(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولي خان د یوکیسې په

[30.Sep.2020 - 15:56]

د ولي خان د یوکیسې په پلمه

لیک: سید عبیدالله نادر   

د ولی خان د قیصو څخه ده، چې د خپل تره  ، غني خان په هکله وایي :

ولی خان وایی زه د غني خان سره  په کټ کې نژدې ناست وم ،نو هلک راغی ،او وي وئیل : چې یو ملا راغلی غواړي چې غني خان وویني ،نو غني خان ووئیلي :چې نه ځي دي ،پرې ږده،نو ولي خان وایي :چې ما ورته ووئیل :چې کاکا دا ستا ولی د ملا سره نه لګي ، هغه ووئیل:چې زما د ملا سره هیڅ دښمنی یا فرق نشته ، صرف فرق دا دی ، چې ملا وایي خدای تعالی ، جبار و قهار دی ، زه وایم چې خدای رحمان او رحیم دی ، نو پر ځای د دي چې ته د هغي نه مونږ و ایروې ، نو مونږ پر هغه مئین کړه ، که ته وایي چې هغه جبار و قهار دی ، نو ته ما ایره یي ،که ته ووایي : چې هغه رحمان او رحیم دی ، نو ته ما مئینوې ، نو دي دواړو کې لوی فرق دی ،  ، نو ولی خان وایي چې ما ووئیل : چې یاره هغه راغلی او درې ګنټي (ساعتونه) یې تیر کړي ، پرېږده چې راشي ، ملا راغی او په کوم کټ کې چې غني خان ناست وو، مخامخ ورته کښیناست،  ،   ، نو ملا یو رومال د جیبه څخه راویست ، او رومال یې پړاو(خلاص)کړ ، یو رومال او پر له پسي نور رومالونه یې خلاص کړل ،نو یو وړوکۍ کاغذ یې د ګڼو دستمالونو د مینځه څخه راویست ،نو هغه یې غني خان ته په دواړو لاسو، وړاندی کړ، او غنی خان  ټه یې ووئیل : چې خانه! دوه نیم سوه رکعته نفل می کړي او ټول شپه می عبادت کړی ،او دا تعویز می تاته جوړ کړی ،چې د ټوپک ګولی به درباندی اثر نه کوي ، نو غني خان ټوپک ته لاس کړ ، نو ملا ته یې ووئیل : چې ملا ودریږه ، ملا دوه خپي خپلي کړې او دوه پردې کړی او ترپ یې وهل ، نو غني خان ووئیل : چې عجیبه سړی یې ماته وایي ،  چې د ټوپک ګولي به درباندی اثر نه کوي ، چې ستا سر ته راغله بیا منډي وهې او ځغلې ،نو که دا ریښتیا وای نو ضرور به دي خپل ځان ته اول جوړ کړی وای ، د دي خوندورې کیسي په استناد ریشتیا هم ډیری ملایان په خپلو تقریرونو کې تل د خدای تعالی د قهر او غضب څخه غږیږي ،زما یوه خاطره رایاده شوه ، چې د هجرت په موده کې  زمونږ د کورنۍ د یو تن مشرانو سره جومات ته ولاړو ، ملا په خپل تبلیغ کې سر تر پایه د خدای تعالی په قهر او غضب باندی وغږیده ، د رحمت خو ورسره هیڅ ټکي هم نه وو ،نو زمونږ دې مشر مخ رواړاوو ، او وي وئیل : کوم خدای چې دی یادوي د ده د خپل ذهن تخلیق دی ، او د دوی د د مدرسو د استادانو تخلیق دی ، زه خو د خدای تعالی رحمت ډیر بی پایانه وینم ،خو یوه خبره یې ډیره ژوره وه چې د جومات نه بهر یې وکړه ، چې هغه قدرمنو لوستونکو سره شریکوم ،او وي وئیل : (د دي نه چې د دې ناصح بی اثره او بی روحه تبلیغ می واوریده که یو ساعت د ځان سره په خلوت کې ناست وای ،او په ژور فکر می د خدای تعالی په هستی او نظام می فکر کړی وای دا به ښه وای ،او خدای تعالی ته ورنژدې کیدم له دې نه چې دا بی روحه او بی تأثیره وینا او تبلیغ می واورید ) نو په کار ده چې د څیښتن تعالی په رحمانیت ، بخشایش او کرم په هکله هم و غږیږي ،ځکه د خدای تعالی د بخایش او کرم دریاب ډیر پراخه دی ، هماغه ده چې ، حضرت بیدل علیه الرحمه وایی : چې یاربه ! څه پراخه غیږه ده ستا د رحمت د څپو ، چې هر څوک هیڅ خواته لاره نه لري ، ستا په لور راځي ،

چې آغوش است یارب! موجه دریای رحمت را

که هر کس ره ندارد هیچ سو ، سوی تو می آید

دغسي متعصیبینو ته د ډیرو لوړو شاعرانو له خوا څه نیغ په نیغه او یا په کنایه کې وئیل شوي ، او یا اشارې شوي ،او د دي ټکي د پوهولو د پاره یې د لنډو کیسو ،انتباهي مطالبو ،تعلیمی ، تربیوي مطالبو څخه د روښانتابه د پاره کار اخیستی دی ،او دا ځکه چې دا تنګ نظران اصلاح کړي ،او خدای تعالی د بخشایش د پراخي غیږي نه یې با خبره کړي ،نو شعراوو ،ادیبانو، پوهانو،د علم او معرفت خاوندانو ،متصوفینو، عالمانو د خدای تعالی د رحمت غیږه ډیره پراخه بللي ده،

نو په کار ده چې د خدای تعالی د کَرَم او بخشایش اړخ هم له پامه و نه باسو ،د عبدالباري جهاني دا شعر دی چې وایي :

ته یې د قهره له خـــلوته راوتلـــــی نه شې 

ما د کرَم په طمع زر ځلي توبی ماتي کړې

د ټاریخ په اوږدو کې زمونږ لوی متصوفین ، او د دین عالمانو هغوي چې د مطالعی دنیا یې نسبت و یو عامی او بیسواده ملا په پرتله خورا ډیره او پراخه ده ، نو هغوي د خدای د رحمت او عام ایثار ډیر لوی صفت کړی ،حضرت بیدل فرمایي :هغه کسان چې خیره بینان دي ،یعنی چې په سترګو یې روښانه هر څه نه ښکاري ،نو درحمت غیږه ډیره تنګه وینې ، نو وایې چې ځمکه او آسمان یو عام ایثار او بخایش دی ، چې دا په خپله د خدای تعالی د بخشایش او قدرت ښکاره نمونه ده ،بیا نا امیدی څه په کار ، نو راځئ چې د رحمت د دي خلاصي دروازي نه نور دا د تهمت ګَرد جارو کړو ،

او هغه شعر دا دی :

بیا تا دی کـــــــــــــــنیم ، فـــردای قــــیامت را

که چشم خیره بینان تنګ دید آغوش رحمت را

زمین تا آســــــمان ایثار عام ، آنګــــاه نومیدی

بروبیم ، از درِباز کرَم این ګرد تهــــــــمت را

بیدل

حضرت ابو سعید ابوالخیر چې ډیر لوی او یو عظیم عارف دی ، په دې فارسی شعر کې د خدای تعا لی د رحمت څخه پدي شعر کې داسي یادونه کوي ،

ای سِر تو در سینه یې ، هر محرم راز

پیوســــته درِ رحمت تو ، بر همــه باز

هر کــــــــس که به درګاه تو آورد نیاز

محــــــروم ز درګاه تو ، کی ګردد باز

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

همدارنګه د ناصحانو د سوړ او بی روحه بحثونو په هکله چې هیڅ یو تعلیمي ، تربیوی ، انتباهی ، رنګ په کې نشته ، حضرت بیدل علیه الرحمه داسي وایي :

مرګ اهلِ سوز باشد ، حرفِ سَرد نا صحان

شمع را تیغ است بیدل ، جنبشِ دامان صبح

د ملنګ جان د شـــــــعر هم ښه دی چې وایي:

چې زړه د ناصحانو وي ،ډک شوي له حسد نه

وینا کې تأثیر نه وي ، سامعان څه ملامت دي

 

په بل شعر کې شیخ ابوسعید ابوالخیر رحمت الله علیه وایې چې یاربه د کَرَم له نظره پر ما نظر وکړه ، پر ما نظر مه کوه ، د خپل په کَرَم نظر وکړه ،که هر څومره ستا د بخشایش لایق نه یم ،زما په ستومانه او پریشانه حال نظر وکړه ،

یارب ز کرم ، بر من درویش نګر

در من منــګر در کرم خویش نګر

هر چند نیم لایق بخــــــشایش ، تو

بر حال من خســــــته دلریش نګر

نو د خدای تعالی د فضل رحم او کرم په هکله بل ځای بیا شیخ ابوسعید علیه الرحمه په خپل یو بل شعر کې وایې : یعني چې یاربه ټولو تحفه د عود د لرګي چې یو خوشبویه لرګی دی ، راوړی ،معنی دا چې ټولو اعلی تحفه راوړي ، او ما د ولی لرګی راوړی ، چې یعنی ټولو با ارزشه ډالۍ تاته نورو راوړي ،او ما هیڅ هم تا ته نه دي راوړي ، خو ما تور مخ او سپین ویښتان تا ته راوړي ، دا چې تا پخپله وئیلي چې نا امیدی کفر دی، نو ستا فرمان می وړی ، نو ستا حضور ته   می  ،امید راوړی ،

او په دي فارسي شعر کې یې داسي فرمائیلي :

عودم چـــــــو نبود ،چــــوبِ بید آوردم

روی ســـــــــیه و، موی ســـــپید آوردم

چون خود ګفتی ،که ناامیدی ، کفر است

فرمــانِ تو بُردم و ، امــــــــــــید آوردم

د امید او هیلی ډیر لوی او عظیم درس په کې پروت دی ، 

په بل ځای کې بیا وايي : چې د هر تیاره انسان زړه او ضمیر شیخ ابوسعید علیه الرحمه په خپله دغه ګهر باره وینا روښانه کوي ،یعني چې د خدای تعالی د رحمت د دریاب ستاینه په کې ده ،چې هر څوک په هر مذهب او طریقت چې یې ، راځه زمونږ په لور راځه ، که کافر ،کبر او بت پرست یې ،زمونږ دا درګاه د ناامیدۍ درګاه نه ده ، که سل ځله دي توبه هم ماته کړي وي ، نو بیا هم راځه 

باز آ باز آ هر آنـــچه هستی باز آ

ګر کافر و ګبرو بت پرستی باز آ

این درګه ما درګه نومیـدی نیست

صد بار اګر توبه شکســـتي باز آ

ابو سعید ابوالخیر

بل ځای با وجود د دي څخه چې خپله ډیر لوي عارف زاهد او عابد دی، هغه زاهدان چې د علم او معرفت نه لیري دي ، څومره چې ستا بی پایانه رحمت او کرم دی ، په دي صفت تا زاهد نه پیژیي ،هغوي چې بیګانه دي د آشنا په څیر چې د علم او معرفت خاوندانو ته اشاره ده تا نه پیژني ،نو خدای تعالی ته وايی چې تا ووئیل :چې د ګناه په صورت کې دي دوزخ ټه بیا یم ، نو دا هغه چا ته ووایه چې لکه آشنا تا ونه پیژني ،

زاهد به کَرَم ، ترا چـــو ما نشـناسد

بیګانه ترا ،چــــو آشــــــــنا نشناسد

ګفتی که ګنه کني ، به دوزخ بَرَمت

این را به کسـی ګو ،که ترا نشناسد

حضرت بیدل علیه الرحمه خو دومره اندازې ته د خدای تعالی د رحمت او بخشایش غیږه پراخه ویني ، چې وايی د دي ډومره پراخه غیږي د رحمت ته هماغسی د ګناه څخه ډکه لمن په کار ده ،د هغي حریم ته به غیر د ګناه څخه ننوتل هم ګناه کاری ده ،

محیط بحرِ رحمت ،دامن آلوده می خواهد

ګناه ناکرده رفتن ، در حریم او ګنهکاریست

بل ځای وايي : د عاجزۍ او بی حسابه قدرت په مینځ کې به څه حساب وي ،ته هماغه د رحمت بی پایانه دریاب یې ،زه و هماغه ګناه کول 

به جهان عجز و قدرت ، چه حساب دارد اینها

تو و صد هزار رحمت ،من و یک ګناه کردن

که په خلاصو سترګو انسان نظر وکړي ، نو د دي دومره عارفانو د کلام څخه دا جوته کیږي ،چې د پوره علم په حصول سره انسان خدای تعالی ته نور هم نژدي کیږي ،لکه دي شمعی په څیر، د علم په لاره کې انسان باید ځان وییلي کړي ، تر څو خدای تعالی و پیژني ،

چو شمع از پی علم باید ګداخت 

که بی علم نتوان خدا را شناخت

په پوره شناخت سره ،د نژدی کیدو با وجود د الله تعالی د رحمت دریاب هم د زړه په سترګو کتلی شي

د حضرت محمد (ٌص) وینا ده چې :د دین په اموراتو کې آسانه ونیسئ ،او سخت ګیره مه اوسئ ،زیری ورکړئ ، او مه بیزاره کوئ ، صحیح بخاری

 

 

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته