(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لومړنۍ مینه

[20.Jun.2020 - 14:49]

 

لومړنۍ مینه

نصرت الله نایل

د پارک پر اوږده سیمټي چوکۍ مې ډډه ولګوله، پر شاوخوا مې یو نظر واچوهٔ، پارک په شنو کالیو کې ځان نغښتی وو، په منځ کې یې ډله ماشومانو د کریکټ لوبه کوله، خوشاله معلومېدل، د پارک ښکلا انسان ته روحي خوښي وربخښله، ښی لاس مې ژامې ته ورلاندې کړ، لاس ته مې پر ګونډه تکیا ورکړه، فکرونو یوړم، پخوا وخت ته ورګرځیدلی وم، په زړهٔ مې نرۍ څړیکه تېره شوه، هغه څوک رایاد شول چې ټول ژوند مې ورپورې تړلی وو، خو اوس...

اوس مې لهٔ خپلو یادونو بهر کړی وو. بس کله نا کله به یې څېره مخې ته راته ودرېدله، د کورتۍ جېب ته مې لاس یووړ، وړوکي کتابچه مې راواخیسته، د قلم څخه مې سر ایسته کړ، څو پاڼې مې سره واړولې، ډکې وې، تشو پانو ته وروګرځېدم، قلم مې په غاښونو کې ونیو، یوه شېبه فکرونو لاهو کړم، قلم مې له خولې لېرې کړ، ومې لیکل:

                       دیارلس کاله پخوا

غنچا شوه، زر مې شاته راوکتل، څوک نهٔ وو، زړهٔ مې درزېدهٔ، په کوڅه کې لهٔ خړو کورونو تېر شوم، کروندو ته وروګرځېدم، د اوبو شڼهاری خوت، د چرچرک اواز اورېدل کېدهٔ، توت ته ورسېدم، (هغه) د توت د ونې لاندې ناسته وه، پښې یې لښتي ورغځولې وې، تر څنګ یې غلی کېناستم، چړپ شو، پښې مې د لښتي په خړو اوبو کې وې، ورومې کتل، سر یې ټیټ نیولی وو، ښه نهٔ راته ښکاریده، شونډې مې غلي وخوځیدلې:

ګرانې! څه شوي دي؟

لاس یې راوغځاوه، شونډې یې وخوځیدلې:

دا لیک درسره واخله، اوهو! نوره دې ځای ته مهٔ راځه، ځکه چې زهٔ به نوره نهٔ وم.

زړهٔ مې ولړزېدهٔ، (هغه) پاڅېده، روانه شوه، له لښتي مې په چټکۍ پښې راوباسلې، په منډه یې مخې ته ودرېدم، له مټو مې ونیوله، ومې ویل:

ولې؟ زما ګناه څهٔ ده!؟

هغې مې لاسونه لهٔ مټو لېرې کړل، ویې ویل:

ستا د هرې پوښتنې ځواب په دې لیک کې دی.

روانه شوه، سترګې مې تر هغو پکې خښې کړي وې چې له سترګو مې پناه شوه، درپ شو، ګونډې مې پر ځمکه ولګیدلې، پر چاودو غومبرو مې اوښکې راماتې شوې، پزه مې پورته کش کړه، په ژړغوني غږ مې وویل:

اې ربه! دا زهٔ د کومې ګناه سزا ګورم!؟

ژړا مې زور واخیست، خو ژړا هغه څهٔ بېرته نهٔ شول راګرځولی، کوم څهٔ چې تېر وو، پاڅېدم، په سستو قدمونو د کور په لور روان شوم، چړپ شو، چپه پښه مې لښتي ته لوېدلې وه، تګ ته مې دوام ورکړ.

د کوټې دېوال ته مې سر لګولی وو، تېرې شیبې رایادې شوې، ناڅاپه لیک رایاد شو. جېب ته مې لاس کړ، لیک مې راواخیست، د لاټین ژېړې رڼا ته مې کېښود، (هغې) لیکلي وو:

ګرانه!

زهٔ ډېره بخښنه غواړم، تا نهٔ شم هېرولی، خو څهٔ چې قسمت کوي، هغه کیږي، زهٔ یې د ملک زوی، ضمیر ته وادهٔ کړم، نهٔ یې شم زغملی، خو هوډ مې وکړ چې هر څنګه وي، اوس به لهٔ ژوند سره مبارزه کوم، نوره څهٔ ویلو ته نهٔ لرم، خو دومره درته لیکم چې:

(مینه درسره لرم)

ګلالۍ

غومبوري مې تاودهٔ شول، غلی، غلی سونګېدم، ناڅاپه مې لهٔ خولې دردناکه چیغه ووته:

نه... دا امکان نهٔ لري... داسې نهٔ شي کیدای، ته ... یوازې زما....

خبرې مې پرې شوې، د ځان د کابو کولو هڅه مې وکړه، نهٔ کېده، لهٔ سترګو مې بې واره اوښکې بهیدلې، نن رښتیا مات شوی وم، له درب سره پر ځمکه وغورځېدم، هماغسې مې ژړل، نهٔ پوهېږم چې څومره به مې ژړلي وي، خو یو وخت مې سترګې سره ورغلې،  ویدهٔ شوی وم.

پای

۲۰۲۰/۶/۱

.........................

کتابچه مې سره وروستله، قلم مې بند کړ، په سترګو کې مې اوښکې ورغړیدلې، پزه مې پورته کش کړه، قلم مې جېب ته واچوه، ومې ویل:

ګلالۍ! تهٔ پوهېږې؟ لومړنۍ مینه د انسان تر مرګه پورې نهٔ هېریږي، اوس هم کله کله سترګو ته راته ودرېږې، خدای شته، لهٔ سترګو مې اوښکې راوبهیږي، خو لا تر اوسه مې دا درد په خپل زړهٔ کې ساتلی دی.

د سترګو کونجو ته مې لاس یووړ، اوښکې مې پاکې کړې، له کتابچې سره یو ځای به چټکو قدمونو لهٔ پارکه ووتم.

پای

- نصرت الله نایل
بېرته شاته