(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاجي

[19.Aug.2020 - 16:21]

#باچاجی_دخان_شهیدپر_لور

لیک :-  نصیر ننګيال

د 1985ء څخه تر 1988ء  پوري د ضیائي مارشل لاء ګوډاګي وزیراعظم محمد خان جونیجو په ملک کښي د لویانو خلکو یا بالغو انسانانو لپاره د 'تعلیم بالغان' په نوم د #نئ_روشنی سکولونو ښوونځیو پروژه پرانیسته.

 دا نئ روشنی سکولونه چي د سرکاري سکولونو په بلډنګونو کښي به ماپښین وخت شرو کېدل بیا تر ماښامه په پښتونخوا وطن کښي د سختي ناکامۍ سره مخامخ سو ولی چي یوه هم بالغ کس دا نه غوښتل چي زه دي د ماشومانو رنګه په تېر وخت ښوونځۍ ته ولاړ سم. نو د دې استادانو او نورو کارکوونکو د سکول ماشومان د ټيوشن په توګه داخل کړل. موږ هم بې وخته پکښې بالغان سول ولي چي ماما مو پکښې ډائریکټر وؤ.

 کله چي یې د پښین څخه چمن ته تبادله وسوه نو د خپل سهارني سکول د رخصتیانو په شپو کښي ورسره زه اته کلن ماشوم هم چمن ته په سیل ګري ولاړم د پرائمري سکول لوستونکي ماشوم وم چي په لومړي ځل مو د چمن د نئ روشنی سکول د قام دوسته ملت پاله روشنفکره مترقی او انقلابی استاذانو سره د شناخته سوم  او د ضیائی  مارشل لاء په خلاف مو په لومړني ځل د شپې په تیاره کښي کښي د پښتونخوا پارټۍ د جلسې پمفلټ لګولو کښي ملګرتیا وکړه. زه که څه هم هسي د دوئي ملګرئ وم خو یاد مو دي چي د چمن د پخواني نیشنل بینک په برنډه کښي ما هم یو پوسټر ولګاؤ. دې ننګيالیو استاذانو زه په دې هم ډېر نازولم چي ماما مو د دوئي پر سر اوسر وؤ او د قامي لښکر ملګرئي وؤ. په خاصه بیا نصرالله خان اڅکزئی چي ډېر زیات مینه ناک او خوږ انسان وؤ چي بیا څه وخت پس شهید کړل سو.

د جلسې دوې ورځي مخ کښي دارو خان اڅکزي یو پښتو شعر راولیکو چي دا په یاد زده کړه نو به یې د پارټۍ په جلسه کښي وو  وایې. هغه شعر مو په یاد رټه کړو خو په مانا یې نه رسېدم په جلسه کښي مو پر سټېج زمزمه کړو. په دغه ورځو کښي مشر جلا وطن وؤ او جلسې ته د کوټي څخه سردار بشیر, ډاکټر کلیم الله خان راغلي وؤ. په هم دغه ورځ په کوټه کښي هم جلسه وه چي  د پارټۍ نیم مشران هغې جلسې ته پاتي سوي وؤ.

په لومړي ځل دې محکوم وطن او د هغې غلامي خاوري رشتیا هم په ماشومتوب ځلمۍ کړم او پر سټېج مو د وطن د بربادئ شعرونه زمزمه کړل د چمن میړني اولس ډېر زیات داد راکړ یاد مو دي چي د چمن یو دکاندار راته فانټا بوتل او بل پنځه روپۍ د انعام په توګه راته ډالۍ کړې. 

(د دې جلسې د اسټيج تاریخي انځور چي د شعر کاغذ مو په لاس کښي دئ,او د چمن د استاذانو سره د چائې پارټي انځورونه د دې مقالې په پائي کښي نښلولي دي)

فکر کوم چي دا به د خان شهید د تلین جلسه وه چي زه  او ماما مو د پارټۍ د مشرانو سره ګډ  د هغوئي په موټروکښي کوټي ښار ته راروان سو. دا یو تاریخي سفر وؤ مشرانو پر لاري ویل چي د کوټي جلسې ته  #شیرعلی_باچا  راغلۍ دئ . ما په خپل سوچ او فکر کښي د باچا یو خیالي انځور جوړ کړ لکه څنګه چي د یو باچا وي ډېر خوشاله وم ما ویل چي د ډېرو لویو خلکو لیدل مو په برخه دي. د کوټي ښار د جناح روډ او سورجګنج بازار پر چوک کیفې ریګل هوټل وؤ چي هلته د کوټي جلسه کوونکي مشران د چمن د جلسې د مشرانو په انتظار ناست وؤ  هغوئي سره کیفې ریګل ته ورغلو. هلته یو خړ پړ ساده او د خوار لباس خاوند یو کس ناست وؤ ږغېدو او نورو خلکو اورېدو خلکو باچا جي ورته ویل نو زه پوهه سوم چي هغه زما د فکرونو باچا خو دغه  د ملنګانو ملنګ دئ.

باچا جي سره تعارف وشو او هغه د جلسې شعر مو بیا ورته وویلو. مشرانو د کوټي او چمن د جلسو پر لوئي شمېر ژغا کوله.

 شیرعلي باچا  یو  خنده روېه مینه ناک سپین سپېڅلۍ پښتون سیاسي پوهاند د ادب یو ځلانده ستورۍ د پښتو ژبی شاعر فلیسوف او سوشل سائنټيسټ وؤ .

چي په مردان کښي د سید اکبر شاه په کور کښي د کوټي ښار د لوئي زلزلې په کال 1935ء کښي پیدا سوئي وؤ.

 چي په هم دا وخت کښي خان شهید د فیرنګي سامراج په جیلونو کښي بندي وؤ. باچا جی لومړنۍ زدکړي د خپلي مور په غیږ کښي او تر دریو کلونو پوري د انجونو په سکول کښي او د هغه پس د هلکانو په سکول تر لسم ټولګۍ زدکړي کړي وې. د لسم ټولګۍ پس په مردان ډي سي دوتر کښي کلرک لګېدلۍ وؤ خو ډېر ژر د شپږو کلونو وروسته یې سرکاري نوکرۍ ته استعفا ورکړې وه او د کراچۍ څخه یې ایف اې او بیا بي اې او دهغه پس د وکالت ډګري تر لاسه کړې وه. باچا جی چی کله د وکالت پریکټس شروع کړو نو د کسان کمېټه جوړه سوه او باچا جی ډېر زیات پکښې ایکټيو سو. د باچا جي لومړنۍ تخلص انور وؤ چي بیا باچا سو او ټوله کورنۍ یې د باچا خان خدائي خدمتګاري او سرخ پوش تحریک نه یوازي ملګري وؤ خو په دې لاره کښي ډېر زیات جیلونه کړاونه او سزاګاني تیري کړي وې. باچا جي د عملي سیاست بنسټ په 1963 ء کښي د نیشنل عوامي پارټۍ څخه شروع کړ  خو بیا د ولي خان سره د اختلاف له کبله په نیپ بهاشاني کښي شامل سوئي وؤ خو د اختلاف دا کیسه یې د ښاغلي پروفیسر عبدالغني خان غنو په خپل کتاب پښتون کاروان کښي د باچاجي له خلې ډېر په تفصیل سره لیکلۍ دئ آند تر دې چي باچا جی وائي سیاست ډېر ښه روان وؤ خو چي کله ولي خان سیاست ته راغلو نو په سیاست کښي ګډ وډي راغله. په 1973 ء کښي د پاکستان مزدور کسان پارټي کنونشن وسو چي باچا جي یې مرکزي جنرل سیکرټري وټاکل سو خو دا پارټي ډېره ژر په دریو برخو کښي وویشل سوه پاکستان مزدور   کسان پارټۍ بنګش, پاکستان مزدور کسان پارټۍ میجر اسحاق, او بله پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ چي مشر یې باچا جي وؤ. ضیائي مارشل لاء د باچا جي مکان سیل کړ او  د هغوئي ټولي مځکي یې قبضه کړې او باچا جي هم د مشر محمود خان اڅکزي په څېر تر دریو کالو پوري د فرارۍ ژوند تیر کړ چي په آخره کښي د مومند ایجنسۍ څخه ونیول سو او څلور کاله د پنجابي استعمار په جیل کښي بندیوان سو خو کله چي ضیاء هغه د نئ روشني سکول محمد خان جونیجو وزیر اعظم کړلو نو هغه څه سیاسي قیدیان راخلاص کړو چي باچا هم  راخلاص سو. د جیل څخه د راخلاصیدو مخ کښي جیل ته د پښتونخوا نیپ دوه استازي ملاقات ورغلي وؤ او په خپله پارټي کښي د شمولیت بلنه ورکړې وه خو باچا جي ویلي وؤ چي زه کله د جیل نه خلاص شم بیا به ګورو. د جیل څخه د راخلاصیدو پس باچا جي د افضل بنګش سره پر دې خبره ډېر ټينګار وکړ چي پښتونخوا نیپ سره به ګډ معاذ جوړ کړو خو د بنګش زور د نیپ ولي خوا ته وؤ. 

دلته نو باچا جي د سیاست پوهني او د زړې تجربې په رڼا کښي خپله ځیرکتیا ښکاره کوي چي هغه د خان شهید اودول سمد خان اڅکزي د نیشنلزم یا د نړئ د نوي نیشنلزم مفکوره چي له بولانه تر چتراله په ملک کښي د پښتنو یو ملي وحدت خپله صوبه د هغې نوم پښتونخوا پښتونستان یا افغانیه ایښودل په دې تاریخي وطن کښي مېشت د دې اولسونو د خپلي خاوري پر قدرتي شتمنیو واک او اختیار او د قامونو مورنۍ ژبي د هغوئي د تعلیم روزګار او کاروبار او دربار ژبه جوړول د ملک د قامونو په مینځ کښي د برابرۍ پر بنیاد د یو نوي عمراني معائيدې لیکل وي نو باچا جي د طبقاتي مبارزې پر ځائي د خان شهید دغه سائينسي او منطقي نقطو سره اتفاق کوي او د ګډي طبقاتي مبارزې پر ځائي د خپلي قامي مبارزې سیاست پیل کوي او په دې خبره رسیږي چي په دې ملک کښي پښتون د یو قام په حیث ټول په یوه محکومه او مظلومه طبقه بدل شوې دې. په دې حقله باچا جي په خپل کتاب پښتون مبارزه کښي لیکي!

 

"برطانوي سامراج پښتون ملي وحدت پاره پاره کړ او د هغوئي تاریخي وطن افغانستان یې په بیلابیلو ټکړو کښي تقسیم کړو او دا تقسیم وطن ته یې غیر حقیقي غیر تاریخي نومونه ورکړو له بولانه تر چتراله د پښتونخوا اولس یې د خپل قامي شناخت څخه محروم کړئ او د دې سپیڅلي قام محنت کښه انسانان یې د محرومۍ او شا ته پاتي کېدو د لاري د نورو قامونو د سرمایه دارانو لپاره پر ارزانه مزدوري مجبور "

 

دا هم هغه د خان شهید لومړنۍ فکر وؤ چي پښتنو ته یې خپله تاریخي جغرافیه په دې نوي راجوړ سوي ملک کښي ور په ګوته کړې وه چي باچاجي د پښتون ملي وحدت او د دې خاوري د ژغورني او ساتني دغه یوازینۍ لاره ځان ته تر خپله مرګه د خپل ملي مشر محمود خان اڅکزي په مشرئ کښي غوره کړه او پر دې ولاړ پاته سو. چي کله باچاجي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري وؤ نو د ګوند د لیک لوست پریس چهاپ او د نشر و اشاعت څانګه ډېره فعاله وه ډېر څه یې تر چاپ لاندي راوړل آن تر دې چي د پښتونخوا ایس او خپله تاریخي کتابچه رڼا پرله پسې چاپ کېدله او د پښتونخوا وطن لوستونکو ته یې د مترقي سوچ روشنفکرۍ قام پالني او ملت ژغورني درس ورکاؤ او د هغوئي پر له پسې له ملکي او بین الا قوامي سیاست سره ولدتیا او روزنه کېدله.

 

باچاجي د محترم مشر محمود خان اڅکزي سره تر خپله مرګه د سیاست ډګر تود وساتو او په ډېره سپېڅلې مینه یې ملګرتیا ورسره وکړه او د دې خبري یو لوئي ثبوت دا دې چي باچا جي په خپل ژوند کښي داسي لیکي!

                      وتړي  واخان  چي  له  بولان    سره 

                      لک  واري  باور  په  کلک  رهبر  کوؤ 

 

                       دلته  اباسین  هلته  پښین    نیسي 

                      یو ښکر سۍ لښکر په قبضه ګر کوؤ

 

او محترم مشر بیا د باچاجي پر مړینه داسي لیکي چي د باچا د قبر پر څلي کنده دي! 

 

                  باچا  ژوند وؤ   باچا زړه وؤ   باچا ځان وؤ 

                  د پښتون  اولس  د  زړونو   ترجمان   وؤ 

 

                  هر  اړخیزه  پوهه  ادب  هنر  یې مل وؤ 

                 په رشتیا چي باچا جي یو لوئي انسان وؤ.

 

باچا جي په 1990ء کښي په کابل کښي راجوړ سوي خان شهید سیمینار کښي ګډون کړئ وؤ, په دې حقله لیکي!

"د آزاد انقلابي دولت افغانستان لخوا یو سیمینار راجوړ کړې شوې وؤ چي د پښتونخوا او سندهه دانشورانو به پکښي ګډون کاوؤ تاریخ خو نونسم د مارچ وؤ خو د دې نه یو څو ورځي وړاندي د هغه ځائي وزیر دفاع شهنواز تڼي د ګلبدین حکمتیار او پاکستاني آئي ایس آئي په سازش د نجیب الله د انقلابي حکومت خلاف خائنانه کودیتا کړې وه چي په څلورویشت ساعته کي دننه دننه ناکام کړې شوه تڼۍ پاکستان ته سره د ملګرو را وتښتېدو. د دې سره زموږ د کابل ته تګ کښي ځنډ راغلو او بیا د کراچۍ څخه د دیلي په لار کابل ته را ورسېدو."

 

پر خان شهید د باچا جي دغه لیکلې شوې مقاله زموږ د پروند نن او سبا د سیاست درکونه وړاندي کوي چي دا له هره اړخه یوه لوېه تاریخي سیاسي ادبي څېړنیزه سائنسي مقاله ده د پښتونخوا د سیاست لوستونکي به د کابل دې سیمینار درې واړه مقالې ارو مرو لوستي چي لاره ورته رڼا سي او خان شهید ورته څرګند سي. 

په خپله دغه مقاله کښي باچا جي لیکي !

"قهرمان خان شهید اودول سمد خان اڅکزئۍ چي د انګرېز او پنجابي استعمارچیانو په جیلونو کښي ورته دېرش کاله سزا اورولې شوې وه د هغه وخت د ټولني د ساخت, نفسیات, ثقافت, سیاست, او د انګريز سامراج او د هغوئي د پیدا کړي سردارۍ خانۍ د نظام ظلم جبر او ناروا قوانینو او د دې پر خلاف د اولس د سیاسي جماعت د مبارزې د مرام او پالیسیو څرګندونه خان شهید کړې ده. خان شهید ته د یو اوچت ملي سالار نه علاوه د یو اوچت پښتون ادیب مقام ورکړلې شو."

 

باچا جي خان شهید دومره مطالعه کړې وؤ چي د هغه په هر اړخیزه ژوندون رسېدلۍ وؤ. لیکي چي !

 

"خان شهید ډېر تیز ذهن لاره یادداشت یې حیرانونکي وؤ او د هغه د ژوند مرام به د کابل د باچا سلامتي وه د هغه پر ژوند د افغانستان د آزادئ جنګ 1919ء ډېر برید وکړ. خان شهید ډېر ضدي او په زوره خبره نه منل, په سیالي خوښ او په ناسیالي ناخوښه پر زړه او ځان غم تېروونکئ په ناز و نعمت پاللۍ میلمه دوسته د مروجه بدو کارو څه ډډه کوونکۍ وؤ. د خدائې پاک کتاب یې دغسي لوست لکه خپله ده ته چي رالېږل سوئ وي."

 

دلته د خان شهید ذکر په دې اړین وؤ چي د باچا جي د ژوند څخه موږ ډېر څه د هغه د لیکنو او چي هغه په ژوند کښي له کومو شیانو متاثره شوې وي نو د هغه خپل ژوند پکښي راته څرګندیږي له هم دې مقالې لوستلو څخه داسي بریښي چي باچا جي د خپل وخت یو باعمل سیاسي مبارز وؤ د دښمن د ​​​​​ټولو چالونو او دسیسو سره ولد وؤ تر ننه پوري چي دښمن د پښتون قام او یا افغان ملت سره کم چالونه کوي د هغوئي ادراک باچا جي هغه وخت کړې وؤ د مذهبي جماعتونو نه واخلې تر تبلیغي جماعت پوري یې د هغوئي د کار څرګندونه کړې وه ورسره یې د منځنۍ پښتونخوا فاټا په حقله د دښمن ارادې پیژندلي او شنډي کړي وي د هغه د توسیع پسندانه عزائم یې بیان کړي او لیکلي وؤ چي دوئي به زموږ نیم آزاد وطن تر خپله ولقه لاندي راولي او د هغه وطن قدرتي وسائل به لوټي چي هم دا رنګه د فاټا د انظمام په وختونو کښي وشوه. د باچا جي ژوند د هر سیاسي وګړي لپاره د مثال ژوند دئ ولي چي هغه د قام د یووالي خپلواکئ او سوکالۍ لپاره خپل ټول ژوند لو لپه کړو باچا جي د پښتونخوا وطن د سیاست د ډګر یو ځلانده ستورۍ دئ چي تل به د تاریخ په پاڼو کښي ژوندئ وي. باچا جي ته د هغه پر تلین د عقیدت سره ګلونه وړاندي کوم او په دې هیله چي د خان شهید د ملي مبارزې د پرمختګ په ډګر کښي موږ ته خدائي پاک د باچا جي غوندي سپېڅلي مشران ډېر راکړي چي د هر رنګه مراعاتو عهدو او د هر  څه بالاتر 

د خپل قام او خاوري خدمت په اخلاص او میړانه وکړي.

- نصیر ننګیال
بېرته شاته