(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زلمی د ملاکنډ

[14.Aug.2020 - 14:03]

زلمے دملاکنډ

نوشیروان عادل او ددہ فن 

ژونددحرکت اودیو مسلسل عمل نوم دے ۔څنګه چې دژوند دغه کاروان مخ په وړاندې روان دے دغسې ورسرہ ادب ھم خپل ګام اوچتوي۔ پښتو ادب ھم دژوند ددغې تګ سرہ قدم په قدم اوږہ جنګولې دہ -

ادب یو تخلیقي عمل دے چې جاري دے ۔ادب دژوند یوہ اھمه شعبه دہ نو چې څو ژوند وي نو ادب به ھم وي ۔ادب دوخت سرہ سرہ دحال بدلون دراتلونکي سبا دپارہ محفوظ او خوندي کوي۔

تخلیق او بیا ادبي تخلیق څه داسې عمل نه دے چې ګنې اوتې بوتې وي بلکې ادب یو باشعورہ انسان دڅه مقصد دپارہ تخلیق کوي چې افادیت ې په وجود کښې رانغښتے وي۔ادب ھمیشه دپارہ دانساني ژوند او معاشرې سرہ تړلے وي دمعاشرې په ھر اړخ نظر ساتي او پرې اثرانداز کیږي۔

دادب مختلف تعریفونه شوي دي چاادب دژوند او سوچ عکاس بللے دے او چادژوند ترجمان ۔خو په ټولو کښې یوہ خبرہ مشترکه دہ او ھغه داچې دادب اثر په ژوند ژواک او معاشرہ ضروري وي ځکه خو ھغه ادب ښه او مقصدي تصور کیږي چې په انساني رویو او سماجي رویو کښې بدلون پیدا کوے شي۔ دترقۍ دپارہ ورته لارې په ګوته کړي او ھغه عوامل ورته اوښائي چې دترقۍ په دغه لارو کښې خنډ جوړیږي۔په ادبي اصطلاح کښې داترقي پسندہ نظریه دہ۔

ددې دومرہ اوږد تمھید دتړلو مقصد زما ستاسو پام ښاغلي نوشیروان عادل پله راګرځول دي۔ښاغلے دترقي پسندہ نظریې سختن دے غواړي چې دقلم په ذریعه اولس ته دترقۍ لارې په ګوته کړي او ھغه عوامل ھم ورته په نخښه کړي کوم چې دترقۍ دلارو خنډان دي یا جوړیږي-

دپښتو ادب دا ځلندہ نوم ،دراډیو خوږ ژبے کمپئر ،نثرنګار،شاعر،دعلمي اوادبي ذھانت په حواله په پښتو شاعرۍ کښې یو جوت مقام لري۔

پورہ نوم ې نوشیروان دے او عادل تخلص لري  ۔په کال نولس سوہ شپږ شپیته کښې دملاکنډ د ګلورینې خاؤرې دخار په محله یعقوب خیل کښې دنور محمد په کور کښې سترګې پرانستې دي۔ بنیادي زدہ کړې ې دګورنمنټ پرائمري سکول ورسک روډ ایريګیشن کالونۍ پیښور نه ترسرہ کړي دي ۔ لسم ې په کال نولس سوہ درې اتیايم کښې دھائ سکول بټخیلې نه پاس کړو او په کال نولس سوه درې اوويايم کښې ې دمشھور اداکار عمرګل سره يو ځاې دماشومانو پروګرام "باتور"کښې دریل ګاډي نومې نظم سرہ دراډیو په درشل ړومبے قدم کیښودو۔ په دغه وخت کښې به ټول پروګرامونه نیغ په نیغه(لائیو) خوریدل۔

په کال نولس سوہ پنځه اتیا کښې ې په پي ټي سي ایل (PTCL) کښې ملازمت اختیار کړو-

او ھم په دغه کال ې دوئیم قدم راډیو ته دکمپئر په حیث واخستو-دا قدم ې دومرہ ګټور او کامیاب ثابت شو چې ریل ګاډے ې ډیر روستو پریښودو ۔او دے ډیر ګړندې په دغه پاټلۍ مخ په وړاندې لاړ-

په راډیو کښې ددوې په ښکاره خدماتو کښې 

پښتو کمرشل سروس

پښتو پرائم ټائم

دټیلي فوني کالونو پروګرام

شعرونه او نغمې

په کال دوہ زرہ کښې دزړو سندرو مشھور پروګرام "تیر ھیر اوازونه" تر اوؤہ میاشتو ې چلولے سکرپټ لیکونکے ې لائق زادہ لائق صیب وو خو ددوې په خوږ او پوست اواز کښې به خوریدو

دښاغلي ډیرې ریډیائي،غزلې او سندرې ې ھم په راډیو ،ټي وي او کیسټو کښې ډیرو ښو ښو سندرغاړو وئیلي دي۔مشھورہ سندرہ ې "بې لوظه دروغژنه دلوظونو نه منکرہ"دہ ۔چې دوږمې ،نورجھان،ناھید اختر،شبنم او نازیه اقبال وئیلې دہ خو دایمن اداس په اواز ې ډیر شھرت موندلے دے -پاکستان ټیلي ویژن او راډیو ھم ددوې لیکلې ډرامې او غزلې خورې کړي دي ۔

سرفراز، رفیق عالم،شبنم ، نازیه اقبال، ظفر اقبال ، نورجھان ، وږمې، انور خیال ، ناھید اختر، جليل شبنم۔زاهد الله افريدي۔معشوق سلطان ، ماسټر علي حیدر، زرشاد علي، ایمن اداس او نورو ښو ھنرمندانو ې غزلې او سندرې وئیلې دي -

په تصوف کښې دداخلیدو نه پس ې ذھن حمد و نعت او محفل میلاد پله رااوګرځوؤ۔ چې تر دې دمه په راډیو پښتونخوا او راډیو پاکستان پيښور  دمحفل میلاد دپروګرامونو دنظامت چارې ترسرہ کوي ۔ 

په صحافتي میدان کښې ې ھم د وحدت ،جھاد او باګرام اخباراتو دادارت ذمه وارۍ تر ډیرې مودې سرته رسولې دي۔ دارنګې دبټخیلې ملاکنډ نه دعظیم سلسلې په نوم دړومبۍ رسالې اجراء ددوې ادبي کارنامه دہ -

داووہ ورځنۍ رسالې "ائینې" پیښور مدیر ھم پاتې شوے دے ۔ 

په چاپ کتابونو کښې ې 

بیا کډې باریږي(تذکرہ)دوهجلده

یادونه یادګارونه (شاعري)منظوم کلامونه دوہ جلدہ

دکلام انتخاب دغني خان ، امیر حمزہ خان شنواري او دخیبر افریدي دکلام انتخاب -

غمژن نعتونه ۔

دمدینې جانان (نعتیه مجموعه)

شعروشاعري داسلام په نظر کښې (نثر)

تاج لیکچر نوټس د یولس او دولسم د طالبعلمانو دپارہ دذکر وړ دي -

په کال دوہ زرہ نولس کښې دملازمت نه ې تقاعد(ریټائرمنټ)واخستو ۔او دا مھال په واپډا ټاؤن تاروجبه نوښار کښې استوګن دے او دلته خپل کاروبار کوي ۔

د  ار ټي اے RTAدراډیو او ټي وي ارټسټس فورم خیبر پښتونخوا مشر سیکتر 

او

دفیډریشن اف ریلټرز ملګرو ډیلرانو صوبائي چئیرمین ھم دے

ددغې سپیځلو خدماتوپه اعتراف کښې ورته 

درئیم ھمیشه بابا ایوارډ

دراډیو صوبائي غورہ کمپیئرایوارډ

ننګ ادبي او ثقافتي ایوارډ

او

ګندھارا ایوارډ ورکړې شوي دي -

څنګه چې دا زلمے دملاکنډپه کړہ وړہ پښتون دے -داسې ې قلم ھم دھنري ځانګړتیاؤ او شعري ښکلا سرہ ایغ نیغ پښتون دے -پښتون وګړے ھڅوي ۔دیووالي چغه ورته وھي ۔خپل حقوق ورپه ګوته کوي۔دځان پیژندنې شعور ورکوي او حتیٰ په جذباتي ډول سیاسي او ټولنیز بدلون غواړي -

نوشیروان عادل یو سپین ډاګے او سادہ لوح انسان دے ۔الله دې ورته سرہ زمونږ دعزت اوږد ژوند ورڪړي -امین -

زخمي شينواري

باډوان کوز دیر

چیئر مین پښتانه ادبي ملګري "پام" ملاڪنډ

نیټه : داګست دمیاشتې څلورمه کال دوہ زرہ شل

- زخمي شینواری
بېرته شاته