(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه او غني خان

[03.Sep.2020 - 15:12]

«««««( زه غني بابا او د هغوي تصوف )»»»»»

( اتم ټوک )

ليک او تحقيق (شبير دراني)

د حضرت علي رض قول دې چې

زرق پسې مه ګرځه زرق انسان پسې داسې ګرځي لکه مرګ چې په ژوند پسې ګرځي

 

د مرګ په فلسفه غني بابا وائي چې

 

عجب  زه  عجيبه  لاره  عجيبه  کاروان  روان   دې

ما وروستي پړاو له بیايي که زه ځمه او که نه ځم

(غني بابا)

 

په بل ځائې کې غني بابا د مرګ باره کې وائي چې

 

مرګ  ګواه   د  رب  د  مينې  رحم  د  انسان  سره

مرګ   يوه  وعده  د  سپرلي  شوې  د  خزان  سره

 

مرګ  لويه  نيکي  وه  چې  تا  وکړه  د انسان سره

مرګ ستا کور له يوړو ګنې وو به د خپل ځان سره

 

مرګ هغه  نيټه  چې  جانان  کيښوه د جانان  سره

مرګ    پټه   نکاح   ده   د   مکان  د  لامکان   سره

(غني بابا)

غني بابا مرګ د خالق يوه لويه ډالۍ ګنړي د خپل مخلوق لپاره 

مطلب غني بابا د الله ج په نعمتونو او احسانونو کې مرګ ترټولو لوې نعمت او احسان ګنړي کوم چې الله ج د خپلو انسانانو سره کړې دې او غني بابا مرګ ولې ترټولو احسانونو او نعمتونو غوره کنړي نو د هغې وضاحت ئې په دا لانديني شعر کې کړې دې چې

 

مرګ  لويه  نيکي  وه  چې  تا  وکړه  د انسان سره

مرګ ستا کور له يوړو ګنې وو به د خپل ځان سره

(غني بابا)

اوس په دې شعر کې که يو اړخ ته غني بابا  د خالق او مخلوق د ملاقات خبره کوي 

نو په دې دويم شعر کې دا په ګوته کوي چې د مرګ نيټه ماسيواې د الله ج هيچاته معلومه نه ده 

مرګ نه خو په علاج او دولت څوک وروسته کولې شي او نه په طاقت 

هغه مونږ پښتانه متل کوو چې د اجل ګولې سل کزه وږده او سل ګزه پلنه وي مطلب دا چې د مرګ نيټه په يو حالت کې نه بدليږي ځکه غني بابا وائي چې

 

مرګ هغه نيټه چې جانان کيښوه د جانان سره

مرګ  پټه   نکاح   ده   د مکان   د  لامکان سره

(غني بابا)

د ډيرې بخښنې سره زه دلته د خپل نظم نه څو شعرونه ليک کوم چې ستاسو مازغۀ په ساده او اسانه پښتو د مرګ په فلسفه خلاصه شي

 

تور څادر چې په اسمان  د تيارو خور  شي

خپل وجود راته سقر شي غوښې اور  شي

 

د  رتې  ګناه  نه  دومره  لوې غر جوړ کړم

چې خيبر او هندوکش  ورته نسکور  شي

 

سليمان   ته  ئې  مهلت  نه   دې   ورکړې

ناممکن ده چې د ګور شپه دې په کور شي

 

تيرۀ پنجې چې مرګ ښخې په ژوندون کړي

عقل شل شي  د انسان  ذهن  شمکور  شي

 

تښته   تښته    دراني   له   هغوي     تښته

چې ډوډۍ د چا مذهب عبادت شکور شي

(شبير دراني)

 

او د ژوند باره کې د غني بابا څه نظريه ده

 

ژوند  او   قرار   اور   او   اوبه     دي

نه به يو ځائې شي نه يو ځائې کيږي

 

تيارۀ   او    نور   يو   د بل  جوړ  دي

داسې به  تير  شي  دا   چې  تيريږي

(غني بابا)

هم دغه رنګې غني بابا د رزق باره کې وائي چې

 

څوک چې سوال د پلاو وکړي ورکړې دال

اکثر  خور  کړې په ښکاري د ښکاري جال

 

چاته جام کې د سرو خاؤرې شګې واچې

چا  له  ورکړې  د  ايرو  په  ډهير  کې لال

(غني بابا)

مرګ ژوند او زرق الله ج په خپل لاس کې ساتلي دي او په دغه کې ئې انسان ته هیڅ قسمه برخه نه ده ورکړې مطلب دا چې د مرګ ژوند او رزق تقسيم الله ج په خپله کوي

مونږ خلک اکثره د خپلې حصې نه زيات رزق يا ډوډۍ وخورو

ستاسو خيال وي دغه سره يا زمونږ خيټه خرابه شي يا راباندې  قيان يا ولټې ولګي او دغه رزق مونږ واپس د دستونو  ولټو يا قيانو په شکل کې واپس له خپلې معدې را بهر کړو

يا مونږ د خپلې حصې ليک رزق د ژوند نه مخکې ختم کړو اوس رزق خو مونږ ختم کړو او د دنیا باد او ساګانې مو له پاتې وي

 که تاسو سوچ وکړې نو اکثره مونږ وينو ګورو چې انسان په کهومه کې لاړ شي مطلب د بيهوشې سره مخامخ شي 

ساه په اکسيجن اخلي په سپيږمه يا پوزه کې ئې ورته د ډرپ تار ورښکته کړي وي او په دغه تار ورته داروګان معدې ته ښکته کوي

 اوس که د دغه انسان رزق په دنيا پاتې وي خو له دغه رنځ څخه روغتيا ولري او که نا رزق ئې ختم وي نو په دغه حالاتو کې خپلې ساګانې برابر کړي او مړ شي 

ځکه چې دۀ خو خپل رزق برابره کړې وي خو ساګانې ئې له پاتې وي کومې چې دې په دغه حالت کې برابر کړي اؤ هم په دې فلسفه مونږ ته خپل دين اسلام دا حکم هم راکوي چې خورې څښې خو په اقتدال سره

هم دغه رنګې اکثره مونږ د خپلو ځانونو زور وباسو او د خپلې برخې نه زيات دولت راجمع کړو 

په جائز يا نا جائزو طريقو چونکې دغه دولت زمونږ په برخه کې ليک نه وي نو يا خو په داسې رنځ اخته شو چې د دغه دولت سره سره قرضدارې هم شو او که رنځ نه وي نو په کور کې راته داسې کومه حادثه راپيښه شي چې دغه دولت زمونږ نه په هغه حادثه ولګي

بل يو مثال درکوم او ستاسو ورباندې د زړه نه سوچ وکړې أول په خپل ځان خپل کور په خپل خاندان او که دغلته درته زما د خبرې مثال نه ملاويدو نو بیا په خپل چاپيريال نظر واچوي نو ستاسو به د مرګ ژوند او رزق په فلسفه ډير په اسانه سره پوهه شې

 زمونږ  آدم ذادو دا معاشره الله ج د زنځير د کهړو په څير جوړه کړې ده او که له دې زنځير نه دې يوه کهړې هم لرې کړه نو دا زنځير بې کاره کيږي او هم دغه وجه ده چې الله ج لويوالې يا برتري په مال دولت حسب نسب نسل عهده يا څوکۍ نه په تقواء او پرهېزګارۍ سره تړلې ده

په دې کې د الله ج حکمت هم دا دې چې د دنيا دا نظام هم روان وي او زما مخلوق ته څوک په سپک نظر هم نه ګوري هم په دغه فلسفه يې يو انسان د ميل فيکټرې يا کارخانې مالک کړې دې 

دويم ته ئې  دغه صلاحيت ورکړې دې چې د دغه ميل فيکټرې يا کارخانې ميشنونه چلولې شي

 او دريم ته يې بدني دومره طاقت ورکړې دې چې هغه په دغه کارخانه کې مزدوري کولې شي او درانه درانه پيټي پورته کولي شي

 

ځکه غني بابا وائي چې

 

څومره بار چې څوک وړي هومره ور اچې

(غني بابا)

 

هم دغه رنګ خالق کائنات د دې دنيا نظام روان کړې دې او لويوالې ئې ورته په تقواء يا پرهېزګارۍ کې ايښې دې 

هم په دې فلسفه چې د ميل فيکټرې يا کارخانې مالک تر هغه دم لوې او اوچت انسان نه شي کرځيدلې ترڅو چې د خپلې کارخانې مزدورانو سره انصاف وو نه  کړې 

ترڅو چې دغه د خپلې کارخانې مزدوران خپل اولادونه وو نه  ګنړي

اوس به راشو رزق له

څنګه چې درته ما مخکې ذکر وکړو چې مرګ ژوند او رزق الله ج په خپل لاس کې ساتلي دي

د هر انسان په نصيبه ئې ليک کړي دي چې دا انسان به دومره غوښې ميان چرګان او سبزيانې وغيره خوري

 اوس مونږ غريب خلک اکثره د خپل غربت له وجې چې د مور جانې د پيو واوړو نو په دال ساګ اؤ سبزيانو وغيره خوړلو شروع وکړو نو په مونږه کې په اکثره خلکو تر مرګ د پرهیز ټاپه وو نه لګي بلکې مونږ چې خپل مور پلار يا نيه نيکه ډاکټر لره په ناروغتيا کې بوځو نو الټه راته ډاکټران وائي چې بابا يا ادې ته چرګ جوش کوې غوښه او ميان ورته ورکوې سيب او جوس ورته ورکوې بيا که مونږ سره خپلې پيسې نه وي نو د خپل کور ګډا بيزه خرڅه کړو يا د چا نه قرض پور وکړو خو خپل  مور پلار يا نيه نيکه ته دغه خوراکونه شروع کړو تاسو ته معلومه ده چې دا ولې ؟

دا ځکه چې دوي د خپلې حصې دال ساګ سبزي وغيره برابر کړي وي خو دغه پورتني ليک خوراکونه مطلب چرګ ميان غوښه ميوې وغيره ئې له پاتې وي

اوس د دې برعکس د سرمايه دارو جاګيردارو او خانانو د أول سر نه چرګان ميان ګډان او چيلي خوراک وي نو  د دوي عمر  چې لږ پوخ شي يا د ناروغتيا سره مخامخ شي او ډاکټر له ورشي نو ډاکټران ورته يو دم وائي چې د نن نه وروسته به بغير د سبزی او سلادو هیڅ قسمه څيز په ژبه نه ږډې 

ستا علاج او ژوند هم په دې کې دې چې ته به د نن وروسته يو قسم غوښه غوړ يا خواږۀ په ژبه نه ږدي 

 په دې خبره څه پوهه شولې کنه ؟ 

دا دال ساګ او سبزي ورته ډاکټر ځکه تجويز کړي چې دغه مالداره خلکو خپله حصه غوښې ګډان ميان او چيلي برابر کړي نو الله ج دغه مالداره خلک سبزې ته کړي او مونږ غريبو خلکو خپلې سبزې دال ساګ برابر کړي وي نو مونږ غوښو چرګانو او ميانو ته کړي

 

بيا د ژوند په فلسفه غني بابا څه وائي ؟

 

چې په ژوند کې سخته نه وي

لکه بې مالګې طعام

 

چې په خوله کې خندا نه وي

لکه ډک د خاورو جام

 

چې ځوانۍ کې تکليف نه وي

لکه پټه ميان کې توره

 

نه ئې پړق شي نه ئی شړنګ شي

په زنګونو شي رنځوره

 

چې ارام وي او سما وي

او ياري په جايداد وي

 

خربانو هم شيربانو وي

هر ټرو پرو فرهاد وي

 

ژوند که تش فيرني څټل شي

دا خو سپې هم شي څټلې

 

که تش نسل زياتول شي

دا غوايې هم شي کولې

 

ژوند نه خيټه نه مانړې دي

نه ډیرۍ د سرو لالونو

نه ياران نه معشوقې دي

نه باغونه نه ګلونه

 

ژوند خو تلل دي په يو مخه

غوځيدل او پاسيدل دي

 

ټکې سوز او ټکې ساز دې

څه خندل دي څه ژړل دي

 

ژوند په سترګو د عاشق کې

پلوشه ده د خمار

 

په صحرا کې لټون دې

د اشنا د کوڅې لار

(غني بابا)

مطلب دا چې دا مونږ په خپل ژوند کې د کومو حادثاتو سره مخامخ کیږو نو هم دا ژوند لوازمات دي 

او هم په دا وجه الله ج انسان اشرف المخلوقات ګرځولې دې چې دې به نه يوازې دا چې د دغه سانخو او حادثاتو نه په خپل عقل و شعور ځان راوباسي بلکې په هر حال کې به صبر او شکر  کوي

 

ژوند خو تلل دي په يو مخه

غورځيدل او پاسيدل دي

 

په مخه ؟

په نيغه لاره

 اوس نيغه لاره څه ده ؟

نو لازمي خبره چې د توحيد

اوس په دغه لار کې که مونږ ته لوړې جورې راځي که ازغي توبري يا خنډونه ولې دغه نيغه لار مطلب د توحيد لار زما د جانان مطلب الله ج کور پله تلې ده نو زه به دا تکليفونه په خوشحالۍ سره برداشت کوم ځکه چې په دا لاره زما د جانان مطلب الله ج کور يعني زه چې دا تکليفونه او دردونه برداشت کړم زما ملاقات به زما د جانان سره مطلب د الله ج سره وشي

(شبير دراني)

- اتمه برخه
بېرته شاته