(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کودتا

[20.Jun.2020 - 14:59]

د شاغلی محمدداود د وخت د مرکزی کمیټی په نوم یو انځور ما خپور کړ چی ‌‌‌‌‌‌ د ‌‌‌‌‌‌ډیرو کسانو د پام وړ و ګرځیده 

غواړم چی ددغو کسانو او د کودتاه په هکله د دوستانو په غوښتنه معلومات وړاندی کړم

د ‌‌‌‌‌‌ډیرو سوال دا وه چی ولی کودتاه وشوه؟ دلته زه دی  شاغلی محمداود په نیت نه غږیږم اوږدی خبری دی خو د هغو کسانو چی زه هم پکی راځم در سره غږیږم چی په کودتاه کی یی برخه درلوده

یو څوک چی د ټاکلی هدف لپاره تر ژوند تیر وی نو دا هدف ورته لوی اهمیت لری او څوک چی کودتاه ته چمتو کیږی هغه به هرو مرو له ژوند نه تیریږی باور وکړی چی دا اسان کار نه دی په کودتاه کی چی چا برخه درلوده ټولو ته یو شان خطر وه او هر یوه د خپل توان او امکاناتو سره فعالیت کاوه او هدف جوت وه چی د افغانستان خلکو ته د جمهوری نظام زیری ور کړو 

د کودتاه پلان په خپله شاغلی محمدداود جوړ کړی وه او هرچاته یی د خپل پلان هغه برخه ویله چی  په ده پوری یی اړه درلوده

دا بیا هم د شاغلی محمدداو خان پریکړه وه چی ولی د پلان څخه خبر شم خو تر اوسه پدی باور یم چی بله لار نه وه

نوموړی په یوه لیدنه کی راته وویل چی ستا مسلک مخابره دی،داسی پلان  جوړکه چی د عمل په وخت کی. د اړونده نظامی قوتو سره د مخابری له لاری اړیکی ولرم زه غلې وم چی دوی خبرې خلاصی کړی.زما نه یی و پوښتل چی ولی غلی پاتی شوی په خبره پوه نه شوی؟ ورته ومی ویل چی شاغلی صدراعظم صاحب تر څو چی هغه قوتونه په ګوته نه کړی د کومو سره چی د عمل په وخت کی اړیکی ټينګوی د پلان جوړ ولو امکان نشته.ځواب یی راکړ سمده خو اوس به دا خبره پریږدو

دوی اونی وروسته بیا د پلان خبره یاده شوه راته ویی ویل چی ستا دریځ منم چی د اړیکو نیولو نظامی قواوی معلومی نه وی د مخابری اړیکی نیول عملی نه بلکه یو خیالی پلان دی.زه یی اوس درته وایم خو یواځی. به موږ دوه خبر وو احتیاط حتمې دی او زما د مخابرې اړیکی د دغو ځایو سره ضروری بولم

د کوماندو غن‌‌‌‌‌‌ډ په شاهې ګارد کی د تانک د ټولی سره د  شېرپور د. انضباطو  غوند او د هوایی قواوو سره

ځواب می ورکړ چی په خبره پوه شوم په دغو قطعاتو کی بیلی بیلی د مخابری دستګاوی دی زه به شرېکه فریکانسی د دوی تر منځ پيداکړم او بیا به تاسو ته راپور عرض کړم. د فریکانسی په اړه یی معلومات و غوښتل ورته ومې ویل چی پردی غمونه. څه کوی دا زما کاردی. ‌‌‌‌‌‌ډېر یی و خندل او زیاته یی کړه چی سمده ستا خبره منم رښتیا وایی زه نور کارونه هم لرم اخری سوال می داوه چی کله کودتاه پيل کیږې باید د قوماندی محل چی تاسو به پکی وی هم باید معلوم شی ځواب یی راکړ چی په خپل وخت درته وایم خو اوس نه

چی خبره اوږده نشی. د  مخابری مشکل  حل شو

په کودتاه کی د شاغلی محمدداودخان یو تاکتیک

هغه څه یی چی ماته وویل امکان لری بل چاته چی لازم یی ګڼل هم ویلی وی او ټینګار یی په دی وه چی ددغ خبر منبع پټه پاتی وی چی هغه په خپله دوی [ محمد داودخان]. وه

باید اوازه خپره شي چی موسی شفیق کودتاه کړی او اوازی ته تر هغه وخته دوام ور کړو تر څو دولت ورباندی خبر شی او ورته ثابته به شی چی واقعیت نه لری

ورته ومی ویل چی په خبره پوه شم خو په دی کی زموږ څه ګټه ده؟. ځواب یی راکړ حوصله وکړه که ګټه وه وروسته به در ته ښکاره شی

له میاشتی ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت تیر شو ما په خپله هم د بل چا د موسی شفیق د کودتا خبری واوریدی څه وخت وروسته شاغلی محمدداودخان په یوه لیدنه کی راته وویل چی د  موسی شفیق د کودتاه اوازه دولت ته رسیدلی ده خو دولت دا یواځی اوازه بللې ده . په ټوکه می ورته وویل چی د دولت تشخیص سم دی دومره هم کمزوری نه دی لکه ځنی چی فکر کوی

شاغلی محمدداود خان کټ مټ دستورلکه چی د موسی شفیق په برخه کی وه د سردار ولی په برخه کی هم تر سره کړ

له دی وروسته یی هغه څه راته ووېل چی زه حیران شوم :

اوس باید اوازه خپره شی چی زه] محمدداودخان] کودته کوم ورته ومی ویل چی تاسو خو په رښتیا نیت لری ځواب یی راکړ چی مخکی دوی اوازی مې زموږ او ستاسو په ګټه خپاری کړی وی. د شاغلی محمدداود خان د کودتاه اوازه هم د نوموړی په وینا دولت ته ورسیده خو ورته د باور وړ نه وه داچی دومره باوری کس په دولت کی چی مقصدیی د شاهی کور نی وه څوک وه دوی له کودتاه وروسته هم چاته په ګوته نه کړ

راتلونکی لیکنه له خیره داده چی دولت ته د کودتاه خبر رسیږی او باور  پری کوی

کود تاه ته انتظا

دا عنوان می ځکه مناسب و ګاڼه چی ځنو کسانو چی کودتاه کی یی برخه اخستی وه لیکلی چی شاغلی محمد داود خان مو تهدید کړ چی کودتاه وکړی. په داسی حال کی چی دوی په خپله د کودتاه لپاره کوم نظامی قوت په واک کی نه درلود خو زه به کوشش وکړم نن زموږ په منځ کی دغه لوی انسان نشته باید رښتیا ولیکم. هر چا زما په شمول به چی د کودتاه پوښتنه وکړه چی څه وخت کیږی؟ د شاغلی محمد دااودخان ځواب یو او لند وه[هر وقتیکه پرزه ماشین مکمل کار کرد]نو بیا چا دا جرات نه کاوه چی نور مخ ته لاړ شی

تقریبا لس ورځی کودتاه ته پاتی وی چی په لومړی ځل یو ځای هغه کسان چی د خپل ګروپ استازیتوب یی د شاغلی محمدداودخان سره کاوه د سید عبدل اله په کورکی چی په دریمه کارته کی وه را غوند کړه . راته ویی وېل چی دولت ته د کودتاه خبر.رسیدلای دې امکان لری چی زموږ د نیولو پرېکړه وکړی.ما خبر در کړ خو تصمیم به تاسی نسی.البته موږ ته بد خو څه چی‌‌‌‌‌‌ډېر بد خبر وه.ټول غلی ولاړ یو یوه بل ته ګورو.

چوپتیا د پلچرخی پله 4 او15زغیریوارو قوا وو دوو تنو یوه په بل پسی ماته کړه او زیاته یی کړه چی که کودتاه پيل شی ‌‌‌‌‌‌ډیر کسان به مړه شی.نورو ټولو په یوه خوله او لوړ مرال خپل چمتو والی و ښود. زغریوالو قواوو خبره  سپينه کړه او زیاته یی کړه چی موږ کوتاه نه کوو.د ټانک د ټولی استازی چی په  شاهی ګارد کی بریدمن حبیب اله وه په لوړ اواز ناری کړی چی بیغمه اوسی زه چی هروخت امر وکړی چمتو یم . شاغلی محمدداودخان نور هیڅ و نه ویل له کوره و ووت.‌‌‌‌‌‌ډو ‌‌‌‌‌‌ډۍ مو و خواړه.یو نظر وو چی باید زر اقدام وشی . د فیض محمد او حبیب اله اړیکی د محمدداود خان سره زما په. ذریغه وو نو دواړو ‌‌‌‌‌‌ډیر جدی راته وویل چی سبا ته ورشه ورته ووایه چی نور. د خلکو پر ژوند ملندی مه وهه.ورته ومی ویل چی تاسو ته خبره اسانه ده چی اعصاب مو خراب شی. د غم دابی مو زه یم هرڅه راته واېاست خو که زه داسی خبری محمدداودخان ته وکړم بیا هیڅ امکان نه لری چی په یوه لاره سره لاړ شو. دی حبیب اله ټينکار په دی. وه چی خبره ور سره سپينه کړه که موافقه یی نه کړه بیا موږ کودتاه وکړو او بیا هرڅه چی کوی و دیی کړی. او که چیرته دولت موږ بندېان کړی پوهیږی څه رباندی کړی؟. ددغو ګیلو سره سباته د محمدداودخان کورته ورغلم. مخکی لدی چی زه څه ووایم دوی پوښتنه وکړه چی د فیض محمد او حبیباله سره دی لیدلی دی؟ ورته ومی ویل چی هو دواړه په دی ټينګاچی مخکې تردی چی دولت زموږ په نیولو اقدام وکړی موږ باید بیړه وکړو.محمدداودخان وویل چی د زغریوالو قواوو په کودتاه کی د ګدون نه کولو زموږ په پروګرام کوم منفی اثر نه کړی ځکه دوی په اوله مرحله کی هسی هم برخه نه اخسته.زما نظر یی د زغرېوالو قواوو په هکله و غوښت. ځواب می ورکړ چی بل به کوم دلیل وې و ‌‌‌‌‌‌ډار شول ژوند خوږ دی خو یو خطر شته چی د ځان په ګټه دولت ته ټول پلان افشا کړی راته ویی ویل ملګرو ته دی سلام وایا هو دا خبره پر ځای ده چی زر عمل وکړو.دا هم جوته وه کله مو چی کوتاه ته کسان لټول ټولو دا اندیښنه کړه چی دابه یو چل وی ځکه پدی خبر وو چی شاغلی محمداودخان د پاچا د تره زوی دی ‌‌‌‌‌‌ډیرو ته دا سوال پيدا کیده چی د کورنیو اړیکو له امله شاغلی محمدداود ته د کودتاه عمل مشکل دی چی خپل فامیل له سیاسی قدرت نه لری کړی خو بیا هم موږ داسی مرحلی ته ور سیدو چی شاته تګ ممکن نه وه بایدعمل مو کړی وای

لوییدی

د کودتاه پیل

له هغه وخته چی په دریمه کارته کی شاغلی محمدداودخان د کودتاه څخه د دولت د خبریدو خبره وکړه. لس ورځی تیری شوی.باور وکړی دا ورځی ‌‌‌‌‌‌ډېری سختی وی څوک می چی کودتاه ته را بللی وو دا پوښتنه به یی کوله چی ولی په عمل لاس نه پوری کوو؟ یو وار چی بندی شوو بیا خو کودتاه نه بلکه د مرګ انتظار به کوو . چی رښتیا ووایم ما دوی ته سم ځواب نه در لود.ټول کار د شاغلی محمدداودخان په اختیار کی وه .دوی ته باید داسی څه ویل شوی وای چی د کودتاه د پيل سبب شوی وی، کومه لیدنه می چی د سرطان د میاشی پ  24 نیټه درلوده فیض محمد او حبیباله ‌‌‌‌‌‌ډېر و زورولم او خبره تردی ځایه ورسیده چی د محمد داودخان سره زما ‌‌‌‌‌‌ډیر جدی نه غږیدل یی زما دې ‌‌‌‌‌‌ډار ثبوت و باله

د سرطان د میاشتی په 25 نیټه د یوه نوی زما په فکرمهم او عاجل خبر سره چی خیالی می جوړ کړی وه او رسمی ورځ وه د ورځی وختی د شاغلی محمدداودخان کور ته ورغلم باید ووایم چی پخوا به حتمی د جمعی په ورځ ورتلم.او خپلی خبری می داسی پيل کړی

نن د تدبیقاتو لپاره څو هلی کوپتر په راکتو سمبال کوی چی سبا به دغه راکت فیر شی نو د هوایی قواوو لپاره تر سبا ورځی پوری مناسب وخت دی.. زما دا خبر د نوموړی د پام وړ شوه او راته ویی ویل چی د کوماندو او د ګارد د ټانک دی. ټولیراپور راوړه، سره لدی چی د دوی ناظر چی  په باز منګل ما پيژانده چای راوړ خو زه له ځایا پورته شو چی بیا د پرزه جات مشېن خبره یاده نه کړې. د دوستانو به یاد وی کله به چی د شاغلی محمدداودخان څخه د کودتاه د وخت پوښتنه وشوه تل یی یو او لند ځواب وه هر وقتیکه پرزجات مشین نورمال فعالیت کرد.خو دا خبره ځکه هم راته مهمه وه چاچی د کودتاه قول کړی وه ‌‌‌‌‌‌ډیر په تشویش کی وو اوله دی ‌‌‌‌‌‌ډاریده چی موږ به په کودتاه پيل نوی کړی چی دولت مو بندیان کړی. حبیب اله په شاهی کارد کی را نیږدی وه نو لومړی به هغه ته د ورتګ نیت وکړ. د ارګ شرقی دروازی ته به لا دوه سوه متره پاتی وو ګورم چی مخامخ حبیب اله را روان دی له روغبړ وروسته یی پوښتنه وکړه چی نوې خبر شته؟ او کله یی چی د هو ځواب واوریده ‌‌‌‌‌‌ډیر خوښ شو او په بیړه یی راته وویل چی واېا.پوښتنه می ځنی وکړه که وخت لری چی دواړه د فیض رستورانت نه چی په پښتونستان واټ کې وه فیض محمد ته تلیفون وکړو. دغه د سلطنت د زوال ورځ به ورته و وایم چی د مشین پرزو د شاغلی محمدداود خان په اسطلاح ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه کار پیل کړ کله می چی د کوماندو غند ته تلیفون وکړ په خپله فیض محمد ځواب راکړ دومره ورته وویل چی زر د فیض هوتل ته راشه .کله چی دری واړه یو ځای شوو دوی ته می د محمدداودخان سره د لیدنی او دی ځانه جوړ شوی د هلی کوپترو قصه وکړه. په اورېیدو یی دواړه خوښ او زه یی و ستا یلم او دواړو د  خپل ځان تیاری اطمنان راکړ

 

پاچاګل وفادار

- پاچا ګل وفادار
بېرته شاته