(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څاپي؟، ساپي او يا صافي

[24.Jul.2020 - 10:42]

څاپي؟، ساپي او يا صافي

 لیک: ډاکتر حمیدالله زړور ساپی

زما ارواښاد پلار دادا مدیر صاحب عبدالملک خان( صافي ) به هر وخت ویل :" آیا کوم بل قوم په افغانستان کښې پخپل نوم غر لري؟ !: نه . صِرف په پروان ولایت کې (کوه ې صافي ) شته ،او دا ښيي چې دا قوم لکه غر پروت دی دلته ،او تر اوسه د نړۍ هیڅ قدرت  د افغان د غرونو زور ندی لرلی او د غرونو بازان (اصلي پښتانه افغانان ) ېې نه دي مات کړي.

د پښتو ټولنې چې بیا وروسته د علومو آکاډيمې ونومول شوه ، یو ورور غړي ارواښاد عبدالمالک کولکوال (ساپي) په خپل کتاب کښې د ساپي یا صافي قوم تاریخ آن د آریایانو سره یو ځای ګڼي چې تقریبن ۵۰۰۰ کاله پخوا له ڼن څخه و. او بیا ښاخونه ېې شرق ،غرب او جنوب خواوو ته کوچیدلي او یوه برخه هملته بلخ او شاوخوا شمال سیمو کې پاتې شويدي.

د (آر) کلمه ژبپوهانو د (اصل او څټې )په مانا اخیستي ؛ او ما چې تُرکي ژبه زده کوله (آرءې) د (صاف یا پییور) په مانا او هم د شاتو مچۍ ته ویل کیږي.  نو له دې نه مې دا نتیجه وایسته چې ( صافیان اصل آریایان دي ).

البته صافي یا (الصافی ) د کلمې مُعربه لیکدود دی ؛ په مرور د زمان د پښتو (ساپی یا ساپي ) شکل ېې چې وینګ ېې آسانه دی بدل سوی

بله خبره دا چې ساپي څلور زامن درلودل : ۱- ودیر یا (وذير) ، ۲- مسَوءد یا مسيد ،۳- ګوربځ او ۴- قندهاری!!!!

نو که د دوی اولاده سره جمع کړو ، هاغه د مرحوم دادا خبره مې ۳/۴ برخه د افغان+پښتون نفوس ساپیان دي !

بله دا چې دا سرلوړی قوم دافغانستان په ډیریو ژبو لکه پشتو، پشه يي ، دري ،ترکمني ا.د.ن. غګېږي.

# یو وخت زه مونشن ته په چکر راغلی وم ، هلته یو افغان کونړی زدهکریالی د رييس خان په نوم و ، هغه به په ټوقو ویل :" (څاپی) په اندونیزیايي ژبه غويي ته وايي !" 

او په پای کې ، له هغه وخته چې زه بلجیم ته راغلی یم او یو څو اوبسایټونو سره قلمي همکارئ لرم فکر مې وکړ چې له ( صافی او ساپي ) څخه یو متحد لغت (صاپی ) جوړ کړم او زیاتره همداسې لیکم.ستاسودنظرونوپه هيله

په درنښت او ټوله پښتني+افغاني  صاپه مینه او مڼنو

لوی څښتن تعالی دې له صاپیانو نیولې تر ټولو افغاني+پشتني پرګنو او شعوب او قبایلو تر مینځ سافه انساني+اسلامي او افغاني  خیرونه پیښ کړي او د هغه پر رضا مو راضي کړي. آمين

ډ. صاپی زړور حمیدالله / بروکسل ۲۳/جولای۲۰۲۰= اول د ذلحجه الحرام ۱۴۴۱ق.= د اسد یا زمري لومړی ۱۳۹۹ ش

- ډاکترساپی
بېرته شاته