(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوره سېر

[07.Oct.2020 - 15:33]

پوره سېر / خاکه

        ليک:- ګل محمد بيتاب

پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه په وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو په دې ټولو کښې قلندر مومند لوئې نوم لري ، دَ خوشحال خان خټک په زمانه يا دَ هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر وو چې دَ هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو:

څوک پاوي څوک نېم پاوي دي

قلندر پکښې نيم سېر

 

خو قلندر مومندپوره سېر دے ، هغه دَ پښتو متل دے چې هر کاڼے سېر نۀ وي خو دا پوره دے ، دَ مردان عبدالواحد قلندر خپله ځان ته ۴؍۱قلندروائي ، دَ بډﻫ بيرې هم يو سلطان محمود قلندر وو چې دَ يو شاعر په حېث ښه نامه لري او دَ قلندر مومند تقريبًا کليوال جوړېږي ځکه خو ما يوه ورځ دَ قلندر مومند نه تپوس کړے وو هرکله چې ستاسو نه وړاندې قلندر وو نو تاسو ولې ځان له دا تخلص ايښودلو نو هغۀ ووې په هغه زمانه کښې اولسي ادبي جرګه کښې يو زۀ قلندر وم او سلطان محمود به ځان سره محمودليکلو البته دوست محمد خان کامِل صېب به ورته قلندر وئيلو ، ځکه چې دَ هغۀ رنګ ډنګ داسې ملنګانو ته نزدې وو ، کله کله به ئې ورته ملنګ او اکثر به ئې ورته قلندر وئيلو ځکه نو هغه زيات خلق دَ قلندر ملنګ په نامه پېژني، دا قلندر نامه دَ قلندر مومند دومره خوښه وه چې ورو ورو ئې ورته خپله نامه پريښې وه او کمو خلقو ته به معلومه وي چې دَ هغه خپل نوم صاحبزاده حبيب الرحمن او قلندر ئې تخلص دے ، چې ورسره ئې دَ قبيلې نوم ملګرے کړے او قلندر مومند ترې جوړ شوے دے ۔

قلندر مومند چې دَ کومې علاقې سره تعلق لري نو خصوصًا دَ هغۀ دَ ځوانۍ په زمانه به هغه چاته ډېر دَ قدر په نظر کتلے شول چې يو تن دوه به ئې په نۀ څۀ خبره بې وخته ګورته لېږلي وو او يا به ئې دَ پلار نيکۀ دشمني مخ په وړاندې بُوتلله اوس البته دا سلسله دَ ځينو حالاتو له کبله په کمېدو ده خو ختمه نۀ ده بيا هم قلندر دَ خپل سليم فطرت له وجې دَ دې هر څۀ نه لرې وو ، شايد وجه ئې دا وه چې دَ ماشوموالي نه علم ته نزدې شوے وو ځکه خو ئې دَ هر قسمه وسلې نه نفرت وو ، ماکله هم دَ وسلې پحقله په بحث يا صفت نۀ دے ليدلے ، تر دې چې يوه ورځ په پيش قوزه (چاړۀ ) بحث کېدو نو قلندر مومند ووئيل ورکه ئې کړئ دا بحث  پرېږدئ ، که پېش قوزه ډېره ښه شي نو هم انسان به وژني ، او زما دَ هر هغه څيز نه نفرت دے چې دَ انسان او انسانيت په ښيګڼه نۀ راځي هغه که ايټم يم ولې نۀ وي خو دې کښې چا بيا دَ وسلې او چاړې صفت شروع کړو ډېر په جوش کښې ووئيل دَ وزيرۍ چاړې نه مې دَ نائي چاړه خوښه ده ، دې سره بحث ختم شو ، بيا ئې ووې دَ نائي چاړې ته مونږه پاکي وايو ولې چې دَ دې صفت دَ اِنسان پاکول دي ، او په دې ئې يو داسې ليکچر وکړو چې يقين نۀ کوم که دَ ملک ټولو نائيانو ته دَ پاکۍ دومره صفات معلوم وي ، دا ئې هم ووئيل چې مشرانو نه مو اوريدلي دي چې دَ نائيانو لاسونه نۀ خاورې کېږي ورسره ئې دا اضافه هم وکړه چې اوس دَ نايانو لاسونه ډېر نرم وي ، دې کښې چا بيا دَ وسلې تعريف وکړو وې ګوره قلندر صېب په وسله خلق ځان ساتي ، ډېر په جوش کښې ئې ووې ما دا دومره تقرير دې له وکړو چې دَ وسلې بحث ختم شي او تۀ بيا وسله وسله کوې ، ګوره که وسله ډېره ښه شي نو صفت به ئې دا وي چې انسان به پرې وژلے کېږي او دړدمند کېږي ، زۀ خو دَ ښۀ کلاشنکوف نه دَ ګنډلو ستن غوره ګڼم چې دَ انسان حيا ٔ راولي ۔ خو دَ وسلې نه دَ دومره نفرت باوجود يو ځل دَ مردان نوموړے شاعر او ليکوال پير ګوهر سُر کښې راغلے وو او وئيلي ئې وو چې په ما ئې ډز کړے دے ، پير ګوهر دې خدائے اوبخښي چرتي سړے وو او قِسم قِسم ټوقې به ئې کولې هغه دعوه کړې وه چې زۀ مردان کښې په شمسي روډ روان وم چې دې کښې راباندې دَ سړک دَ بلې خوا نه ډز وشو او چې ما وکتل نو قلندر مومند دَ يو څو بړيڅو سره روان وو۔

پير ګوهرخو دَ دعوې نه وروستو په قلاره کېناستو او قلندر مومند به بيا هر چاته وضاحتونه کول چې څو مياشتې کيږي زۀ هډو مردان ته تلے نۀ يم او دَ پير ګوهرسره زما دَ ډزو څۀ کار دے ، کله به ورته غصه شو کله به ئې وئيل پير ګوهر له وادۀ پکار دے چې ورسره مشغول وي ، ځکه چې ځانله ناست سړے بس تش سوچونه فکرونه کوي ، هسې نه چې لېونے شي ، يو ځل دَ ساهو ليکونکيو مرکه کښې اکرام الله ګران يو غزل اورولے وو چې په هغې کښې يو شعر داسې وو:

که څوک مې وژني لاس ئې نۀ نيسمه

زما دَ هيچا سره شر نۀ لګي 

 

دا شعر ترې قلندر مومند څو څو ځله اوريدلے وو او په پنځم يا شپږم ځل چې ګران صېب دا شعر ووې نو قلندر مومند ووئيل دا ئې 

زما دَ زړۀ خبره کړې ده او ګران هم لکه زما بې ازاره بنده دے ۔

دَ قلندر مومند کړۀ وړۀ په پوخ عمر کښې هم ډېر ښکلي وو، ما چې کله ليدلے وو نو شپېتؤ ته ورنزدې به وو ، دغه وخت ئې په مخ وړه فېشني ږيره او لويې ويښتۀ وو، سر او ږيره به ئې داسې په هُنر تورؤل چې بيخي به دا پته نۀ لګيده چې دا ئې ګني رنګ ورکړے دے ولې چې په ږيره کښې به ئې يو خوا بلخوا دوه درې پټې سپينې پريښې وې ، دَ سر ويښتۀ ئې غټ او ګڼ وو چې په يو خاص انداز به ئې اړؤل او په مينځ کښې به ئې ورله لاره ويستله ، رنګ ئې غنم رنګے وو ، وائي چې په ځوانۍ کښې سُور سپين وو، سترګې ئې غټې وې چې هسې به ئې تورې او دَ لوست په وخت دَ نظر چشمې په سترګو کولې ، دَ هغۀ پوزه ډېره مثالي وه چې نۀ صرف لوړه او مُعتدله وه بلکه ډېره مضبوطه او کلکه هم وه ، هغه تر آخره پخپل ځائې کلکه ولاړه وه ګني نو په پوخ عمر کښې دَ اکثر خلقو پوزې خورېږي ، خو دَ دۀ پوزه چې څنګه وه نو هغه شان په ځائې ولاړه وه ، نه غټه شوې وه نه پلنه شوې وه او خوره شوې وه ، او دَ رحمان بابا دَ دې شعر په مصداق په ځائې ولاړه وه:

لکه ونه مستقيم په خپل مقام يم

که خزان راباندې راشي که بهار

 

دَ قلندر مومند دَ پوزې پحقله نورې هم ډېرې خبرې کېدے شي لکه دا چې هغه ډېره حساسه وه يو ځل زۀ او يو ملګرے مازيګر ملاقات له ورغلي وو نو ماته ئې دَ ټکه ووې ظالمه چې کباب دې خوړل نو ماله به دې هم راوړي وو زۀ ډېر حېران شوم ما ورته وې کباب خو ما يوولس بجې خوړلي وو او اوس دا دے څۀ دَ پاسه پينځه بجې دي ، په اُوبو لاسونه هم وينځلي دي نو په تا څنګه بوئې ولګېدو ، په خندا کښې ووې کباب زما ډېر خوښ دي او زما په پوزه دَ دې بوئي لګي ، اکثرې خبرې په کبابو وشوې خو صرف دَ دې فائدې ئې بيانولې ، دَ پېښور ، مردان ، چارسدې او صوبې دَ نورو ټولو ځايونو دَ کبابو دَ مشهورو دوکانونه او دَ هغې خواص ئې بيان کړل۔

ما سره تلي ملګري ووې چې کبابو والا اکثر دَ صفايۍ خيال نۀ ساتي او په قيمه ئې مچان بنګيږي پکار ده چې دوئ جالۍ لګوي ، قلندر مومند په دې خپله يوه واقعه بيان کړه چې يو ځل زۀ او يو ملګرے بازار کښې روان وو فېصله مو وکړه چې کباب به خورو نو هغه به دوکان سهي کړو چې راځه دغه ته به ورشو خو ما به منع کړو ځکه چې هلته به مچان نۀ وو ، آخر مو داسې يو دوکان پېدا کړو چې سم ډېر مچان ورته راجمع شوي وو ما ورته ووې راځه چې دلته کباب وخورو هغه ووې دا خو دوکان دَ مچانو ډک دے او ټول دَ قيمې نه تاويږي ما ورته ووې دا قېمه اصلي ده ځکه ورله مچان راغلي دي او دَ دۀ کباب به يقينًا ښۀ وي ، او واقعي چې کباب ښۀ وو ، نورې هم ډېرې خبرې وشوې ، ټولې دَ کبابو ، قيمې پياز، ټماټرو ، مرچکو ، او مصالحو پحقله وې لکه چې ټول عمر دۀ پخپله کباب پاخۀ کړي وي ، دَ کبابو پحقله دومره تفصيلي معلومات بيا ما دَ چانه نۀ دي اوريدلي ما ترې هسې دَ دلچسپۍ دَ پاره تپوس وکړو چې تاسو به جي څومره کباب وخوړلے شۍ ، هغه ووې چې هر څومره وي ، ما په حېرانۍ ووې چې هر څومره وي ؟ هغه وې او ، دا تپوس مانه څو کاله وړاندې هم چا کړے وو ، ما ورته په جواب کښې وئيلي وو ۔چې مړ به شم خو بس به نۀ کړم هن که کباب خلاص شي او يا راله څوک لاس ونيسي ، دې نه پس زۀ او دا ملګرے ترې رارخصت شو ، ما ملګري ته ووې نن خو بس ټولې خبرې په کبابو وشوې ، هغه ووې هر څۀ مې واوريدل دا خو دے دَ قصابانو نه زيات معلومات لري بيا ئې ووې ماسره بل غم دے او هغه دا چې دَ دۀ پوزه دومره تېزه ده نو دا خو ډېره دَ خطرې خبره ده ، ماوې هغه څنګه ؟ وئې وئيل چې دۀ له په اودس کښې ورتلل پکار دي ، ګني نو دۀ ته خو به ډېر تکليف وي ځکه بدبوۍ به پرې هم لګي ، قلندر مومند ډېر لوړ نۀ وو خو ټيټ هم نۀ وو ، البته تر ملا اوږد وو او پښې ئې لږې لنډې وې که پښې ئې هم ورسره دومره اوږدې وې نو يقينًا چې بيا به ډېر لوړ وو ، غاښونه ئې ولې او کله وتلي وو دا پته راته نشته خو ډېر خاص قسمه غاښونه ورله چا جوړ کړي وو او چې تر څو به دۀ پخپله دواړه ژامنې نۀ وې راويستلې نو هېڅ پته به نۀ لګېده چې غاښونه ئې اصلي دي او که نقلي ؟ جامې به ئې اکثر سپينې اغوستې ، دَ ځوانۍ په زمانه به ئې پتلون هم اغوستو خو بيا به ئې بس قميص پرتوګ اغوستل دَ تګ انداز ئې څۀ خاص انفرادي نۀ وو خو دَ پښو دَ تکليف په وجه به ئې همسا لاس کښې وه ، او په عام چال به روان وو نه ډېر تېز او نه ورو ، دَ هر قسمه تکبر نه بيخي پاک وو دَ سحر نه واخله تر ماسخوتن هر وخت او هر کله که چا غوښتل نو ورسره ئې ملاقات کولے شو ، يوه ورځ ئې وئيل عِلم او تکبّر په يو وجود کښې نشي جمع کېدے۔دَ بدني ښکلا سره په اخلاقي لحاظ هم پوره سېر وو ۔

مالي حالت ئې تر آخره بس دَ ګذارې والا وو ، يو وخت خو داسې وو چې سحر به کالج ته تلو هلکانو ته به ئې انګريزي ښودله ، ماښام به اخبار ته تلو اردو به ئې ليکله او ځانله به ئې شاعري په پښتو کښې کوله ، دې نه علاوه په فارسۍ ، عربۍ او هندکو ئې هم مکمل عبور لرلو ، دَ لا ٔ کالج پرنسپل هم پاتې شوے وو دَ يو صحافي په حېث ئې هم ښۀ شهرت حاصل کړے وو او دا لويې اعزاز هم ورپه برخه شوے وو چې دَ خېبريونين آف جرنلټس وړومبے صدر پاتې شوے وو چې نن ئې هم نامه په پېښور پريس کلب کښې دَ يونين په تختۍ درج ده۔

ډېرو دَ انګريزي ، اردو ، پښتو ورځپاڼو او رسالو کښې دَ رپورټر ، سب ايډيټر او ايډيټر په توګه پاتې شوے دے ، او هر ځائې کښې ئې خپل ښه نوم پريښے دے ، دلته هم پوره سېر ختلے وو ، دَ صحافتي ژوند سره تړلې يوه دلچسپه واقعه ئې دا ده چې يو ځل دَ نوموړي ليکوال ډاکټر محمد اعظم اعظم په پېښور کښې څۀ کار وو نو په دې خيال دَ چارسدې نه پېښور ته دَ قلندر مومند خوا له راغلے وو چې شپه به دلته تېره کړي او سبا له به په وخت خپل کار وکړي ،  ماښام دَ هغۀ ځائې ته ورسېدو ، او قلندر مومند سره دَ اخبار دفتر ته لاړو ، دَ شپې تر دولسو بجو دَشهبازاخبار دفتر کښې وو ، اعظم صېب په طمع وو چې اوس به ګني دَ کار خلاصېدو نه وروستو اودۀ شو خو داسې چې راووتل نو فردوس سره يو هوټل کښې کېناستل دَ نورو اخبارونو نه هم صحافيان راغلل او تر سحره ناست وو کله چې دَ سحر بانګونه وشول نو قلندر مومند او نور صحافيان دَ خوب دَ پاره خوارۀ شول او اعظم صېب خوب دومره بې کوره کړے وو چې دَ کار په ځائې ئې ځان خوب له بيرته کلي ته ورسولو ۔ هغه بيا يو مضمون هم ليکلے وو چې پکښې ئې ليکلي وو دَ قلندر مومند سره شپه تيرؤل دَ چيلي په ښکر اودۀ کېدل دي ځکه چې ټوله شپه ئې دَ خوب نه ټالۍ وهلې وې خو اودۀ شوے نۀ وو ۔

په يارانه دوستانه او تعلق کښې هم قلندر مومند پوره سېر وو ځکه دَ هر دوست او تعلق دار به ورسره دَ ځان نه زيات غم وو دَ دوۍ دَ ښيګڼې او فائدو فکرونه به ئې کول ، سيّد تقويم الحق کاکاخېل له به که څوک ورغلو او ورته به ئې ووئيل چې زما دا کتاب وګوره اصلاح پکښې وکړه او يا پرې راله څۀ ليک وکړه نو هغه به ورته پخپل مخصوص انداز کښې وئيل ځوانه که پيسې پکښې وي نو تۀ ډېر صحيح ځائې ته راغلے ئې ۔ماسره وخت هم ښۀ ډېر دے او دَ دې کار دَ پاره ډېر موزون سړے يم خو که روپۍ پکښې نۀ وي نو نۀ خو ماسره وخت شته او نۀ دا کار کولے شم البته يو سړے به درته وښائم چې هغه قلندر مومند دے هغه له به ورشې هغه دَ پښتو ادب خدمتونو ته وزګار دے وخت هم ورسره ښۀ ډېر وي خپل کارونه اکثر دَ شپې کوي او حال ئې دا دے چې دَ کرايې په يو ورکوټي شان کور کښې اوسي ، تقويم الحق کاکاخېل صېب يو ځل دا ارمان هم کړے وو چې خلۀ زما وے او علم دَ قلندر مومند وے نو ټوله دُنيا به مې په سر اخستې وه او هېڅوک به مې دَ جواب نۀ وو ، خبره ئې تر ډېره حده سمه وه ولې چې قلندر مومند دَ ليک څومره مړنے وو دَ باقاعده تقرير دومره نۀ وو او تقويم الحق کاکا خېل صېب دَ خلې ډېر تېز وو خو داسې هم نۀ وه چې ګني قلندر مومند له ګنې خبرې نۀ ورتلې خو باقاعده ليک ئې دَ باقاعده تقرير نه تر ډېره غوره وو خپله به ئې وئيل ځيني ليکونه دَ اوريدو او ځينې دَ لوستو سره تعلق لري ، او دَ دۀ دَ اکثرو ليکونو تعلق به دَ لوستو سره وو نور هسې په ګپ شپ او مجلس کښې ډېر مثالي وو تردې چې ډېرې داسې خبرې ئې مشهورې دي چې دَ ليکلو نۀ دي ، يوه ورځ ورته ما وُوې دَ فلاني ليکوال تاريخ پېدائش هم لکه ستاسو ۱۹۳۰ دے خو هغه ستاسو په مقابله کښې ډېر ځوان ښکاري سمدستي ئې جواب راکړو چې خر نۀ زړيږي ، ما ورته وې هغه خو انسان دے ، په جواب کښې ئې راته وُوې په علمي توګه خر دے ، دې ته معنوي خر وائي ، هم داسې څو خبرې ئې دَ پښتو ډرامې نوموړي ليکوال او دَ ريډيو پاکستان پېښور پخواني ډائريکټر عمرناصر صېب اوريدلې وې چې قلندر مومند دَ تقويم الحق کاکاخېل سره کولے نو ډېر حېران شوے وو او ماته ئې وئيلي وو چې دواړو مشرانو زۀ نۀ وم ليدلے او خپلو کښې ئې داسې خبرې کولې چې زما په خلۀ نۀ راځي ما ورته وې دا به تاسو دَ پاره نوې وي خو ما دَ پاره هېڅ نوې خبره نۀ ده ځکه چې ما دَ دواړو عالمانو عمومًاداسې خبرې آوريدلي دي ، البته قلندر مومند به داسې کول چې کله به څوک نااشنا بنده مجلس کښې ناست وو نو په اشارو کښې به ئې ځينې خبرې کولې چې دې سره به دَ هغه خبرې خوند نور زيات شو او مېلمه به پوهه نشو چې دوئ څۀ وائي ۔

دَ تعلق دارو او شاګردانو به ورسره دَ کار روزګار ډېر غم وو، زۀ ئې هم چې کله هم ليدلے وم نو وړومبے تپوس ئې رانه دَ کار کړے دے ، دَ خپلو تعلق دارو دَ پاره به ئې تل سفارشونه کول ، تر دې چې دې سلسله کښې به هر ځائې ته تلو او کوشش به ئې کولو چې تعلق داران ئې څۀ کار ومومي ۔ګني نو نور اکثر خلق خپل غم کوي خو دۀ سره به دَ نورو غم وو تر دې چې دَ دوه دريو تنو دَ پاره ئې دَپټې خزانېپه سر خپل مخالف همېش خليل صېب ته دَ کار دَ پاره سفارشونه کړي وو همېش خليل صېب ئې هم دغه سفارشونه منلي وو او پهورځپاڼه باګرامکښې ئې ورله کارونه ورکړي وو ، په دوئ کښې يو دَ نوموړي ليکوال مشتاق مجروح صېب کلي وال وو ، بل نوموړے شاعر خان باتور باتوؔرصېب او دَ دريم تن نوم رانه هېر شوے دے ، لنډه چې په دوستۍ او تعلق کښې هم پوره سېر وو ، دَ ډاکټر زبېر حسرت په ليکچرر کېدو او اېم فل ډګرۍ کولو ډېر خوشحاله شوے وو او مشتاق مجروح چې کله څوکلونه نۀ وو نو ډېر به ئې يادولو  ۔

قلندر مومند دَ خپل وخت يو ښۀ او منلے شوے شاعر وو چې  دَ ډېرو لويو لويو شاعرانو په موجودګۍ کښې ئې ښه نامه پېدا کړې وه ، دَ هغه شاعرانه عظمت دَ خپل وخت ټولو باباګانو منلے وو ، که څۀ هم هغه په يو شعر کښې دَ کامِل صېب ذکر په دې الفاظو کښې کړے دے چې

دَ کابل هم نيشنۍ برکتي کړم

تجربې مې په غزل کښې روايات شي

حالانکې دَ شعر په مېدان کښې هغه دَ کامِل صېب نه ډېر وړاندې وو ، دا ئې محض دَ دوست محمد خان کامِل صېب دَ تعظيم په وجه وئيلي دي ، کله کله به ئې دا هم وئيل مونږه دَ مياسيد رسول رسا دَ شاعرۍ په لوستو لوستو شاعران شوي يو ، حالانکه په دې حقله هم دغه وړنداينۍ خبره ښه په ډاډه زړۀ کېدے شي ، معلومه شوه چې دَ شاعرۍ په مېدان کښې هم پوره سېر وو 

دَ ادبي شاعرۍ سره سره ئې اولسي شاعري هم کړې ده چې پکښې دا سندره ئې ډېره مشهوره ده :

لېلو باغ دَ باغوان دے

مونږ لکه طوطيان يو نن دلې سبا به ځونه

دَ يو افسانه نګار په حېث هم دَ هغۀ مقام ډېر اوچت دے او په پښتو کښې دَ دۀ دَ معيار افسانې په هغه وخت کښې خو پرېږده چې تر اوسه به ډېرو کمو خلقو ليکلي وي ، دلته هم سېر وو دَ ريډيو پاکستان دَ پاره ئې دَ پښتو دوه درې ډرامې هم ليکلي دي او يوه ډرامه ئې دَ انګريزي ناول نه پښتو ته دَ تورګلابپه نامه تلخيص کړې ده ، دَ انګزيزۍ او پښتو څو دَ سټېج ډرامو کښې ئې دَ ايکټر په توګه هم کارونه کړي وو چې اکثرو ډرامو کښې ئې دَ ولن کردار ادا کړے وو ، ولې چې داسې کردارونو ته به نور په مشکله تياريدل او دَ پرفارمنس په لحاظ هم خواري غواړي ، دې نه علاوه دَ يو محقق او نقاد په حېث ئې چې کوم مقام دَ خپل خداداد صلاحيت او خوارۍ محنت له کبله حاصل کړے دے هغې ته رسېدل دَ هر چا دَ وس کار نۀ دے ، دَ هغۀ سره اتفاق او اختلاف کېدے شي خو چې کوم دلائل دَ يو څيز په اثبات يا رد کښې هغه راوړي دي نو دَ هغې نه په اسانه پته لګي چې دا سړے په دې مېدان کښې څومره برلاسے وو ، اګر چې دې سلسله کښې پرې ځينې الزامونه لګيدلي دي چې سخت دريځه دے او په آسانه خپل موقف نۀ بدلوي خو ما ورنه يو ځل تپوس کړے وو چې که څوک داسې دلائل پېدا کړي چېپټه خزانهاصلي کتاب دے نو تاسو به ئې ومنئ ؟ نو په جواب کښې ئې راته وئيلي وو ضرور به ئې منم بيا مې ترې دَ اصف صميم او زرين انځور صېب دَ شريک کتابدَ پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دےپه باره کښې تپوس کړے وو چې په دې حقله مو څۀ خيال دے؟نو وئې وئيل چې ماته ئې په کتاب کښې دَ پروف ريډنګ غلطۍ په ګوته کړي دي بل ځل له ئې چې چاپ کؤم نو دَ پروف ريډنګ دَ غلطو سمولو سره به دَ دوئ دواړو شکريه ادا کوم خو دَ دوئ دَ جوابونو پحقله ئې هېڅ ونۀ وئيل ، دَ محترم همېش خليل او نورو دَ پټې خزانې دَ حمايت کوؤنکو دَ جواب په سلسله کښې ئې دَ دوئ نومونه هم پخپل کتاب کښې نۀ دي ليکلي او په جواب کښې ئې همېش خليل صېب هم داسې کړي دي ، ما دَ قلندر مومند نه په دې حقله تپوس کړے وو چې تاسو ولې دَ همېش خليل دَ جواب ورکولو په وخت نامه نۀ ليکۍ نو وئيلي وو همېش صېب پرې خفه کېږي او همېش خليل هم دَ دې په جواب کښې راته دغسې وئيلي وو ، همېش خليل صېب ته خو ما دا هم وئيلي وو چې که دَ قلندر مومند خفګان ته ګورې نو بيا خو پرې تنقيد مۀ کوه نو هغه وئيل په تنقيد نۀ خفه کېږي ګني نو په نورو به ئې څله کولو ، دَ همېش خليل صېب دا خبره سمه وه چې په تنقيد نۀ خفه کېدو او دَ هغې مثال دا دے چې ما خپله دَ ساهو ليکونکيو مرکه کښې دوه تکلونه دَپټه خزانه في الميزان ”  په موضوع آورؤلي وو چې ډېر په سړه سينه ئې اوريدلي وو او دَ هغو جوابونه ئې کړي وو تر دې چې دا ئې هم راته وئيلي وو دا چرته کومه رساله کښې چاپ کړه او دَ هغې دَ چاپ نه وروستو ئې ترې يوه حواله هم ورکړې ده ، يعني دَ يو نقاد او تنقيد زغملو په سلسله کښې هم سېر وو ۔

تر ډېره حده په سياست هم پوهېدو که څۀ هم په وروستو کلونو کښې دَ عملي سياست نه په څنډه وو خو دَ باچاخان او خان عبدالولي خان سره تر ډېرې مُودې دَ نزدې پاتې کېدو په وجه دَ هغوئ دَ مزاج او سياست سره تر ډېره حده بلد وو ، يو ځل خو زۀ په دې خبره ډېر حېران پاتې شوم چې کومه خبره ماته قلندر مومند کړې ده نو لس ورځې پس راته ولي خان هم هغه خبره وکړه ، قيصه داسې وه چې ما په يو اخبار کښې کار کولو او ګورنر فضل حق په اے اين پي الزام لګولے وو چې دوئي کراچۍ ته وسلې ليږي او هلته دَ دې په وجه حالات خرابيږي ، دَ دې په جواب کښې ولي خان يو پريس کانفرنس کړے وو او دا حقيقت ئې په ډاګه کړے وو چې کراچۍ ته وسلې څوک او څنګه رسوي خو دا خبر دَ دې صوبي دَ يو انګريزي اخبار نه علاوه هېچا نۀ وو چاپ کړے  ما اخبار کتو چې دې کښې دَ هغه اخبار مالک ځوئے رانه تپوس  وکړو ما ورته صورتحال ووې ، هغه وې دا ترجمه کړه مونږ به ئې 

دَ دغه اخبار په شکريه چاپ کړو ۔

ما ورته ووې دا تاسو نشي چاپ کولے خو هغه وې ولې ئې نشو چاپ کولے خو ته دومره توره وکړه چې دا ټول خبر ترجمه کړه خېر دَ اوږد بحث نه پس ما خبر ترجمه کړو خو چې اوئې لوستو نو واره ئې پرې رانغله ، وې دا به مشر ته وښايو ۔

مشر ئې چې خبر وکتو نو هغه ووې ګورنر صېب مونږه نشو خفه کولے ځکه  چې مونږ سره ډېرې مهربانۍ کوي ، ما ورته ووې نو بيا مو ولې په ما ترجمه کولو ، خېر خبرې مو سره ورانې شوې او په سبا له زۀ اخبار ته لاړ نشوم بلکه کار مې پريښودو چې خبره داسې ورو ورو خوره شوه نو انورخان ديوانه پرې پهجدت اخبارکښې کالم وليکلو او قلندر مومند خبر شو ، ماته ئې ووې تاله داسې کول نۀ وو پکار چې کار دې پريښودو ، دَ هر اخبار خپله پاليسي او مجبورۍ وي ، ما ورته تېر شوے صورتحال ټکے په ټکے ووې خو بيا هم هغه وُوې چې تاله داسې جذباتيت نۀ وو پکار ، لس ورځې پس ولي خان دَ چا په ذريعه سوال جواب وکړو چې ما سره ووينه او چې ورغلم نو راته ئې وُوې ځوانه دومره جذباتيت ښۀ نۀ وي ، دَ هر چا خپلې خپلې مجبورۍ وي ، زۀ يو سياسي ليډر يم څوک به زما حمايت کوي او څوک مخالفت، او دا هر څۀ په اخبارونو کښې چاپ کيږي ، بلکه ډېر راباندې غلط الزامونه دَ زمانو نه لګوي څوک راته غدار وائي او څوک نور څۀ ، خو مونږه دا هر څۀ برداشت کؤو نو تاله هم برداشت پکار دے ۔

حافظه ئې هم ډېره مثالي وه ، خپل دَ اوۀ کلني ژوند نه راواخله 

تر اخري وخته اکثر واقعات ورته ياد وو ، يو ځل مونږ دَ حمزه شينواري صېب سره يوه انټرويو کړې وه چې پکښې هغه دَ خپلو مزاحيه ډرامو ذکر کړے وو خو هغه ته يادې نۀ وې په سبا له زۀ قلندر مومند له ورغلم او ورته مې دا خبره ياده کړه دَ حمزه صېب دوه درې ډرامګۍ ئې راته وُوې او چې دغه بيا حمزه شينواري صېب اولوستې نو ورته ډېر خوشحاله او حېران شو ، ځينو ليکوالو به وئيل چې دَ دې دواړو مشرانو يعني حمزه شينواري او قلندر مومند خپلو کښې نالګي ده خو ما چې تل دَ دواړو نه دَ يو بل ذکر اوريدلے نو په ډېرو ښو الفاظو کښې ئې کړے دے او يو ځل دوه خو زما په وړاندې قلندر مومند دَ حمزه شينواري کور ته هم ورغلے وو بيا دَ ساهو ليکونکيو مرکې يو اجلاس هم دَ حمزه شينواري په ځائې کښې شوے وو چې پکښې حمزه صېب خپل تازه غزل تنقيد ته وړاندې کړے وو ، په دغه ورځ ما قلندر مومند ډېر خوشحاله ليدلے وو او حمزه شينواري هم دَ دۀ په ليدو من من غټېدو دې سلسله کښې راته ډاکټر يارمحمد مغموم يوه دلچسپه خبره هم کړې وه ، هغه وې زۀ به دې دواړو له تلم راتلم او دَ حمزه شينواري صېب او قلندر مومند صيب تر مينځه به مې دَ رېبارۍ ډيوټي تر سره کوله ، تر دې چې يوه ورځ راسره قلندر صېب ته دَ حمزه شينواري کور ته لاړو هلته مو ډوډۍ وخوړۀ او خبرې اترې وشوې ، بيا څو ورځې پس حمزه صېب وئيل چې اوس به زۀ هم دَ قلندر صېب دفتر ته ورځم نو زۀ او هغه دَ پښتو ډکشنري پراجيکټ دفتر ته ورغلو ، ما، حمزه صېب او قلندر صېب خپلو کښې خبرې کولې ، ځلان مومند دغه موده کښې ماشوم وو هغه چې دَ حمزه صېب نوم بيا بيا واورېدو نو ناڅاپه ئې په زوره ووېداجي دا هغه حمزه صېب دے چې دا وخت دَ پښتو دَ ټولو نه لوئې شاعر دےدې سره قلندر صېب ووې حمزه صېب که ما په کور کښې دا خبره څوڅو ځله نۀ وے کړے نو دې ماشوم زوې ته به مې څنګه پته لګېدله چې حمزه صېب دَ پښتو دَ ټولو نه لوئې شاعر دے  ، حمزه صېب دَ قلندر په وادۀ يوه قطعه هم وئيلي وه چې هغې کښې ورته کلک قلندر وئيلي ووچې دَ شعر دَ وروستۍ مصرعې نه دَ هغۀ دَ وادۀ تاريخ هم راوځي :

 

غرغوندې سختيو دَ حالاتو ته محکمه

کلکه قلندره عروسي دې مبارک شه

دَ پښتو ژبې دَ املا ٔ ، انشا ٔ او لغت پوهنې اندازه ئې دَدريابډکشنرۍ نه کېږي چې څومره په محنت او خوارۍ ئې دا محض په څو کلونو کښې تياره کړې وه ، دَ پښتو ژبې په صحيح توګه دَ ليکلو او وئيلو دَ پاره ئې ډېر کړاو کړے وو ، ځکه خو به دَ هغۀ نزدې دوست سيد تقويم الحق کاکاخېل صېب وئيل که قلندر مومند مو چرته خفه او بې سُره وليدو نو دا به دَ دۀ دَ خپل درد او غم نۀ وي بلکه چا جاهل ليکوال به جک وهلے وي ، او دَ هغې په لوستو به وير کوي ، يوه نمونه خو ئې ما پخپله هم ليدلې وه چې يو ځل څوک مېلمه دَ پښتو ډکشنري پراجيکټ دفتر راغلے وو ، بيا بهر ووتو او څۀ وخت تېر شو قلندر مومند ئې تپوس وکړو چې هغه مېلمه څۀ شو دې کښې چا ووېپه مونځ ولاړ دےسمدستي ئې ورته ووې داسې وايه چېپه مانځه ولاړ دے۔

ما دَ هغۀ دَ معيار په ژبه پوهېدونکے سړے نۀ وو ليدلے، کله کله به ئې چې کومه رساله کښې غلط عنوان يا داسې نور څۀ وليدل نو سخت به پرې غصه کېدو او کله به ئې دَ ټوقې په انداز کښې دَ هغې په ذکر کولو خپله غصه سړوله ، يو ځل ما سره يوه دَ پښتو رساله وه چې هغه ئې رانه واخيسته داسې ئې چې څو پاڼې واړؤلې نو په خندا کښې ئې ووې چې دا اشتهار دې پکښې وئيلے دے که نه ؟ ماترې په حېرانۍ تپوس وکړو نو راته ئې ووې فلانۍ صفحه راواړوه ، ما هغه صفحه راواړؤله وې  وګوره پېغله ، فلانۍ او ورسره ئې پته وه ، په خندا کښې ووې دا اشتهار نۀ دے نو څۀ دي خو بيا هم تاسو نۀ پوهيږئ نو زۀ څۀ وکړم ۔

يوځل عبدالکافي اديب دَ اردو يو پروفېسر له دَ پي اېچ ډي ډګري برابر کړې وه ،ليکل ورته ځکه نشم وئيلے چې يو ځائې بل ځائې نه ئې مواد راجمع کړي وو خپلو کښې ئې لنګ کړي وو او روپۍ  ئې ترې اخيستې وې ، قلندر مومند ترې خبر شوے وو نو تپوس ئې ترې کړے وو چې ولې دې دا کار کړے وو ، عبدالکافي اديب ورته وئيل بس هغه پروفېسر مجبوره کړے وم او روپۍ ئې هم ښې ډيرې راکړې وې ، دَ دې په جواب کښې چې قلندر مومند څۀ وئيلي وو هغه ليکلے نشم خو دومره وئيلے شم چې ډېر بد الفاظ ئې ورته وئيلي وو۔ ما او دَ نورو اکثرو ليکوالو دَ پاره هغه يوه اعتباري ډکشنري او لائبريري وه چې کوم ګران ټکے به رامخې ته شو او يا به دَ څۀ حوالې ضرورت پيښ شو نو په يو ټيلي فون او يا کور ته ورتګ به مسئله حل شوه ، البته هر ځل به ئې ورسره دا هم وئيل چې مانه ډکشنري او لائبريري مۀ جوړوئ پخپله هم څۀ کوئ ، دا علمي انداز نۀ دے ، ورسره به ئې يوه خونده وره قيصه هم کوله خو دَ ليکلو نۀ ده ، بيا هم چې هر چابه ترې تپوس وکړو نو جواب به ئې سره دَ حوالې اکثر په موقعه ورکولو ۔

قلندر مومند په ريشتيا قلندر وو چې دَ دُنيا مال وزر ئې نۀ لرل البته دَ علم او پوهې سيند وو ، دَ علم دَ تږو تنده به ئې ماتوله ، بلکه په بې طلبو کښې به ئې هم دَ ليک لوست شوق پېدا کولو ، دَ دې نه علاوه يو خاص صفت ئې چې ما ليدلے وو نو هغه دا وو چې هر تعلق دار ته به ئې دا احساس ورکولو چې دَ دۀ خاص تعلق او مينه ګنې صرف ما سره ده ، دا صفت په هر لوئې سړي کښې وي چې ورسره هم مجلس هر يو تن دا ګڼي چې ګني هم زۀ ئې منظور نظر يم ځکه نو که سيد محمود ظفر ، ډاکټر راج ولي شاه خټک ، ډاکټر يارمحمد مغموم ، مجيدالله خليل، روښان يوسفزے، ډاکټر زبېرحسرت ، مشتاق مجروح او نور ئې دَ نزديکت دعوه کوي نو زۀ او نور ئې هم کولے شي ، نن که خوشحال خان خټک ژوندے وے نو زما يقين دے چې قلندر مومند ته به ئې ضرور سېر وئيلے وے ولې چې هغۀ دا زيرے ډېر وړاندې کړے وۀ :

پس له قرنه به پېدا شي 

چې په سرائې کښې پوره سېر

 .

او قلندر مومند هم وئيلي دي :

ځکه دروند شو چې تا سترګو کښې ځاې ورکړو

قلندر که نيم سېرے وو پوره سېر شو

 

 30/7/2017

- محمدګل بېتاب
بېرته شاته