(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولنېزې رسنۍ

[03.Sep.2020 - 14:59]

ټولنيزې رسنۍ : د ټویټر او فیسبوک لنډه پيژندنه

د هرې ورځې په تېرېدو سوشل میډیا (ټولنیزې رسنۍ) زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي، ډیری خلک یې د خبرونو او نورو ګټورو معلوماتو ترلاسه کولو او نورو سره د شریکولو په موخه کاروي.

 

په خواله رسنیو کې ټویټر او فیسبوک د نن ورځې تر ټولو مشهور ویب سایټونه دي چې په ګرده نړۍ کې یې میلیونونه خلک کاروي.

 

امریکایي لیکوال ایرېک قولمېن په خپل کتاب "سوشل نامكس" کې لیکلي دي چې د نړۍ له هرو پنځو یو کس یې پر انټرنېټ د ژوند ملګری پیدا کوي او سر بېره پر دی ډیر کله د ښځې او خاوند تر منځ د اړیکو د پرېکېدو لامل هم ټولنیزې رسنۍ ګرځي.

 

که و انګېرو چې فیسبوک یو هېواد دی او کاروونکي یې وګړي نو دا به د نړۍ درېیم تر ټولو ګڼ وګړیز هیواد وي. همدا لامل دی چې د خواله په رسنیو کې فیسبوک تر نورو مخته دی.

 

که پر ټویټر د وتلو هنرمندانو جسټن بیبر، کیټي پېري او لیډي ګاګا ملګري (فالوورز) راواخلو نو له جرمني، ترکيې، سویلي افریقا، ارجنټاین، مصر او کاناډا له وګړو یې شمېر زیات دی.

 

په ټوله کې د خواله رسنۍ داسې یو ځای دی چې هر څوک په کې هر څه ویلی شي، خپل د خوښې، د خپلې ژبې، هېواد او خپل طبیعت سره سم ملګري هم پیدا کولی شي.

 

خو د ټولنیزو رسنیو ټول کاروونکي یو څیز باید په پام کې ولري، چې هره خبره کوي اختیار یې خپل دی خو ډیر کله بیا د خپلې خبرې سپیناوي ته هم اړ کېږي.

 

که پر سوشل میډیا د چا سپکاوی وکړئ، او پر چا ناسم تور ولګوئ نو کیدای شي محکمې ته مو کش کړي.

 

که باور مو نه راځي نو د هند کرېکټ غوره لیګ پخواني مشر للت مودي قضیه راواخلئ.

 

نوموړي د نیوزیلاند پر لوبغاړي کرېس کینز د بډو اخیستو تور لګولی و، په محکمه کې یې بیا دلیل نه لره او اړ شو چې نوموړي ته ۱۵۰ زره امریکایي ډالر تاوان ورکړي.

 

ډیر خلک ټویټر او فیسبوک کاروي خو ډیری یې بیا کیدای شي پر ځینو اصطلاحاتو پوه نه شي، لکه ټویټ، هش ټیګ او داسې نور...

 

ټویټر :

ټویټر له فیسبوک وروسته دوهم تر ټولو ډیر کاریدونکی (مایکرو بلاګنګ سایټ) یا ټولنیزه رسنۍ ده.

 

هر څوک کولای شي پر ټویټر ځانته اکاونټ یا حساب پرانېزي.

 

له فیسبوک سره د ټویټر لوی توپیر په دې کې دی چې دلته تاسو کولای شئ یوازې په ۱۴۰ ټکو کې خپله خبره ولیکي. که له دې زیات ټکي وکاروئ نو پر خپله پاڼه یې بیا نه شۍ خپرولی.

 

ټویټر د نړۍ له حالاتو د خبریدلو یوه اغیزمنه او لویه سرچینه ګڼل کیږي.

 

ټویټرز :

د ټویټر کاروونکو ته "ټویټرز" ویل کېږي. ځینې یې "ټویپس" یا "ټویپلز" هم بولي.

 

د مثال په ډول د امریکا له ولسمشر بارک اوباما نه را نیولې بیا د افغانستان تر ولسمشر حامد کرزي پورې چې پر ټویټر رسمي پاڼې لري، "ټویټرز" بللی شو.

 

فالوورز :

پر ټویټر ډیری خلک کېدای شي ستاسو له کار، او هغه څه چې تاسو یې پر خپله پاڼه خپروئ ورسره لېوالتیا ولري، نو که دوی غواړي له هر هغه څه خبر شي چې تاسو يې پر خپله پاڼه شریکوۍ نو بیا کولای شي فالو مو کړي، یا د خپلو ملګرو په لېست کې مو اضافه کړي.

 

خو دا یو اړخیزه ملګرتیا ده په دې مانا چې یوازې هغوی ستاسو له پوسټونو یا ټویټونو خبریږي، هغوی چې په خپله پاڼه څه لیکي تاسو یې نه ګورئ.

 

پر ټویټر د بل چا فالو کول

همداسې چې نور تاسو فالو کوي تاسو هم کولای شئ چې پر ټویټر نور خلک فالو کړئ.

 

د مثال په ډول که یو وتلی هنرمند، فلمي لوبغاړی، ژورنالېست، سیاستوال او یا بل کوم نومیالی مو خوښ وي او غواړئ هر هغه څه ووینئ چې په خپله پاڼه یې شریکوي، نو ټویټر دا اسانتیا درکړې چې هغوی فالو کړۍ او د هغوی ټول ټویټونه یا لیکنې ستاسو پر ټویټر پاڼه درښکاري.

 

ټایم لاین (ستا پاڼه) :

پر ټویټر چې تاسو څوک فالو کوئ د هغوی ټویټس (پوسټونه) او یا ته چې په خپله څه خپروې، هغه ټول ستا د ټویټر پر پاڼه ښکاري، او دې پاڼې ته "ټایم لاین" ویل کیږي.

 

ټویټ :

په ۱۴۰ ټکو کې ستاسو لیکلی پیغام چې په خپله پاڼه مو خپور کړی "ټویټ" بلل کیږي.

 

RT ري ټویټ

که ستاسو کوم ټویټ یا خبره ستاسو د ملګرو (فالوورز) خوښه شي نو هغوی کولای شي ري ټویټ یې کړي يا په ساده ژبه پر خپله پاڼه يې خپره کړي، او خپلو ملګرو سره یې شریکه کړي.

 

د مثال په ډول چې کله ولسمشر اوباما د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر وټاکل شو نو دا خبر (ټویټ) پر ټویټر دومره ځل بیا خپور ( ري ټویټ) شو چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

 

MT موډیفایډ ټویټ (بدل شوی ټویټ)

که تاسو د یو چا ټویټ کې لاسوهنه وکړئ، لنډ یا اوږد یې کړئ نو مخکې له دې چې پر خپله پاڼه یې خپور کړئ په سر کې یې د MT ټکي ور اضافه کوئ.

 

په دې ډول هغه څوک چې ستاسو دا ټویټ ګوري پوهیږي چې د بل چا خبره ده خو تاسو لنډه یا اوږده کړې او کټ مټ مو نه ده رااخیستې.

 

د ټویټ پېن کول :

ټویټر په دې وروستیو کې د خپل ویب سایټ ډیزاین یا بڼه یو څه بدله کړه او یوه اسانتیا چې اوس په ټویټر کې ورزیاته شوې هغه دا ده چې کولای شئ خپل د خوښې ټویټ یا کومه مهمه خبره د خپلې پاڼې په سر کې وساتئ.

 

دا ټویټ به تر هغې ستاسو د پاڼې د سر ټویټ وي چې تاسو یې په خپله لرې نه کړۍ.

 

هش ټګ Hash Tag

پر ټویټر ډیر کله د ځینو الفاظو تر څنګ دا # نښه ګورئ، دې ته هش ټیګ ویل کېږي.

 

دا نښه چې هر څوک په خپل ټویټ کې له یوه لفظ یا د څو لفظونو له ګډولې سره ور اضافه کړي نو دا ټول ټویټونه (پوسټونه) پر ټویټر سره یو ځای کېږي.

 

ډیر کله که یو څوک غواړي پر ټویټر د یو څه شي په اړه کمپاین یا مبارزه پېل کړي او یا هم په یوه موضوع د خلکو نظرونه را ټولول غواړي، نو دوی ورته ځانګړی هش ټګ جوړوي.

 

په دې ډول دغه کس کولای شي د ټولو هغو خلکو ټویټونه سره راټول کړي چې د موضوع په اړه یې خپاره کړي او دا ځانګړی هش ټګ یې په کې کارولی.

 

DM ډایرېکټ میسېج (شخصي پیغام)

ټویټر دا اسانتیا هم درکوي چې خپلو نورو ملګرو ته شخصي او پټ پیغام واستوئ.

 

شرط په کې دا دی چې دوه ټویټرز یا د ټویټر دوه کاروونکي باید یو بل فالو کړي، یا له یو بل سره ملګري وي.

 

که یو څوک تاسو سره ملګری وي او تاسو ورسره ملګري نه یاست نو ټویټر اجازه نه درکوي چې هغه ته شخصي پیغام واستوئ.

 

فیسبوک :

فیسبوک هم د ټویټر په څېر د خواله یوه رسنۍ ده. کاروونکي یې له ټویټر او نورو خواله رسنیو زیات دي.

 

پر فیسبوک تاسو کولای شئ د یو پروفایل په شکل ځانته اکاونټ (حساب) خلاص کړئ او یا هم یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړئ. دا پاڼه کیدای شي چې د یوه کس او یا هم د یوې ادارې او ټولنې هم وي.

 

پروفایل :

دا د فیسبوک هغه پاڼه ده چې تاسو په کې د خپل ځان په اړه معلومات لیکئ. دلته تاسو خپل تصویرونه او ویډیوګانې ور اضافه کولای شئ.

 

که غواړئ ملګري مو په اړه لا زیات معلومات ولري نو دلته د خپلې خوښې او نا خوښې په اړه هم لیکلی شئ.

 

که د فیسبوک اکاونټ مو د پروفایل په شکل کاروئ نو اجازه لرۍ چې یوازې ۵۰۰۰ کسان له ځان سره ملګري کړئ، تر دې هاخوا فیسبوک اجازه نه درکوي چې نور ملګري له ځان سره زیات کړۍ، البته کولای شئ چې خپل فیسبوک اکاونټ مو پر یوې پاڼې بدل کړئ.

 

پیچ (پاڼه) :

پر فیسبوک ډیر کله ځانګړې پاڼې رسنېزې ادارې، حکومتي ادارې او یا هم نورې ټولنې جوړوي، خو نور عادي خلک هم کولای شي پر فیسبوک ځانته پاڼه جوړه کړي.

 

تر ډیره پر فیسبوک پاڼه هغه خلک جوړوي چې یو څه مشهور او پیژندل شوي وي، موخه یې دا وي چې لا ډیر خلک یې پاڼې ته لاسرسی ولري.

 

پر پاڼه که څوک غواړي تاسو سره ملګری شي نو تاسو ته د ملګرتیا وړاندیز نه رالیږي، پاڼې ته مو راځي او د لایک تکمه کېکاږي. د مثال په ډول د دې لیکنې تر خپرېدو دمخه د بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه ۳۳۴۸۵۰ خلکو خوښه کړې وه.

 

فین :

د انګلیسي ټکی "فین" چې لولۍ نو کټ مټ مو د پکي انځور ذهن ته راځي، خو دلته یې مطلب دا نه دی. پر فیسبوک فین هغه چا ته ویل کیږي چې ستاسو پاڼه یې خوښه کړې وي.

 

تاسو هر وخت کولای شئ چې خپل د پاڼې خو ښوونکو یا فینز شمېر په خپله پاڼه وګورئ.

 

وال :

دا ستاسو د فیسبوک پاڼې یا اکاونټ مرکزي برخه ده. تاسو چې پر فیسبوک هر څه خپروئ ستاسو پر وال راټولیږي.

 

د دې تر څنګ که ستاسو ملګري غواړي ستاسو کوم تصویر در وښيي نو ستاسو پر وال یې خپروي (پوسټ کوي)، او تاسو یې سملاسي کتلی شئ.

 

TAG ټګ

که تاسو غواړئ پر فیسبوک مو یو پوسټ یا تصویر ځینې ځانګړي ملګري خامخا وګوري نو کولای شئ هغوی په کې ټیګ کړئ. په دې ډول ستاسو ملګري خبریږي چې تاسو ورته څه لرئ.

 

البته د فیسبوک له دې اسانتیا ځینې خلک تر پزې راغلي او نه غواړي چې ملګري یې په تصویرونو یا نورو پوسټونو کې ټیګ کړي.

 

طاهر عمران ، بي بي سي

اردو ژباړه : حمید قیومي

- پېژندنه
بېرته شاته