(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه څوک دي

[20.Jun.2020 - 15:04]

پښتانه څوک دی?

پښتانه، پشتانه، پختانه يا افغان په نومونو هم يادېږي. (بايد هېره نه کړو چې د افغان نومونه په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو وگړيو لپاره هم کارېږي) . [۱۳] يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې،دافغانستان په لویدیځ کي او یو شمیر يی په شمال کي میشت دي . د پاکستان په لویدیځو سیمو خیبر پښتونخوا، د بلوچستان په ایالت کي چي جنوبي پښتونخوا هم ورته وییل کیږي میشت دي . د یادوني وړ ده چي پښتانه د ډیورنډ کرښي دواړو خواته پراته دي . پښتانو دتاریخ په اوږدو کي .[۱۴] تر ډيره پوري خپل پخواني دودونه ، ژبه او کلتور ساتلي دي . پښتانه په اريایي وګړو پوري اړه لري.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږيز نه تر ۱۵۲۶ زېږيز کالونو پورې وه. پښتنو د تاریخ په اوږدو هڅه کړي ده چي خپل خپلواکي او ملي حاکمیت وساتي چي ښه مثالونه د هوتکیانو او دورانیانوواکمني ده . کله چي ستر امپراتور احمدشاه بابا په ۱۷۴۷ کال کي د لویي جرګي له خوا ټولواک اعلان شو نو یو داسي امپراتوري یي رامنځ ته کړه چي د مشهد څخه نیولي بیا لاهور او دامو څخه بیادر عربو در سمندرګي پوري يي پرخوالي در لودي او پلازمینه یي د کندهار ښار وو .

د پښتنو ټولنه در ډیره وس هم قبایلي جوړښت لري. د پښتنو نفوس د بیلابیلو علتونو له امله په سمه توګه نه دي شمیرل سوي خو د اټکل له مخي د دوي نفوس د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخواکي دي .[۱۵] [۱۶]

وگړشمېرنه

 

په افغانستان کښی پښتانه د هیواد په جنوبی ،لویدځو، ختیځو ، جنوب ختیځو او شمال کی میشت دی . پښتانه د افغانستان. د ۶۰ څخه تر ۶۵ نفوس تشکیلوي . د پښتنو سیمی د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت اکثر برخه جوړوی او ددی ایالت اکثریت وکړی پښتانه دی چي نفوس یی شاوخوا دیرش میلونو ته رسیږي . ددې تر څنگ پښتانه په شمال ختیځ بلوچستان چی جنوبي پښتونخوا هم ورته وییل کیږي استوګنه لري . په کشمير کې او د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم پښتانه استوګنه لري . په همدې توگه په هند[۱۷][۱۸] او ايران کې هم د پښتني سيمې شته چېرته چې پښتانه اوسېږي او د مهاجرو کارگرو ډله چې د کار په تکل عربي هېوادونو ته تللي په دغو هېوادونو کې بحرين، قطر، کوېټ او د سعودي عربستان هېوادونه راځي. په دغو عربي هېوادونو کې د باندنيو هېوادونو نه راغلي کارگرانو کې پښتانه ستره ډله جوړوي. خو د پښتنو د کلتور تر ټولو اهم ښاري مرکزونه د پېښور، كابل، ننگرهاراو کندهار ښارونه دي. ددې سره سره د کابل او کوېټې په ښارونو کې د پښتني وگړو د گڼوگونو تر څنگ نور توکمونه هم پکې اوسېږي. خو په نړۍ کې د پښتنو تر ټولو لوی ښارونه كابل او کراچۍ ښارونه دي [۱۹].

 

په پاکستان کې ۲۵،۶ ميليونه[۲۰] پښتانه اوسېږي چې همدا شمېره د پاکستان د وگړو د سرشمېرنې ۱۵،۴۲٪ برخه جوړوي. که څه هم چې د لسيزو نه راپدېخوا په افغانستان کې رسمي سرشمېرنه نه ده ترسره شوې خو دلته ١٦،۵ ميليونه پښتانه مېشت دي چې همدا شمېر د افغانستان د وگړو د سرشمېرنې ٤٥٪ کې برخه جوړوي، خو ځينې سرچينې په افغانستان کې د پښتنو شمېر له ۶۰٪ نه تر ۶۵٪ ښیئ[۲۱]. په پاکستان کې بيا د پښتنو شمېر د نژدې ۳ مليونو افغانو کډوالو تر اغېزې لاندې شوی، چې په دغو کډوالو کې د پښتنو شمېر ۸۱،۵٪ يا ۲،۴۹ ميليونه پکې پښتانه دي چې په پاکستان کې اوسېږي[۲۲] . په همدې توگه يو نامالومه شمېر کډوال په ايران[۲۳] کې هم مېشت دي. خو په ټولو هېوادونو کې د پښتنو ټولټال شمېر ۴۰ ميليونه[۲۰][۲۴][۲۲] وگړي اټکل شوی.او د وسنیو اټکلونو له مخي د دوی شمیر کیداسي د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کښي وي.

 

آر او پېښليک

 

د پښتنو تاريخ ډېر لرغونی دی او ددوي په هکله د لا نورو څېړنو اړتيا ليدل کېږي. د پښتنو سیمي د بیلابیلو مهاجرتونو او تاړاکونو په سبب اغیزمند سوی لکه د ساکانو ، هفتالیانو ،کوشنیانو چي د اریایی وګړو له توکمونو څخه دی او ورسته دپښتنو برخه ګرځیدلي دي او همدارنګه د غیر اریایی وګړو لکه ترکانو،مغولو ،عربوله خواهم نیول شوی دي .د پښتنو د آر او یا اصلیت په هکله باید ووایو چي پښتانه د اریایانو د نسله څخه یو ټبر دي چي زرګونه کاله پخو ا د منځني اسیا څخه اوسنی افغانستان ته را وکوچیدل . دوي پخپل نوي ټاټوبي باندي د بخدي ,باختریانا او باختر نومونه کښيښودل او یو ځلانده تمدن یي را منځ ته کړي . چي وروسته له همدي ځا یه باختر (بلخ) څخه د افغانستان نو رو سیمو ته وکوچیدل. ګومان کیږي چي پر دوي خپله سیمه د نفوسو د ګڼوالي او یاهم کوم بل علت له امله تنګه شوی وي د بخت بخدی کلمی د پخت پښت او پکت د کلمو سره ډير نژدیوالي او د یوی کلمي ریښه او تسلسل دي . چي موږ وس ویلاي شو د بخدیا ,پښتیا او یا هم پکتیا کلمه یوه ده چي د پښتني اریایانو د وطن په معني راځي.

ځيني نظرونه شته چي پښتانه يا په اسرایلو او یاهم عربو پوري تړي چي دا ډول غیر حقیقي او غیري علمي نظرونه خو یا د بي علمه خلګو او یاهم د ځینو ښکیلاګرو او پښتنو ضد عناصرو له خوا مطرح کیږي .موږ نه سو کولای چي بي له اسنادو او ثبوته او یاهم تاریخي څیړني پرته د یو ملت او قوم تاریخ پر بل چا وتړو . اوسني علمي څیړونو او تاریخي او ژبنی تړاو موږ ته هر څه را برسیره کړه.او دا په داسي حال کښي چي پښتو د اریایي ژبو له کورني څخه ده او په سامي ژبو پوري هیڅ اړه نه لري .

کله چي هندو اروپيان د خپلو اصلي سیمو څخه د نړی نورو برخو ته خپاره سوه نو د دوي څخه یو ډله چي اریایان ورته وییل کیده د جنوب پر لور د منځني اسیا ته راوکوچيدل چي پښتانه هم ددغو اریایي خلګو څخه بلل کيږي .

لرغونې سرچينې

دد پښتنو په هکله په لومړي ځل يو زر کاله وړاندې د ميلاد نه د لرغوني يونان تاريخپوه هېرودوتس وايي چې د پارس ختيځ لور ته د سرتراپي آرکوزيا سيمه ده او د دې ځای خلک پکتيانز دي.[۲۵] ددې سره په رېگويدا کې هم د پکتاز په نامه د يو ولس يادونه کوي چې د پکت په سيمه کې اوسېږي او دا سيمه د افغانستان ختيځه سيمه يادوي. ډېری خلک په دې باور دي چې همدا يادې شوې سيمې او ولسونه د پښتنو پخواني پلرني ځايونه او نيکونه دي.[۲۶] په نورو لرغونو خلکو کې چې د پښتنو سره يې تړاو ليدل کېږي، باختريان دي او داسې وييل کېږي چې باختريانو منځنۍ اريايي ژبې ته ورته ژبه درلوده.

په تاريخي توگه پښتانه د افغانانو په نامه ياد شوي، او په همدې توگه د پښتون او افغان نومونه دوه هممانيزه نومونه دي. د V. Minorsky, W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او ډېرو نورو پوهانو د قوله، "د افغان وييکه په تاريخ کې لومړی ځل په حدود العالم کې په ۹۸۲ زېږيز پېر کې راڅرگنده شوې.."[۲۷] همدا نوم د پښتنو لخوا د خپل لرغوني نيکه د نوم په يادولو کې چې افغانا نومېده کارېدلی.

خلک په دې باور دي چې پښتانه کندهار او سلېمان غره کې مېشت خلک وه او د همدغه ځای بلل کېږي. دوی نژدې لس زره کاله پخوا د همدې ځای نه نورو ځايونو ته کوچېدلي.[۱۳] په جغرافي توگه ډېر ځلې دوی د لرغونو پارسيانو او هندوانو ,[۲۸] سره په نژدې اړيکو کې ښکېل پاتې شوي او په همدې توگه په ۷مه پېړۍ کې د عربانو لخوا د اسلام د راتگ نه مخکې دوی زردشتي، بودهيزم، هندويزم او يهودي مذهبه پاتې شوي.[۲۹][۳۰][۳۱]

پښتانه د لرغونو اريایانو د ټبر څخه را منځ ته شوی یو ټبر دي . دوي وس هم خپله اصلي ژ به ساتلي ده او د دوي ژبه په ختیځه اریایي ډله پوري اړه لري .

د پښتون کلمه د بخدي , باختر چي د اریايانو لرغوني وطن اوسني بلخ دي اړیکه لري د بخت , پخت , پښت,پکت کلمي دیوي ریښي او یوي کړي کلمي دي .

داسي باور د لرغون پوهانو تر منځ سته چي پښتانه د منځني اسیا یا د اوسني افغانستان شمالي برخو څخه د افغانستان لویدیځ او جنوب پوري کو چیدلي او در اباسين او پښتونخوا نورو برخو ته خپاره شوي دي .

د دوي لرغوني ټاټوبي اریانه ویجه وییل کيږي چي د اوسني پامیر او بدخشان ته نژدي پرته وه او بیا و رسته باختریانا او سني بلخ ته کډوال شوی دي . اریایانو خپل وطن یا میني ته د ويجه وییل چي د مځکي یا ددوي د ټاټوبي په معني راځي. وس هم په پښتو ژبه کي موږ د ویجه کلمه لرو د مثال په توګه زمري توريالی د خداي پر ویجه نه پر یږدي . معني یی داده چي زمري تو ریالی د خدای پر ځمکه نه پر یږدي .

وگړپوهنه او ژبپوهنه

د پښتنو ژبه لکه د نړۍ د نورو ژبو په څېره يوه گډه ژبه ده او پښتو ژبه د ختيزو اریایي ژبو کې شمېرل کېږي چې پخپله د هندوآريايي ژبو د کورنۍ څخه ده او همدا کورنۍ د ژبو په لوی، هندواروپايي ټبر پورې تړاو لري.[۳۲][۳۳][۳۴] همدا راز داسې هم وييل کېږي چې پښتانه کېدای شي چې د سياتيانو، چې د لرغوني اريانا يوه توکميزه ډله وه، زوزات وي.[۳۵] د اکاډميک پوهاند يو. وي. گانکوفسکي (Yu. V. Gankovsky) د نظر له مخې "پښتانه د ختيځې اریانا د يوه لوی ټبر له يووالي نه رامېنځ ته شوي چې ځان ته يې پخپله يو توکميز مقام جوړکړی، او دا د لرغونو زمانو خبره ده چې د لومړني زرم زېږيز پېر په مېنځ او په پيل ته يې خبر رسي او دا توکميزه ډله د اېفتاليانو د منحلېدو سره هم اړيکې لري."[۳۶] د پښتنو لومړني خلک يو زوړ آرياني ټبر ؤ چې ځان يې د اریانا ختيځو سيمو کې مېشت او خپور کړی.[۳۷][۳۸]

د بېلابېلو تاريخي ښکېلاکونو په وختونو کې د پښتنو پر سيمو د نورو سيمو خلک مېشت شوي، او کډوال شوي چې د همدې له کبله د پښتنو توکمونه هم د دوی په سيمو کې د کډوالو توکمونو سره گډ شوي دي. که څه هم چې په پښتنو کې راڼه وېښتان او د سترگو رنگ دومره عام نه دی، خو د ظاهري بڼې له مخې پښتانه د مديترانې خلکو او د قفقازي خلکو څېرو ته ډېر ورته والی لري.[۳۹]

ژبني روايتونه

د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او لومړۍ ژبنۍ نظريه ده. دا په لمړي ځل د مغل پاچا جهانگير (۱۶۱۲ ز.) د يو سپهسالار خان جهان لودهي په لارښوونه د مغل دربار يو منشي نعمت الله هېروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کې وړاندې کړله. د دې نظرېې په ځايي پلويانو کې قاضي عطاالله، حافظ رحمت خان، زرداد خان، افضل خان خټک او روشن خان او په مستشريقينو کې سر ويليم جونز، اليکزينډر برنس او راورټي د يادونې وړ دي. د خوشال خان خټک د يو شعر نه داسې برېښي چې هغه هم له دې نظرېې پلوي و. د بني اسرايئليت د نظرېې تنستې په دې ډول بڼل شوي دي.

ساول (طالوت ) چې د حضرت يعقوب ء په دولسو ځامنو کې د بن يامين د اولاده و ، د پښتنو ور نيکۀ و - روايت کيږي چې د طالوت له اړخه د يو شرط يا ازميښت پوره کولو نه پس طالوت خپله لور ميکل حضرت داؤد ته نکاح کړه - خو داؤد ته ېې زړه ښه نه و ، او سترگې ېې ورته خړې وې - دغه رنگ حضرت داؤد خپل کور کلی پريښود او چيرته بل ځاېې ېې پناه واخسته - خو څه موده پس طالوت د بني اسرائيل سره په خپل کړي ظلم پښيمانه شو او په خپله خوښه او رضا ېې پاچاهي حضرت داؤد ته وسپارله ، خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د داؤد په پناه کې پريښودی او پخپله د کفارو په ضد غزا له لاړلو او د لسو ځامنو سره اوژل شو.

د طالوت د دواړو اوميدوارو ښځو يو يو هلک ؛ ارميا او برخيا ؛ اوزيږول - داؤد د دواړو ماشومانو ښه پالنه ، روزنه او خصمانه اوکړه ، برخيا ېې خپل مشر وزير او ارمياء ېې د لښکرو سپه سالار اوټاکل - د ارمياء يو يو ځوېې اصف او افغانا پيدا شول چې بيا وروستو يو د حضرت سليمان ء وزير اعظم او بل ېې د فوځ قوماندان شو - د بيت المقد س ودانې د دغه افغانا په څارنه کې جوړه شوه -

د حضرت سليمان ء د مرگ نه پس بني اسرائيل بې لارې او نافرمانه شول - او د عذاب په صورت کې پرې الله پاک بخت نصر مسلط کړو - بخت نصر په بني اسرائيلو ډير ظلم او زياتی اوکړو - او دوۍ ېې بې دريغه اوژل - په نتيجه کې بني اسرائيل په کډه کولو او وطن پريښودلو مجبور او چنگ ونگ شول - له دغه بني اسرائيلو يوې قبيلې د غور غرونو ته کډه يوړله او په دغه غرونو کې ميشتۀ شول -

حضرت خالد بن وليد يو لوړ رتبه صحابي او د بنی اسرائيلو د يوې قبيلې سردار و - د هجرت په اتم کال هغوۍ د غور په غورنو کې ميشت بني اسرائيلو ته د نبي اکرم ص د نبوت زيری او د ايمان راوړلو بلنه ورکړه - په جواب کې قيس عبدالرشيد د يو پړاوي په بدرگه مدينې منورې ته راغی او د نبي کريم ص سره ېې اوليدل او ايمان ېې راوړو - د قيس عبراني نوم په عبدالرشيد واوختو - دغه قيس عبدالرشيد د پښتنو نيکۀ و - قيس د خالد بن وليد د لور ساره بي بي سره نکاح اوکړو - د مکې مکرمې د واک او قبضې اخستلو په تاريخي مرکه کې ېې گډون اوکړو او بيرته غور ته ستون شو - د اسلام د دين تبليغ ېې شورو کړو - په کال ۴۱ هـ کې د ۸۷ اووه اتيا کاله په عمر کې په يو جنگ کې شهيد شولو - سړبڼ ، غورغشت او بيټن د هغه درې ځامن و - او د پښتنو شجره له دغه ځايه شورو کيږي -

په دې ورچاڼ کې د بني اسرائيليت د نظرېې غوره او اساسي ټکي راخستلي شوي دي - چې له دې نظرېې کوچ گڼل کيږي - او دا نظريه په هم دې اساسي ټکو او ستنو ولاړه ده - ښاغلي بهادر شاه کاکاخيل په خپل کتاب (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کې ) په دې نظرېې په زړه پورې او دقيق بحث کړی دی - هغوۍ د تورات او د تاريخ په حوالو سره دا حقيقت ډاگيزه کړی چې د بني اسرائيليت نظريه څه تاريخي او او ثقافتي بيلگه او بنياد نه لري او دا چې دا نظريه محض يو تصور دی او افسانه ده -

راځئ چې د تاريخ په تلۀ دا قيصه او دعوا اوتلوو - او د تاريخ د خلې نه برغولی پورته کړو چې څه وايي ؟

تاريخ د طالوت د لور ميکل او د داؤد ء د وادۀ ، د داؤد د خپل کور کلي پريښودلو او په بل ځاېې د پناه اخستلو او د بني اسرئيلو د نافرمانۍ ، خود سرۍ او د بې لارې کيدلو تصديق کوي -

تاريخ دا نه مني چې طالوت په خپله خوښه او رضا پاچاهي او قدرت داؤد ته پريښی و - خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د هغه په پناه کې ورکړې وې - او په خپله د لسو ځامنو سره په جنگ کې وژلی شوی وو - تاريخ وايي چې د مايوسۍ په حال کې هغه ځان پخپله وژلی و - او د مرگ نه پس ېې ځوېی اشبوست د بني اسرائيلو پاچا شو -

چې طالوت ځان پخپله اوواژه ، او په ځاېې ېې زوی پاچا شو نو بيا خو بې له څه شکه دده د دوه اوميدوارې ښځو د داؤد ء په پناه کې د پريښودلو قيصه دروغ کيږي - او په دغه صورت کې د ارمياء او برخيا وجود پخپله يوه لويه سواليه نښه جوړه شي - تاريخ د داؤد د مشر وزير او د لښکرو د سپه سالار په حيث د ارمياء او برخيا تصديق نه کوي -

تاريخ د ارمياء او برخيا د ځامنو آصف او افغانا د حضرت سليمان ء د حکومت د وزير اعظم او قوماندان په حيث د تقرر تصديق هم نه کوي - البته تاريخ د بني اسرائيلو د (لاوې) قبيلې د يو وگړي اصف بن برکيا يادونه کوي خو هغه د سپه سالار په حيث نه بلکه د يو منلي شوي موسيقار په حيث ياد شوی دی -

بيت المقدس يو تاريخي او مذهبي حيثيت لري - تاريخ د بيت المقدس د ودانۍ ټول لوۍ واړه تفصيلات په خپله ځولۍ کې سنبال کړي دي - خو د څارنوال په حيث د افغانا په شتون غلی دی -

د بني اسرائيليت د نظرېې منونکي چې په څه ډول د حضرت سليمانء د مرگ نه پس د بني اسرائيلو د بې لارې کيدلو او د بخت نصر قيصه بيانوي ، د هغې نه داسې بريښي چې د بخت نصر يرغل او چپاوؤنه د سليمان ء د مرگ نه سمدستي پس شوي و- خو تاريخ وايي چې د سليمان دور و.

د پښتنو ځينې ټبرونه دا ادعا لري چې دوی د عربي نسل نه دي، او ځينې يې آن د مسلمانانو د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اولادونو نه ځانونه شمېري او ځانو ته سيدان وايي.[۴۰] د کندهار او پېښور ځينې پښتانه ټبرونه (لکه اپريدي ، خټک او سدوزي) د يونان لرغوني پاچا سکندر اعظم د اولادې نه ځانونه شمېري.[۴۱]

ژنېتيک

د انسانانو د ډي ان اې په هکله څېړنو ډېرو پوښتنو ته ځواب وييلی، او دا يو داسې نوی انقلاب دی چې ددې په مرسته د بېلابېلو لرغونو وگړو او توکمونو ژنټيکي بنسټ او آر څوک موندلای شي. د پښتنو په هکله د ترسره شوي ژنيټيکي څېړنو له مخې دا په ډاگه شوې چې پښتانه په لويه کچه د R1a جینونو په درلودلو سره د اریایی ایرانی وکړو په منځ کی تر ټولو ډ یر لیدل سوی دی . د اجینونه د پښتنو پرته په شمالی هند ، تاجکستان او ختیځه اروپا کی هم په لویه کچه سته د یادونی وړ ده چی نوموړیی جینونه په اریایی خلګو پوری اړه لري .

نوی پېر

پښتانه د افغانستان د تاریخ ستره برخه ده او د اوسني افغانستان د بنسټ ايښدونکو څخه دي او ددي هیواد اکثریت اوسیدونکي تشکیلوي او دافغانستان په سیاسی ،کلتوري ،فرهنګي اقتصادی برخو کي ستر رول لري. د هوتکيانو پېر او تر دې وروسته د درانيانو پېر په تاريخي لحاظ د پښتنو د پاچايي مهم وختونه گڼل کېږي[۴۲] چې په دغو وختونو کې پښتنو د هندوستان ډېرۍ سيمې د خپل واک په ولکه کې رواستلې. هوتکيان د غلجيو پښتنو هغه ټبر دی چا چې له ۱۷۲۲ نه تر ۱۷۳۶ کالونو ترمېنځ د پارس د سفويانو سره په جگړه کړې د پارس د امپراطورۍ ډېرې سيمې خپلې کړې. تر دې وروسته د احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ رامېنځ ته شوه. احمد شاه ابدالي د پارس د پاچا د نادرشاه يو جگپوړی پوځي افسر وه. هغه يو پښتون پاچا وه چې د درانيو د واکمنيو د پېر بنسټ يې کېښوده چې د همدې واکمنۍ په ولکه کې افغانستان، پاکستان، کشمير، هندي پنجاب او خراسان شامل وه.[۴۳][۴۴] په ۱۸۱۸ ز کال کې د درانيو د واکمنۍ د پراپرځېدلو وروسته بيا بارکزيو پر افغانستان واکمني کوله. په ځانگړي توگه ياد شوی ټبر، محمدزيانو بيا له ۱۸۲۶ ز کال نه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د محمد ظاهر شاه تر پاچاهۍ پورې پر افغانستان خپل واک چلاوه. همدا اوس هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزی يو کندهاری پښتون دی، چې د لومړي ځل لپاره په ولسواکيزه توگه ولسمشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان پښتنو د برتانيوي پوځ سره درې تاريخي جگړې کړي چې د افغان-انگرېز جنگونو په نامه يادېږي. همداراز پښتنو د برتانيې او د روسيې په ستره لوبه کې هم د خپلې خاورې خپلواکي ساتلې او د دغو دوؤ زبرځواکونو پر وړاندې ټينگ پاتې شوي. تر دې وروسته چې کله امير عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا ؤ نو هغه د انگرېزانو د سياست تر اغېزې راغی او دا په ۱۸۹۳ ز. کال کې د همدغه افغان پاچا د واکمنۍ دور وه چې د پښتنو سيمې په دوه برخو ووېشل شوې، چې يوه برخه يې د ډيورنډ پر يوې خوا د برتانيوي هند برخه وگرځېده او بله د افغانستان برخه پاتې شوه.[۴۵] په شلمه پېړۍ کې، د خان عبدالولي خان او خان عبدالغفار خان په گډون ځینې پښتانه مشران په شمال لویدیځه سرحدي سیمو کې د برتانوي هند د حکومت تر فرمان لاندې د هندوستان د خپلواکی د ملاتړو په توگه اوسیدل. چې دوی د مهاتما گاندي د عدم تشدد د مقاومت د کړنلارې الهام اخیستونکي ول..[۴۶] وروسته، په کال ۱۹۷۰م کې خان عبدالولي خان د پښتنو د نورو لا زیاتو خپلواکیو لپاره تر فشار لاندې وو. پښتنو په بېلابېلو وختونو کې په سوېلي او منځنۍ آسيا سیمو کې اهم رول لوبولی. په گاونډي هېواد پاکستان کې پښتنو سياستوالو، لکه ايوب خان او غلام اسحق خان د دغه هېواد د ولسمشرانو په توگه دندې ترسره کړي په همدې توگه په حکومت کې د لوړپوړو پوځي دندو نه نيولې تر وزيرانو پورې پښتنو خپل سياسي وړتوبونه ښکاره کړي، چې په دغو کې يې ښې بېلگې گل حسن خان د پوځ پخوانی لوی درستيز پاتې شوی. د افغانتسان پاچايي کورنۍ هم په پښتنو آباده وه او د پښتنو وروستی پاچا محمد ظاهر شاه وه. په نورو مخورو پښتنو کې د ۱۷مې پېړۍ د تورې او قلم جنگيالی شاعر خوشحال خان خټک نوم په لومړي سر کې راځي، تر دې وروسته افغان پاچا امير عبدالرحمن خان چې د فولادي پاچا لقب هم لري راځي. د نوي پېر په پښتنو کې ملگروملتونو ته د امريکا د متحده ايالاتو استازي زلمي خليلزاد[۴۷] او د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند نومونه د ډېرو نورو نومونو په سر کې راځي.

 

د پښتنو اوسنی پېژند

 

د تاريخپوهانو، وگړپوهانو او پخپله پښتنو ترمېنځ يو داسې بحث دی چې پښتانه د آر له مخې څوک دی. او ددوی په هکله تر ټولو منل شوی او عام اندونه دا دي:.[۴۸]

 

پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توگه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده.[۴۹]

 

د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توگه د لومړني پښتون په توگه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي.

 

دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توگه څرگندونه کوي.

 

توکميزه پېژندنه

 

توکم هغه څه ته وییل کیږی کله چی خلګ مشترک کلتور ، ژبه ، تاریخ او په یو ځانګړی جغرافیه کی ژوند ولری توکم بلل کیږي . پښتانه هم د یوی ژبي فرهنګ ، عنانوي دودو ، ولسی ادبیات ګډ تاریخ په درلودلو سره د یوه بشپړ او ځانګړی توکم بڼه غوره کړي ده. او ددي په رامنځ ته کیدو کي زرګونه کاله لګیدلی دی.

 

کلتوري پېژندنه

 

کلتور دیو ملت او توکم په پيژ ندلو کی پراخه ونډه لري . پښتانه د ځانګړی کلتور لری د مثال په توګه اتڼ چي د پخوانیو اریایانو څخه پاتي میراث دي او همدارنګه ملمه پالنه ، ځانګړي پښتني دودیزي جامي ، لنډی چي پخوانیو اریایی سرودونو ته ورته دي په پښتنی ټولنه کی ډیر مروج دي . پښتونولي يو ځانګړي قانون دي په پښتنو کښي چي د کمزوري ساتنه ، میلمه پالنه او وعده پوره کول ځانګړتیاوي لري.

 

ځوځاتي پېژندنه

 

د پښتنو ځوځاتي پېژندنه د دوی د لرغوني دود پښتونولۍ پر بنسټ کېږي. د دې لپاره چې څوک پښتون وشمېرل شي نو بايد پلار يې پښتون وي. د همدغه دود له مخې د دوی د ټبرونو او قبيلو ځوځاتي دود تر اوسه پورې ژوندی دی.

 

هڅوب

 

د پښتنو هڅوب (فرهڼ) د ډېرو پېړيو د اوښتنو او پړاوونو د تېرېدلو وروسته جوړ شوی. د پښتنو د اسلام نه دمخه دودونه ډېر لرغوني دودونه گڼل کېږي چې آن د يوناني پاچا سکندر اعظم تر وختونو پورې او په ۳۳۰ مخ زېږيز پېر کې د هغه د امپراطوريو تر وختونو پورې چې د ملي نڅا په توگه ژوندي پاتې دي، رسېږي. خو د ادبياتو او موسيقۍ بڼه يې په لويه کچه د پارسي دود نه اغېزمنه شوې او هغه سيمه ايز موسيقي الات چې پښتنو خپل کړي او يا يې هم په بله بڼه ژباړلي د سيمې له مېشتو هڅوبونو (فرهڼونو) نه اغېزه اخيستې. د پښتنو هڅوب بې جوړې دی، د دوی فرهڼ د خپل آرني رواجونو سره سره په لويه کچه د منځنۍ، سوېلي او لوېديځې آسيا د دودونو نه اغېزمن شوی.

 

ژبه

 

پښتانه په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو ژبه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده او په هندواروپايي کورنۍ کې د هندواريايي ژبو د ډلې څخه بیا په ختیځو اریاني ژبو کښي شامله ده . اريايي ژبي په دوو ډلو ویشل سوي دي چي ختیځي او لو یدیځي بلل کیږي .

 

په ختیځه ډله کښي پښتو , پامیري او اوسیتي ژبي دي او په لویدیځه برخه کښي پاړسي , بلوڅي,کردي او لري ژبي راځي .

 

پښتو ژبه د خپلو لرغونو خویندو ژبو لکه باختري , اویستا ته ډيره نژدي ژبه ده چي وس يوازي پښتو ژبه پکښي ژوندي ده .

 

پښتو ژبه د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده او په پوهه او دفتري چارو کي استعماليږي خو له بده مرغه که څه هم پښتانه په پاکستان کي دوهم لوي توکم دي خو دد غه هیواد پښتانه په خپله مورني ژبه د زدکړو محرومه دي .

 

دين

 

پښتانه په لويه کچه سُني مسلمانان دي او د حنفي مذهب لارويان دي. د پښتنو يوه وړه برخه شعيه مسلمانان هم جوړوي چې هم په افغانستان او هم پاکستان کې داسې وړې مذهبي ډلگۍ شته.[۵۰] [۵۱] . ډېر پښتانه نامتو ديني عالمان هم دي لکه مولانا اعظم، مولانا محمد عبيد الله نهركارېزي Maulana Aazam چي د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر ليکوال ګڼل کيږي او تر پنځه سوه زيات آثار يې تر ؤسه چاپ سوي دي، مولا اعظم د نقيب التفاسير، تفسير الاعظمين، تفسير نقيبي او نور التفاسير تر سر ليکونو لاندي په لسګونو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسيرونه هم ليکلي دي؛ همدا راز ډاکټر محمد مُحسن خان چې قرآن شريف يې انگريزي ته ژباړلی دی په همدې توگه صحيح البخاري او ډېری نور ديني کتابونه هم انگريزي ته ژباړل شوي.[۵۲] .

 

پښتو ادبيات

 

پښتو ادبیات په دوو برخو ویشیل شوی دی . اول ولسی ادبیات دی چی پکښي لنډي، ملي نظمونه،ټپي ، کاکړي غاړي او متلونه دي. لنډي د شکل او جوړښت څخه پخواني اریایي سرودونو ته ورته دي او ځانګړي شاعر یي معلوم نه دي . دمثال په توګه:

 

دخالو لښکری راغلي زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه

 

دوهم برخه هغه شعرونه دي چي په ځانګړي سبک وییل شوي دي . مشهور سبکونه لکه د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او د حمید مومند شعرونه یادولاي شو . رحمان بابا یو صوفي شاعروو خو خوشحال خټک حماسي شعرونه ډیر وییلي دي . د لوي احمدشاه بابا په شعرونو کي د هیوادني مینه ډیره لیدل سوي ده.

 

لکه: چی تمامه دنیا یو خواته بلخوا سی زمایادیږی ستا خالی تش ډګرونه د ډلی تخت هیرومه چی را یاد سی زمادښکلي پښتونخوادغرو سرونه

 

په شاعرانو کي د پښتني میرمونو ونډه هم پراخه ده لکه نازو انا او داسی نور.

 

ښځې

ښځي په پښتني ټولنه کي ځانګړي مقام لري. په لوستو ښځو کښی ډاکټراني , نر ساني او ښوونکي لیدلاي شو.

خو پښتانو کي وس هم ښځي اکثره د کور کورني کارونه او دکو چنیانو روزنه ور په غاړه ده او په سیاست , سپورت کي شتوالي ډیر لږ در سترګو کیږي خو بیا یو شمیر پښتنی میرمني سته چي په سیاست کي فعاله ونډه لري .

دنوبل جایزي ګټونکي ملاله یوسفزي هم په خټه پښتنه ده .پښتني میرمنو د ښکلایګرو په مقابل کي حتی په جګړو کی برخه اخیستي ده چي ښه مثال یی د میوند ملاله ده . د ستر امپراطور احمدشاه بابا مور زرغونه انا یو هو ښياره ښځه وه .

پښتونو کي ځیني دودونه شته چي د پښتني ښځو اساسي حوق یي در پښو لاندي کړي دي د مثال په توګه په بدو کي دښځو ور کول . چي یو بیګناه مریمن د ورور یاهم د پلار د بدو په جرم ورکول کيږی .

 
- پټان
بېرته شاته