(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د راز لټون

[03.Sep.2020 - 15:04]

(دَ راز په لټون )

 ليک:- ګل محمد بيتاب

دا وخت چې زۀ دَ چا پحقله خبره کوم نو دے ټول دَ رازونو نه ډک دے کۀ ورته دَ رازونو خزانه ووائم نو بې ځايه به نۀ وي ۔ تر دې چې هم په دې نامه مشهور دے ګني نو خپل نوم ئې سليم دے ۔يونزدې ملګري سعدالله جان برق صېب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چېسليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشتهخو زما دعوه ده چې ورسره  ډېر رازونه شته بلکه هر سړے چې زوړ شي ، عمر اُوخوري نو دَ تيرو يادونو سره سره په سينه کښې ئې ډېر رازونه هم پراتۀ وي ۔کيدے شي برق صېب کله ورته زير شوے نۀ وي ګني نو چې دَ کوم بنده نوم رازؔ وي هغۀ سره به څنګه رازونه نۀ وي ، البته په داسې چل هُنر خپل راز ؔساتي چې څوک پرې ډېر په آسانه نشي پوهيدلے ۔

زما خو چې ورته دَ کله نه فکر شوے دے نو په دې حقيقت رسيدلے يم چې په ظاهره دا خړ پړ ، ساده باده او عام غوندې په نظر راتلونکے سړے په معنوي لحاظ ډېر لوئي او ګڼ اړخيزه دے ۔خو حېران شوے په دې يم چې دا دومره خور وور او دَ لوئې شخصيت خاوند څنګه په دې وړه تنه کښې راځائې شوے دے ۔ځکه په ظاهره  خو دَ هغۀ کړۀ وړۀ داسې دي چې بَس هغه دَ چا خبره يو موټے سړے دے ، په ونه مختصر ، رنګ ئې سور سپين ، اوچته پوزه ، سر ئې دَ ويښتو نه تر ډېره خالي ، تندے ئې تر څټه رسيدلے ، اثري سترګې لرونکے بنيادم دے ، خوراک بس دَ ضرورت دَ پاره کوي ۔او دې کښې ئې څۀ خاص خوښه ناخوښه هم نشته بس چې هر څۀ اومومي خوري ئې ۔ دَ جاموئې هم دغه حال دے چې څۀ خاص رنګ ته ئې توجه نۀ وي او چې هر څنګه ورله درزي وګنډلې دے پرې اعتراض نۀ کوي ۔ اکثردَ کور، بهر په ښار او نورو ځايونو کښې دَ ضرورت او بغير دَ ضرورته شپې کوي ، ښۀ پوخ او عادتي آواره ګرد دے ، يوه شپه ئې کۀ په خېبر وي نو بله ئې په ډېره اسماعيل خان کښې وي ، او دغه شان هغه دَ چا خبره چې چرته ئې ښه نو هلته ئې شپه وي ۔کۀ څۀ هم اوس دَ عمر آخري حد ته رسيدلے دے خو دَ فکر سره سره په بدن هم ځوان او تکړه دے نو ځکه اکثر دَ ځوانانو سره په بازارونو او نورو ځايونو کښې اوږه په اوږه ګرځي ۔ځائې په ځائې هوټلونو او په فټ پاتونو ليدلے کيږي ۔

مانه يو ځل چا څوکاله وړاندې تپوس کړے وو چې سليم رازؔ به دَ چا همزؤلے وي ؟ نو ما ورته دَ يو مشر دَ خُلې قېصه کړې وه چې هغه به دَ خپل ورور پحقله کوله هغه به وي زما دا ورور وړومبے زما همزولے وو ځکه مانه دوه کاله کشر دے مونږ سره به ګرځيدو خو بيا مې دَ زامنو او نورو وريرونو همزولے شو ۔هغوئ سره به ګرځيدو او اوس مې دَ نمسو همزؤلے دے تۀ ګوره چې نمسي مُو چرته دَ کرکټ ميچونو يا سېلونه له ځي نو دے ورسره ګرځي ۔ دې نه وروستو چې به دغه مشر دَ خپل کشر ورور پحقله کومه خبره کوله هغه زۀ دَ سليم رازؔ پحقله نشم کولے ځکه چې زما نه مشر دے البته دومره وئيلے شم چې پخوا دَ عبدالرحيم مجذوب ، منتظر بيټني ، ايوب صابر، رحمت الله درد، اجمل خټک او قلندر مومند صېب دوئ همزولے وو ځکه دوئ سره به ئې ناسته پاسته ولاړه کوله ۔

بيا دَ شېرشاه ترخويؔ ، مرتضي شاهينؔ ، سردارخان فنا همزؤلے وو ، وروستو دَ اکبرحيات کاکاخېل ، نورالامين يوسفزي، روښان يوسفزي ، رياض تسنيم او محب وزير همزولے وو او اوس دَ عصمت سوراني او ايازالله ترکزي دوئ همزولے شوے دے ځکه نن سبا دوئ  سره اکثر ليدلے کيږي ۔زمازړۀ غواړي چې چرته دَ دۀ سره څۀ موده اوګرځم او دا معلوم کړم چې دے دَ نورو رنګ اخلي او که نه خپل رنګ په نورو خيژوي ما دَ ځينو کسانو نه په دې حقله تپوسونه کړي دي خو څۀ تسلّي بخش جواب ئې نۀ دے راکړے او کيدے شي دا هم دَ دۀ دَ شخصيت يو راز وي او يا دَ رحمان بابا دَ شعر په مصداق :

هم پند اخلمه هم پند وايم هر چاته

زۀ دَ ځينو يم مُريد دَ ځينو پير يم

 

سليم راز په سوکړ کلي کښې پېدا شوے دے چې دا دَ چارسدې يوه مشهوره علاقه ده خو پلرونه نيکونه ئې په حقيقت کښې دَ هزارې دَ بټګرام ضلعې دَټيکريسره تعلق لري او يوسف زي دي ، دا ئې بل راز شو ځکه چې هزاره وال هم راسره پکښې شريک شول هغوئ کلکه دعوه لري چې دے په اصل کښې زمونږه دے ۔

دَ پلار دَ نوکرۍ په وجه ئې زيات وخت په بنو او ډيرو کښې تير کړے دے هم دغلته نه ئې ادبي او صحافتي هلې ځلې پېل کړي دي ، نو دَ جنوبي ضلعو اوسيدونکي هم دا دعوه په ځائې لري چې سليم رازؔ دَ دوئ دَ خاورې ليکوال دے ۔

دَ کاروبار په لټون دَ رڼاګانو ښار کراچۍ ته هم رسيدلے دے چې دغلته ئې ترقي پسند ليکوالان دَ نزدې نه ليدلي او دَ هغوئ نه متاثره شوے دے ۔ګني نو په چارسده ، بنو او ډېره اسماعيل خان کښې زياتره خلق دَ قام پرستۍ عقيده لري او دَ باچاخان سره فکري تړون لري ۔ نو که څۀ هم دے هلته په نيشنل پارټۍ کښې وو خو په حقيقت کښې دَ کامريډانو دَ فکر نه متاثره شوے وو چې دوئ يوه آفاقي نظريه لري ۔اودغه نظريه دۀ يوې داسې علاقې ته راوړې ده چې هلته اوس هم خلق په ساختونو او تعويذونو دَکارونه او مرضونو علاجونه کوي ،ځکه نو خپله دے چې په هره نظريه دے خو دَ کلي علاقې دَ خلقو سره په روايتي او زړه طريقه کلے کليولي پالي ځکه تر اوسه پرې دَ چا شک قدرې هم نۀ دے راغلے چې دَ دوئ په کلي ، محلت کښې اوسيدونکے دا سړے ګني کامريډ دے ۔ بله يوه پرده پرې دا هم پرته ده چې دے دَ پوليس اَفسر زوې دے او ظاهره خبره ده چې اکثر دَ داسې افسرانو دَ بچو نشه دَ پلارانو نه زياته وي خو چاته ئې په کلي علاقه کښې دا نۀ دي ښکاره کړي چې ګني دَ پوليس افسر زوې دَ تهاڼيدارانه نظام خلاف دَ بغاوت جهنډه پوره کړې ده ۔هم په دې وجه خو ئې دَ تهاڼيدارۍ او نورو سرکاري نوکرو په ځاې ځان له دَ صحافت مېدان غوره کړے وو ، دَ دې ابتدا ٔ ئې دَ کال ۱۹۶۴ ٔ نه دَ هفت روزهکوهسارنه کړې ده ، وروستو ئې ډېرو دَ اردو اخبارونو کښې دَ رپورټر ، سب ايډيټر ، نيوز ايډيټر ، او ايډيټر په توګه کار کړے دے ۔ دَ يو کالم نګار په توګه ئې هم ډېر کار کړے وو او لا تراوسه دَ پښتو او اردو مختلفو اخبارونوله کالمونه ليکي ۔دَ  پښتو دَ ځينو مجلو مدير هم پاتې شوے دے ۔

دَ ملک په مختلفو علاقو کښې ياران ، دوستان او اشنايان لري، دَ روس ، بهارت او افغانستان دورې ئې هم کړي دي ۔ دَ هر چاغم ښادۍ له ځان رسوي ، مشاعرو او ادبي غونډو له تلل لکه دَ مانځه فرض ګڼي ۔وړاندې به تش دَ کلام يا مقالې اورؤلو له هم تلو خو اوس ئې مرتبه لږه اوچته شوې ده نو ضروري ده چې ورته دې دَ صدر يا مشر مېلمه اعزاز وراوبخښلے شي او دې سره يو ورکوټے يا لوئې تقرير کوي ۔ دَ مشرۍ  څۀ نه څۀ شوق لري ځکه چې دَ دې غرض دَ پاره ئې ږيره پريښې ده او هم دَ دې په وجه خو خلقو ته پته اولګيده چې سليم رازؔ مشر سړے دے ګني نو دَ خپل رنګ روغن او سپک دسته وجود په وجه به هر چا دا ګڼل چې دے ګني لا ځوان زلمے دے ۔

دَ پښتو نه علاوه دَ نورو ژبو دَ ليکوالو سره هم تعلق لري ، په اُردو ژبه کښي خو ليکل هم کوي ، دا ئې هم يو راز دے او په دې وجه خو اُردو دان دعوه لري چې سليم رازؔ دَ اردو ژبې ليکوال دے ۔دې سلسله کښې زما دَ اُردو ژبې دَ يو ليکوال سره بحث شوے وو ما ورته په دليل کښې دَ هغۀ دا شعر وئيلے وو چې هغه بس دَ پښتو ليکوال دے

 

وياړ به پښتونخوا په سليم راز څۀ رنګ نن نۀ کوي

هر څۀ ئې ټول پريښول خو پښتو سره ترغاړه وت

 

خو هغه اردو دان ليکوال وئيل خبرې او دعوې پرېږده ۔زۀ په ثبوت او دليل سره وايم چې اردو کښې ئې دَ پښتونه زيات ليکل کړي دي ۔اوچې هغه تفصيل شروع کړو نو زۀ مجبوراً غلے شوم او راته معلومه شوه چې دا ئې يو بل راز دے ، کيدے شي هندکو کښې هم ليکل کولے شي خو داسې کوم ليکونه ئې لانۀ دي ښکاره شوي البته بابائې هندکو مختيار علي نيئر پرې ليکل کړي دي يو څو دَ راز خبرې ئې دا هم دي چې په هلکوانه ئې ګلستان او بوستان وئيلي دي ، قرآن مجيد ئې هم په ترجمه وئيلے دے ۔ دَ پښتو دَ عوامي شاعرانو دَ داستانونو نه علاوه ئې دَ نسيم حجازي ټول ناولونه ئې وئيلي وو ۔ دَ مصوّرۍ شوق ئې هم کړے دے ، کۀ څۀ هم په علمِ نجوم او ستورو وغېره يقين نۀ لري خو بيا هم کتابونه ئې لولي او يا کيدے شي پټ پټ ئې مني خو دَ يو رازؔ پۀ توګه وائي چې په دې عقيده نۀ لرم ۔

نن سبا که څوک سليم راز اوويني نو يوه عجوبه ده ولې چې خبرې دَ ترقي پسندۍ کوي او په شکل دَ جماعت اسلامي والؤ په شان دے ، کله کله لکه دَ تبليغاتو حضراتو وعظ ونصيحت کوي خو ورسره دَ حسينو نازنينو ، پري رويه ماه جبينو قيصې هم کوي ، کله دَ انقلاب انقلاب چغې وهي ، او کله خو لکه دَ مليانو سخت دريځه شي کيدے شي دا ئې بل راز وي هغه دَ رحمان بابا خبره :

وهر چاته پخپل شکل څرګنديږم 

آئينې غوندې بې رُويه بې ريا يم 

 

سليم رازؔ دَ ډېرو وختونو راسې ريډيو او ټيلي ويژن ته پېښه کوي ، څۀ موده ئې ريډيو پاکستان له باقاعده ليکل کړې دي ، او اوس هم کله کله ادبي مباحثو او مشاعرو له ورځي ځکه خو پرې کله کله خلق نور نور ګمانونه کوي ، يو ځل ورسره بس کښې کراچۍ ته دَ تګ په مُوقعه يو ځوان ملګرے شوے وو چې په لاره ئې دَ دۀ ډېر خدمت کړے وو او دے په زړۀ کښې خوشحاله وو چې دَ ټيلي ويژن په وجه خلقو پيژندلے يم او شکر دے چې ځوان کهول اوس دَ خپلې ژبې دَ شاعر او اديب په قدر پوهه شوے دے خو هغه وخت ئې دغه خيالي ماڼۍ دړې وړې شوه چې کله دغه ځوان دَ کوزيدو په وخت دَ دۀ نه دَ مشهورې پښتو سندرغاړې نازيه اقبال دَ موبائل نمبر اوغوښتو ، ما سره هم دې سلسله کښې يوه واقعه شته چې په دې موقعه ئې بيانؤل ضروري ګڼم او هغه دا چې څو کلونه وړاندې يو دَ موسيقۍ تقريب ته تلے ووم چې هلته دَ يوې ښکلې سندرغاړې نه خلقو نمبرونه غوښتل چې دَ هغې په ځائې ورسره راغلي يو سړي دغه مئينانو ته خپل دَ موبائيل نمبر ورکولو خو دغه سندرغاړې ناڅاپه اووې زما دَ پښتو دَ يو شاعر سليم رازؔ نمبر پکاردے ۔دا غوښتنه ما دَ پاره ډېره عجيبه وه ځکه مې ورنه تپوس اوکړو چې تۀ سليم رازؔ پېژنې ، هغې وئيل نا زۀ ئې نۀ پېژنم ، ما ورته وې بيا ئې په نمبر څۀ کوې ؟ ولې شعرونه ترې غواړې څۀ ؟ هغې وئيل نه ، زۀ تيره مياشت دوبۍ ته تلې وم نو هلته راته يو شاعر وئيلي وو چې ماله دَ سليم راز نمبر پيدا کړه اوس زۀ دوه څلور ورځو کښې بيا دوبۍ ته ځم نو هغه له به ئې ورکړم ، دَ دې خبرې نه مې غرض دا دے چې که سليم راز نه خلق دَ فنکارانو نمبرونه غواړۍ نو دَ فنکارانو نه هم خلق دَ دۀ نمبر غواړي ۔

لکه ما چې وړاندې وئيلي دي سليم راز دَ رازونو خزانه ده ، او هر کار او هر قدم ئې يو راز دے چې څوک پرې په اسانه نشي پوهيدلے ځکه ئې خلق کارونو ته دَ شک په نظر ګوري او کله کله خو ئې دَ سمې خبرې نه ګپ جوړ شي 

لکه په ۲۱ فرورئ ۲۰۱۷ ٔ کښې دَ مورنو ژبو دَ ورځې په مُناسبت دَلوک ورثهاواکېډيمي ادبياتلخوا جوړو شوؤ غونډو کښې دَ ګډون دَ پاره اسلام آباد ته تلے وو ، دغلته دَ مورنو ژبو پحقله سرکاري خلق راغونډ شوي وو او هغوئ تجويزونه غوښتل کله چې سليم راز پاڅيدو نو دَ سي پيک خبره ئې شروع کړه ، دَسرکاري ادارودَ مشرانو او واکدارانو سره غم شو چې دے به هم لکه دَ پښتنو قام پرستو مشرانو دَ غربي او شرقي روټ خبره کوي ، خو دۀ پکښي نور څۀ اووئيل او هغه دا چې وې چنيان په زيات تعداد کښې پاکستان ته راروان دي اوريدلي مې دي چې ګوادر کښې دَ چينۍ ژبې زده کولو دَ پاره سکولونه جوړ کړے شوي دي او خلق اوس دا ژبه پخپلو بچو زده کوي ، دا به دَ روزګار ژبه وي ، نو هرڅوک لګيا دي په بچو ئې زده کوي نو ورسره به نورې قامي ژبې ورکې شي ۔دا ئې اونۀ وئيل خو آوريدونکي پوهه شول چې دَ چينۍ ژبې سره سره به دَ چين ښاپيرۍ هم دلته راشي نو پښتو ، سندهۍ ، پنجابۍ ، بلوچۍ او سرائيکۍ وغېره قامي ژبو ته خطره ده او دا خطره دَ چين نه ده ، خبره دَ ګپ شوه  ځکه خو ورسره خوا کښې ناستې ماروي ميمن اووې سليم رازؔ دې نۀ ويريږي که څوک راځي او څۀ خطره وي نو زۀ يم کنه او دَ دۀ نه وړاندې به ئې زۀ مخې ته ولاړه يم ۔

کۀ  په موجوده وخت کښې چا سليم راز ليدلے نۀ وي او خصوصاً په مُستقبل کښې چې دَ دۀ دا دومره ډېر ليکونه او کارونه ګوري نو ضرور به دا ګمان کوي چې دا به ګني يو ډېر هېبت ناک او بارُعبه سړے وو خو چې څوک ئې پيژني نو هغوئ ته پته ده چې دا کارونه دَ دغه عام ، خړ پړ او هغه دَ چا خبره ورکوټي سړي سليم رازؔ دي چې په معنوي لحاظ لوئې سړے دے ځکه خو لوئې لوئې کارونه کوي ، يو ليکوال ملګرے ترې يو ځل په څۀ خبره خفه شوے وو نو هغه به وئيل سليم رازؔ په وړه خلۀ لوئې خبرې کوي ، دا تبصره که څۀ هم هغه دَ غصې نه کوله خو په دې لحاظ ماته سمه ښکاري چې دے په ورکوټي وجود تل لوئې لوئې کارونه کوي تر دې چې دوه دَ پښتو عالمي کانفرنسونه ئې هم کړي دي چې په هغې کښې ئې دَ نړۍ او خصوصًا دَ لر او بر پښتانۀ ليکوالان او دانشوران راغونډ کړي وو ۔

ما چې هرکله دَ دې رازؔ لټون کړے نو پوهه شوے يم چې دا معلومؤل ډېر ګران کار دے ۔ او دې حقيقت ته رسيدلے يم چې دا سړے دومره ورکوټے نۀ دے څومره چې ښکاري بلکه کله کله مې دا خيال راشي چې دَ نورو خلقو سره دَ برابرۍ په خاطر ئې نيم ځان په زمکه منډلے او نيم بهر دے خو چې څوک دا بهر وپيژني نو هم ډېره ده ، ځکه چې دے خو ټوله ورځ ګرځي او بحثونه کوي خو بيا هم چې کوم دَ اردو او پښتو اخبار يا رساله ګورې نو څۀ نه څۀ به ئې پکښې ليکلي وي ، او که کومې غونډې ته لاړ شي نو خپل تازه نظم يا نثر آوروي۔

په ليک کښې ئې هم خپل يو مُنفرد انداز بلکه راز دے لکه يو کتاب ئې دَ تنقيدي کرښې ، په نامه چاپ شوے دے چې پکښې صرف يوه مقاله کښې ئې دَ تنقيد پحقله څۀ خبرې کړي دي چې عنوان ئې دےژوند ، ادب او تنقيدنور دې کتاب کښې دۀ دَ لسو ليکوالو په فن او فکر خبرې کړي دي ، دا لس واړه دَ دۀ دَ خوښې شخصيات دي ، دَ دوئ ټولو ستائينې ئې کړې دي او هيڅ تنقيد ئې دَ دوئ په فکر او فن نۀ دے کړې زۀ وايم دې لسو واړو کسانو ته ئې دَ عقيدت پېرزوۓينې وړاندې کړې دي ځکه زۀ دَ دۀ دې کتاب ته بغير دَ دې اولنۍ يوې مقالې نه دَ تنقيدي کرښېپه ځاې ” “تعريفي کرښېوايم ، ملګري ډاکټر زبير حسرتؔ په دې ليکونو کښې دَ خاکو کړۀ وړۀ  ليدلي دي ، هغه وائيدَ سليم راز دا ليکونه خاکه نما مضامين دي چې دَ يو شاعر اديب دَ فکر وفن سره سره پکښې دَ هغۀ سراپا نګاري هم شوې ده۔

تردې  چې کله کله دَ عقيدت په وجه دَ ځينو شخصيتونو دَ واقعاتو پحقله تيروتلے هم دے ، چې يو مثال ئې دَ پروفېسر اشرف بخاري هغه کالم دے کوم ئې چې پهتنقيدي کرښېاردو کښې ليکلے دے او په فارغ بخاري صېب دَ ليکلي شوي مضمون پحقله ئې ځينو خبرو ته ګوته نيولې ده ، دا ليکنه په هغه کتاب کښې شامله ده کوم چې دَسليم راز ، فکر، فن او شخصېتپحقله چاپ شوے دے

 

دې نه علاوه ئې هم ډيرې تحقيقي او تنقيدي مقالې ليکلي دي خو چې کومې مقالې ئې يو وخت کښې ډير شهرت موندلے وو هغه دَ رحمان  بابا پحقله وه چې پهغړګهکښې دَ رحمان ادبي ټولنې لخوا چاپ شوې وه ، په دې مقاله کښي دۀ رحمان بابا دَ يو ترقي پسند شاعر  په توګه وړاندې کړے وو ، او دَ هغۀ دوه څلور شعرونه ئې دَ خپلې دعوې په ثبوت کښې وړاندې کړي وو ، دې دعوې زما سره نور ټول ليکوال حيران کړي وو ځکه چې دا خو داسې دعوه ده لکه چې زۀ اووايم سليم راز صوفي شاعر دے ، نور خو پريږده کيدے شي چې سليم راز ئې هم اونه مني ، خو سليم راز سره ثبوت وو نو جواب خو ئې چانۀ وو کړے البته شيرشاه ترخوي څۀ موده پس يوه مقاله وليکله چې پکښې ئې رحمان بابا ته دَ صوفي شاعر په ځائې متّقي شاعر ووې خو دا دَ دې جواب نۀ شو ځکه نو ما به تل دا سوچ کولو چې دَ دې خو جواب پکار دے که خبره دَ دوه دريو شعرونو وي نو دا خو څۀ دومره ګران کار نۀ وو ولې چې څوک هم شاعري کوي نو خامخا به هغه څۀ نه څۀ ليکي او که څوک اوغواړي نو هر طرفته دَ شعر معنې اړؤلے شي خو ورسره ويره دَ دې خبرې وه چې دَ سليم رازؔ په ژوند کښې دَ تصوف او صوفي کيدو څۀ نخښې نخښانې لټول پکار دي ، که څۀ هم دا کار ګران وو خو ناممکن نۀ وو او چې ما څۀ لږ ډېر کوشش وکړو نو پوهه شوم چې دا خو سليم رازؔ ټول په ټوله صوفي دے هسې ئې په ځان دَ ترقي پسندۍ پرده را اچولې ده لکه څنګه چې اکثرو صوفيانو دَ خلقو دَ نظر نۀ دَ ځان دَ پټولو د پاره په مختلفو وختونو کښې داسې حيلې بهانې جوړې کړي دي ، خو غواړم چې وړومبے ئې محض دوه شعرونه وړاندې کړم چې هو بهو دَ صوفيانو خيالات دي ۔

 

چې سفر ئې تل دَ مينې سفارت دے

زۀ دَ هغه قافلې نمائينده يم

سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائيږي 

دَ نړۍ دَ هر وطن زۀ باشنده يم

 

څوک به ووائي چې دا تصوفي خيالات نۀ دي ، صوفيان هم دغه څۀ وائي  څۀ چې دۀ وئيلي دي لکه رحمان بابا وائي :

 

زۀ عاشق يم سروکار مې دے له عشقه

نۀ خليل يم ، داودزے او نۀ مومندؔ

 

بلکه دَ رحمان بابا په شعر کښې مقاميت دے ځکه چې دا درې واړه قبيلې دَ پښتنو دي چې خپلو کښې نزدې او ژورې اړيکې لري او دَ سليم رازؔ شعرونو کښې افاقيت دے ۔

دَ رحمان باباؔ يو شعر داسې هم شته چې بيخي لکه دَ سليم رازؔ دَ افاقيت خبره پکښې واضحه ښکاري ۔ 

 

واړو ته دَ ځان په نظر ګوره که دانا ئې ته

اے عبدالرحمانهؔ جهان ټول عبدالرحمان دے

 

اوس لږ غور پکار دے چې په دې دواړو شعرونو کښې دَ عالمګيرت په موضوع څومره يو شان والے دے ، نو که دَ دوه دريو شعرونو په وجه رحمان باباؔ دَ سليم رازؔ په خيال ترقي پسند شاعر کيدے شي نو زۀ هم صرف دَ دې دو شعرونو په بنياد دعوه کولے شم چې سليم رازؔ مترقي نه بلکه صوفي شاعر دے ۔په عام ژوند کښې هم هغه دَ مترقي په ځائې صوفي ته ډېر نزدې دے ځکه چې په کلي کښې اوسي ، دَ خلقو غم ښادو له ځي ، جنازو کښې شريکيږي ، ودونو او سنتونو  له ځي کله کله جومات ته ځي او تر مکې معظمې هم رسيدلے دے ، دَ عمرې ادا کولو نه وروستو ئې سر خرئيلے وو او لنډه ږيره ئې هم پريښې ده خوي بُوي ئې هم دَ فقيرانو او صوفيانودے ، دَ انسان او انسانيت سره مينه کوي ، البته طريقه ئې لږه بدله ده ۔او دَ صوفيانو دَ ملامتيه سلسلې سره زما په خيال تعلق لري ، دې سلسله کښې يا دې مرحله کښې صوفي هر وخت دَ خپل نفس محاسبه کوي ، کله چې دغه سټېج کښې صوفي په خپل تعريف خوشحاله شي يا دَ مشرۍ او بزرګۍ صفتونه ئې کيږي او دَ دوئ نفس پرې مسرت محسوس کړي نو دوئ داسې خبرې يا داسې يو کار وکړي چې اکثرو وختونو کښې ئې خلق ووهي ، يا ورته خبرې وکړي او ښۀ ئې سپک کړي نو دوئ بيا خپل نفس ته مخاطبه کوي چې ستا علاج دغه وو ، او دا ستا هغه زبرګي او عظمت وو، اوس خپل اصلي مقام ته راغلې 

سليم راز ته هم په دې حقله ډېر څۀ وئيلے شوي دي ، دَ سليم رازؔ دَ شخصيت سره اشنا خلقو ته معلومه ده چې په پېښور ، مردان ، چارسده ، کوهاټ کوئټه ، ډېره اسماعيل خان ، افغانستان او نورو ډېرو ځايونو کښې دۀ قصداً داسې خبرې کړي دي نو په جواب کښې ئې ورته خلقو هم هغه څۀ وئيلي دي چې په اسانه ترې دا اندازه لګيدلے شي چې دے دَ ملامتيه په مقام ولاړ صوفي دے ، سليم رازؔ دوه نړي وال کانفرنسونه هم کړي دي چې دې کښي هم ورسره دغه لوبه شوې ده ، وړومبے خو چا  چنده نۀ ده ورکړې خو دے در په در ګرځيدلے، هر چاته ئې جولۍ غوړولې او خېر خېرات ئې ترې غوښتے دے خو په دې ئې نۀ ځانله او نۀ ځوې له واده کړې حالانکه خپله هم کونډ دے او دوه ځامن ئې هم تر اوسه بې وادۀ ګرځي  او نۀ ئې پرې کور جوړ کړے دے خو ډېرو وئيلي دي چې دا ترقي پسند په دې طريقه ځان پوره کوي او که چا دا نۀ وي وئيلي نو دا خو ډېر وائي چې دَ سليم رازؔ دَ دې کانفرنسونو مقصد صرف دا وي چې پښتنو مشرانو او سياست دانانو پسې بد رد ووائي ، او دے په ځائې دَ دې چې توبه ګار شي ، په دې ئې هډو غوږ نۀ ګريږي بلکه بيا څوکاله پس په کچکول پتري ووهي او خپل کار شروع کړي ۔

سليم رازؔ له که داسې کومه موقعه په ګوتو نۀ ورځي چې څوک دې ورته ملامته ووائي او خبرې دې ورته وکړي نو دۀ له يو بل خپل له ورځي دا هر ځائې او په هره موقعه کيدے شي چې هغې ته احتجاج وائي ، دا احتجاج دے دَ هر څۀ خلاف کولے شي ، طاهر اپريديؔ دَ کابل دَ سفر پحقله دَ دۀ دَ څو احتجاجونو ذکر کړے دے چې په ظاهره په دغه مسئلو دَ احتجاج څۀ تک نۀ جوړيږي ، دغه شان کوئټه کښې ئې هم دَ ادبي کانفرنس په موقعه دوه درې احتجاجونه کړي وو ، دَ احتجاج په وخت ورته خلق بدې ردې ووائي او دَ دۀ تسلي اوشي ، مثال ئې دَ هغه سړي دے چې هله به خوب ورتلو چې ښځې به څو ګذارونه ووهلو وائي خو  يوه ورځ ئې ښځه دَ پلار کور ته څۀ غم ښادۍ له تلې وه او هلته ئې شپه شوې وه ، سړے ډېر بې قراره وو، هر چاته به ئې خلۀ وراچوله چې يو څو غربه ئې ووهي خو هر چاترې ځان ساتلو، آخر ئې يو فکر وکړو دَ ماښام نه وروستو ئې يو داسې سړي ته دَ کور دروازه وټکوله چې دَ دۀ نه بغير نور شپږ ځوانان وروڼه ئې وو، هغۀ چې راووتو نو دې سړي ورته سمدستي ووې تاسو څو وروڼه يۍ ؟ هغۀ ورته ووې مال دَ خدائے دے اوۀ وروڼه يو، دۀ ورته وُوې که اتۀ او لس شئ نو دَ چا به څۀ وکړئ ؟ بس هغه وروڼو ته غږ کړو  هغوئ ورپسې راووتل او په شريکه ئې پرې داسې خواري وکړه چې ښۀ په آرام اودۀ شو بلکه دوه دريو ورځو پورې په کټ کښې پروت وو ، خو دغه سړي کښې څۀ روحانيت نۀ وو نو تر ننه ئې چا مرسته نۀ ده کړې او نۀ چا دغه اوو وروڼو ته بد وئيلي دي خو دَ سليم رازؔ معامله څۀ بل شان ده ، او څۀ روحانيت ځکه لري چې کله دے احتجاج شروع کړي نو ټول خلق به ئې مخالفت کوي خو چې داسې څۀ لږ وخت اوشي نو بيا ئې ورو  ورو   ملګري   راپېدا   شي  ،  او هغه ملګري چې لږ وړاندې دَ دۀ 

احتجاج بې ځايه بُولي بيا دَ دۀ مرسته کوي ۔

اوس به راشو دې خبرې ته کۀ سليم رازؔ مترقي نه صوفي دے نو دَ صوفي دَ پاره خو پير لازمي وي چې دَ هغۀ نه دې باقاعده لاس نيوه کړې وي ، او دَ روحانيت اعلي مرتبو ته دې رسيدلے وي ، او سليم راز خو داسې څۀ نۀ دي کړې نو زۀ وايم اويسي طريقه هم شته چې په دې کښې دَ يو سالک پير نۀ وي ، پخپل سمي دَ الهام او يا خوب په ذريعه ورته لارښودنه کيږي او دغه صُوفي پرې عمل کوي چې په دې طريقه دَ طريقت منزلونه طے کوي ۔او کۀ څوک دَ دې سره اختلاف لري نو يوه طريقه دَ تصوف بله هم شته چې په هغې کښې قلندران او مجذوبان وي ، دوئ په ظاهره خو خلقو ته ليوني ښکاري خو په حقيقت کښې ليوني نۀ وي بلکه هسې ئې په ځان دَ ليونتوب پرده راخوره کړې وي ، دوئ خپله ټاکلې ډيوټي تر سره کوي ، دوئ لکه دَ عامو پيرانو غوندې مريدان نۀ لري او نه دَ چا دَ اصلاح کوي ۔بس دَ خپل کار سره ئې کار وي ، البته چې کله مري نو يو بل تن چې څوک ئې خوښ شي هغه پخپل رنګ کښې رنګ کړي ۔ اوبيا هغه سړے دغه ډيوټي کوي ، لکه چې رحمان بابا په دې شعرونو کښې وائي:

چې مجنون په زنکندن شو     زۀ ئې پريښودم نائب

نصيحت ئې راته اوکړو        په څو رنګه عجائب

چې روزي دې شه رحمانه       زما واړه مراتب

 

خو سوال دا دے چې که داسې وي نو دا به معلومؤل غواړي چې سليم رازؔ دَ چا نائب دے او دا مرتبه ورته چا بخښلې ده ؟ ځکه دۀ خو دَ ډيرو لويو خلقو سره ناسته ولاړه کړې ده او دَ ډېرو نه ئې فېض اخيستے دے چې دَ هغوئ طبيعتونه او مزاجونه خپلو کښې مختلف وو، دَ سليم راز پحقله ډېرې ليکنې شوي دي او ځينو ليکوالو دې طرف ته څۀ نه څۀ اشارې کړي دي ، خو زۀ ورسره  اتفاق نۀ کوم ځکه چې دۀ کښې ګڼ رنګونه دي ، لکه په ليکوالو کښې ئې اجمل خټک ، قلندر مومند ، امير حمزه خان شينواري ، نور محمد ترکي او صاحبزاده ادريس او مياں اکبر شاه خوښ دي ،په سياسي شخصياتو کښې دَ باچاخان ، مولانا عبدالرحيم پوپلزئي ، کاکاجي صنوبر حسېن مومند، کاکاجي خوشحال خان ، خان عبدالولي خان او ميرغوث بخش بزنجو نه متاثره دے ځکه دا هم ماته يو راز ښکاري چې دے دَ چا نائب کيدے شي ؟ ولې چې دا کوم ليکوالان او سياستدان ياد شول په دوئ کښې صوفيان ، قام پرستان او ترقي پسندان شامل دي ، خو دَ دې نه زياته عجيبه خبره دا ده چې دَ سليم راز نائب به څوک وي ؟ هسې زما ذاتي خيال دا وو چې ملګرے نورالامين يوسفزے به خپل نائب اوګرځوي ولې چې هغه ئې تر ډېره حده رنګ روغن اخيستے وو او په دې نزدې موده کښې پېښور ته هم راغلے دے چې دا دَ سليم رازؔ دَ خوښې ښار دے ، خو بيا فکر کوم چې هسې نه داسې نۀ وي ځکه چې هغه خو دلته پروفيسرۍ او ډاکټرۍ ته اړم شوے دے نو کيدے شي په دې طريقه ترې سليم رازؔ ځان خلاصول غواړي ،ولې چې نن سبا دے هم دَ نورو او نوؤ مارغانو سره الوځي را الوځي او خپله ئې يو شعر هم داسې شته :

 

مينه ځاے ګوري نۀ عُمر

زما خپله تجربه ده

 

ځکه نو دا هم ماته يو بل رازؔ ښکاري او ملګري نورالامين يوسفزيؔ راته تيرو ورځو کښې خپله وئيلي دي۔ زۀ په داسې وخت کښي پېښور ته راغلم چې زما ترې دَ تلو عمر دےمطلب دا شو چې هغه هم پوهه نۀ دے چې څۀ له راغلے دے آيا سليم راز ورته خپل امانت سپارل غواړي او که ځان ئې ترې خلاص کړو بهرحال که چاته دا راز معلوم وي نو ضرور دې مونږ ته اوښائي چې سليم رازؔ په صحيح معنو کښې دَ چا نائب دے دَ ترقي پسندو او که دَ صوفيانو؟ او دَ دۀ نائب به څوک وي؟ مترقي او که صوفي ؟

٭٭٭

2/3/2017

يادګيرنهپه  محترم مشر سليم راز صاحب ليکلې شوې خاکهد راز لټونمو د ښاغلي ګل محمد بيتاب د خاکو د مجموعېروښانه څهرېنه را واخسته او د محترم مشر سليم راز صاحب د مينه والو سره يې شريک کوو په داسې مهال چې محترم مشر ناروغه دے د مانسهرې په هسپتال زير علاج دے چې د خاکې د لوستو سره محترم راز صاحب په خپلو دعاګانو کښې ياد کړي ۔ هسې هم د ملګري بيتاب صاحب په هغه ليکلې دا خاکه ډيره خوښه ده ۔ ستاسو افکار

- ګل مامد بېتاب
بېرته شاته