(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خلقي حکومت او علي ګل پیوند

[15.Jun.2020 - 15:01]

خلقی حکومت او علی ګل پیوند

لیک: ېارمحمد تره کی 

انقلابی شاعر او فرهنګی علی ګل پیوند ابدی شو

پرون می په ټولنیزو رسنیو کی د خلقی انقلابی شاعر علی ګل پیوند د مرګ خبر واورید. خدای ج دی جنتونه نصیب کړی. هسی می په مغزو کی د علی ګل پیوند ښکلی ترانی او انقلابی شعرونه را وګرځیدل. بیا می فکر وکړ چی دا خو یو ستر هنرمند او انقلابی شاعر وو،  ده ولی د خلق دموکراتیک ګوند په حکومت کی ۸ کاله جیل تیر کړ؟ ولی دده څخه فرهنګی ګټه پورته نشوه؟ ولی او ډیر نور ولی؟  دا څو ټکی زه د ژورو جزباتو پر بنسټ لیکم . په دی لیکنه کی نه کوم اضافی معلومات شته او نه هم کوم نصیحتدا هسی د ژوند څخه زما د فکر انعکاسونه دی چی د لیکنی په توګه تصویری کیږی.

 د خلقیانو د حکومت په مینځ کی اختلاف و د قدرت په سر ناندری ډیر ښه خلقیان د سیاسی ژوند کندی ته ودرول. د ۱۳۵۸ کال په وږی (سنبله) کی کله چی حفیظ الله امین د یوی خونړی اوښت په نتیجه کی قدرت ته ورسید په حقیقت کی ټولو خلقیانو نه یوازی دی ستر بدلون ته تیاری نه درلودله، بلکه هغوی په سیاسی لحاظ خپله لاره ورکه کړی وه. ځینو د نوی اوښت پلوی کوله خو ډیرو په حیرانتیا سره دی نوی واقعیت ته کتل خو  د منلو توان یی نه درلودپه انګریزی دی ته وایی چی یو څوک د دیوال غلطی غاړی ته ودریږی  (Wrong side of the fence). په ۱۳۵۸ کال کی ددیوال هره خوا د مرګ او بند په معنی وه. هغه خلقیان چی تره کی ته وفادار پاتی شول هغوی په هماغه اوله کی جیل ته وغورځیدل او یا پټ شول. ډیر خلقیان په دولت کی دننه د ترخو واقعیتوپه منلو سره د انتظار په حالت کی راغلل. نور خلقیان چی په دولت او نظام کی وو او خدمت یی کاوو هغوی ددولت سره پاتی شول. ځکه دا دولت خلقی دولت وو. مهمه نه وه چی څوک یی مشر دیاکثریت خلقیانو حتی مخور او لوړ پوړی خلقیانو ونشوای کړای د وږی د میاشتی حوادث په سمه توګه تحلیل کړی. ډیرو د اوښت په باب چوپه خوله پاتی شول او دی ته انتظار شول چی نظام او ګوند به کومی خواه ته ځی. په یوه نظر کولای شو ووایو چی خلقیانو د ۱۳۵۸ د وږی په میاشت کی ستره ماتی وخوړه. ځکه دوی نور هغه روڼ سیاسی لید لوری چی په تیرو څوارلسو کلونو کی یی درلود له لاسه ورکړی وو. په همدی ماتی کی علی ګل پیوند چی ددولت مامور وو او ستر انقلابی شاعر هم وو د دولت سره پاتی شو یعنی د امین سره پاتی شو. ده نه کوم جنایت کړی وو او نه هم د خلکو ځورونه کړی وه. هغه یو ستر شاعر وو او دده شعرونه د انقلاب او نوی نظام د معرفت لپاره ښه وسیله وه. دغه ناتار یوازی دری میاشتی دوام درلود. په دغه موده کی د خلقی ګوند په دننه کی ډیر څه تیر شول  خو ټولو امید درلود چی دغه کږه بیړی به بیرته خپلی لاری ته دوام ورکړی. دری میاشتی وروسته رښتیا هم چی بل اوښت پیښ شو. بله ټکه ولویده. نه یوازی چی بیړی بیرته پر لار نشوه روانه، بلکه ټول هغه څه چی خلقیانو لاس ته راوړی وو د یوه سره لاهو شول. د افغانستان په تاریخ کی هیڅ بل سیاسی ګوند او ډله دومره ژر د قدرت معراج ته نه وورسیدلی لکه چی خلقیان ورسیدل. د هیواد په تاریخ کی هیڅ سیاسی ګوند دومره ژر د معراج د څوکه  نه نه وو را غورځیدلی لکه چی خلقیان راوغورځیدلبله څپه راغله او په دی څپه کی پیوند صاحب هم لاهو شو. علی ګل پیوند لا د وږی د میاشتی حوادث سم نه وو تحلیل او چاڼ کړی چی بله واقعه وشوه. ددی لپاره چی د حفیظ الله امین په حکومت کی د وزارت معین وو نو سمدستی جیل ته وغورځول شو او هلته یی څه دپاسه اته کاله تیر کړل. دا چی پیوند په جیل کی څّه ولیدل دا بله قصه ده. د ۱۳۵۸ کال حوادث د خلقیانو بی تجربه توب او د بیروکراتیک حکومت کولو نه بی خبری په ثبوت ورسوله. انقلابیان همداسی وی. دوی غواړی ژر بدلون راشی . د ټولنی عینی او ذهنی شرایط دوی د قدرت تر څوکه ورسوی خو ددوی لپاره دا ګرانه وی چی د قدرت ژرنده وڅرخوی. په ډيرو انقلابونو کی همداسی شوی دی. هغه وخت چی  روسی لښکری پر هیوا د را پریوتی  نوخلقیان هم د قدرت د اوښت په دوهمه څپه  کی را ګیر شول. د ی نوی څپی د خلقیانو مشران او کدرونه پلچرخی جیل ته ور ټیل وهل. ډیر په جګړه ایزو جبهو کی د شا له خوا وویشل شول او نور هم د تنظیمی مجاهدینو له خوا د مخ له خوا وویشل شول. هغه کسان چی د نوی واحد خلق دموکراتیک ګوند کی بیا هم دندی لرلی او په مرکز او ولایاتو کی په ملکی او نظامی وظایفو لګیدلی وو ددوی د مرګ او یا شړلو لپاره پوره انتظامات شوی وود نورو لسو کلونو په تیریدو سره د خلقیانو سیاسی او تشکیلاتی تاثیر له مینځّه ولاړ خو د یوه سیاسی لښکر په توګه بیا هم په زرګونه خلقیان د دولت په چوپړ کی وو . په حقیقت کی خلقیانو په لوی لاس ځانونه د غی کندی ته ورشیوه کړل. دوی ښه حکومت والی پیل کړی وه.د خلکو اعتماد یی ځان ته رااړولی وو. که دوه یا دری کاله نو رهم دوی په آرامه حکومت کړی وای نو کیدای شوای چی دغه حکومت به تر اوسه دوام موندلی وای. خو داسی ونشول. خلقیانو د قدرت د اوښت په وخت کی دی ته پام و نشو چی دغه بدلون به دوی د یوه ستر سیاسی سازمان په توګه محو کوی. د شورویانو د راتګ سره سم د خلقیانو قدرت عملآ ختم شو. هغه حضور چی د خلق ځینو مشرانو په نظام کی وروسته د روسانو د راتګ نه درلود هغه ټول د سیاسی عطالت ، مجبوری او د سیاسی بدیل نه موجودیت وو. خلقیانو ته بی له دی چی د توپ د غوښی په توګه استعمال شی بله لاره نه وه پاتی. څو خلقی کدرونو د نظام د ناغیړیو او د روسی عسکرو د شتون له امله  په ۱۳۶۰ کال کی کابل پریښود او پیښور ته مهاجر شول. په همدا سبا یی د اسلامی حزب جلادان دوی ته راورسیدل او ټول یی ووژل او ددوی اولادونه یی په کیمپونو کی د اسلامی حزب لپاره تربیه کړلدغه حادثه یو لوی درس وو چی پاکستان د خلقیانو لپاره د غیر علاقه وګرځیده. ددی نه وروسته بیا خلقانو د پاکستان د تګ تلوسه ونکړه

کلونه تیر شول او په هیواد کی لږ سا وچلیده او د خبرو کولو او دلیل ویلو وخت راروسید. خلقیان نه ورک شول او نه هم له مینځه لاړل. داسی ښکاری چی دغه سیاسی تشکیل د خلکو په مینځ کی اوږدی او ژوری ریښی درلودی. اوس چی د وخت په تیریدو سره ددوی په مینځ کی د یووالی او ملګرتوب جزبات بیا را شنه شوی دی نو پکار ده تر څو د هغو کسانو د ژوند جاج واخلی کومو چی لکه علی ګل پیوند په دی اله ګوله کی خپله ځوانی، ښه نوم اود ژوند خواږه کلونه له لاسه ورکړل

علی ګل پیوند یو جرباتی او نازک خیاله هنرمند وو. خلقی حکومت دده لپاره دده د هنری آرزو ګانو او امیدونو د پلی کولو لار وه. د خلقی نظام ړنګیدل ده ته نه یوازی یو سیاسی بلکه یو هنری ګوزار وو. پیوند داسی خپل سیاسی  جذبات ښیی.

 

پیل مو په سندروکړه ژړا شوله     -----      ښه سپینه خبره وه بلا شوله

ما ودانوله رانه ورانه شوه     ------            ښکلی مدینه وه کربلا شوله

ړنګی شوی ماڼی د باورونو کی   ------        وسوه ؛غلغله؛ شوله تالا شوله

ټولو په رڼو سترګو لیدلی دی    ------           څه به وایم چا وکړه د چا شوله

پیټی د ګناه که یی په سر وړمه    ------         نورو نورو کړی وی زما شوله

 

د معقولیت، فکر او پوهی دستارپوشان په دی ښه پوهیږی چی د خلق هنرولسی هنر وو او ددغه هنر متصدیان آرمانی او انسانی فکر درلود. علی ګل پیوند د خلقی اله ګولی نه وروسته بیا ډیر کلونه په بهر کی  ژوند وکړ خو د زړه اور یی نه شو مړ او هغه انځور چی ده د افغانستان د سوکالی لپاره د زړه پر سر ایستی وو هیڅ کله هم عملی نشو. پیوند نامراده له دی نړی ولاړ. کیدای شی یوه ورځ په هیواد کی یو پوهنتون او یا فرهنګی مرکز د پیوند په نوم او دده مینی ته د احترام لپاره بیا وغوړیږی

خدای دی وبخښه انقلابی شاعره!!

- تره کی ېارمحمد
بېرته شاته