(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غورځنګ او

[10.Sep.2020 - 15:58]

پښتون ژغورنې غورځنګ او پارلماني سیاست

 

پښتون ژغورنې غورځنګ پر پښتونخوا د ترهګرۍ پرضد په ډاګه خبره کوي خو په دې کې شک نشته چې تر پښتون ژغورنې غورځنګ وړاندې هم پر پښتون وطن د روانو حالاتو په اړه په مکمله توګه خاموشي نه وه. ملتپالو ګوندونو ، ډلو او افرادو وخت پر وخت هم احتجاج کړی وو او هم یې غږ پورته کړی وو.

په دې کې د عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند هلې ځلې د نورو پرتله روښانه او په ډانګ پیلې پاته شوې دي. که د دوي‌ د احتجاج او غږ پورته کولو له طریقه کار سره اختلاف کېدای شي خو دواړو ګوندونو د نور تاوان تر څنګ په لوی شمېر غړي او ګړندي مشران هم پر دې له لاسه ورکړي دي چې پر پښتونخوا وطن یې د ریاستي تګلارو مخالفت نه پرېښود.

د پاکستان د بهرنۍ تګلارې، په ځانګړې توکه د افغانستان په اړه، او هم د کورنۍ تګلارې په اړه  د دې ګوندونو مشران او غړي نه په پارلمان کې او نه هم تر پارلمان بهر په جلسو او نورو غونډو کې کله هم پټه خوله نه دي پاته شوي. خو ښايي‌ د دوي په احتجاج کې زور ځکه نه وو چې دواړو د ګوند په حېث او بېل بېل احتجاج کړی وو او په هغه کې به یوازې د دوي د مفکورې ملګري شریک وو. که چېري دې ګوندونو شریک او قامي احتجاج کړی وای نو ښايي‌ حالت اوس یو څه بدل وای.

پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته کېدل که یو پلو پر پښتونخوا د تېر شوي او روان ظلم او بې انصافۍ نتیجه ده نو بل پلو دا خبره ردول هم بې انصافي‌ او هم ناپوهي ده چې ګواکې په دې کې د باچا خان او خان شهید عبدالصمد خان اځکزي د کړې مبارزې او فکري سرمایه کارۍ څه رول نشته.

د دې لپاره یو ښه دلیل هم دا دی چې دا تحریک هم هغه وخت له محسود تحفظ موومنټ څخه په پښتون ژغورنې غورځنګ بدل شو کله چې د باچا خان او خان شهید د پلویانو فکر او مشورې ورسره شریکې شوې او د هغه په نتیجه کې یوازې د یوې قبیلې د ژغورلو لپاره پیل شوی تحریک د درست قام په ملي سنګر بدل شو.

خو اوس هم د پښتون ژغورنې غوځنګ پلویان د شمېر او فکر له پلوه په ټولو سیمو کې یو رنګ نه دي. په جنوبي وزیرستان ، شمالي وزیرستان او نورو داسې ترهګرۍ ډېر ځپلیو سیمو کې عام ولس د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګری ښکاري‌ خو په کمو سیمو کې چې ترهګرۍ څه کم اغېز کړی دی هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړو کې زیات شمېر د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند ، عوامي نشنل ګوند او داسې نورو ملتپال فکر لرونکو ډلو د غړو دی. په دې سیمو کې د غورځنګ په غونډو کې د پخوانیو قبایلي سیمو پرتله که څه هم لږ خلک شریک وي خو د دې خلکو زیاتره برخه هغه کسان وي چې ښه مناسبه سیاسي روزنه یې شوې وي ، په قامي مسلو او ملي ګټو تر ډېره حده پوه وي. د هغه وجه دا ده چې دا خلک تر یو منظم سیاسي تنظیم راوتلي دي.

دا خلک چې د سر په بدل د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي د هغه یوازېنۍ وجه ښايي هم دا ده چې غورځنګ بې له تمې د دوي د زړه خبره کوي او دوي‌ ته داسې ښکاري چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د دوي‌ هغه هیلې او ارمانونه پوره کوي چې دوي یې د پښتون قام د ښه راتلونکي او سیالۍ لپاره لري.

د منظور پښتین په مشرۍ کې له وزیرستانه د پیل شوي دې تحریک هدفونه په پیل کې محدود وو خو له محسود تحفظ موومنټ څخه په پښتون ژغورنې غورځنګ بدلېدو یې هدفونه هم پراخ او ملي‌ کړل. د دې مطلب دا شو چې دا تحریک اوس یوازې تر یوې سیمې یا یو څو مسلو محدود نه دی بلکې اوس یې د ټول قام د نماینده تحریک بڼه خپله کړې ده. د قام نماینده تحربک په دې ورته ویل کېدای شي چې د هرې سیمې او هر ګوند د څه نا څه خلکو تر څنګ په حکومتي‌ او انتظامي ادارو کې لا هم ښايي‌ ډېر خلک په څرګنده که نه وي نو د اخلاقي ملاتړ تر حده ورسره ملګري دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ نه یوازې په دې توانېدلی چې پښتون قام کې یو لوی شمېر خلک تر سیاسي تعلق او قبېلوي فکر بالاتر کړي‌ او د یووالي پر لور یې روان کړي بلکې د هم دې غورځنګ په برکت په وطن او له وطنه بهر پښتنو پام یې خپلو ملي مسلو او د هغوي هواري لپاره د یووالي ارزښت ته اړولی دی. هغوي یې په دې پوه کړي‌ دي چې یووالی څه دی او په یووالي کې څه قوت دی. د پښتون قام په ویښولو او یو کولو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرمختګ اندازه د غورځنګ په وړاندې له ریاستي غبرګونه هم لګېدای شيپه دوه نیم کاله کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ څومره غړي او مخکښان وژل شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي له هغه دا څرکندېږي چې ریاست د روایتي سیاسي ګوندونو پرتله له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه ډېره وېره محسوسوي. ښايي‌ هم دا وجه وي چې ریاست یا اسټبلشمنټ غواړي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د سیاسي ګوند بڼه خپله کړي او د مزاهمتي تګلارې پر ځای د پارلماني مبارزې لاره خپله کړي.

په پښتون ژغورنې غورځنګ کې دننه او بهر له تېر څه باندې یو کال راهسې پر دې خبره بحثونه روان دي چې دا غورځنګ دې د سیاسي ګوند په توګه را وړاندې شي که نه هم داسې دې پاته شي لکه اوس چې روان دی.

غورځنګ پارلماني‌ کولو ته لومړی شرط دا دی چې د ګوند په توګه به یې د پاکستان له انتخاباتي کمېشن سره رجسټر کول وي بیا به یې پر دې بنیاد غړیتوب ټاکل کېږې چې که څوک د غورځنګ غړیتوب کوي نو له بل ګوند سره به تعلق ختموي. نو پر دې اساس پښتون ژغورنې غورځنګ په یو ګوند بدلول ممکن نه دي هغه ځکه چې په اوسني غورځنګ کې د بېلا بېلو ګوندونو غړي د قام په حېث ملګري دي او چې غورځنګ په خپله یو ګوند شي نو دا به دې ټولو خلکو ته ناممکنه شي چې نور د غورځنګ ملاتړ او مرسته وکړي.

د پښتون قام د یووالي لپاره جوړ شوی پښتون ژغورنې غورځنګ که چېري په یو سیاسي ګوند بدل کړل شو نو تر ټولو لومړی ټکر یې له هم دې پښتون ملتپالو ګوندونو سره دی چې غړي یې اوس د غورځنګ د مخ په قطار کې ولاړ دي. د پارلماني سیاست تر ټولو لومړی هدف دا دی چې انتخاباتو ته تیاري وشي ، د انتخاباتو له لارې پارلمان ته ځان ورسول شي او هلته د خپلو هدفونو لپاره غږ پورته کړل شي. اوس که پښتون ژغورنې غورځنګ پارلماني لاره خپله کړي نو ووټ خو به له هم دې پښتنو غواړي او د هم دې پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې به خپل نماینده ګان انتخاباتو ته دروي. یو خو ښايي  پښتون ژغورنې غورځنګ له جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان پرته په بله یوه سیمه کې هم دومره رایه ورکوونکي یاووټ بېنګونه لري چې انتخابات وګټي او بل به دا څومره لوی تضاد وي چې د پښتون د یووالي لپاره جوړ شوی پښتون ژغورنې غورځنګ د اسفندیار ولي خان ، محمود خان اڅکزي ، میا افتخار حسېن او یا عثمان خان کاکړ په څېر مشرانو خلاف خپل غړي انتخاباتو ته دروي او ولس ته به وایي چې دوي ته رایه مه ورکوی موږ ته یې راکړی!!!

په پاکستان کې سیاسي‌ ګوند جوړول یو اییني او جمهوري حق دی او هیڅ بده خبره نه ده خو پښتون ژغورنې غورځنګ په یو سیاسي ګوند بدلول په ناپوهۍ یا شعوري توګه د اسټبلشمنټ هغه ارمان پوره کولو پر لور ګام دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ دې تر قبایلي ضلعو محدود کړل شي او دا قامي تحریک محدودول ښايي لوی شمېر پښتانه یو ملي خیانت وګڼي.

څوک چې پارلماني سیاست کول غواړي یا اراده لري هغوي کولای شي چې په یوه نه یوه ګوند کې شامل شي ، د هغه ګوند له لارې په انتخاباتو کې برخه واخلي او پارلمان ته لاړ شي. دې کسانو ته که چېري په پښتون ملتپال ګوندونو کې خپل راتلونکی ښه نه ښکاري نو بیا دې په پپلز ګوند کې شامل شي چې هم یې د اسټبلشمنټ په وړاندې بیانیه په ظاهره د پاکستان د نورو لویو ګوندونو پرتله پښتون ژغورنې غورځنګ ته ورته ده او هم ښايي د ۲۰۲۳م کال له عامو انتخاباتو وروسته پکې د پارلماني چوکۍ ګټلو ، وزارت او یا سنېټرۍ موقع هم په لاس ورشي او د پاکستان په پارلماني سیاست کې دا هیڅ 

بده خبره هم نه ده.

 

لیک: بوریوال کاکړ

- پارلمان
بېرته شاته