(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکبر زمینداوري

[07.Aug.2020 - 15:21]

اکبر زمينداوري، د پښتو ژبې لومړنى غزل  بول شاعر

(د ٧٨٠) هـ ق په شاوخوا کي ) د هلمند پراخه حوزې د تاريخ څخه مخکي او وروسته پخپل غيږکي ډير شفاهي او ليکلي ادبيات روزلي چي تر اسلام مخکي او وروسته يې روښانه بيلګي په لاس کي لرو ، اکبر زميندوارى هم د پښتو د نومورکو شاعرانو څخه دى، چې د ده آثار هم ورک دي، فقط يو څو پاڼې يې په زمنيداور کې لوى استاد عبدالحي حبيبي موندلي دي، چې دا نومورکى شاعر د هغو پاڼو په مرسته وپېژندل شو، زمين داور  زموږ د هيواد يوه معروفه سيمه ده چې ډېر عمر د اسلام له ابتدا څخه بيا د مغلو تر تاړاکه د مدنيت او ثقافت مرکز و، مشهور ښارونه يې لرل او اکبر زمينداوري هم په همدغه ځاى کې پيدا شوى و .

دا شاعر د مغلو د دورې په ابتدا کې ژوندى و او د هغو شاعرانو مخکښانو څخه دى چې دوى په خپلو اشعارو کې د مغلو له تاړاکه شکوې (شکايتونه) کړي دي او يا يې د هغو مظالم ليدلي دي، په يوه بيت کې داسې وايي :

د مغلو تمر هسې په اور وسوم

چې به هېر په دې ماتم زمينداور کړم

له دې بيته ښکاري چې دى د ګوډ تېمور معاصر دى ځکه چې (تمر) د تېمور قديمه املا ده او دې پاچا له ٧٧١ هـ ق تر ٨٠٧ هـ ق پورې سلطنت کړى دى، نو د اکبر د ژوندانه عصر هم په دغو کلو کې د ٧٨٠ هـ حدود ټاکلاى شو، ځکه چې امير تېمور په ٨٠٠ هـ د افغانستان نور ځايونه فتح کړل او له کابله يې د هند خوا ته حرکت وکړ .

د اکبر زمينداوري اشعار :

د اکبر زمينداوري ډېر لږ اشعار د زمانې له انقلابه څخه ساتل شوي، فقط له څو زړو پاڼو څخه موږ يقين کولاى شو چې دى د ديوان خاوند و او په شعر کې يې غزل او مثنوي موږ ته را پاتې دي، اکبر که څه هم په عروضي ډول پارسي غزليات ويلي دي، خو په وطني وزن هم د ده د شعر يو څو نمونې شته او د ده دغه مخصوص ډول پښتو اشعار او نور عروضي غزليات دواړه سليس (آسان) او خواږه دي د اکبر زمينداوري د شعر جوله اته څپيزه مثنوي ده چي د پښتو ادب په تاريخ کي لومړۍ اته څپيزه مثنوي يې ګڼلاى سو

په دې مثنوي کې اکبر د مينې د دنيا ډېر نازک حالونه او احساسات تصوير کړي دي :

مثنوي 

زه عاشق يم يار هم نيز

نور څه نه لرم تميز

يو پر بله عاشقان يو

هم په خپل عشق کې صادقان يو

يو په بل پسې رنځور يو

چې نژدې نه يو مهجور يو

عشق که ښه دى که بلا دى

پيدا کړى زموږ مولا دى

که ږغ نه کا عاشقان څوک

مړه شي دوى پر دا جهان څوک

خو به دواړه شهيدان وي

که رښتيني مسلمان وي

زه که مخ په اوښو شور کړم

زړه کباب صورت تنور کړم

لايق دا چې دا زه وکړم

څه تهمت به پر يار نه کړم

ولي هر ځاى زه بېلتون کړم

بيا د سرو اوښو رژون کړم

هم آشنا خوار کړم هم ځان

بيا تهمت کړم پر دوران

که نژدې که پر هيواد يم

زه د ده په خيال و ياد يم

چې غه ښه ديدن يې ياد کړم

په تش خيال يې خاطر ښاد کړم

زه چې ژاړم مردا مې دا دى

چې آشنا له ما جدا دى

که موږ بيا سره خوشحال شو

چې محکوم زموږ وصال شو

زه د يار شم يار مې خپل شي

زه بلبل شم يار مې ګل شي

پر سپين مخ باندې تپېږم

چې دى خاندي ترې جارېږم

د ليدو شربت يې نوش کړم

غم د هجر فراموش کړم

سره کښېنو په خندا شو

په دا تېر احول ګويا شو

چې تېر شوي په هجران دي

خوشحال شوي غمازان دي

له غه پسه به صبت کړو

زړه زړونه به راحت کړو

چې غماز پاڅي له ميانه

همنشين شم له جانانه

چې غماز له ميانه دور شي

نور که شپه وي هم به نور شي

ولې يار زما خواهان دى

بيا په عشق کې پهلوان دى

ډېر نفرت کا له غمازه

رب دې دى کا سرفرازه

زه هر څو چې باندې چور يم

خو د ده په پند مامور يم

که زلمى دى خو عاقل دى

بيا د عشق په کار کامل دى

تر ما زيات د عشق په کار دى

هم معشوق هم مينه دار دى

خو په خپله ترې جلا شوم

مدام سر په واويلا شوم

په دې مثنوي کې اکبر د عشق او مينې هغه نازک او خوندور حالونه تصوير کړي دي چې عاشق او معشوق دواړه يو له بله سره غواړي، يوه د انجذاب او ايتلاف قوه په ټولو کايناتو کې ساري ده چې هغه عرفا عشق بولي او نور پوهان يې د جاذبې په نامه يادوي .

اکبر زميندواري په خپل مثنوي کې دا خبره چې عشق په حقيقت کې معاشقه ده او جذب يوه مجاذبه ده په ښه ډول ادا کړې ده او د مولاناى روم سره همنوا شوى دى، کوم ځاى چې وايي :

زه چې ژاړم مراد مې دا دى

چې آشنا له ما جدا دى

د اکبر له حياته او احواله موږ نه يو خبر، خو ففط له يو څو اشعارو د ده د فکر ډول معلومېږي او ښکاري چې د خپل عصر په ادب پوه سړى و او هغه ادبي تمايلات او اذواق چې د ده په عصر کې و ده ته ښکاره شوي وو او په عين دغو ادبي جرياناتو کې ده مخصوصاً د پښتنو شاعرانو روحي ميلان او ذوق هم ساتلى و چې د ده له دغې خورا مستې پښتو بدلې څخه ښکاري :

ملي سندره

زه اپوته يم په هجران سره قرار نه لرم

هجر مې اوږد شو د وصال د اميد کار نه لرم

بېلتون په خوله راکړې څاپيړې زه لا عار نه لرم

وام د معشوم پر سپينه پروت زه تور لونګ لره ځم

ځينې يې ولې څوک عاشق څو رنګ په توري کاندي

پر خوار مين د شها هومره هورې ژورې کاندي

بې نيازه نه کا چې پلو له مخه ليرې کاندي

چې راوپاڅي په اخلاص چې خپل څو رنګ لره ځم

اول خو ته نجلۍ په عشق باندې اقرار شولې

او دې را پوري کئ نور کښېنستې قراره شولې

هيڅ ګفتګوى له عشقه نه کوي بېزاره شولې

يو وار خو ووايه کرار چې د يار څنګ لره ځم

د اکبر زمينداوري دوې غزلې

د خپل ځان د حيرانۍ څه ويل کړم

د عشق وير به تل په خپله پټول کړم

ما مدام لکه بورا پر ګلو کښت کړ

اوس به ځم په سر تور سر فراق د ګل کړم

د غماز لړمون به زه په لمبه کښېږدم

ځنې هېر به د يار بزم ګل او مل کړم

زما د يار د مينې اور په زړه کې بل دى

زه به سر او مال ښندم ديد به حاصل کړم

د بېلتون په ويره ژاړم اوښکې ويني

زه اکبر پر خپل آشنا د سر ښندل کړم

غزل :

چې مدام زه ستا و مخ و ته نظر وړم

د بېلتون له ويرې زړه زېر و زبر وړم

که په ما دې حکم وشي چې خادم شه

دغه ستا د نغري سور انګار په سر وړم

چې جمال په مهر او مينه راښکاره کړې

شين طوطي شم په هوا د مينې پر وړم

چې ګفتار دې په ښه مينه راته وشي

نو بډاى شم کوټې کوټې دور ګوهر وړم

که مې وژنې که مې پېرې رضا ستا ده

ستا و غشي ته مدام مو ښه ځيګر وړم

چې جمال دې په هجران کې را په ياد شي

هغه دم په تصور شمس و قمر وړم

ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دى

تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم

- شاعر
بېرته شاته