(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي بهیر

[03.Sep.2020 - 14:43]

افغان ادبي بهير څنګه رامنځته شو؟

لیک: باز محمد عابد

دا لینکه مې په ۲۰۰۶ ز کال کې له کندهاره د ګران محمد یار یار په زیار خپرېدونکي ښکلا مجلې ته کړې وه. که وخت مو لرلو، هیله ده چې د لوستلو تر څنګ پرې خپل تاثرات هم راته ولیکئدرنښت 

ستاسو باز

 

موږ څنگه يو بل پيدا کړل، څنگه مو بهير جوړ کړ او له کومو پړاوونو څخه را تېر شوو؟

د ١٩٩٢ ز کال خبره ده چې د وحدت ورځپانې په لوستو روږدی شوی وم. تر هر څه د مخه به مې په کې ادبي پاڼه کتله او کله نا کله به مې مات گوډ شعر هم ليکه. په ورځپاڼه کې به مې چې د کومو يارانو شعرونه لوستل نو دې خبرې ته به مې غړي وتخنېدل چې زما شعرونه دې هم  په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شي. دوه درې ځلې د وحدت ورځپانې دفتر ته ورغلم غزلې مې ورکړې او چاپ يې هم کړې. د ادبي پاڼې چلوونکی پريشان داودزی و. هغه راته وويل چې په همدې خيبر بازار کې د زيارت (پنجشنبې) په ورځ د ((ساهو ليکوونکيو مرکه)) اونيزې غونډې لري، دلته راځه شاعرانو سره به هم وپېژنې او تنقيدي بحثونو سره به هم آشنا شې

په ړومبي ځل چې مرکې ته ورغلم نو د پېښور د سيمې مشهور ليکوال او شاعران مې لکه مرحوم قلندر مومند، سيف الرحمن سليم، اکرام الله گران، اباسين يوسفزی، مشتاق مجروح، زبېر حسرت، حنيف خليل او نور وپېژندل. په همدې ورځ مې له نېکه مرغه استاد محمد آصف صميم هم په ړومبي ځل وليدو. که څه هم ليکنو سره مې يې له ډېر وخته آشنايي لرلهپه همدې  غونډه کې حنيف خليل د يوې بلې غونډې بلنه راکړه چې (( پيښور پښتو ادبي جرگه )) نومېده او د پېښور په سپينه وړۍ کې يې مياشتينۍ غونډې کولی

د پيښور ياران خو مې د وحدت ورځپاڼې او پريشان داودزي له برکته وپېژندل، خو د افغان ليکوالو او شاعرانو له نومونو سره د سپېدې، قلم، خپلواکۍ مجلو او وفا جرېدې له لارې بلد وم. د استاد شاعر پسرلي، پير محمد کاروان، نورالحبيب نثار، امان الله نصرت، عبدالمتين تسکين، ارواښاد برکت الله کمين، شعرونه، د مرحوم استاد حکيم تڼيوال، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد آصف صميم کره او په تول پوره مقالې، د استاد شپون، زرين انځور، اسد الله غضنفر، ايمل پسرلي، اجمل پسرلي او نورو لنډې کيسې او نقدونه مې په پورته يادو شويو مجلو کې لوستې او خوند به مې ترې اخيستهتر دې دمه ما يوازې استاد آصف صميم او نورالحبيب نثار سره ليده کاته کړي وو او نور مې يو هم نه و ليدلی، خو تل مې د دوی د خپلوۍ احساس کړی دی او تل مې دا هيله لرله چې کاش دې ښاغليو سره له نېږدې نه وپېژنم

خدای (ج) کول چې يو ماسپښين نورالحبيب نثار، پېښور په صدر بازار کې زما د سگرټ خرڅولو د کراچۍ تر څنگه تېريده، غږ مې پرې وکړ،  له روغبړ وروسته مې د نثار صاحب ترخ ته پام شو چې يو کتاب يې په کې نيولی دی. له مخې سره مې لاس وروغځواوه او کتاب مې راواخيست. څنگه مې د کتاب نوم باندې سترگې ولګېدې (( له ماښامه تر ماښامه)) نو خدای شته وغوړېدم، نثار صاحب ته مې وويل چې کاروان صاحب زما د خوښې شاعر دی دا کتاب يې ماته راکړه، خو هغه وخت ماته دا پته نه وه چې د نثار صاحب نه کتاب اخيستل دا مانا لري لکه د ملا له کوره چې خيرات راووځي. هغه راته وويل چې له مانه يې مه اخله، يو خو يې ماته ډالۍ کړی دی او بل ورشه کاروان صاحب د وفا په دفتر کی دی، ورسره به وپېژنې هم او کتاب به هم درکړي. بس له نثار صاحب نه مې د وفا دفتر پته واخيسته او د بورډ تاکال مزدا ته وختم، په مزده کې د استاد محمد آصف صميم صاحب سره مخ شوم، هغه ته مې هم وويل چې د کاروان صاحب ليدو ته ورځم خو تر اوسه موږ يو بل سره نه دي ليدلي، صميم صاحب وويل، کاش چې ما په بورډ کې چا سره وعده نه  وه کړې، زه به هم درسره تللی وم، خو ځه خير دا زما خط کاروان صاحب ته ورکړه. په خط کې يې د سلام تر څنگ دا هم ليکلي وو چې کاروان صاحب عابد خو به لږ و ډېر تاسې هم پيژندلی وي، خو زما برخه يې هم وپيژنئ

د صميم صاحب په خبرو لا موړ شوی نه وم چې ټاون  تم ځای راوسېد او نېغ د وفا جريدې دفتر ته ورغلم. هلته مې د د فتر له پياده نه د کاروان صاحب پوښتنه وکړه، هغه زما د نوم تپوس وکړ او په حويلۍ ننوت، چې بېرته راغی زه يې له ځان سره د کاروان صاحب دفتر ته وروستم. د کاروان صاحب عکسونه مې په مجلو کې ليدلي وو، دې خبرې ته حاجت پيدا نه شو چې د دفتر ملازم راته ووايي چې دا کاروان صاحب دی. بس له مخې مې گامونه چابک کړ او ورتر غاړې وتم. کاروان صاحب ته مې وويل چې زه عابد نومېږم او ستا د شعرونو سخت مينه وال يم او د همدې مينې په اساس دا دی راغلم چې له نېږدې نه دې ووينم. له کاروان صاحب سره په دفتر کې يو بل ځوان هم د کمپيوټر تر شاه ناست و. هغه راته کاروان صاحب راوپېژندو، ويل يې دا ظاهر بابري دی.

کاروان صاحب سم له واره له مانه پوښتنه وکړه چې يوازې شعر خوښوم او که شاعر هم یم. ما ورته ويلي وو چې بس پوزه مې توره کړې ده.

 کاروان صاحب راته وويل چې شعر ورته واوروم، ما هم په يوه غزل ورته پيل وکړ او چې څنگه مې دوهم بيت ورته ووايه نو کاروان صاحب ډېر خوښ کړ بيت دا رنگې و:

زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله

خو کوزه يې د جومات کړم په لمسون کلال د چاو؟

کاروان صاحب واه واه وویل، نور شعر ته غوږ کېنښود او راته کړه چې ستاسې ډېرنوموتي پيښوريان شاعران دلته راځي، خو ايماني درته وايم چې تر ډېرو يې ستا شعر قوي دی. زه کاروان صاحب ته موسک شوم او ورته مې وويل، زه خو د ننگرهار يم. له دې خبرې سره کاروان صاحب وغوړېدو له چوکۍ يو ځل بيا را پورته شو او کلک يې په غيږ کې ونيولم. ما هم د کاروان صاحب له مينې من ، من غوښه واخيسته، هغه سم له واره د خپلو کتابونو گيډۍ ته لاس کړ، يو کتاب يې ترې نه راواخيسته او راته يې پرې وليکل:

گران خوږ ژبي او غزلبول شاعر بازمحمد عابد ته په دې هیله چې روح يې د تږو زړونو له پاره د ميکدې جام شي، نه د ريا د زهد کوزه.

له کاروان صاحب سره په خبرو کې په دې پوه نه شوم چې څنگه راباندې ماښام شو اجازه مې ترې واخيسته. په سبا يې د پيښور پښتو ادبي جرگې غونډه وه، سپينې وړۍ ته ورغلم، هلته مې استاد حبيب الله رفيع سره وليدل او سره ومو پېژندل. په دې ورځ ډاکټر اقبال نسيم خټک د غونډې ريس و او يوه ښايستوکي ځوان چې تازه تازه يې ږيره بريت راغلي وو، د قلندر او ميرا په تلپاتې فلکلوريک داستان او مينې يې يوه څېړنیزه مقاله کره کتنې ته وړاندې کوله. ما چې کله د ځوان جرائت وليد، خدای شته گوته په غاښ شوم، حنيف خليل نه مې پوښتنه وکړه چې دا ځوان څوک دی؟ هغه راته وويل چې غونډه خلاصه شوه پېژندگلو به دې ورسره وکړم. کله چې غونډه خلاصه شوه، حنيف خليل له لاسه ونيولم او غږ يې کړ چې سالک صاحب دا عابد دی. ستاسې د جلال آباد دی، سالک راتر غاړې وت او ړومبي ملاقات کې راسره  دومره خواږه شوو لکه کلونه، کلونه وړاندې چې مو سره پېژندلسالک صاحب ته مې د کاروان صاحب نه وويل چې بايد په گډه ورسره وگورو. بله ورځ  سالک، حنيف خليل او زه د کاروان صاحب ليدو ته ورغلو او وعده مو ترې واخيسته چې صدر بازار ته به راځي او هلته به بنډار جوړووبله ورځ  له ژمنې سره سم ټول ياران د نثار صاحب په شمول زما کار ځای ته راغلل او د چايو په يوه زاړه هوټل کې کيناستو او په ادبي بحثونو، او شعرونو ويلو مې وخت تېر کړ. د هوټل مالک هم شعري ذوق لاره. بس هره ورځ به په همدې هوټل کې سره راټولېدو او په معاصر ادب به مو خپل نظرونه څرگندول. تر دې چې په فی البديهه مشاعرو مو پيل وکړ او دا مشاعرې به مو بيا په وحدت ورځپاڼه کې خپرولې، څو مشاعرې چې مو سر په سر خپرې کړې، نو د پيښور په شاو خوا سيمو کې نورو شاعرانو هم زموږ شيوه خپله کړه او د هغوی مشاعرې به هم په ورځپاڼه کې خپرېدې، او وضاحت به يې پرې ليکلی و چې دا سوژه موږ د کاروان صاحب دوی نه اخيستې ده. دولس ديارلس مشاعرې به مو  خپرې کړې وې. دا داسې وخت و چې کله ناکله به موږ يوه غرمه نيمه  په استاد پسرلي اړوله، يوه غرمه چې ساهو مرحوم مو ټول ياران د غرمې ډوډۍ ته بللي وو، نو هلته تر موږ دمخه استاد مجاور احمد زيار، استاد حبيب الله رفيع او استاد محمد آصف صميم هم موجود و، دوی موږ ته مشوره راکړه چې خپل شعري قوت په  فې البديهه مشاعرو صرف نه کړو او د يوې منظمې غونډې د جوړېدو په هڅه کې شوو. دا نو داسې وخت دی چې په پېښور کې د تنظيم بازيو بازار مخ په سړېدو و او په هيواد کې د قدرت پر سر په جنگ او يا هم په چور او تالان اخته وو. په پېښور کې يې فعاليتونه د نشت برابر وو او هيڅ داسې ادبي ټولنه نه وه چې افغانان شاعران دې په کې خپله ادبي تنده خړوبه کړي. کله کله به د قلندر صاحب مرکې ته په گډه سره تلوو. خو خپله ټولنه مو نه لرلهڅه د مشرانومشورې وې او څه موږ د قلندر مومند مرحوم نه په دې خبره خپه وو چې هغه په يو پاکستاني اخبار کې په يو کالم کې ليکلي وو چې:

په پاکستان کې ټولې بد امنۍ، راهزنۍ، او معاشرتي بداخلاقۍ د افغانانو له وجې زياتې شوي دي. موږ دا خبره د مرحوم قلندر مومند سره ياده کړه چې ډېر افغان شته چې تاسې ته او ستاسې هنر ته احترام لري، چې د هغو له جملې نه موږ هم يوو، خو هغه وويل چې دا يې زما په کالم کې تشبث کړی دی او زه به د دې خبرې ترديد کوم. موږ پوره دوه اونۍ وار وکړ او چې قلندر مومند مرحوم ترديد ونه کړ، موږ له مرکې سره بايکاټ اعلان کړ او د پيښور په صدر بازار کې چې پيرمحمد کاروان کوټه وه، هلته مو يوه بې نومه مقدماتي غونډه وکړه چې د  د پسرلي صاحب (( ماته شپيلۍ)) تازه له چاپه راوتلې وه او د تبرک له پاره مو وغږوله. په دې کره کتنه کې نورالحبيب نثار، پير محمد کاروان، پريشان داودزی، حنيف خليل، مصطفی سالک او ما برخه لرله. گزارش يې د نورالحبيب نثار د افغان ادبي بهير د گزارشونو په لومړي ټوک کې چاپ کړی دی. دقيقه نيټه خو يې راته نه ده مالومه خو د ١٩٩٤ز کال د جولايي مياشت وه خو د نثار صاحب په کتاب کې يې دقيقه نيټه هم شته دیله دې غونډې پوره يوه اونۍ وروسته استاد محمد اسماعيل يون د هیلې مجلې له خوا د پيښور په پريس کلب کې د لوی پښتون محمد گل خان مومند يو لوی سيمينار جوړ کړی و چې د کوزې او برې پښتونخوا مشهور شاعران او ليکوال  يې ورته بللی وو، کله چې دا غونډه پای ته ورسېده، نو مازيگر مهال چې موږ د څو تنو مشرانو سره يو ځای مرحوم امان الله ساهو د کاروان صاحب کوټې ته  په موټر کې راورسولو. په دې ډله کې استاد پسرلی، استاد حبيب الله رفيع، استاد مجاور احمد زيار، استاد آصف صميم، استاد اسماعيل يون، پير محمد کاروان، استاد لعل پاچا ازمون، محمد هاشم غمشريک، حنيف خليل، مصطفی سالک، نورالحبيب نثار، مرحوم امان  الله ساهواو راقم الحروف وو. بس له دغې ورځې مو اول د افغان ادبي کاروان په نوم چې دا نوم کاروان صاحب خوښ نه کړ او د کاروان نوم مو په بهير واړوه. د بهير ريس  محترم پسرلی صاحب وټاکل شو او مرستيالان یې پير محمد کاروان او حنيف خليل وټاکل شول. د بهير منشې نورالحبيب نثار، او مرستيال يې مصطفی سالک وټاکل شول. همدا رنگه د بهير وياند امان الله ساهو، او د مالي چارو مسوول يې زه وټاکل شوم. پورته ياد شوي ښاغلي ټول د بهير بنسټگر ونومول شول. په دې لومړۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهير غونډې به اونيزې وي او د پسرلي صاحب په ميلمه ځای کې به ترسره کيږيڅلور پنځه غونډې مو چې د پسرلي په ميلمه ځای کې وکړې نو زموږ ياران مخ په زياتېدو شول چې د پسرلي صاحب مېلمه ځای کې نه ځاېدل. د پريشان داودزي په مرسته مو د پيښور په خيبر بازار کې د اردو ساينس بورډ لائبريري د غونډو له پاره وغوښته چې د ساهو ليکوونکيو مرکې هم هلته خپلې غونډې کولې. موږ هم  خپلې اونيزې غونډې په اردو ساينس بورډ کې پيل کړې. دلته زموږ غونډې په ښه درز کې روانې وې. زموږ د غونډو طرزالعمل داسې و چې اول به مو د تېرې غونډې گزارش د نقد له پاره وړاندې کولو، بيا به مو هغه موضوع چې د مخه انتخاب شوې وه د نقد له پاره وړاندې کوله او په اخره کې به مو آزاده مشاعره کوله. هاغه وخت  نثار صاحب د افغان ادبي بهير د غونډو گزارشونه ليکل، امان الله ساهود ستيج چارې مخ ته بېولې. او ما به په کې د چايو پيالې په مشرانو او يارانو ويشلې. په غونډه کې به د برې پښتونخوا له ليکوالو او شاعرانو پرته د کوزې پښتونخوا هغو هم گډون کاوه. اروا ښاد الهام صاحب هم په پيښور کې و او د هغه له پرېکنده او رغنده نظرونو به مستفيد کېدو. کله ناکله چې به شپون صاحب پېښور ته  راپيښه وکړه، هغه به هم بهير ته راته او خپل عالي نظريات به يې څرگندول. دلته زموږ غونډو تر ډېره دوام ونه کړ،  څو مياشتې چې تېرې شوې، نو د پيښور صدر بازار په ودود سنز کې يوه زورداره چاودنه وشوه چې  ډېره تباهي يې رامنځ ته کړه. د پاکستان حکومت د افغانستان د هغه وخت په حکومت چې استاد رباني يې صدر و تور ولگاوه او بله ورځ چې موږ اردو ساينس بورډ ته د غونډې د تر سره کولو له پاره ورغلوو، نو په دروازه يې راته ليکلي وو:

د افغان ادبي بهير له درنو گډونوالو څخه هيله کيږي چې نور د غونډې د اجرا په خاطر اردو ساينس بورډ ته رانه شي.

 له دغه ځايه نو زموږ بهير د افغانانو د ژوند په څېر کډه په سر شو، څه موده مو د بهير غونډې په ټپه ودرېدې. دلته د يوې خبرې سپيناوی بايد وکړم چې موږ به په اوونې کې پینځه ورځې لازمي د صدر په هغه زاړه د چايو هوټل کې راټولېدو او په دې ناستو مو د واړه بهير نوم ايښی و. دلته نه به مو د بهير له پاره د ځای ځايگي د پيدا کولو هڅه کوله. تر دې چې دې وړوکي بهير ته دومره ډېرو يارانو مخه وکړه چې نېږدې وو چې د بهير غونډې مو په همدې د چايو په هوټل کې په رسمي ډول پيل کړې وې. دلته چې موږ راټوليدو نو اوه اته کسان داسې هم زموږ خواته راتلل چې سواد يې نه درلود خو د شعرونو اوريدو او د يارانو له خبرو  نه يې خوند اخيستو او تر هغې به ناست وو، څو چې به موږ هلته وو. دلته به کله ناکله تکړه پښتو سندرغاړی انجنير ايشان مومند چې اوس په امريکا کې ميشت دی، هم راته. هغه چې زموږ په ستونزه پوه شو، نو له واره يې وويل چې زما د موسيقۍ په دفتر کې هم تاسې خپلې غونډې کولای شئ. وايي چې ړوند له خدايه څه غواړي، دوه سترگې. ورسره مو ومنله او بله ورځ مو پسرلی صاحب هم له ځانه سره کړو او په جهانگير آباد کې د ايشان مومند د موسيقۍ دفتر ته وختوو او په غونډه مو پيل وکړ. دا ځل نو د بهير په وروستي پېر کې يوه پارچه موسيقي هم مله شوه چې ايشان مومند به په خواږه اواز راته غزلې اورولې. دلته چې مو څلور پنځه غونډې وکړې، دا ځای هم تنگ شو، کله چې موږ وپوهېدو چې زموږ غونډې نور د ايشان مومند په ځای کې نه شي کيدی، نو نثار صاحب د ډاکټر نصير کاموال سره کوم چيرته ليدلي وو او د بهير د ځای د نشتوالي يې ورته ويلي وهغه ورته ويلي وو چې ماسره ښه پراخه حويلۍ په شاهين ټاون کې شته چې د شاه دوشمشيره ليسه ده او د يکشنبې په ورځ بيخي وزگاره وي. بس خپلې غونډې مو دلته پيل کړې . له دغه ځايه د افغان ادبي بهير يو زرين دور پيليږي. دلته موږ ډېر زيات ياران وموندل، هرې غونډې ته به تر سلو زيات شاعران، ليکوالان او د ادب مينه وال راتللاو تر هغې چې موږ دلته خپلې غونډې کولې، نو پينځه شپږ سوه بهيروال مو موندلي وو. دلته چې به د افغان پوهنتون، يا له دعوت الجهاد له پوهنتون څخه د ادبياتو شاگردان راغلل، دوی به اعتراف کولو چې په پوهنتون  کې يې دومره څه  په دوه يا درې کلونو کې نه دي زده کړي لکه چې په بهير کې يې په دوه درې مياشتو کې زده کړل. په دې وخت کې ما د بهير گزارشونه ليکل او امان لله ساهو به د ستيج چارې پر مخ بېولې، د يادونې وړ ده چې کله نثار صاحب گزارش ليکل سالک صاحب ته پريښودل. سالک صاحب هم څو مياشتې د بهير گزارشونه وليکل چې اوس ورسره ناچاپ پراته دي او نثار صاحب خو د بهير د گزارشونو يو کتاب هم  خپور کړی دی. کله چې به امان الله ساهو وياندي کوله زه به يې له ځان سره د مرستيال په په توگه هم ساتلم، مثلاً که بهير ته به څوک نا آشنا راغلل او په لست کې به يې د نوم ليکلو اړتيا وه نو دا لست به يې په ما جوړاوه، همدا رنگه د مشاعرې برخه به يې ما ته پرېښوده چې زه يې د ستج چارې سر ته ورسوم. او داسې نور.

خو يوه ورځ مرحوم ساهو په ستيج ودرېد او ويې ويل:

ورونو زه د دوه درې مياشتو له پاره په يو سفر ځم، تر هغې چې زه بيرته راځم د ستيج چارې به عابد پر مخ بيايي

بس دا خبره څه وه چې دوه ورځې پس د ساهو د مرگ اواز د پيښور ښار په گوډ گوډ کې خپور شو، هغه ځواني مرگ د خپلې کورنۍ سره د سوات بحرين ته د دوه درې مياشتو د تيرولو په خاطر تللی و خو يوه شپه يې هم نصيب نه شوه او د زړه د حملې له امله په حق ورسيده. بس د بهير ستيج يې ماته پريښی و. د گزارش ليکلو له پاره اول صمد مومند او چې د هغه له وسه پوره نه شوه نو بيا يې عنايت ساپي ته وسپارل. داسې د بهير غونډې د څلورنيمو کلونو له پاره د شاه دوشمشيره په ليسه کې وکړې. دلته هم يوه ستونزه را پيدا شوه د هيواد د خپلواکۍ خدای خبر څومه کليزه وه چې موږ په ډېر شوق سره نمانځله، د مکتب د چارواکو نه يوه رامخته شو او ويې ويل چې دا يو مکتب دی او مکتب کې بايد سياست ونه شي. رفيع صاحب د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خبرې کولې چې مزاحمت رامنځ ته شو، او غونډه مو په نيمايي کې پريښوده او په هماغه شاهين ټاون کې مو د چلينجر انگليسي او کمپيوټر کورس ځای کې خپلې غونډې پيل کړې. او تر څو چې طالبان په افغانستان کې وو موږ د چلنجر په کورس کې خپلې غونډې په ډېر شوق او ذوق سره کولې

زموږ په غونډو کې د روايتي او تنقيدي غونډو پرته د کتابونو مخکتنې، سيمينارونه، د خپلو مشرانو کليزې، د ملې ورځو نمانځنه، او د هيواد په حريم د تيريو غندنه هم شامله وه

د ٢٠٠٢ع کال په سپتمبر کې چې موږ کابل ته راوکوچيدو نو دلته مو د بهير غونډې پيل کړې، 

يوه خبره بايد سپينه کړم چې دا دولسم کال دی چې بهير روان دی، خو بهير نه په پيښور او نه په کابل کې د سياسي او يا هم  د چا د شخصي غرضونو ښکار شوی، نه يې په فنډ پسې منډې وهلي او نه يې له چا مرستې غوښتي دي، که غوښتې يې دي د خپلو فرهنگي يارانو څخه يې غوښتي دي، او يا يې خپله خدای وس چنده کړې ده او بهير يې تر دې ځايه رارسولی دی

 تر دې د طالبانو په وخت کې چې ملا اميرخان متقي د اطلاعاتو او کلتور وزير و، نو بهير ته يې يو پلاوی راليږلی چې دا پلاوی ړومبی بهير ته راغلو يو کس يې په بهير کې د خپلو خبرو په دوران کې وويل چې د بهير پینځه تنه سرکرده گان سبا ته قونسلگرۍ ته دعوت ياست. پسرلی ورپورته شو او ويې ويل چې بهير سرکرده گان  نه لري، که دا گرد سره دعوت کولای شې، ښه ده. نه موږ پينځه کسه نه يو. هغه کس خپله خبره داسې ترميم کړه چې تاسې ټول دعوت ياست، تاسې ته به د ملا اميرخان متقي پيغام اورول کيږي، ستاسې موافقه به حاصلوو او تاسې به هلته مشاعره کوئ او چکې به هم آزادي وي.

په سبا يې چې موږ د قونسلگرۍ په لور وخوځيدو، د پسرلي صاحب په شمول نثار صاحب هم له موږ سره په ډله کې و. کله چې قونسلگرۍ ته ننوتو نو پاکستاني پوليسو زموږ جيبونه لټول، چې په نثار صاحب دا عمل ښه ونه لگيده قونسلگرۍ ته د تلو نه يې بايکاټ وکړ. يو تن موږ ته د متقي صاحب پيغام اورولو چې ځينې مهم ټکي يې دلته رانقلوم:

_ بهير به په پيښور کې يوه حويلۍ ولري 

_ بهير به يوه مياشتينۍ خپرونه ولري.

_ بهير به په پيښور کې د افغاني ادب او فرهنگ نماينده گي کوي.

_ په دې نماينده گی کې به پينځه کسه دپلوماټيک مامورين وي او شه معاشونه به ولري.

_ بهير به په پيښور کې داسې ښوونځي پرانيزي چې افغاني ماشومان او ځوانان په افغاني روحيه خپلې زده کړې وکړي او داسې نور...

کله چې دا پيغام واورول شو، نو ځينو دوستانو خو د مننې په ترڅ کې وويل چې که دا هر څه بې قيده او بې شرطه وي، نو موږ ته په سر سترگو قبول دي.

خو صميم صاحب چې وار ونيو نو ويې ويل:

عجيبه خبره ده، په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې تړل کيږي، نصاب يې بدليږي، او دلته ورته ښوونځي پرانستل کيږي، په هيواد کې د پوهنتون ليليه په جنگي سنگرونو بدليږي او دلته د ځوانانو د افغاني روحيې خبرې کوئ. افغان ادبي بهير د پورتنيو امتيازونو نه تير دی خو د خدای روی ومنئ چې ښوونځي په مدرسو مه اړوئ او د ليليو نه د جنگ سنگرونه مه جوړوئ. موږ همداسې در په در ښه يو خو په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې مه تړئ.

هاغه وو چې بهير د متقي پيغام ته داسې لته ورکړه چې بيا طالبانو د بهير نوم هم په خوله وانه خيسته.

په درنښت 

بازمحمد عابد

٢٠٠٦/ ٠٩/ ٢٦

- بازمحمد عابد
بېرته شاته