(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځمکني خداېان

[14.Aug.2020 - 14:07]

{{{  زمکيني خدايان }}}

ليک : عبدالحميد زاهد 

د انګريز راج د ړومبو ورځو واقعه ده غير ملکيانو ته  ايغ نيغ مقامي اولس راټيټوله ګران وو۔ دا ساده ،باده خلق وو۔ د خپلو مقامي بادارانو زور ظلم يې  پرله پسې زغملې شو ۔ خو غير ملکيانو ته لاس په نامه نه اودريدل يې نه خوښول ۔مقامي بادارانو زميندارانو به د خلقو دې جزباتي او ګرم مزاجٸ نه کار اخستو۔ انګريزان  به يې تير باسل او د انګريزانو د حکومت نه به يې رعايتونه د خپلو بچو دپاره وظيفې اخستلې۔ قسمونه به يې ورته خوړل چې مونږ د انګريزي راج خلاف سازشونو راز باز سره هيڅ غرض نه لرو۔

د انګريزانو نظر د کراماتو ،قصو افسانو کښې نغښتې بابا جي په قبر پريوتو نو احساس ورته وشو چې د مزار مقناطيسي کشش ټوله علاقه خپل موټې کښې راګيرولې شو۔

انګريز بادار به هميشه د خپلو وفادارو ملګرو په لټون کښې وو۔هغه به چې د ښکته نه يو سړے وچت کړو عزت او مقام به يې ور وبخښلو نو هغه به يې ټول عمر احسان مند شو۔

پيرنګيانو د باباجي وروڼو سره خبرې اترې وکړلې هرشے بد شو د خاورو د ډيرۍ په ځاې د سنګ مرمرو ښاٸسته قبر جوړ شو۔ دا پاسه پرې ګنبد جوړ کړې شو۔ د ټاٸلز ښاٸسته ديوالونه نقش و نګار او د لرې لرې نه خلقو را ماتولو د ګنبد د چت سره دنګې دنګې شينې زرينې منارې ودرولې شوې۔ ګوټ کښې ورسره يو جمات آباد کړې شو ۔ لنګر پرانستې شو۔ چرته چې به د نادارو ،فقيرانو،سوالګرو او مسافرو د خوراک دپاره لوے لوے ديګونه پخيدل۔ د افتتاح شپه وه ۔ د چا په سر چې د سجاده نشينٸ دستار تړلے شو۔ هغه د باباجي د هغه ورور ځوے ؤ چې د باباجي د برخې په زمکه يې قبضه کړې وه ۔ او له کوره يې ايستې ؤ۔ د ملک د ګوټ ګوټ نه معتبرينو ته بلنه ورکړې شوې وه ۔ چې د ځلمي دستار بندۍ دستوره کښې د شامليدو سعادت حاصل کړي۔ چا چې ږيره ښه لويه کړې وه ۔ زلفې يې هم اوږدې کړې وے ۔ دننه يو صندوق کښې د باباجي پګړۍ پراته وه۔ هغه پګړۍ ورته په سر کړې شوه ۔ دغسې د مخ په ترقۍ کاروبار مرکز  قاٸم شو۔

انګريز حاکم اولوالامر شو۔ اوس خلق دده تابعدار شو ۔ بله دا چې د پير د مرګ نه پس سجاده نشين زيات باصلاحيته وختو ۔ ځکه چې په ډير محنت ورته ددې پيشې اداب ور زده کړې شوي وو۔ انګريز حاکمانو ته کنجي په لاس ورغله او د خلقو د زړونو راز ته رسيدلې شو ۔ اوس که به چا سر وچتولو نو زر به قلم کړې شو د بابا نوم د يو کنجري په شان استعماليدو۔ د دلالانو د لس کم سلو کالو په برطانوي لاٸسنس خرڅولو او خلقو به د اللّه محبوب ګڼلو   خداې د مزار سره ؤ نو مزار سره چا جنګ کولې شو۔ انګريز خو لاړو خو مونږ د هغه تخليق کړي جهنم کښې  تر وسه پراته يو هغه جهنم اوس د هغوي د څه کار نه دے۔ د دغې  درندګانو ګدي نشينانو د کردار نه تهمينه دراني په ښکلي انداز کښې پرده پورته کړې ده۔ د تهمينه دراني انګريزۍ ناول Blas Phemy اردو ترجمه ده۔ دا ناول د تهمينه دراني دريم کاؤش دے ۔ چې د سماج تک تور مخونه په ډاګه کوي۔ ددې نه وړاندې My F.  lard ”مينډها ساٸيںاوعبدالستار ايدهي د ژوند قيصه د هغه په ژبهزيات شهرت حاصل کړې وو۔ د مهذب تشکيل سره سره د نيکۍ ،بدۍ ترمينځه کشمکش نوم ؤ۔ معاشره کښې هميشه داسې قوتونه را مينځ ته کيږي چې د الهامي کتابونو په ستاٸينه خود ساخته مذهبونو ساده باده معصوم خلق تير باسي او لوټي۔ نن داسې حال دے چې د هرې علاقې مسلمان   په انتشار ،کنفيوژن او بد نظمۍ کښې د نظم و ضبط په لټون کښې سرګردانه دے ۔کفرد يو ښځې ريښتوني قيصه ده ۔ چې د کردارونو نومونه او ځايونه د تحفظ دپاره بدل کړې شوي دي دا کتاب نه خو د دين اسلام ترجمان دے او نه تشريح دا په اصل کښې د يو مسلمانې ښځې د هغه جدوجهد قصه ده چې مسلم معاشره کښې قدم په قدم د موجوده هرې بدبختۍ خلاف دے ۔ چې د دين اسلام برخه ګرځولې شوې ده۔ په حقيقت کښې د آفسانې رنګ ورګډ کړې شوې دے چې د مذهب په نوم خوريدونکي خونړي درندګان بې نقابه کړې شي۔ او ددې بوږنونکې المې ښکار شوي مظلوم او کمزوري کردارونو د اصل شناخت پرده پوشي وکړې شي ۔ دا طاقت ور درندګان د رياست مقابله کښې يو رياست دے ۔ بلکه د رياست نه هم زيات طاقتور دي۔ که رياست تاسو سره ظلم وکړي نو تاسو د سټيټ خلاف عدالت ته تلے شٸ خو د پير ساٸيں خلاف تاسو چرته هم نشٸ تلے ۔ لکه څنګه چې د هقانان او بې علمه زيارکشان واٸي۔ که اللّه تعالي ناراضه شي نو هغه مونږ رضا کولے شو خو پير مرشد چې ناراضه شو نو پخلا کول يې ډير ګران دي ۔ مونږ پوره پوره کوشش کوو چې پير ناراضه نه شي ۔ ددې دپاره که زمونږ ځان هم قربان شي پروا نشته مونږ د انګريزانو تخليق شوو بادارانو غلامان يو اول زمونږ حکمرانان انګريزان وو۔ اوس د انګريزانو ايجنټان زمونږ باداران دي۔ انګريزانو چې د عوامو د شکنجه کولو دپاره کوم قانون جوړ کړے ؤ۔ هغه نن هم هغسې جاري دے ۔ د مثال په توګه دغه انګريزان دقبر پرستٸخالقان وو۔ د هغوي نه پس سجاده نشينانو دې ګمراهۍ ته نور دوام ورکړو د زيات شمير اولياء اللّه مقبرو ته سرکاري سرپرستي حاصله ده۔ د اوقافو محکمه ددې مقبرو نه هره ورځ په لکونو روپۍ آمدن ترلاسه کوي۔ هر کله چې دې ناوړي کاروبار ته سرکاري اجازت نامه ورکړې شوه نو بيا څوک څنګه ددې ناوړي کاروبار مخنيوے وکړې شي ؟

لوستونکو ته دې ياد وي څو کاله مخکښې د بهاء الدين زکريا په مزار بهشتي دروازه کښې هله ګوله شوے وه۔ زيات شمير خلق ورکښې مړه او ژوبل شوي وو ۔ ځکه چې سجاده نشين او اوقافو محکمې ترمينځه د پيسو جګړه وه ۔ مکه معظمه او مدينه منوره کښې کښې خانقاء نشته حالانکې په جنت البقيح کښې څومره عظيمې هستۍ مدفون دي ۔ خو چرته چې د انګريزانو کالونۍ وے هلته دغه نظام قاٸم شوې دے۔

نن سجاده نشينانو ته برغ طاقت او واکمني حاصله ده ۔ د سرکار او درګاه دواړو بادشاهي زيات شمير سجاده نشينان په هر حکومت کښې وزيران او مشيران وي۔ دغه وجه ده چې بې وزله کاشتکاران د درګاه بادارانخداٸي مخلوقګڼي چې د پيغمبرانو اولاد دي۔ او څوک هم د پير ،سجاده نشين په واک اختيار اعتراض نشي کولے۔ د لنګر دال چپاتي پينډه ،بنډار د بې شميره غريبانو د خانقاء سره د وفادارۍ ضامن وي خلق خالي لاسونه د غوايانو ګاډي ،خرګاډو کښې يا پياده سفر کوي په هفتو هفتو او مياشتو زيارتونو له ځي ۔ د چا چې قسمت ښه وي د پير ساٸيں ديدار وکړې شي ۔ ډلې ډلې خلق د پير ساٸيں په پښو پريوځي د خانقاء د سپو په شان يې ژبې راايستې وي۔ او تر هغې پورې ورله ښپې څټي تر څو چې ورله چا خليفه لته نه وي ورکړې  ” کفرددغې مذهبي  درندګانو او خونړي ليوانو په مخ يو زبردسته څپيړه ده۔ 

يادګيرنه: د ښاغلي عبدالحميد زاهد دا ليکنه د ښاغلي بشر نويد په ادارت کښې وتونکې مجلهليکوالد اګست کال  2020 ګڼه کښې چاپ دے ۔ مونږ د ليکوال په مننه تاسو سره شريک کوو ۔

- حمید
بېرته شاته