک: امان الله نصرت

مضمون د شعر لکه پيکر وي

رنگين الفاظ يې رخت و زېور وي

ورته ضرور دي دا دواړه څيزه

پيکر که هر څو دلرباتر وي

کاظم خان شيدا

 

پښتو شعر له لرغونو وختونو راهيسې په پښتو ژبه کې ځلېدلی او د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو او پيرونوکی ېې وده او پرمختګ کړی او د لوړو پوړيو پر لور ېې ګامونه اخيستي دي۰

که د پښتو ادب تاريخ ته ژوره کتنه وکړو او وېې څېړو نو وبه وينو او جوته به شي  چې پښتو شاعرانو د شعر او ادب بهير تل پياوړی او ځلاند ساتلی او په خپلو نوښتونو او ادبی پنځونو ېې پښتو شعر رنګينو او ګلاليومنزلونو  ته رسولی او پښتو ژبه ېې د شعر او ادب په ميدان کې د نورو ژبو سياله کړې ده۰

 

پروفيسور اسير منګل د پښتو ادب د نوراني کاروان هغه ځلاند او نوماند ستوری دی چې په خپل قلم ېې د پښتو د شعر د رزم  او بزم ميدانونه تاوده او روښانه ساتلی دي او د شعر وړانګی ېې د لر او بر پښتونخوا په خپلواکو او سرلوړو غرونو او سردرو کی هرې خواته غزونې کړي دي۰

 

د ښاغلي اسير منګل شاعري خوږه، روانه او له فني ښکلاوو ډکه ده او د ټولنې وګړو ته علمي، معنوي، اخلاقي او عرفاني رنګونه او پيغامونه پکې نغښتې دي۰

منګل صاحب په خپله خاوره او وطن مين شاعر دی او د خپل ولس او پښتون قام مينه ېې په رګونو کې په څپو او غورځنګونو  ده همدا لامل دی چې په هره وينا کې ېې د وطن او قام د مينې څرکونه ترسترګو کېږي او د ملي فکر ولولې ېې د لوستونکو او اورېدونکو پام ضرور ځان ته را اړوي۰

 

که د پروفيسور منګل شاعري د  فن او هنر په کنډه وتلل شي نو په زغرده ويلای شو چې شاعري ېې پخه او په تول پوره ده او ښاغلی منګل د پښتو ژبی د مخکښو شاعرانو په کتار کې د ودرېدو حقدار دی۰

پښتو ژبې او ادب ته د ښاغلی منګل صاحب کارونه او خدمتونه د هيچا له سترګو پټ نه دي او ټول پښتانه ېې له درانه نوم سره اشنايي لري او دده له علمي او ادبي اثارو ګټه اخلي۰

د ښاغلي منګل صيب  نوم به د ادب د تاريخ په پاڼو کې  په رزينو کرښو ليکل کېږي او راتلونکی نسل به ورته د قدر او احترام په سترګو ګوري او د نوموړي د فکر او فن لاره به تل روښانه او ځلانده ساتي۰

د معاصرو شاعرانو په کتار کې منګل صيب د ښه نوم  او ځانګړي ادبي مقام خاوند دی،  شاعري ېې ډير لوستونکي او مينه وال لري  او د خلکو د خوښې او زړه ناستې شاعري کوي۰

د محترم منګل صاحب په شاعرۍ کې د مينې اوعاطفې، سوز او ګداز، ګل او بلبل، انسان او ټولنې ، طبيعت او خلقت د بېلابېلو اړخونو ډېره ښکلې عکاسي او انځورګري شوې او د ژوند په ټولو برخو ېې خپل ژور نظر ساتلی دی ۰

ښاغلی منګل چې په خپله ټولنه او چاپېريال کې څه ليدلي او ترې متاثر شوی هغه یې قلم ته سپارلي ، د شعر ژبه ېې ورکړي  او د پښتو ادب د تاريخ برخه یې ګرځولی ترڅو د يوه ادبي ميراث په توګه راتلونکې نسل ته پاتې شي او د فکر د روښانه ډېوې له وړانګو او رڼا څخه ېې زمونږ ځوان کول د لارې د مشال په توګه کټه واخلي۰

پروفيسر منګل د خپل ژوند زياته برخه د خپلې مورنۍ ژبې او پښتو ادب خدمت ته ځانګړې کړې او د خپلې ژبې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ېې په سپينه ږيره مټې رابډوهلي او خپلې هڅې او هلې ځلې ېې جاري ساتلي دی۰

 

د منګل صيب په رګونو کې د خپل اولس او پښتنې خاورې مينه او وينه ورګډه ده او هرڅه چې ليکي او قلم ته ېې سپاري همدا ملي احساس او پښتون نظر پکې جلوې کوي او د نوموړي فکر او خيال په خپله غېږ کې رانغاړي۰

 

د مننګل صيب په شاعرۍ او ليکنو کې د پښتون قام او وطن روانو غميزو، ويرجنو پېښو اوستونزو او  دردونو ته ځانګړی ځای ورکړ شوی او د وخت او حالاتو رښتينې عکاسي او انځورګري پکې شوې ده۰د نوموړی د شعر ژبه کره، خوږه، سوچه او روانه ده همدا لامل دی چې لوستونکي ېې په اسانۍ په موخه پوهيږي او د پيغام په پوهېدلو کې ېې له ستونزو سره نه مخ کېږي۰

ښاغلی منګل د پښتو نوموتی او منلی شاعر دی چې د شعر ښاپېرۍ ورسره هر وخت ملګري وي او د امد دروازې ېې تل پر مخ پرانستې وي۰زه  په دې پوره يقين لرم چې که د پروفيسر منګل په څير زمونږ پښتانه با احساسه او هېوادپال قلموال خپلې ژبې او ادب  لپاره خپل کوښښونه او خدمتونه همداسې جاري وساتي نو دا ژبه به ارومرو د پرمختګ لوړو پوړيو ته رسېږي او د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو په څير به د علمي او ژونديو ژبو په ليکه کې د ودرېدو جوګه شي۰

 

زه د پښتو ژبې او ادب دغه مخلص، وياړلی، بې ريا او نه ستړي کېدونکي خدمتګار ته د اوږود عمر او نېکمرغه ژوند دعا کوم او هيله لرم چې د شعر او ادب په رنګين اسمان کې تر پخوا زيات وځلېږي او د ګټورو او اغېزمنو ادبي او علمي پنځونو او تخليقاتو مصدر شي۰

 

په اخر کې تاسو درنو او خوږو لوستونکو سره د استاد اسير منګل يو خوږ او په زړه پورې غزل شريکوم هيله ده چې ستاسو د خوښې او پاملرنې وړ وګرځي  او درانه منګل صاحب سره د خپلې مينې څرګندونه وکړئ۰

په ټوله شاعرانه مينه

امان الله نصرت

 

غزل

 

په هديره کښې ځان له ګرځم دسکون په هيله

زه دمرګ غېږې له ورځمه دژوندون په هيله

 

چې تغير شم ارتقا شم حرکت شمه ټول

زه دې وده کلي کښې پروت يمه ديون په هيله

په ما کښې رنګ دادم خان ديوسف خان دموسى خان وګورئ

زه تلے نه يمه صحرا ته دمجنون په هيله

زه چې دخپل ځان نه راوځم جهان و پيژنم

بيا بۀ هيڅوک نه راځي دلته دشب خون په هيله

زه دايمان زه دضمير سودا کؤلے نه شم

تۀ ماته ناست ئې بيا اشنا دکوم مضمون په هيله

نه ئې رمه نه ئې کيږدۍ شته نه ئې غږ دشپيلۍ

يوه موده وشوه چې ګرځمه دشپون په هيله

 

منګله!زه اخر پيريانو باندې واوړيدمه

چې تيروتم په اتلانو دپښتون په هيله

- نصرت
بېرته شاته