(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښکلا شاعر

[18.Aug.2020 - 16:03]

د مينې او ښکلا شاعر استاد فضل ولي ناګار/ لیک : امان الله نصرت

ما حمزه ته یثربي باده خاونده

 په ښاغلی پيمانه کی د افغان را

د پښتو ژبې د شعر او ادب د رنګين اسمان له ځلانده ستورو څخه يو هم استاد فضل ولي ناګار دی چې پښتو ژبې او ادب ته ېې خدمتونه، کار اوزيار د هيچا له سترګو پټ نه دی۰

ناګار صاحب د اوسنيو شاعرانو په کتار او ليکه کې ارزښتمن او ځانګړی ځای لري او د لوړ ادبي او هنري شخصيت خاوند دی۰

ناګار صاحب تل د خپل ولس په دردونو دردېدلی، د وطن په ناخوالو ېې اوښکې توېې کړي او د خپلې خاورې او هېوادوالو په بدو ورځو ژړېدلی دی۰

د ناګار په شاعرۍ کې مونږ ټول هغه ادبي رنګونه او هنري ښکلاوې ليدلی شو چې د يوه کره او معياري شعر غوښتنې او بنسټيز توکي وي او ښه شعر ورته ويلای شو۰

ناګار د ولس  ترجمان اونباض دی، د خپل چاپېريال عکاس او څارګر دی او د خپلې ټولنې رښتينی مصور او انځورګر دی نو ځکه ېې په خپله شاعرۍ کې له هر څه نه زيات د خپل قام او ولس دردونو ته ځای ورکړی او د خپلو خلکو او خاورې د حالاتو، پېښو او ويرجنو شپو ورځو ويرجن  او غمونکی تصوير ېې  مونږ ته کښلی او ترسيم کړی دی۰

ښاغلی ناګار تل د خپل ولس له غږ او ساندو سره خپل غږ شريک کړی، د خپل قام د اتلولۍ، سرښندنو، وياړونو او برياوو ترانې ېې ويلي او ځوان کول ته ېې ملي شعور، ايماني جذبه او افغاني لوړ فکر او نظر ورکړی ترڅو د هغوی روحيه لاپسې پياوړې او پر خپلو ځانونو باوري شي۰

ناګار صاحب د حق او باطل په اخ و ډب کې تل د حق او رښتياوو خوا نيولې او د انصاف او عدالت غږ ېې پورته کړی، نوموړی ښه ښکاره د مظلوم تر خوا ودرېدلی  او په نره ېې د هر ډول ظلمونو، بې عدالتيو او وحشتونو کلکه غندنه او مخالفت کړی او تور ته ېې تور او سپين ته ېې سپين ویلي دي۰

ناګار صاحب هېڅکله د نورو په خوښه او د نورو لپاره شاعري نه ده کړې او نه ېې د واکدارانو د بې ځايه مدحو، ستاينو او غوړه مالۍ لار خپله کړې ده او د رحمان بابا په خبره چې ويلي ېې دي:

د ريا خرقه خدای مکړه ورپه غاړه

رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی

ناګار هم هر څه په خپل زړه او خپله خوښه ویلي او خپل فن ېې د ريا، ځان ښودنې او چاپلوسيو ښکار کړی نه دی ۰

محترم ناګار د تصوف او عرفان په ميدان کې هم په زړه پورې شاعري کړې،  د شعر دا برخه ېې ښه پیاوړې او توده ساتلې ده او ځای ځای ېې په شعرونو کې د تصوف او عرفان رڼا تر سترګو کېږي۰

ناګار د ولس په درد دردمن شاعر دی او په زړه کې ېې د خپل ولس او خاورې د مينې او ګرانښت جذبې په څپو او غورځنګونو دي، د هغه په هره وينا کې د هېوادپالنې او افغان دوستۍ لوړ احساس لکه د سپرلي د وږمو راخور دی او د وخت په لوړو ژورو او سړو او تودو کې سا اخلي۰

ناګار يو متعهد او هدفمند شاعر دی او د هغه شاعرانو په څير نه دی چې خپله هم بې لارې وي او لوستونکي هم بې لارې کوي او د بديو،  هوسونو او شیطاني کړنو پر لور ېې بيايي۰

ناګار تل د ولس ستونزې او رنځونه تشخيص کړي او د هغو د دوا او علاج لارې ېې ښودلي او پر ګوته کړي دي۰

 

چې دعوا د اسلامیت کوي افسوس دی

دا زما د ملیونونو خون په چــــــــا شو

تقدس د انقلاب یې پرې پیکه کــــــــــړ

ناصفا چې ګډ کاروان کې د صفــا شو

ناګار

 

د ښاغلي ناګار شاعري د خپل قام  او وطن له پاکې او سرشارې مينې راټوکېدلې او په هرډول ستونزمنو او ترينګلو حالاتو کې خپلې سپېڅلې عقېدې، ملي ګټو او دیني شعايرو ته ژمن پاتې شوی دی، د ژوند کړاوونو او د وخت ناخوالو ېې په ايمان او باور کې هيڅ دول کمی او سوړوالی نه دی راوستی او هغه د رحمان بابا په وينا چې وايي:

لکه ونه مستقيم پر خپل مقام يم

که خزان راباندې راشي که بهار

په خپل فکر او نظر ولاړ او ټينګ پاتی شوی دی۰

د ناګار شاعري له رنګونو او خوندونو ډکه خوږه او پخه شاعري ده او لوستونکي ېې هيڅکله په لوستلو د ستړيا احساس نه کوي۰ د نوموړي په شاعرۍ کې بېلابېلو مطالبو ته ځای ورکړ شوی او هر څوک پکې د خپلې خوښې او ذوق برابر په زړه پورې مفاهيم او موضوعات موندلای او ترلاسه کولای شي۰

د ناګار وينا د فن او مقصد دواړو له پلوه پياوړي او په تول پوره ده او د موسقيت او شعريت ښه او د پام وړ خيال پکې ساتل شوی دی۰

ناګار  د خپل لوړ استعداد او ژور شاعرانه فکر او تخيل په برکت پښتو شعر ته بې سارې ښکلا او رنګينې وربښلې او د پښتو غزل د پلار  حمزه بابا د فکري او ادبي مکتب د  يوه هڅاند او تپاند لاروي په توګه ېې پښتو غزل ته پښتانه او عرفاني رنګونه ورکړي دي۰

که د ښاغلي ناګار شاعرۍ ته ژور نظر وکړو او په پوره غور ېې ولولو نو د شاعرانه جمال او کمال ټولې هغه نښې او ښکلاوې پکې موندلای شو چې د ښه او کره شعر ځانګړنې دي او حساب پرې کېدای شي۰

د ناګار د شعر هنري وږمو د لرې او برې پښتونخوا ټولو دېرو، حجرو، تپو او سردرو ته نيغ په نيغه غزونې کړي او په هره سيمه کې ښه ډير مينه وال او خوښونکي لري۰ راځئ چې په ګډ‌ه د ناګار صاحب ( وړوکی حمزه) سندريزو نغمو ته غوږ شو او په لوستلو او اورېدلو ېې خپله ادبي تنده ماته کړو۰

شاعري پر هر شاعر د رب پېرزو ده

شاعران ټول شاګردان دي د رحمان

په شاعرانه مينه

 

۱۸/۴/۲۰۱۹

پېښور

افغان کولتوري ټولنه

- امان الله نصرت
بېرته شاته