(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګمنام خلک

[15.Aug.2020 - 15:17]

د پښتونستان د تصور ګمنام خلق:

ليک: ميا وکيل شاه فقير خېل

ډاکټر اورنګ شاه فقير خيل د رحيم شاه فقير خيل کره د صوابۍ په مانکئ کلي کې په 1890ع کې زيږدلي وو چې شجر نسب یې دا رنګه ده :

اورنګ شاه بن رحيم شاه بن ثمر دين بن قمر دين بن شهيدالدين بن شيخ افريد ګل بن محمد صديق بن جميل خان ( فقير بابا ) بن شهباز خان بن يحي خان بن اکوړ خان بن درويش محمد.

ډاکټر اورنګ شاه د پلار د وفات نه پس د هغه قابلي مور تربيت وکړو , لسم جمات یې په 1905ع کې د پېښور په سکول کې په اوچتو نمبرو سره پاس کړو. پیرنګي ډپټي کمیشنر هغه ته هغه وخت د تحصيلدارۍ پیشکش اوکړو خو ده هغه په فکر او خيال کې د پښتون قام او ژبي د پرمختګ او سوکالۍ د پاره غورځنګ وو هغه دغه پیشکش نه انکار اوکړو او پوه شو چې وس مې پیرنګي نور نه پرېږدي، لاړو جرمني ته د هغه ځاي نه بيا کيليفورنيا ته لاړو او هلته یې د په 1916ع کې د انجمن خېر خوا خان افغان په نوم انجمن جوړ کرو او په 1928ع کې یې د ازاد پښتونستان انجمن امريکه په نوم کيليفورنيا رياست سيکرامنتو کې بنياد کېښود چې دی یې رئيس شو او دغه شان د پښتونستان د تصور خالق وګرځيدو

ډاکټر اورنګ شاه به د پښتونستان ورځ په امريکه کې هر کال لما‌نځله. کله چې ډاکټر اورنګ خبر شو چې په پښتونخوا کې باچا خان د پښتنو د بيدارۍ او د پیرنګي خلاف یې بيرغ اوچت کړي دی نو بيا به ده د باچا خان د تحريک سره مالي امداد کولو

ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کي يو لوي سايکاټست ډاکټر وو خپل هسپتال یې جور کړي وو د ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کې د مايکل اورنګ سره واده شوي وو او د دري

زامن یې وو نومونه یې دا رنګه وو

سردار شاه، پښتون شاه، نعيم شاه او لور يې عائشه اورنګ

ډاکټر اورنګ د پیرنګي په سازش هغه وخت شهيد کړي شو کله چي هغه په هسپتال کې د مريضانو د کتلو د پاره ګرځيدو نو يو انګريز لواټو نومي هغه وخت په چاړه ووهلو او شهيد یې کرو او د هغه د وصيت مطابق افغانستان ته یې مړی راوړي شو او په شاهي مقبره کې دفن کړي شو په هغه ورځ په ټول افغانستان کې بيرغ ښکته و او چوټي وه

دوې په 26ـ اګست 1966ع کې شهيد کړي شو, په جنازه کې یې سردار داود خان، سردار هاشم خان، باچا خان، ايوب خان اچکزي او نورو ګڼو خلکو شرکت کړی و.

 
- وکیل شاه فقیر خیل
بېرته شاته