(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسایل اوشلمان

[19.Aug.2020 - 16:07]

په مينه او مننه د ښاغلي امجد علي خادم صاحب هم  نن 20-7-14 د ورځ پاڼهوحدتکښې

د محترم  ساٸل او ښاغلي شلمان درناوے د ډاکټر خالق زيار        

                             وياړ دستوره  

  

د يو ملک په بل ملک سفارت که يو خوا د خپل دولت او ولس د مفاداتو آمين وي نو بل خوا د دواړو ملکونو د ولسونو ترمينځ مينه تړون له زياتولو دپاره د ژوند په بيله بيلې څانګو په وسيله څانګو کښې هلې ځلې کوي په هر سفارت کښې ددې مقصد تر سره کولو دپاره بيلې بيلې څانګې وي د هرې څانګې يو مشر وي ۔ د کلتور استازې چې ورتهکلتور آتاشيواٸي ۔ افغانستان او پاکستان دوه روڼه ګاونډي هيوادونه دي د ستونزو سره ګڼ مشترکات لري چې وده يې د دواړو ملکونه يو بل ته رانيزدې کيدې شي او د مينې ورورولۍ مزې پرې ټينګيدې شي ۔ په ماضي قريب کښې د افغانستان سفارت دوه سفيرانو صاحبانو او دوه کلتور آتاشيانو صاحبانو  ښاغليو جانان موسي زے،ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال ،زردتشت شمس او په تيره تيره ځوان او تکړه ښاغلي حضرت ولي هوتک د ولسونو ترمينځ مينې ،ورورولۍ دپاره عملي ګامونه اخستي دي ۔ ددې ملک د ولس په خصوصيت سره د پښتنو په غم ښادۍ کښې شريک شوي دے په ادبي کلتوري غونډو دستورو ته  ورغلې دے۔  پښتانه هنرمندان يې نازولي دي کوم چې وفات د هغوي په وياړ يې دستورې راجوړې کړي دي ۔ په تيرو دوه کالونو  ښاغلے حضرت ولي هوتک د پښتنو لرو پرتو علاقو ته په خپلو وسيلو ځان رسولې دے ۔ وړمه ورځ ښاغلے هوتک د راقم او ډاکټر ظفراللّه بخشالي او ډاکټر نورالبصر په ملګرتيا کښې د اسلام آباد د پښتو ژبې استاد شاعر محترم رحمت شاه ساٸل صاحب چوپړ ورتير درګۍ ملاکنډ ته ورغې د افغانستان د آستازي په حيث يې هغه ته لونګۍ په سر کړه او ستاينليک واورول او بيا يې محترم استاد شاعر ،اديب ته د سامعينو په چړچکو کښې ډالۍ کړو ۔ ددې مختصرې خو معني خيزې غونډې مشر هم استاد ساٸل وو او مشر ميلمه ښاغلے حضرت ولي هوتک وو ۔ نظامت ډاکټر ظفراللّه بخشالي وکړو غونډه د قرآن پاک د تلاوت نه ډاکټر نورالبصر آمن شروع کړه ۔ ښاغلي مکرم خان سبا د ملاکنډ ډويژن د غونډې د ګډون والو شاعرانو ،اديبانو په استازي توب ګران مشر ميلمه حضرت ولي هوتک او هغه سره راغلي ميلمنو ته هرکلې ووې او د هغه دا هڅه يې وستاٸيله او د محترم رحمت شاه ساٸل د پښتو او پښتنو  فکري ،تخليقي او عملي هڅو رڼا واچوله ۔ډاکټر نورالبصر آمن د محترم ساٸل صاحب په حبسي {قيد} ژوند او شاعرۍ په زړه پورې وينا وکړه پښتون استاد  { فضل زمان شلمان} ووٸيل چې محترم رحمت شاه په يو محنت کشه کورنۍ سترګي پرانسې دي او د محنت په عظمت پاٸيدلے دے او د خپل خداې د ورکړي صلاحيتونو په اساس يې په ټول پښتنو خپل ځان ورمنلې دے ۔ ليکونکي { اقبال حسين افکار} وويل چې په کال 78- 1977 کښې د محترم اجمل خټک صاحب دغيرت چغهاو ورپسې د محترم رحمت شاه ساٸل صاحبد ورير په چم کښې وار د نغمو دےمونږ لوستې وه متاثر کړې يې وو او بيا په 1980 کښې ساٸل صاحب سره  ليدل وشول ساٸل صاحب لکه د بچو زمونږ د کول د ځوانانو فکري او تخليقي روزنه او پالنه کړې ده او مونږ ته يې د ژوند لاره راسمه کړې ده نن چې د ژوند په کوم ډګر ولاړ يم نو په دې کښې چې د چا لاس دے هغه   درې شخصيتونو کښې يو مهم شخصيت محترم رحمت شاه ساٸل صاحب په ګرده پښتونخوا کښې د ساٸل صاحب سره ګرځيدلے يم هم ده لويو لويو سټيجونو ته خيژولې يم او علمي ،ادبي او سياسي شخصيتونو او ملګرو سره معارفي کړې يم ۔محترم ساٸل صاحب د زړه نه ډير صفا دے ډيرو خلقو به ورسره زياتې کړې وي خو دې هر څه په زړه تيرَوي اظهار يې په شعر کښې کوي خو ګيله د چا نه کوي ۔ زه ځان هغه خوش بخته ګڼم چې د ساٸل صاحب د دويمې يا دريمې شعري مجموعې د نظم يو شعر کښې ياد کړې د محترم ساٸل صاحب دغه يو شعر زه ځان دپاره د نړۍ د لوے انعام او ايوارډ نه ډير لوے ايوارډ ګڼم ۔ د محترم ساٸل صاحب  په ژوند او جدوجهد او تخليقي عظمت ادبي صحافتي خدمت ښاغلي امیر زاق امير۔فضل سبحان عابد ۔ محمد عالم عالم۔ محمد طاهر طاهر۔ شاکر بهار ۔رحيم داد۔شير دراز خان ملنګ ،صدام حسين۔ياسر علي، حاجي فرمان، پروفيسر نويد جمال،نوشيروان خوږمن خبرې وکړې او منظموم خراج وړاندې کړو ۔ په دې مهال قراردادونه د غونډې د ګډوالو پاس کول ۔ د افغانستان حکومت دې يو هنتون يا کتابون او يو سړک دې د رحمت شاه ساٸل د نوم سره منسوب کړې افغان ولس مشر له خوا دې استاد رحمت شاه ساٸل ته مډال ورکړې شي او د هغه شعرونو کليات دې چاپ کړې شي د افغانستان په تعليمي ادارو په نصابونو کښې د استاد رحمت شاه ساٸل صاحب کتابونه دې شامل کړې شي ۔ د دستورې مشر ميلمه حضرت ولي هوتک د غونډې ګډوانوالو ته تسله ورکړه چې زه به ستاسو دا پيشنهادونه خپل حکومت ته د خپل وزارت ته رسوم هغه زياته کړه چې غواړو چې د کلتوري هڅو په اساس د ولسونو ترمينځ مينې له وده ورکړو او بداعتمادٸ له  مينځه يوسو ښاغلي هوتک د کوربنو مينې ته مننه وويله ۔ محترم ساٸل صاحب د افغان سفارت په استازي په حيث ښاغلي حضرت ولي هوتک ا ته مننه ووٸيله چې د اسلام آباد نه تردې راغې او ماته يې درنښت راکړو۔ محترم ساٸل صاحب زمونږ مينه او وينه يو ده او يوه به وي ولے چې زمونږ ،ژبه ،کلتور او عقيده يوه ده هغه زياته کړه چې ژبه کلتور د اظهار وي ۔ محترم ساٸل صاحب وويل که د ساٸنس ټيکنالوجۍ او اقتصاد له مينځه ادب لرے کړې نو ژوند به بې مزې شي ۔ ساٸل صاحب ووٸيل د هر پلار آرمان وي چې زما ځوے دې لوے سړے شي خو زه ډير وړوکې وم چې زما پلار وفات شو ۔ او ما بيا د خپلو ترونو کر کرونده او مزدوري شروع کړه سکول رانه پاتې شو خو په دې هم د خوشحاله يم چې د سکول مخ مې څه نه څه  ليدلے دے ۔ په دنيا کښې داسې خلق او قامونه هم شته چې بلکل د سکول مخ يې نه وي ليدلے خو خلق پرې د ايم فل او پي ايچ ډي د ليول تحقيق کوي۔ محترم ساٸل صاحب د خپلو ټولو ملګرو سره ډاکټر ظفراللّه بخشالي ،ډاکټر نورالبصر آمن او ليکونکي اقبال حسين افکار ته مننه ووٸيله۔ د محترم ساٸل صاحب د وينا سره غونډه وپايده د غرمې ډوډۍ او مانځه روستو د غونډې شريک وال د ياد شاعر ډاکټر خالق زيار څلي ته ورغلل هلته د ډاکټر خالق زيار مشر ورور عبدالرازق جان ايډوکيټ د خپلو وروڼو وريرونو نورو عزيزانو سره ميلمنو ته هرکلې ووٸيل او بيا په څلي ښاغلي حضرت ولي هوتک د ګلونو ګيډۍ کيښوې او د ګلونو څادر يې د ګډون سره خور کړو ۔ له دې ورستو ډاکټر نورالبصر آمن د قران پاک تلاوت وکړو د ډاکټر خالق زيار د بخښنې دپاره فاتحه ولوستې وشوه د ډاکټر خالق زيار   په ديره کښې يو مختصره دستوره د وشوه چې محترم عبدالرازق جان ايډوکيټ ميلمنو ته د خپلې کورنۍ له خوا هرکلې ووې د ښاغلي حضرت ولي هوتک ته مننه ووٸيله چې د افغان سفارت اسلام آباد، افغان دولت په استازي توب دلته راغې او د ډاکټر صاحب په قبر يې د ګلونو ګيډۍ کيښوه فاتحه يې ولوسته او مونږ ته يې درناوې راکړو اللّه دې ژوند بريا په برخه کړي ۔ډاکټر خالق زيار زيږيدلے په دې خاوره وو خو تعليمي زدکړې په افغانستان کښې ترسره کړې وے ۔ د هغه د افغانستان سره مينه فطري وه تل د دغې  وطن په درد درديدلے دے د درد د دغه کفيت اظهار د هغه په ليکونو تخليقونو کښې موجود دے ۔ محترم رحمت شاه ساٸل د شاعرانو اديبانو له خوا د ګران ميلمه حضرت ولي هوتک  ته هرکلې ووې او د هغه د عمل يې د دواړو ولسونو ترمينځ د مينې وړ وګڼو ۔ ښاغلي مکرم خان سبا د ډاکټر خالق زيار کتابونه ښاغلي حضرت ولي هوتک او نورو ميلمنو ته ډالۍ کړل۔ د پور تکلفه چاٸيو روستو نور ملګري خواره شول او مونږ د ښاغلي دوست محمد طالب کور هريان کوټ په لور رهي شو ۔ ښاغلے طالب پخپله هم ښه شاعر د يو ځوے ګلزار خان انځورګر او مجسمه ساز دے۔ دويم ځوے کامران خان سندرغاړې دے او آغلې الماس خانم ځوانه شاعره او انځور ګره ده ۔او وړوکې مشال خان د تبلې او رباب هنرمند دے ۔ ښاغلي هوتک دې هنري کورنۍ په استازي توب آغلې الماس خانم ته د ميوند د ملالې انځور ډالۍ کړو د لږ ساعت د ناستې نه روستو د سخاکوټ په لور رهي شو چرته چې د ښاغلي فضل زمان شلمان شخصي د زړو او پخوانو آثارو نندارتون دے ددې په ليدو سړے حيران شي چې دده به دا هر څه په څومره مشکل راجمع کړي وي او څومره مالي لګښت به يې پرې شوې وي۔ خو جزبه او شوق په بنده څه نه کوي خو د ښاغلي فضل زمان شلمان داڅهد ځان دپاره نه د قام دپاره دي ډيرې لږو پښتنو ته به معلومه وي چې پښتو کښې د جديد تعليم او سکلونو بسنټګر د حاجي صاحب د ترنګزو،باچاخان او عبدالاکبر خان ،اسير مالټا مولانا محمودالحسن او مولانا عبيداللّه سندهي نيزدې ملګري مولوي فضل محمود مخفي په ژوند جدوجهد او تعليمي ړومبې مفصل تحقيقي کتاب ښاغلي فضل زمان شلمان ليکلې دے نو ځکه ورته هوتک صاحب راغې او ستاين ليک او د آمن د پيغام يې ورته ډالۍ کړو او ښاغلي فضل زمان شلمان ښاغلي هوتک ته د محترم ساٸل صاحب په لاس چترالې پکول او د سوات جوړ څادر ډالې کړو د ښاغلي شلمان د دواړو ځامنو سره پروفيسر نويدجمال عکس بندٸ ښه په مينه کوله ددغلته نه د بخشالي په لور رهي شو۔ د محترم حضرت ولی ھوتک د بخشالی په لور رهي شو۔ ړومبې د ډاکټر ظفراللہ بخشالی د پلار محترم خدائ بخښلي مولاناغنی الله په څلي دګلونو څادر خور کړو او فاتحه ولوستې شوه ۔ روستو د باچاامام عمومی کتابتون کښې هم د هغه  په درناوي کښې  يو ادبي مختصر دستوره او مشاعره وشوه چې نظامت يې ډاکټر ظفراللّه بخشالي وکړو ۔ پہ دې  موقع اقبال حسین افکار ،کرم ستار یعقوبي ډاکټر ظفربخشالی ډاکټر نورالبصر آمن ،خادم يوسفزي، فهيم شاه ظفر،بهټو انقلابي  او نورو شاعرانو برخه واخسته دروند میلمه ته يې ھرکلې ووې  او د دواړو ملکونو د شاعرانو ،اديبانو  د جوختو  رابطو په ضرورت يې زور ورکړه ۔ ښاغلي ھوتک په خپل تقریر کښې  د شاعران ته مننه ووٸيله د ادبي کلتوري هلو ځلو په لړ کښې يې د خپلې مرستې ملاتړ يقين ورکړو ۔ د دغلته نه د شپې په لس بجې د ډيرو ښه خاطرو سره اسلام آباد ته راورسيدو ۔

په درناوي : اقبال حسين افکار

- درناوی
بېرته شاته