(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکامورا مونږ

[19.Aug.2020 - 16:11]

خپل هېواد یې پرېښودی او زمونږ دجنګ ځپلي ولس لاسنېوي یې کاوه او زمونږ د هېواد ابادولو ته یې ملا تړلې وه. دهېواد،  ولس او ابادۍ دښمنانو په غلچکي برېد کښې  وواژه .

انجينر ډاکتر ناکامورا مونږ ملامت یو!!!

 

  ننګرهار والي ښاغلی شاه محمود میاخیل دسهار نه تر ماښامه  بې له دمې ددې ناوړه پېښې په پلټنه او  لارښوونه بوخت وو. ښاغلی والي صیب  تل د ولایت دچارواکو سره یوځای ډوډۍ خوري. نن یې د ډوډۍ خوړولو په وخت هم دمه ونه کړه او د چارواکو په لارښوونه بوخت وو. پدې تمه چې دننګرهار د ابادۍ اتل او ورسره شهیدان شویو ملګرو قاتلان  راپیدا او ونیول شي .ښاغلي والي صیب هېواد او ولس ته  ژمن سېاستوال دی  

نصیر ستوری

 

د ډاکټر ناکامورا پېژندنه:

ډاکټرTestsu Nakamu  چې يو جاپان الاصله افغان و په ۱۹۴۶ ميلادي کال  د سپتمبر په ۱۵مه  د جاپان په Fukuoka ښار کې زيږېدلی و او په ۱۹۷۳ کال کې د Kyushu طبي پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته یې د جاپان په بېلابېلو روغتونونو کې د طبي ډاکټر په توګه دنده ترسره کړې وه، چې د PMS ( (Peace Japan Medical Serviceموسسې مشر و.

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۹۱ کال کې د هېواد د ختيځې برخې په يوه غریزه سيمه کې درې صحي مراکز جوړ کړل، تر څو د دغې سيمې خلکو ته صحي خدمات وړاندې کړي، چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال دغه سيمې خلک د وچکالۍ سره مخ و او د ناروغيو کچه ورسره څو چنده زیاته شوې وه، نو ډاکټر ناکامورا په دې هڅه کې شو چې د ناروغيو د زياتېدو پر علتونو ځان وپوهوي، نو بالاخره دې نتيجې ته ورسېد چې د اکثرو امراضو اصلي علت د دغې سيمې وچکالي او د اوبو کمښت دی.

ډاکټر ناکامورا دا فکر وکړ چې دغې سيمې لپاره تر ۱۰۰ ډاکټرانو يو د اوبو کانال مهم دی، نو هماغه و چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې  دغه طبي ډاکټر PMS  خیریه موسسې له ادرسه چې په راس کې دی و، د افغانستان په لويديځ خېوې ولسوالۍ کې د اوبو د ستونزې حل په موخه ۱۶۰۰ ژورې څاګانې وکیندلې. له کنړ سیند څخه يې د ۲۵.۵ کیلومتره کانال چې مرواريد کانال په نوم يادېږي جوړ کړ چې  په مټ يې شاوخوا ۱۵۰۰۰ هکټاره شاړې ځمکې بیا آبادې کړې، هغو خلکو ته چې له همدغه ځایونو د اوبو د کمښت له وجې نورو سيمو ته مهاجر شوي و، د بېرته راتګ او د کار زمينه مساعده کړه او خلک بېرته خپلو سيمو ته راوګرځېدل او دغه سيمه پرې اباده شوه.

تر ۲۰۱۶ کاله پورې تقریباً ۸ نور اضافي کانالونه جوړ کړل، چې شا او خوا ۱۶۰۰۰ هکتاره مځکه خړوبوي چې دغه ټول کانالونه له کونړ سيند نه را بېل شوي او د ګمبیري په بېديا کې يې د ۶ لکه شا او خوا خلکو په ژوند کې يې مثبت تغیرات راوستي او په دې سره ډاکټر ناکامورا دا خبره ثابته کړه چې (وسلې او ټانکونه ستونزه نه حل کوي، د کرهنې بیارغونه د افغانستان د بیارغونې اساس دی.)

ښاغلي نکامورا د بېلابېلو فرهنګونو د پېژندنې او په نړیواله کچه د بنسټیزې همکارۍ له امله په ۲۰۱۳ کال کې د (Fukuoka) جایزه ترلاسه کړې وه او په ۲۰۱۹ کال کې د افغان ولسمشر له خوا په افغانستان کې ترسره کړيو خدمتونو له امله  يو مډال او د افغانستان  افتخاري تابعیت ورکړل شوی و.

بدبختانه پر ډاکټر ناکامورا نن سهار په جلال اباد کې بريد وشو، چې د هغه پنځه ملګري پکې ووژل شو او هغه ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. افغانان په دغه پېښه له سخت خپګان سره مخ شو او د بريد پر مهال يې د هغه د روغ صحت لپاره دعاوې غوښتې، خو د ننګرهار د ابادۍ دغه اتل د تل لپاره سترګې پټې کړې.

ليکوال : جاوېد کريمي

.

 

中村おじさん、すみません、涙が止まりません。あなたは私たちにとって神の贈り物でした。あなたとあなたの非常に尊敬されている家族、そして友好国である日本、そして日本全体にとって、私の心は出血しています。

同情とお悔やみの言葉が見つかりません。

あなたは永遠に私たちの心の中にいるでしょう。

- ملامت یو
بېرته شاته