(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښکلا پوهنې له زاویې نه

[20.Jun.2020 - 14:36]

د ښکلاپوهنې له زاويې نه

لیک: اجمل ښکلی

څو کاله مخکې مې يوه ورځ ياهو مسينجر پرانيسته، پر عمومي پاڼه يو اعلان پروت و. يوه چاغکه ښځه ناسته وه، ويښته يې سره وو، يخن يې اغوستى و او لاسونه يې تر څنګلو پورې لوڅ وو.په خوا کې مې يو مشر مېلمه ناست و. د عکس په ليدو حساس شو. ويل يې، دا لوڅې ښځې چې ګوري، خود به دا اوسني ځوانان داسې بېلارې وي. ما ويل، کاکا ستاسو د وخت مې هم ډېرې رنګينې کيسي اورېدلي. تر دې وخته زما عکس ته پام نه و او د دې درې علته وو: يو، دا ډول عکسونه په نيټ کې عام دي، چې ښځه پکې لوڅ سر ناسته وي، دوه، زه او زما غوندې ټول هغه خلک له دا ډول عکسونو سره دومره عادي شوي، چې لوڅوالى پکې ورته نه ښکاري. انسان له شيانو سره ژر معتادېږي. تاسو چې هره ورځ خپل کور ته ننوځئ، د کور له شمېرې سره دومره عادي شوي يئ، چې ډېر کله مو ورته پام نه وي. انسان چې کله يو څيز پسې ګرځي، مخې ته پرتو شيانو ته يې ډېر کله پام نه وراوړي. که په پخلنځي کې په پيالې پسې ګرځئ، آن مخې ته پرتو لوښو ته مو پام نه وي. درېيم دا چې انسان ته مهم شيان لومړى ښکاري. ما ته هغه ورځ په ياهو کې د خپل اکونټ پرانيستل مهم وو، له دې امله مې عکس ته پام نه و؛ خو زما مشر مېلمه ته په هغه پاڼه کې له هغه عکس پرته بل څه نه برېښېدل. بالعموم د لوڅوالي په اړه هغه کسان ډېره واويلا کوي، چې په همدې پسې ګرځي

د هغه عکس په اړه زما د مشر مېلمه او زما د قضاوت توپير زه متوجه کړم، چې د لوڅوالي په اړه قضاوت تر عيني ډېر ذهني دى. کوم عکس چې زما مشر مېلمه ته لوڅ برېښېده، ما ته پکې د لوڅوالي څه نه ښکارېدل. د ذهنيت او عينيت اصطلاحات د ښکلاپوهنې په فلسفه کې ډېر کارېږي. د دې مانا دا ده، چې لوڅوالى او نه لوڅوالى يوازې د اخلاقو نه، د ښکلاپوهنې موضوع هم ده، ځکه چې لوڅوالى له جسم سره تړاو لري او د ښکلا يوه مهمه سرچينه هم جسم او ماده ده. د ښکلا يوه ځانګړنه دا ښودل شوې، چې نندارچي يې له ليدو خوند اخلي، د لوڅوالي په ليدو کې هم خوند پروت دى. له دې دواړو خوندونو سره د انسان د جنسي غريزې ډېر نېژدې تړاو دى

په ټوله کې ويلاى شو، چې د لوڅوالي په اړه قضاوت يوازې اخلاقي نه دى، ښکلاپوهنيز هم دى.

ښکلاپوهنه د ښکلا په اړه درې نظريې لري. يو، ښکلا عيني ده، دوه، ښکلا ذهني ده او درېيم، ښکلا هممهاله عيني او ذهني ده او دا ځکه چې ښکلا يو صفت دى، چې ځينو ښکارندو کې شته او په ځينو کې نشته. په کومو کې چې شته، په هغې کې هم د نندارچي احساسات، روزنه او محروميتونه ښکېل دي. دا شيان د نندارچي ذهنيت جوړوي. وايي، مجنون ته چا وويل، چې په دې تکه توره ليلا مين يې؟ هغه ورته وويل، چې لږ ورته زما په سترګو وګوره. د لوڅوالي په اړه قضاوت هم له دې سرچينه اخلي، چې د نندارچي روزنه په کوم ډول چاپېريال کې شوې، کوم محروميتونه لري او احساسات يې څه ډول دي. موږ د لوڅوالي په بحث کې د ذهنيت مهم اړخ هېر کړى دى او يوازې پر عينيت پورې نښتي يو. بل د لوڅوالي مفهوم هم ډېر د ښځي د مفهومي حوزې ټوک راته ښکاري. زموږ ډېر ټينګار دا وي، چې ښځه بايد بورقه واغوندي؛ خو کله هم خپل نظر او خپل چلن ته په انتقادي نظر نه ګورو. په دې فکر نه کوو، چې ممکن زما نظر سم نه وي، زه بايد خپل نظر پاک کړم. که لوڅوالى يوازې عيني وي، بيا خو پکار ده، چې په ټوله نړۍ کې يو ډول وي. د ترکيې په اسلامي هېواد کې يوه سړي ته ولې سرلوڅې ښځې بداخلاقه نه ښکاري؛ خو په افغانستان کې ورته ښکاري، ځکه چې هلته ښځه د جنسي غريزې له سرچينې هاخوا نور ډېر مهم ټولنيز کارونه ترسروي او کومې ټولنې چې لوړې ټولنيزې موخې لري، هلته د ښځې لوڅ مخ ډېرې وړې خبرې وي، چې په بحث نه ارزي.

له فردي ذهنيت هاخوا د ښکلا په بحث کې يو بل مهم بحث د ټولنو د فرهنګ دى. د ښکلا په اړه د بېلابېلو ټولنو په ټولنيز شعور کې توپير وي. په يوه ټولنه کې سپينوالى او په بله کې توروالى د ښکلا يو اصل وي. که د ښکلا پر ځاى په دې تعريف کې لوڅوالى او نالوڅوالى کېږدو؛ نو ويلاى شو، چې د لوڅوالي په اړه هم د کولتورونو قضاوتونه مختلف وي. هغه څه چې يوې ټولنې ته بداخلاقي ښکاري، بلې ته ممکن عين اخلاق وبرېښي. دا راته وايي، چې اخلاقي قضاوتونه مطلق نه، بلکې نسبي وي او په دې ډول که د انډونيزيا مسلمانان موږ ته د ښځو د سر د لوڅوالي له امله بداخلاقه ښکاري، ممکن هغوى ته موږ ښځو ته د بورقو د وراغوستو له امله بداخلاقه ښکاره شو.

د فرهنګ يوه ځانګړنه بدلون دى. زموږ په ټولنه کې يو وخت ښځو له سړو سره په جګړو کې برخه اخيسته، خو اوس يې له پوليسې کېدو سره ستونزه لرو. همدا اوس هم په کليو کې ښځې له سړو سره اوږه په اوږه په کرنيزو کارونو کې برخه اخلي، پټيو ته ځي، شوتل رېبي، بېنډۍ اړوي، لو کوي، بداخلاقي نه ګڼل کېږي؛ خو که لور يا خور يې مکتب ته ځي يا ماموره کېږي، بيا ورسره ستونزه لري

لنډه دا چې د بداخلاقۍ پرېکړه اسانه نه ده، دا لار له ډېرو سختو کږلېچونو تېره شوې ده، ښه ده، چې په قضاوتونو کې احتياط وکړو او په عين(مخامخ لوري) کې د بداخلاقۍ د پلټلو پر ځاى پر خپل ذهنيت فکر وکړو، ممکن يار په کور کې وي او ته ورپسې په جهان کې ګرځې

مولانا @Asad Shihab يو عکس شيير کړى و، چې نيمه لوڅه ښځه پکې يوه خوارځواکي افريقايي ماشوم ته اوبه او خواړه ورکوي. نورې نړۍ له انسان سره دا خواخوږي ستايلې وه؛ خو يوازې افغانان وو، چې د ښځې اندامونو ته يې پام اوښتى او ډېرو يې عکس غندلى و.

په اوسنۍ نړۍ کې پر نورو اړخونو سربېره له نيټ نه د معلوماتو د ترلاسي لپاره استفاده کېږي او په نيټ کې دا ډول عکسونه دومره عام دي، چې سانسور لګول پرې تقريبا ناممکن دي؛ نو که زموږ فکر پراخه نه وي، له انټرنيټ نه د علم لپاره استفاده نشو کولاى. موږ د نړۍ يو هېواد يو، له ډېرو هېوادونو سره به فرهنګي، سوداګريزه، سياسي، تحصيلي راشه درشه کوو، که مو ذهن پراخه نه وي، خپلې لويې موخې نشو ترلاسه کولاى.

- اجمل ښکلی
بېرته شاته