(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دامان الله خان

[03.Sep.2020 - 15:20]

د امان الله خان د واکمنۍ او جلاوطنۍ په اړه نوي څېړنې او موندنې

 

ډاکتر داود اعظمی

۱۱ زمری ۱۳۹۸ - ۲ اګست ۲۰۱۹

 

امان الله خان تر لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) وروسته په ۱۹۱۹م کال کې په ۲۷ کلنۍ کې د افغانستان باچا شو. نوموړی په ۱۹۱۹م کال کې د دريم افغان-انګليس جنګ په لړ کي له انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ په ترلاسه کولو د غازي په نامه مشهور شو.

 

خو شاه امان الله تر لس کلنې واکمنۍ وروسته، د ۱۹۲۹م کال په پېل کي له مجبورۍ افغانستان پرېښودی او ایټالیا ته ولاړی.

 

په لاندي څو کرښو کي د شاه امان الله خان د ژوند او واکمنۍ د بيلو اړخونو، دده پر ضد د پاڅون د سببونو، بېرته پر تخت کښېناستو هلو ځلو، دده اسلامي عقيده، په ليري کېدو کي يې د انګرېزانو د لاس لرلو د ادعاوو او د هغه مهال د افغانستان او سيمي د حالاتو په اړه نوي موندني او حقايق بيان شوي دي.

 

هندوستان او امان الله خان

 

سل کاله مخکي له انګرېزانو څخه د بشپړې خپلواکۍ په ترلاسه کولو امان الله خان په کور دننه او بهر بې ساری محبوبيت او ملاتړ ترلاسه کړی.

 

پر انګرېزانو د افغانانو بري او د افغانستان بشپړې خپلواکۍ د ډيورنډ کرښي هاخوا پښتنو کي هم يو خوځښت راوستی.

 

د يوه کوچني هېواد او نسبتاً کمزوري ولس لخوا د برتانيې يوې داسي لويي امپراتورۍ چي "لمرنه پکښي ډوبېدی" ته شکست په ټوله سيمه کي د آزادۍ هيلي راوټوکولې او امان الله خان ته يې د پراخي نړۍ پام ور واړوی.

 

د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د ډېرو هنديانو، په ځانګړې د هندوستان د مسلمانانو، امیدونه اميرامان الله خان ته ول. هغو تمه درلوده چې دغه افغان باچا به دوی هم د انګرېزانو له استعمار څخه خلاص کړي.

 

په هندوستان کي د مشهوري مدرسې، دارالعلوم دیوبند، عالمانو په خپلو لیکنو او ويناوو کي دده ستاينه کوله او د اسلام ساتونکي يې بلی.

 

نامتو شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري په ۱۹۲۳م کال کې چاپ شوي د خپل نامتو کتاب، پیام مشرق، انتساب د ده له نامه سره وکړی او د کتاب لومړی نظم يې د "پیشکش به حضور اعلیحضرت امیرامان الله خان فرمانروای دولت مستقلهٔ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله" ترعنوان لاندي وليکی.

 

اقبال په دې نظم کي د امان الله خان د کلکي ارادې او د کار د پوخوالي ستاينه وکړه او هغه يې تشويق کړی چي د غيرتمنو افغانانو پرمختګ ته پام وکړي او په افغانستان کي دين او دنيا دواړه سره يو ځای کړي.

 

اې امير کامگار اې شهريار

 

نوجوان و مثل پيران پخته کار

 

جان تو بر محنت پيهم صبور

 

کوش در تهذيب افغان غيور

 

سروري در دين ما خدمت گري است

 

عدل فاروقي و فقر حيدري است

 

 

 

د عکس تشریح،

لیکوال د پاچا امان الله خان له لور شهزادۍ هندیه سره

 

د امان الله خان ضد تبلیغات او د هغه اسلامي عقیده

 

امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کېدو وروسته، دهېواد د پرمختیا او خپلې ټولنې د ودې او "عصري" کېدو خوا ته پام واړوی.

 

نوموړي په دې لړ کې د حکومتي سيسټم د منظم کېدو او پياوړتيا ترڅنګ، د بشري او ټولنيزو ازاديو لپاره هم یو شمېر ګامونه پورته کړل. هېواد ته یې لومړی اساسي قانون جوړ کړی چې په هغه کې د نورو ترڅنګ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار شوی و.

 

خو دده د حکومت ځینو اصلاحاتو د ټولنې په ځینو برخو کې حساسیتونه راوپارول او ناکرارۍ راوټوکېدې.

 

د امان الله خان پرضد تبلیغات پیل شول او ویل کېدل چې د هغه اصلاحات د اسلام خلاف دي.

 

په دې لړ کې د امان الله خان او ملکې ثریا د اروپا د سفر پر مهال ( ډسمبر۱۹۲۷- جون ۱۹۲۸) اخیستل شوي عکسونه هم د ده پرضد د پروپاګند په توګه وېشل کېدل، چې خلکو ته وښودل شي چې د افغانستان ملکه په لوڅ مخ او سر ګرځي.

 

په دې تبلیغات د خلګو د پوهولو په لړ کې د ۱۹۲۸م کال د مې په میاشت کې، په پېښور کې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) د "پښتون" مجلې په لومړۍ ګڼه کې"د افغانستان ملکه او د یورپ لباس" تر سرخط لاندې یو مضمون چاپ شو.

 

د عبدالحمید افغاني په دغه مقاله کې لیکل شوي ول چې د ملکې ثریا د عکسونو له کبله هغه کسان "په افغانستان کې د فساد پیدا کولو کوشش کوي" چې "د زمانې د رنګ نه نااشنا دي."

 

ما ډېر کلونه مخکې له انګریزانو څخه د هندوستان د ازادۍ د یوه مخکښ مبارز او پېښور مېشت دیني عالم، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴)، په یاداشتونو کې د حج يوه خاطره لوستې وه.

 

نوموړي ليکلي چې کله هغه په ۱۹۳۴م زېږدیزکال کې سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړی نو په مدینه منوره کې یې یو سړی ولیدی چې د مسجد نبوي فرش یې د اسلام پیغمبر ته د مینې او درناوي په لړ کې د سر په وېښتانو په داسي حال کي جارو کوی چي ترسترګو یې اوښکې بهېدې.

 

مولانا پوپلزي لیکلي چې د دې حیرانوونکې صحنې په لیدو یې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟

 

ده ته وویل شول چې دا د افغانستان پخوانی باچا امان الله دی.

 

مولانا پوپلزی زیاتوي چې په افغانستان کې خلکو امان الله له دې کبله له هېواده وایستی چې ګواکي دی له اسلام څخه اوښتی دی، خو دده په وينا ما دلته په دې حالت کې ولیدی.

 

د امان الله خان ۸۹ کلنه لور، شهزادۍ هندیه، د ۲۰۱۸ کال د فبروري پر درويشتمه دلته په لندن کې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه.

 

ما د خبرو پر مهال له هغې څخه وپوښتل چې ايا شاه امان الله خان کله حج ته تللی و؟

 

شهزادۍ هندیې وویل چې "پلار مې دوه حجونه کړې ول او دوهم ځل یې خپله مور هم بیولې وه". خو زيات يې کړه چې د حج کلونه یې په یاد نه دي.

 

ما حج ته د امان الله خان د تګ په اړه د نورو معلوماتو د لټون په لړ کې د برتانوي حکومت د هغه مهال پټ (محرم) اسناد هم وپلټل.

 

د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت ارشيف (Archive) شوي اسنادو تر پلټلو وروسته مې سعودي عربستان ته د امان الله خان د حج د تلو په اړه ځينې اړوند حکومتي رپورټونه وموندل.

 

په دې کې يو رپورټ چې د ۱۹۳۱م کال په اپريل مياشت کي په جده کې د بريتانې د نمايندګۍ له خوا مرکز ته لېږل شوی، ليکلي چې د افغانستان پخوانی باچا دلته دی او د حج په ورځو کې يې د يو شمېر افغانانو تر څنګ د سعودي له باچا ابن سعود سره هم وکتل.

 

دا ډول نور پټ سندونه ښيي چې امان الله خان د مصر له لارې جدې ته تللی و او ږيره يې هم پرې ايښې وه.

 

 

د عکس سرچینه،DAWOOD AZAMI

 

د امان الله خان په لېرې کېدو کې د انګرېزانو لاس؟

 

امان الله خان چې په کور کې دننه خپلې پښې یو څه ټینګې کړې نو په یوه اوږده بهرني سفر روان شو چې له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکي جوړ کړي او د نورو هېوادونو له تجربو څخه زده کړه وکړي.

 

نوموړی د ۱۹۲۷م کال په ډسمبر میاشت کې له هېواده ووتی او د ۷ میاشتو په موده کې د ۱۲ اروپایي او اسیایي هېوادونو تر لیدو وروسته د ۱۹۲۸م کال د جون پر ۲۳مه نېټه بېرته هېواد ته راستون شو.

 

خو پر دې مهال د ده پر ضد تبلیغاتو زور اخیستی و او یو شمېر کسانو پر ده تورونه لګول چې تګلاره او ځینې کارونه یې له اسلام سره په ټکر کې دي.

 

سیمې ته راغلی او د امان الله خان د حکومت د بې ثباتۍ پلان لري. (Thomas Edward Lawrence) له بلې خوا داسې رپوټونه هم خپاره شول چې نامتو انګرېز جاسوس، ټامس اېډورډ لارنس

 

لارنس، د عثماني خلافت پر ضد د عربانو په راپارولو کې مهم رول لوبولی و، او له همدې کبله د "لارنس آف عربیا (Lawrence of Arabia)" په نامه مشهور دی.

 

لارنس د یوه عادي عسکر په بڼه کې لومړی کراچي او بیا د ۱۹۲۸ کال د اګست په میاشت کې د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه ته ورسېدی.

 

میران شاه له ډیورنډ کرښې شاوخوا لس میله لېرې پرته سیمه ده او نوموړی د څو میاشتو لپاره هلته د انګرېز پوځ په یوه مرکز کې مېشت و.

 

پر دې مهال په افغانستان او هندوستان کې اوازه خپره شوه چې لارنس د امان الله خان د واکمنۍ د را پرځولو لپاره د خلکو د را پارولو په نیت سیمې ته رسېدلی دی.

 

دغه ګنګوسې چې خورې سوې نو د برتانیا حکومت لارنس لندن ته وغوښتی.

 

لارنس په قبایلي سیمو کې تر شاوخوا پنځه میاشتې اوسېدو وروسته د ۱۹۲۹م کال د جنوري په میاشت کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

 

خو د امان الله خان لپاره ګډوډي دومره ډېره شوې وه چې هغه د لارنس تر وتلو یوازې څو ورځې وروسته خپله باچهي پرېښوده.

 

د افغانستان ډېری تاریخ پوهان د امان الله خان ضد پارونو او پاڅونونو کې د انګرېزانو او په ځانګړې توګه د لارنس لاس يادوي. باچا خان او خان عبدالولي خان هم دده خلاف ګډوډۍ او بغاوتونه د انګرېزانو دسيسه بللې.

 

خو برتانوي سرچینو لا دا خبري نه دي تایید کړي.

 

د امان الله خان لور، شهزادۍ هندیه، په ۱۹۲۹م کال کي هغه مهال د هندوستان په بمبيي کې وزېږېده چې کله یې پلار او نوره کورنۍ تر هيواد پرېښودو وروسته اټالیې ته پر لاره ول.

 

نوموړې د ۲۰۱۸م کال د فبروري پر درويشتمه دلته په لندن کې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه.

 

ما له شهزادۍ هندیې څخه پوښتنه وکړه چې پخپله شاه امان الله خان د ده په را پرځولو کې د انګرېزانو د رول په اړه څه فکر کوی؟

 

شهزادۍ هندیې وویل چي امان الله خان په دې خبر و چې د ده په لېرې کولو کې انګرېزانو لاس درلودی.

 

نوموړې زیاته کړه چي پلار به یې د هندوستان خلک هڅول چې ازادي په زور اخیستل کېږي، خو ددې په وينا، انګرېزانو دا خبره نه خوښوله.

 

د امان الله خان ضد پاڅون سببونه

 

شاه امان الله چې تر اووه میاشتني سفر وروسته د ۱۹۲۸م کال د جون پر ۲۳مه هېواد ته راستون شو نو د بهرني سفر لاسته راوړنې یې د کورنیو ګډوډیو تر سیوري لاندې راغلې. له ده سره سياسي او فکري مخالفتونو سوکه سوکه د وسله وال پاڅون بڼه واخیسته چې اصلي مرکزونه یې د افغانستان ختیځي او د کابل شمالي سیمې وې.

 

ګډوډۍ چې له کنټروله ووتې شاه امان الله د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر ۱۴ تخت پرېښودی، واک یې خپل ورور عنایت الله خان ته وسپاری او خپله کندهار ته ولاړی.

 

خو عنایت الله خان احساس وکړی چې پوځ او ولس د ده د حکومت د دفاع لپاره کافي جوش نه ښيي. نو درې ورځي وروسته يې واک پرېښودی او حبيب الله کلکاني خپل ځان باچا اعلان کړی.

 

له بلي خوا، په کندهار کې خلک پر شاه امان الله راغونډ شول، خلګ منظم شول چې دی بېرته پر تخت کښېنوي.

 

لښکر د کابل پر لور وخوځېدی، د حکومت له لاسه وتلي يوشمېر سیمې یې بېرته ونیولې او پرمخ روان و. خو امان الله خان دې "کورني جنګ" او د افغانانو خپلمنځي وینې تویونې ته په کتو پر شا شو. ده وویل چې نه غواړي د باچاهۍ د نیولو لپاره يې د افغانانو وینه وبهېږي.

 

د امان الله خان پرضد پاڅونونو او بالاخره د هغه د تخت د چپه کېدو څلور لوی سببونه ول.

 

۱- د برتانیې او شوروي اتحاد سیالي چې افغانستان یې یو تر ټولو مهم ډګر و.

 

برتانیې د امان الله خان په اړه دوې اندېښنې درلودې: یوه یې له کمونیسټ مسکو سره د هغه توتېدونکي سیاسي او پوځي اړیکي ول. او بل دده لخوا له انګرېزانو څخه د هندوستان د خپلواکۍ د مفکورې ملاتړ و.

 

۲- د افغانستان دودیزې ټولنې ته په کتو د شاه امان الله خان بېړني او "افراطي" ټولنیز اصلاحات او بدلونونه چې د یو شمېر خلکو ناخوښي او منفي غبرګونونه یې راوپارول.

 

د امان الله خان ضد تبلیغاتو هغه مهال ډېر زور واخیستی چې کله دی د اروپا پر سفر بوخت و. ځینو ویل ده د اسلام اصول تر پښو لاندې کړي او نورو بیا بېخي له اسلام څخه منحرف بلی.

 

داسي ګنګوسې هم وې چې دی عیسوي شوی دی. د کندهار یوه سپین ږیري، چې شاه امان الله یې خپله هغه مهال په کندهار کې لیدلی و، څوکاله مخکې ما ته وویل چې ځینو خلکو ويل دی کمونیسټ شوی دی او د لېنن (د کمونیسټ روسیې لومړی مشر) ملګری یې ګڼی.

 

۳- د امنیتي ځواکونو په بشپړ باور او همکارۍ ترلاسه کېدو کې پاته راتګ چې له کبله یې یو شمېر عسکرو په ځينو سیمو کې سمه دفاع او همکاري ونه کړه.

 

۴- د یو شمېر ملایانو رول او دده خلاف د هغو فعالیتونه.

 

 

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

 

د امان الله خان د ژغورلو هڅي

 

د امان الله خان ملګرو او خواخوږو چې کله دی په ستونزو کې ښکېل ولیدی نو دده د دفاع لپاره په هيواد کي دننه او بهر میدان ته را ووتل.

 

په هيواد کي دننه د شاه امان الله د حکومت ځینو چارواکو او په یو شمېر سیمو کې ځایي مشرانو د ده په ملاتړ کې مقاومت روان وساتی.

 

په پېښور کې ټولنيز او سیاسي مبارز او د عدم تشدد مخکښ خان عبدالغفارخان (باچا خان) او ملګرو یې هلې ځلې پیل کړې چې په دې سخت وخت کې له افغان حکومت او افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

 

دوی په پېښور او شاوخوا سیمو کې د چندو یا بسپنو له لارې پیسې او دارو درمل راټول کړل چې افغانستان ته یې یوسي. دی وايي چې د ډېرو کوښښونو سره سره د انګرېزانو حکومت دوی نه پرېښودل چې افغانستان ته ولاړ شي.

 

په همدې پېښور کې نامتو دیني عالم او د هندوستان د خپلواکۍ مبارز، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴)، هم د شاه امان الله خلاف دسیسو باندې خلک وپوهول او د هغه د ملاتړ لپاره یې دیني عالمان منظم کول.

 

ددې تر څنګ، د کوټي او کندهار منځ کي پرتې کوږک دره کي زوکړي نامتو پښتو ولسي شاعر او د امان الله خان خواخوږي ديني عالم، ملا عبدالسلام (۱۸۸۱-۱۹۷۴)، خپله نژدې ټوله شاعري د امان الله خان ملاتړ او د انګرېزانو مخالفت ته ځانګړې کړې وه.

 

ستا قدرت د سلېمانه حاتم واخيست

 

کابل هم نه شي نيوی نادر بې تا

 

پر غازي امان الله عبدالسلامه!

 

کتاب نه دی کښلی بل شاعر بې تا

 

ملا صاحب په يوه بل ځای کي د انګرېزانو د نيت او له خپل وطن سره د ميني په لړ کي وايي:

 

د خپل ملک خاوري د بل پر طلا ښې دي

 

و محبوب وطن ته مه پرېږدی انګليس

 

له بلې خوا پښتون ملتپال سياستوال، عبدالصمد خان اڅکزي هم په کوټه او شاوخوا سيمو کې د امان الله خان د ملاتړ لپاره هلې څلې روانې کړې وې.

 

 

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

 

نامتو فسلفي شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري ( ۱۸۷۷- ۱۹۳۸) هم د شاه امان الله د واک د ټينګولو لپاره کوښښونه پیل کړل، او د هندوستان د میلیونونو وګړو په څېر یې په افغانستان کې پر انتشار او ګډوډیو اندېښنې په ډاګه کړې. ډاکتر اقبال په خپرنیو کې د اعلامیو او بیانيو او همداراز د شعر په ژبه خپل درد، هیله او خواخوږي څرګنده کړه.

 

نوموړي د ۱۹۲۹م کال د فبروري په میاشت کې په "انقلاب" اوونيزه کي پرله پسې درې اونۍ د افغانستان پر بدې ورځې او د شاه امان الله په دفاع کې په فارسي ژبه درې نظمونه خپاره کړل.

 

ډاکټر اقبال لاهوري د "خطاب به ملت افغانیه" په نامه خپل لومړي نظم کې افغانانو ته د یووالي پیغام ورکړی او ویې ویل چې د پردیو دسیسو ښکار نه شي او د شاه امان الله تر شا دې ودرېږي.

 

از فرېب روزگار آگاه شو

 

روشن از تاب امان الله شو

 

ډاکټر اقبال په همدې لړ کې د "خطاب به امان الله، بادشاه افغانستان" تر عنوان لاندې بیتونو کې شاه امان الله هم متوجه کړی چې سطحي بدلونونه او د نورو په پټو سترګو پېښې او تقلید د کامیابۍ او پرمختګ لار نه ده، بلکه د اسلامي او قرآني اساساتو او د خپلې ټولنې او ملت بنسټونو ته پام په کار دی.

 

در نگر ای خسرو صاحب نظر

 

نیست هرسنگی که می تابد گهر

 

ای امان الله اگر داري جگر

 

در ضمیر خویش و در قرآن نگر

 

ډاکټر اقبال په بله ګڼه کې بيا د دیني عالمانو د متوجه کولو لپاره بل نظم د "خطاب به علما حق" تر عنوان لاندې نظم ولیکی او په پیل کې یې پر کم علمه، کم فهمه او تکفیري ملایانو نیوکه وکړه او هغه یې د ټولنې د بې اتفاقۍ او ګډوډۍ سبب وبلل.

 

کم نگاه و کور ذوق و هرزه گرد

 

ملت از قال و اقولش فرد فرد

 

لب به تکفیر امان الله کشاد

 

چون شرر در آشیان خود فتاد

 

نوموړي ددې نظم په پای کې د اسلام حقیقي علما مخاطب کړل او ورته وې ويل چې ستاسي فکر او هلو ځلو د مسلمانانو ځواک او برم ډېر کړی، نو آیا دا سمه ده چې امان الله دي له واکه ليري کړل سي؟

 

ای ز افکار تو مومن را عروج

 

بر امان الله روا داري خروج

 

ډاکټر اقبال د خپلو هڅو په لړ کي د "خطاب به اقوام مشرق" تر عنوان لاندې بل نظم کي د افغانستان ګډوډۍ د ټولي سيمي لپاره خطرناکه وبللې. ده امان الله خان ضد دسيسې وغندلې، د يووالي او اتفاق سپارښتنه يې وکړه او اتفاق يې د ملت د ژوند او آزادی بنسټ وبلی.

 

افتراق از مرگ و مرگ از افتراق

 

اتفاق ای اتفاق ای اتفاق

 

امتان را زندگي از حريت است

 

حريت پرورده جمعيت است

- جلاوطني
بېرته شاته