(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښننې ښځېنه شاعرانې

[18.Aug.2020 - 15:50]

د پښتنو ښځينه ٶ په شاعرۍ کښې ساينسي رجحانات او شعور٠

ليک: قاضي ډاکتر حنيف الله حنيف

د ساينسي تحقيق مطابق هوا غېر موصله ده او آسماني بجلي"تندر" په لکهونو وولټ مشتمله وي او د هوا مزاحمت په دې اثر نهء کوي او زمکې باندې د چارج مخالف بار پېدا کوي نو په دې وجه دا د زمکې طرف ته په مختصره لار حرکت کوي، ،ځکه د ونو د نمۍ په وجه اسماني بجلۍ ته مختصره لار ملا وېږي او د زمکې تهه ته رسي٠زمونږ مشاهده ده چې په غرونو د نختر او ديار وغېره ګنړې ونې موجودې وي او ډېرې پکښې تندرونو وهلې وي ځکه چې د ونو نمي او لوندوالے تندر ته مختصره لار فراهم کوي لکه څنګه چې د مقناطيس ساٶتھ پول او نارتھ پول يوبل سره انخلي او ملاويږي دغه اصول دي او دغه قدرتي قانون دے دا بدليږي نه

د ډاکټر سلمى شاهين په دې شعر کښې ددې

 ساينسي شعور په واضحه او ښکلې توګه اظهار شوے دے،

راځي د جالو په سر اوپړقېږي اوغورزيږي

د تندرونو اندازې بدلې شوې نهء دي

دلته داخبره قابل ذکر ده چې جالې اکثر په ونو کښې وي٠

دې نه علاوه چونکه هوا د مختلفو ګېسونو او ذراتو مجموعه ده،مثلا آکسيجن، نايټروجن او کاربن ډاٸ اکسايډ وغېره ذرات  مختلف ذراتو اوګېسونو باندې مختلف قسم برقي چارج کېږي په څهء مثبت او په څهء منفي،

دا ذرات چې کله د هوا په وجه يوبل سره جنګېږي نو دې نه يو برقي رو خارجېږي او دې نه رڼا او اواز پېدا کېږي او لکه چې مخکښې اووېلے شول هوا په عامه توګه غېر مو صله ده خو کله دې نه په لکهونو وولټېج آسماني بجلي پېدا کېږي چې د هوا مزاحمت سره بره نه لاندې طرف ته راځي د زمکې دا خاصيت دے چې د هر چارج بدله کښې مخالف چارج پېدا کوي دې دپاره دا چارج يعني تندر نيغ زمکې ته راځي او ددې په وجه برقي آلاتو او انسانانو او جاندارو ته نقصان رسي

د حسينه ګل تنها په دې لاندې شعرونو کښې دا اظهار ډېر په دردناکه توګه شو ےدے چې د پښتو محاوره هم پکښې ده

د مينې خوا کښې د ګلونو په ډولۍ پرېوتو

الله دې خېر کړي چرته تندر په ځوانۍ پرېوتو

د سيما کا کا خېل په دې شعر کښې هم بره بيان شوي د تندر ټول وجوهات او اسباب په جامع توګه او ژورو معنو کښې په ښکلې اسعاراتې انداز کښې بيان شوي دي

تهء او زهء او ګړز د تندرونو دے

څهء رنګه مستي نن په آسمان کښې ده

دا هم مشهور ساينسي معلومات دي چې د سپوږمۍ خپله رڼا نشته دا د نمر په رڼا روښانه وي په دې وجه چې د زمکې د محوري ګردش په سبب د سپوږمۍ کومه حصه د نمر مخې ته راځي هغه حصه روښانه وي او کومه حصه چې د نمر رڼا نه محرومه وې هلته تيارهء وي او مونږ ته په نظر نهء راځي

په دې وجه د زمکې نه دمشاهدې اعتبار سره سپوږمۍ  غټېږي او وړه کيږي ددې مختلف منزلونو نه پس د مياشت په آخره کښې دا په پوره توګه نرۍ او باريکه شي او بيا مونږ ته د نوې مياشت په شکل کښې ښکاره شي٠

د رمضان اختتام نه پس چې کومه د نوې مياشت په توګه راښکاره شي هغې ته په عامه توګه او خاصکر پښتنو کښې د اختر مياشت وٸېلے شي 

د سيما کاکا خېل دا شعر ډېر ښکلے او د لوستو قابل دے چې پکښې د سپوږمۍ د غټېدو پوره کېدو او وړه کېدو باريک کېدو ټولو منزلونو پوره ساينسي اظهار دے

لاړمه رڼا د څوارلسمې شوم

بيا به په اختر راښکاره کېږمه

لکه چې وړاندې تفصيلي ذکر اوشو چې د سپوږمۍ خپله رڼا نشته دا د نمر په رڼا روښانه وي

دا ساينسي شعور د ناهيد سحر په شعر کښې ډېر په اثرناکه او نصېحت آموزه طريقه شوے دے

دبل ورکړه باندې نهء ده پوره شوې

ګني نمر رڼا تل اچوي قمر کښې

د مخکښې صدۍ آغازه پورې ساينسدانانو دا کڼل چې نمر سپوږمۍ ستوري اسمان وغېره هرڅه ساکن دي خو اوس ساينس دا دريافت کړي دي چې کاينات خوريږي او دا يو متحرک نظام دے، نمر سپوږمۍ ستوري سيارې ټول اجسام او اجرام فلکي په خپلو خپلو لارو روان دي په ګردش کښې دي، لکه څنګه چې قرآن حکيم کښې هم مختلفو آيتونو کښې وضاحت دے کل" فى فلک اليسبخون

دا د قرآن او ساينس حقيقت د ناهيد سحر د يو نظم په يو بند کښې په زړهء راښکونکې شاعرانه پېرايه کښې ډېر په جامع ډول بيان شوے دے

په دې ښکلې آبادۍ کښې

د آسمان دې زندګۍ کښې

په يو ستوري مې نظر شو

رانه هېر زما پرهر شو

څنګه يک تنها روان دے

لکه ورک چې له کاروان دے

چې منزل يې بې نشان دے

خو منزل کوي روان دے

بيا واٸ

چې مې دې منظر ته پام شو

 نو په په زړهء مې دا الهام شو

نهء يم زهء تنها روانه

خپل تقدير نه پرېشانه

دا خو هر ځاے يو منظر دے

د ژوندون روان سفر دے

په آسمان که دا قيصه ده

هم د زمکې يو حصه ده

دغه ستورے چې روان دے

د هر ستړي ژوند داستان دے

د ناهيد سحر په برني شعرونو کښې  د ډېر لويې ساينسي شعور او پوهې اظهار دے پکښې د آسمان،نمر،سپوږمۍ ټولو اجسامو او اجرام فلکي او ان تردې چې د زمکې د  ګردش ذکر هم په شاعرانه توګه شوے دے

په دې بل شعر کښې يې هم د سپوږمۍ د ګردش ساينسي اظهار د مينې د جذبې او احساس د خوږو سره اوګورٸ

چې زهء سپوږمۍ وے

په آسمان کښې ځلېدلے

دا د مينې پلوشې مې

په جهان کښې خورولے

ستا د کور بلۍ له رو رو

په ګردش کښې زهء راتللے

دا يو څرګند حقيقت دے چې ساينس او ساينسي آلات په کايناتو کښي او په زمکه د مادي اشياٶ او څيزونو باره کښې معلوماتو حاصلولو کښې تر څهء حده کامياب شوي دي خو د حسي او لطيفو اشياٶ معلوماتو کښې لا تراوسه ساينس او ساينسي آلات کار آمد نهء ښکاري

سيما کاکاخېل خپلو لانديني شعرونو کښي د ساينسدانانو توجه د لطيفو او حسي څيزونو طرف ته په ډېر ارماني انداز کښې راګرځول غواړي ، چې د هغې د ذهني ساينسي رجحاناتو آينه دار دي

واٸ

ساينس ايجاد کړل څهء بلها څيزونه

خفه زړګے به مې کړي ښاد او که نا

د زړهء د درد احساس چې هم رېکارډ کړي

داسې آله به کړي ايجاد او که نا

ذا ساينسي دور دے د ساينس او جديد ټيکنالوجي په برکت څهء قامونه د امامت په منصب ناست دي،

او مسلمانان او خاصکر پښتانهء لا د پستۍ په خټو کښې بوخت پراتهء او د غفلت په خوب اودهء دي،د خپلې دايرې نه لا نهء دي وتي او د ژوند په بېلا بيلو اړخونو کښي يې ذهني او عملي پستي د ډېر افسوس قابله ده

 ناهيد نازو افغان د جهان ترقي ته اشاره کړې او په دې ترقي يافته دور کښې د پښتنو دا افسوس ناک حالت په خپلو شعرونو کښې په اثرناکه توګه غندلے دے او ژور طنز يې پرې کړے دے

چې د هغې د ساينسي رجحان او د پښتون قام دترقۍ او غمخوارۍ د احساساساتو عکاس دي

دا شعرونه يې د لوستو دي

خلک آسمانه پورې او ختل جهان جوړوي

پښتون زلمي هره لحظه لا د جنګ پلان جوړوې

خلک سپوږمۍ کښې د ژوندون او د سکون په لټون

هلته د ژوند د خورېدو د سباٶن په لټون

واي په زمکه ژوندون نهء کېږي ارمان جوړوي

خلک آسمانه پورې اوختل جهان جوړوې

لږ فکر اوکړۍ د ايټم او کمپيوټر دور دے

زمکه لا څهء کړې په آسمان د تصور دور دے

خلک آسمانه پورې اوختل جهان جوړوي

پښتون زلمي هره لحظه لا د جنګ پلان جوړوي

دسيما کاکا خېل دې شعرونو کښي هم د دنيا د ساينسي ترقۍ او د پښتنو د پستۍ په حال افسوس شوے دے

زمونږه هر سړک يې دے بند کړے په مورچلو

په خپله تر آسمان لاړه دڼيا په سړکونو

دا هم ساينسي حقيقت دے چي د اور او شعلې تعلق د هوا او آکسيجن سره دے،حالانکه دې کښې نور عوامل هم شامل دي خو بنيادي طور د آکسيجن او هوا پکښې اهم کردار دے

که په اور او شعله څلورو طرفو نه هوا بنده کړے شي نو اور او شعله به مړهء شي،

ددې برعکس اور او شعله د هوا نا مناسبه قوت او دباٶ په وجه هم مړهء کېږي يعني که تېزه او نا مناسبه هوا ورته اورسي نو اور او شعله مړهء شي

د حسينه ګل تنها په دې شعرونو کښي هم ددې ساينسي شعور اظهار په زړهء راښکونکي استعاراتي توګه شوے دے چې پکښې د پښتنو د تکليف ده او ناخوښه حالت ارماني احساس ښکاره دے

تېزه هوا ده په تاقچه کښې چراغونه نشته

په وينو سره ده اوس په دې زمکه ګلونه نشته

ستا محبت مې پېښور ستا موسېدهء مې کابل

ډيوه راواخله د چا داسې وطنونه نشته

- حنېف
بېرته شاته