(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیجلي ګر

[15.Jun.2020 - 14:43]

 بجلي ګهر / خاکه 

ليک : ګل محمد بيتاب 

 

ما چې وړومبے دَ هغۀ څو بيانونه په ټېپ ريکارډ واورېدل نو ورته حېران شوم چې دا لا څنګه مُلا دے چې په تقريرونو کښې خلقو ته مخامخ شرميدلي، پوز پريکړي، بې غېرته ، بې پښتو ، بې ايمانه اؤ کله کله سم صفا کنځل کوي۔ داسې خبرې خو که بل چا مخامخ پښتنو ته اوکړې نو يقين نۀ کوم که ژوندے ترې خلاص شي ځکه په دې قسمه خبرو ډېره مرګ ژوبله شوې ده اؤ کېږي خو دۀ ته د غصې په ځاے خاندي اؤ دَ حملې په ځاے ورله داد ورکوي۔ اؤ چې خلق خبر شي چې فلاني ځاے کښې به دَ مولانا صېب تقرير وي نو ځان ورته رسوي۔ دا دَ پخواني مارشلائي صدر ضيا ٔ الحق دور وو اؤ په صوبه کښې جرنېل فضل حق ګورنر وو نو ځينې خبرې کول ډېر ګران وو ولې چې په نۀ څۀ خبره به ئې خلق جيلونو ته لېږل اؤ دَ تپوس ئې څوک نۀ وو خو دَ مولانا صېب به هر تقرير به دَ بل نه زيات وو ډير په ډاډه زړۀ به ئې که يو خوا دَ پښتنو په غلطو رسمونو، رواجونو، بې ځايه ضدونو رد کولو نو حکومت ئې هم نۀ معاف کولو۔ دغه شان ټېپ ريکارډ چې دغه وختونو کښې به هر کور کښې محض دَ سندرو اورېدلو د پاره پکارولے شول دې کښې دَ مولانا صېب تقريرونه هم خلقو اخيستل اؤ په څو کلونو کښې ئې داسې شهرت اُوشو چې په هره لاره ، کوڅه ، بس ، حجره جومات اؤ نورو ځايونو کښې به دَ حوالې د پاره خلقو يو بل ته د دۀ خبرې کولې ، پېښور کښې څو جلسو کښې ما مولانا صېب پخپله اوليدو اؤ د دۀ بيانونه مې واورېدل۔ رشتيا خبره دا وه چې دَ تقریر غوندې ئې شکل هم ډېر ښکلے اؤ اثري وو لوړ دنګ، سور سپين، مضبوط وجود ئې وو ، سپينې جامې اؤ سپين پټکے ئې په سر وو دَ يو معزز اؤ محترم مشر اؤ سپين روبي مينه پرې ماتېدله ، ورسره ئې آواز ډېر ښکلے صفا اؤ اثري وو نو ځکه خلق به ئې په لويو لويو تقريرونو آورېدلو نۀ تنګېدل بلکه د دۀ دَ تقرير په انتظار کښې به ئې دَ نورو سياستدانانو اؤ مليانو تقريرونه اورېدل اؤ اکثر به دَ دۀ تقرير په آخره وو۔ دے دَ هغه چا غوندې نۀ وو چې ګني دَ تقرير مينځ کښې دې خلق ورته اودۀ شي ، دَ پښتنو دَ مزاج مطابق به ئې تقرير کولو اؤ دَ دوئ دَ ويښ اؤ بېدار ساتلو د پاره به ئې مينځ ترمينځه پکښې ټوقې ، لطيفې، نقلونه اؤ تردې چې کنځل هم کول خو داسې ماحول به ئې جوړ کړو چې بنده به وئیل بغېر له دې بله څۀ چاره نشته

کله چې ما مخامخ د دۀ بيانونه واورېدل نو دَ ډرامې دَ ليکوال په حېث ماته داسې محسوس شوه چې دے په حقيقت کښې داسې لګيا وي لکه ډرامه چې مخ په وړاندې روانه وي ، خو ډرامه اؤ د دۀ تقريرونو کښې فرق دا وو چې وړومبے ليکوال يوه قيصه دَ ډرامې په شکل اوليکي بيا هدايت کار هغې له کردارونه خوښ کړي اؤ دغه کردارونه بيا دا قيصه مخ په وړاندې بيائي چې پکښې مختلف کردارونه وي خو دۀ چې کوم کمال کولو هغه دا وو چې دَ ډرامې ليکوال، پروډيوسر، اؤ کردارونه هر څۀ دۀ پخپله کول۔

وړومبے به د دۀ خپل کردار وو چې هغه دَ يو مُلا يا واعظ وو، دَ قرآن کريم آيتونه، احاديث، دَ بزرګانو اقوال وغېره به ئې ووئيل، بيا به ئې په يوه خاص طريقه سين بدل کړو، مثلاً دَ يو سړي اؤ ښځې کردار به شروع شو ، ورسره به دَ معاشرې نور افراد لکه پوليس ، ډاکټر اؤ نور سرکاري اهلکار وغېره راغلل، دَ موجوده وخت په مسئلو به بحث شروع شو دَ حکمرانانو اؤ عامو خلقو په تضاداتو به خبرې اُوشوې، دې کښې به هيرو، ولن، کاميډي اؤ داسې نور قسمه کردارونه شامل وو خو دا ټول کردارونه به دۀ په يواځې ځان کول اؤ ډېر ښۀ به ئې کول۔ اؤ په آخره به ئې خپل بحث په دې راغونډ کړو چې دَ پاکستان اولس به هله دَ موجوده مسئلو نه خلاصے مومي چې دلته اسلامي نظام نافذ شي بې حيائي اؤ بې انصافي ختمه شي زۀ دا دعوه هم کوم که څوک غواړي چې تکل څنګه ليکلے کيږي نو د دۀ تقريرونه دې واوري بس دا ئې غوره عملي شکل دے چې دے موضوع اؤ ورسره مينځ ترمينځه څومره ښکلي انداز کښې ګريزونه کوي دَ هغۀ تقريرونو ته که څوک زير شي نو دا حقيقت به اُومني چې دَ هغۀ انداز ډېر منفرد اؤ زړۀ راښکونکے دے دَ هغۀ دننه يو زبردست فنکار وو چې په غېر ارادي طور به د دۀ دَ تقرير په دوران کښې دَ خلقو په زړۀ اؤ ذهن خورېدلو، لکه هغه دَ ټيلي ويژن په کور کښې دَ ساتلو خلاف وو ولې چې دَ هغه په قول دې کښې سړي پردۍ ښځې اؤ ښځې پردي سړي ويني اؤ دې کښې چې کوم مختصر قسمه لباسونه خصوصاً زنانه اغوندي نورې بيا دَ هغې نقل کوي اؤ ورسره بې حيائي خورېږي ، په دې حقله ډېرو عالمانو اؤ مشرانو خبرې کړې وې خو دَ مولاناصېب انداز دَ هر چا نه بدل اؤ انفرادي وو ځکه خو دَ هغۀ دَ خلې خبره تر اوسه ما اؤ نورو ډېرو خلقو ته ياده ده چې يو تقرير کښې ئې وئيل يو مشر سړے ځامنو، لوڼو، اينګوريانو اؤ نمسو ډېر تنګ کړو چې کور ته ټي وي راوړه خو هغه نۀ راوړلو ورسره ښځه په جنګ شوه چې اُوس دې دَ ځانه شېخ جوړ کړو بهرحال هره ورځ دَ ښځې دَ جنګ اؤ بچو دَ بيا بيا غوښتنو نه مجبوره شو نو لاړو اؤ بازار کښې ئې ټيلي ويژن واخيستو، نزدې ځاے وو نو دَ پړي يو مزدور ته ئې په شا کړو کله چې کور ته اورسېدل نو مزدور ورته اُووې حاجي صېب پرده اوکړئ خو مشر ورته اُووې راځه راځه دَ پردې کولو والا دلته څوک نشته ، کله چې زنانو کور کښې دننه پردے سړے اوليدو نو يو خوا بلخوا ئې منډې وهل شروع کړل خو مشر ورته اووې منډې مۀ وهئ دا خو غريب اؤ مزدور کار سړے دے۔ زۀ هم موجود يم خو دې بکسه کښې مې درله دومره پردي سړي راوستي دي چې ټولې به ئې په کتلو ستړې شئ ځکه دې کښې په زرګونو اؤ لکهونو سړي دي ، نو بس دَ نن نه ستاسو ستر پرده ختمه شوه ، ښځو اووې خدائے دې نکړي چې زمونږه ستر پرده دې ختمه شي اؤ که داسې وي نو دا واپس يوسه ، ورسره به مولانا صېب اُووې دا پښتنې وې شرم حيا ٔ پکښې وه ګني نو ډېرې ښځې بې شرمۍ ته خوشحالېږي ، لاس اوچت کړئ چا چا کره ټيلي ويژن  شته اؤ چې خلقو به لاسونه اوچت کړل نو بيا ئې اُووې زۀ به څۀ اووائم تاسو ښۀ پوهېږئ نو چې تاسو له څۀ کول پکار دي اؤ يا بيا درته څۀ وئيل پکار دي ۔

په يوه بله موقعه ئې تقرير کښې وئيل يو سړے اؤ ښځه ټي وي ته ناست وو دې کښې يو اشتهار کښې يوه ښکلې ښځه راښکاره شوه چې مخ ئې لکه دَ سپوږمۍ سپين وو ، غاښونو ئې برېښنا کوله اؤ زلفې ئې دَ ملا نه ښکته زنګېدلې ، سړي  چې ورته اوکتل نو ناڅاپه ئې اووې ښحۀ اوس دې ته وائي دا زمونږه هم لا څۀ ښځې دي ، سړي بيا بيا دا خبره ښځې ته کوله اؤ لا دا به ئې هم ورته وئيل چې ښځې ته ئې وينې اؤ که نه؟ ښځه چپ وه خو يوه شېبه پس پهلواني شروع شوه چې په هغې کښې پهلوانان دَ سنډاګانو هومره غټ غټ وو، دَ مستۍ نه ئې ټوپونه وهل ، دغه وخت ښځې اُووې سړي اُوس دې ته وائي ، اؤ سړي چې ځان اؤ دغه پهلوانانو ته اوکتل نو ورو غوندې ئې سرښکته کړو۔

دا ترخې ترسکونې خبرې کوؤنکے اؤ تر دې چې کنځل مار مُلا محمد امير وو چې خلقو دَ بجلي ګهر ملا په نامه پېژندلو، ډېره موده ئې د دۀ بيانونه اوريدلي اؤ هيڅ کله ئې هم پرې بد نۀ دي منلي بلکه تل ئې د دۀ عزت اؤ احترام کړے دے ، تر دې چې څو څو ځل ئې دَ جُمعې دَ ورځې تقريرونو کښې خلقو ته مخامخ وئيلي دي چې بس دے نور ماله مۀ راځئ زۀ هسې په وېنا ستړے شوم او تاسو په اورېدلو زۀ چې څۀ وايم هغه تاسو نۀ منئ او غلے کېدے زۀ نشم نو څله ماله اؤ خپل وخت بربادوئ خو بلې جمعې له به دَ هغې نه زيات خلق راغلي وو اؤ مولانا به دَ تقرير شروع د دې نه کوله چې شرم درکښې نشته بيا راغلئ ۔

دَ بجلي ګهر مولانا حاضر جوابي هم مشهوره وه په موقعه به ئې ډېر مناسب اؤ موزون جواب بنده له ورکولو ، يو ځل ورته چا وئيل مولانا صېب ته دَ نبي علېه السلام په مُصله ناست ئې نو هغه به ګني داسې خبرې کولې دا کومې چې ته کوې بجلي ګهر مولانا اووې نبي علېه السلام ته به صحابه کرامؓ ناست وو اؤ ماته تاسو بې خونده خلق ناست يۍ ۔يو ځل ورنه چا تپوس اوکړو مولانا صېب ته دَ کشمير جهاد له تلے ئې نو په جواب کښې ئې ورته اووې دَ بې خونده قوم نر مشر نشي کېدے چې څنګه تاسويئ نو داسې مونږه يو مولانا محمد آمير په اصل کښې دَ دره آدم خېل سره تعلق لرلو ، په کال 1934 ٔ کښې هم دغلته پېدا شوے وو، دے لا ماشوم وو چې دَ قامي دشمنۍ په وجه ئې کورنۍ پېښور ته راغله اؤ آسيه محله کښې ئې استوګنه اختيار کړه ، په دره آدم خېل کښې ئې پلار نيکه دَ ډېر څۀ خاوندان وو خو په پېښور کښې بيا دَ دوئ هومره خوران نۀ وو، هم دغلته دَ غلام جېلاني صېب جومات کښې دَ ترنګزو حاجي صېبؒ مدرسه جوړه کړې وه چې دَ ديني علم سره سره پکښې تر څلورم جماعت پورې سکول هم موجود وو، پخوانے دَ خېبر پښتون خوا ګورنر اؤ وزير داخله نصيرالله بابر اؤ چن بادشاه ئې دغلته دَ وړوکوالي ملګري وو خو دۀ نور دنياوي تعليم دَ غربت دَ وجې ونکړے شو هغه دَ چا خبره پخوانے څلورم پاس وو، دې نه پس ئې ديني علم شروع کړو ولې چې دا مفت وو خو دۀ په داسې شوق سره ئې دا حاصلولو چې په يو وخت به ئې درې ځايه سبق وئيلو، په استاذانو کښې ئې نامتو عالمان شامل وو، سيهټي کريم بخش مهابت خان جومات کښې يو دَ افغانستان دَ هرات سره تعلق لرونکے مُلا چې په کابلي ملا مشهوروو دَ درس وتدريس د پاره مدرسه کښې مقرر کړے وو ، دۀ دَ شاه انور شاه کشميريؒ نه دوره کړې وه اؤ دَ تقوي ئې دا حال وو چې په اتو کالو کښې به ئې چا سره اتۀ خبرې نۀ وې کړې يا به ئې درس وتدريس کولو اؤ يا به په نفل مانځۀ ولاړ وو اؤ که دَ مونځ وخت به نۀ وو نو ذکر به ئې کولو۔ 

بجلي ګهرمولانا غوښتل چې دوره حديث له ديوبند ته لاړ شي خو عېن په دغه وخت کښې دَ برصغير ويش اوشو اؤ دۀ بيا خپل علم دَ هغه عالمانو تر سره کړو چې ديوبند کښې ئې علم حاصل کړے وو اؤ په ښو استاذانو اؤ عالمانو کښې شمارېدل دَ مثنوي علم ئې جبه کلي کښې دَ يو عالم نه ترلاسه کړے وو چې 145 کلونه عمر ئې وو اؤ دَ مثنوي ډېر ښۀ استاد وود علم دَ فراغت نه وروستو مولانا ايوب جان بنوري صېب خپله مدرسه کښې مدرس مقرر کړو اؤ ورسره بجلي ګهر کښې په 26 روپۍ مياشت امام شو، چې 22 کلونه ئې دغه ذمه داري ترسره کوله، هم د دغه امامتۍ په وجه په بجلي ګهر ملا مشهور شو چې دَ خپلې خوش آوازۍ اؤ اثر انګېزه تقريرونو په وجه ئې ټول پښتانه پېژني ، نړۍ کښې چرته چې پښتانۀ دي بجلي ګهر مُلا پېژني۔ 

په کال 1996 ٔ کښې زۀ دَ دۀ دَ دوايانو دکان ته يوه ورځ په دې غرض ورغلے وم چې دۀ نه دا معلومات ترلاسه کړ چې دَ پښتون غوندې سرتېزه قوم څنګه د دۀ سره ګزاره کوي ، اؤ ولې د دۀ دا بدې اؤ ترخې خبرې په خلقو بدې نۀ لګي اؤ آيا دۀ ته د دې څۀ احساس شته که نه ؟ چې ورغلم نو ډير په عزت اؤ احترام ئې راته هرکلے اُووې اؤ چې د دۀ عامې خبرې مې واورېدې نو راته معلومه شوه چې دَ علم سره سره يو ښۀ دروند پښتون دے ، ما دَ هغۀ دومره مينه اُوليدله چې بيا بې شمېره ځله دَ هغه دوکان ته اؤ دَ جمعې په ورځ دَ هغۀ تقريرونو اورېدو له ورسره نزدې کوڅه کښې جومات ته ورغلے يم ، دۀ سره ما يوه تفصيلي انټرويو هم کړې وه چې په دې موقعه ترې ما ځينې ضروري، غېر ضروري اؤ ذاتي سوالونه هم وپوښتل چې مولانا ئې په وضاحت سره جوابونه راکړل، دغه انټرويو دَ ورځپانۀکسوټيپښتو صفحه کښې چاپ شوې وه ، ما د پاره دا خبره ډېره عجيبه وه چې مولانا بجلي ګهر اپريدے دے ولې چې لب ولهجه ئې دَ مومندانو غوندې وه نو هغۀ راته اُووې چې زۀ ښار کښې لوئې شوے يم اؤ ګاونډ کښې مو اکثر مومندان اؤ د دير باجوړ اوسېدونکي وو نو دَ هغوئ په وجه مې لهجه داسې شوې ده دَ مختلفو ملاقاتونو په موقعه دَ څو ذاتي سوالونو په وجه ما دا معلومول غوښتل چې مولانا بجلي ګهر خپله څومره برداشت لري نو په يوه موقعه ئې راته اُووې څۀ چې دې په زړۀ وي نو هغه تپوسونه کوه زما برداشت ډېر دے ما ورته وې د دې ثبوت شته نو راته ئې اُووې اؤ ثبوت ئې شته اؤ هغه دا دے چې ماله زما دَ پلار دَ قاتل نمسے راغلے وو، ماته ئې اووې مولانا صېب زۀ دَ دره آدم خېل اوسېدونکے يم اؤ ديني علم حاصلول غواړم ما چرته ښه غوندې مدرسه کښې داخل کړه ، ما ورته اووې ته څوک ئې نو راته ئې اووې زۀ دَ زين ګل نمسے يم ، يو دم مې په مزغو کښې يو ډز اُوشو ماوې هغه زين ګل چې زما پلار ئې پنځه ډزه ويشتلے اؤ وژلے وو، هغه هلک وې اؤ دَ هغه نمسے يم، ما ورته وې اوخېژه موټر ته ، دې سره دَ هغۀ رنګ زيړ شو ، ويرې واخيستو چې ګني وژني مې خو د دين اؤ پښتو په وجه مې ځان قابو کړو اؤ مالګو منډهۍ ته مې دَ قاري فياض صېب مدرسې ته بوتلو ورته مې بطور خاص سفارش اوکړو چې دے داخل کړه اؤ خاص خيال پرې ساته کله چې دَ هغه مدرسې نه فارغ شو نو بيا راغلو وې دوره حديث دَ مولانا حسن جان دَ مدرسې نه کول غواړم ، ورسره لاړم اؤ مولانا حسن جان صېب ته مې اووې چې دا زما دَ پلار دَ قاتل نمسے دے خامخا ورله داخله ورکړه اؤ خاص خيال پرې ساته هغه خپل سر په دواړو لاسونو اونيولو وې بجلي ګهره ستا غوندې ايمان مونږ دَ کومه راوړو چې دَ دُشمن په نمسي علم حاصلوې ، دا خبره ئې چې اوکړه نو ماته دَ سېف الرحمان سليم شعر راياد شو۔

زۀ دَ سر قاتل ته هم پاڅمه هرکلے وايم

نوره مې دَ صبر اؤ دَ زغم پوښتنه مۀ کوه

دَ مولانا ايوب جان بنوري سره ئې ډېر ښۀ تعلق وو اؤ هم دَ هغۀ په وېنا دَ جمعيت علمائے اسلام دَ مشر مولانا مفتي محمود سره ملګرے شوے وو اؤ دَ هغۀ په نزدې ملګرو کښې وو دا به ئې وئيل چې دَ مولانا مفتي محمود ملګرتيا پکار وه ولې چې هغه که څۀ هم دَ يوې سياسي مذهبي ډلې مشر عالم اؤ لوئې سياست دان وو خو په حقيقي معنو کښې دروېش انسان وو اؤ ثبوت ئې دا دے چې تقريباً لس مياشتې دَ صوبې وزير اعلي وو خو په لسو مياشتو کښې چرته ما په وزير اعلي هاؤس کښې چرګ يا غوښه پاخۀ نۀ وو ليدلې ويشيدلي دال به ئې خوړل اؤ دَ وزير اعلي هاؤس دَ ډوډۍ دَ خوراک خرچه به دَ ورځې صرف لس روپۍ جوړېدله ولې چې هغۀ به وئيل دا پېسې دَ اولس امانت دے هسې نه چې پکښې دَ خيانت مرتکب شم، مولانا بجلي ګهر ته به ئې همېشه دَ ماښام دَ ډوډۍ خوړلو دعوت ورکولو اؤ په جواب کښې به ئې ورته دۀ په خندا کښې وئيل زۀ روغ رمټ بنده يم ماله ښۀ خوراک پکار دے دغلته وزير اعلي هاؤس کښې داسې خوراک وي لکه څوک چې دَ هسپتال نه راغلے وي ۔

دَ سياست په وجه وخت په وخت جېلونو ته هم تلے دے دَ فارسۍ دَ يو شعر وئيلو په وجه مسلم ليګي وزير قيوم خان يو کال شبقدر قلعه کښې نظر بند کړے وو هغه شعر دا وو :

ګر به ميرو، سګ وزيرو، موش درباني کُند

ايں همه  ارکان  دولت،  خانه   ويراني  کُند

مطلب ئې دا دے چې پيشو مشره وي ، سپے ئې وزير وي اؤ مږه ئې څوکيداره نو دا ټول به دَ کور خانه بربادوي ، لکه په پښتو کښې والي چې پيشو ئې دَ غوښې څوکيداره کړه ، سي ، ائي ، ډي والا خپل رپورټ کښې ليکلي وو دَسګ وزيرنه ئې مراد قيوم خان دے اؤ يا ئې ورته هسې بهانه کتله نو په دې وجه ئې نيولے اؤ قېد کړے وو دَ دغه قېد په دوران کښې ورسره دَ نورو نه علاوه مولانا عزيرګل ؒ هم ملګرے وو څوک چې دَ شېخ الهند خاص ملګرے اؤ مالټا کښې قيدي پاتې شوے وو ځکه نو دَ مولانا عزير ګل آسير مالټا په نامه شهرت لري ، دغلته دَ قېد په دوران کښې به ورته مولانا بجلي ګهر دَ  فارسۍ اُردو اؤ پښتو شعرونه اورؤل ، اؤ وخت به ئې پرې تېرولو ، دَ قېد دوران کښې ئې دَ عبدالرحمان بابا ټول ديوان ياد کړے وو ، مولانا بجلي ګهر وائي چې يوه ورځ مې دَ رحمان بابا دا شعرونه وئيل:

هېڅ مې حاصل نکړل په شيخۍ په مُلائۍ کښې

پس له دې مې وار دے هر چې شي په مېخانه

پام کوه منصور غوندې په دار نـشي رحمانه

ډېرې دا دَ عشق خبرې مۀ کړه نادانه

 

د دې اورېدو سره مولانا عزيرګل اسيرمالټا يو ټوپ اُووهلو اؤ وئې وئيل سبحان الله ، زۀ خو دې ته حېران يم چې رحمان بابا دا دومره علم دلته دَ پښتنو په سيمه دَ چا نه زده کړے وو ولې چې د دۀ په اشعارو کښې دَ تصوف هغه باريکۍ دي چې امام غزاليؒ څوک چې د دۀ نه ډېر وړاندې تېر شويدے اؤ دَ خپل وخت نامتو عالمان ئې استاذان وو تر دې چې دَ امام الحرمينؒ غوندې دَ عالم شاګرد پاتې شوے دے خو هغه داسې باريکۍ په نثر کښې نۀ دي بيان کړي کومې چې رحمان بابا په خپلو پښتو ساده شعرونو کښې وئيلي دي، مولانا عزیرګل يو حق پرسته عالم اؤ متقي اِنسان وو اؤ چې کله به بجلي ګهر مُلا دَ مالاکنډ ډويژن په دوره تلو نو دوه ګهينټې وړاندې به لاړو اؤ دۀ سره به ئې دغلته وخت ضرور تېرولو۔ هغه ته به ئې پخپل خوږ اؤ اثري ترنم کښې دَ فارسۍ دَ نوموړو شاعرانو اؤ خصوصًا دَ رحمان بابا پښتو اشعار وئيل يوه ورځ مولانا عزيرګل ډېر خوشحاله شو اؤ مولانا بجلي ګهر ته ئې اووې خُلۀ رانزدې کړه په هغې کښې ئې ورته تو کاڼې او توکلې اؤ دُعا ئې اوکړه بيا ئې ورته اُووې ځه بجلي ګهره ته چې چاته هر څۀ وائې نو خبرې به دې په چا بدي نۀ لګي اؤ تاته به څۀ نه وائي ، بجلي ګهر ملا به دا خبره په جار کوله چې دا دَ لوئې عالم اؤ بزرګ مولانا عزيرګل دَ دُعا برکت دے چې مانه څوک په بدو خبرو نه خفه کېږي ګني نو بل مور راوړے دې زما غوندې په مخامخ چاته داسې خبرې اوکړي چې پښتانۀ ورته دَ آسمان ستوري په رڼا ورځ ښائي اؤ که نه ؟ 

دَ رحمان بابا سره دَ بجلي ګهر ملا مينه مثالي وه دا به ئې هم وئيل کله چې دَ افغانستان دَ حکومت لخوا دَ رحمان بابا دَ قبرپخولو اؤ جوړولو اعلان شوے وو اؤ ورسره ئې يو تعويذ راليږلے وو نو دَ قبر دَ سپړدلو په وخت ورسره زۀ موجود وم ، کله چې قبر کنستے شو نو ما وئيل لحد کښې به ئې تش هډوکي پراتۀ وي ولې چې دَ رحمان بابا دَ وفات تر دغه وخته په سؤونو کلونه تېر شوي وو خو چې کله لحد بېرته کړے شو نو پکښې سپين ږيرے رحمان بابا داسې ښکلے پروت وو تابه وئيل جوړې نن پرون چا ښخ کړے دے تر دې چې کفن ئې روغ رمټ وو، اؤ دې سره دَ رحمان بابا دَ ولايت اؤ مرتبې نور قائل شوم دَ رحمان بابا دا شعر به ئې وئيلو :

امانت به دَ لحد په مينځ کښې پروت وي

کۀ  چا  ځان کړو   آمانت   په    دا   دنيا

ما ورته وې مولانا صيب دا کوم تصوير چې دَ رحمان بابا خيالي جوړ شوے دے د دې باره کښې دې څۀ خيال دے نو هغۀ اُووې داسې نۀ وو خو خېر دا خيالي تصوير دے اؤ چا دا دعوه نۀ ده کړې چې ګني دا دَ رحمان بابا تصوير دے ، ما ورته وې نو بيا رحمان بابا څنګه وو نو هغۀ وې داسې خو قطعًا نۀ وو دا کوم تصوير ئې چې جوړ کړے شوے دے زۀ اؤ دے ناست وو خبرې مو کولې دې کښې څۀ ګهنټه نيمه پس ته يو سپين ږيرے په لاره تېرېدلو، په هېبت ئې اُووې اے داسې غوندې شکل ئې وو ، دغه سړے هر څوک چې وو په لاره روان وو خو واقعې چې ډېر نوراني شکل ئې وو، د دې نه ډېر کلونه وروستو کله چې محمد عاصم خان دَ پېښور ناظمِ اعلي غوره شو اؤ ما اُوليدو نو دا شکل دَ هغه سړي سره څۀ نه څۀ سمون خوري کوم چې ماته بجلي ګهر مُلا ښودلے وو بس دَ ځوان اؤ بوډا يا نور څۀ لږ ډير فرق لري ، اوريدلي مې دي چې عاصم خان دَ رحمان بابا دَ خاندان سره تعلق لري۔

مولانا بجلي ګهرکه څۀ هم جمعيت علمائے اسلام سره تعلق لرلو خو هغه دَ يو سياست دان په ځائے دَ يو مقرر اؤ عالم په توګه زيات شهرت لري اؤ دَ ټولو سياسي ډلو سره تعلق لرونکي دۀ سره مينه لري د دۀ احترام کوي ، د دۀ تقريرونه ئې کله هم دَ يو سياسي مشر په حېث نه بلکه دَ يو حق پرسته عالم په توګه اوريدلي دي ، اؤ د دۀ تقريرونو کښې دَ پښتنو مشرانو خلاف هېڅ داسې قابلِ اعتراض خبرې نشته ، دَ خدائي خدمتګار تحريک دَ مشرباچاخان قربانۍ اؤ جدوجهد به ئې په جار منلې۔ دا به ئې وئيل چې باچاخان دَ ملک دَ ازادۍ په تحريک کښې دَ هر چانه زياتې قربانۍ ورکړي دي ډېره موده ئې جېلونه خوړلي دي اؤ دَ ملک دَ جوړېدلو نه وروستو ئې هر يو حکومت ته دا وړانديز کړے دے چې که تاسو دَ ملک دَ اولس خدمت کول غواړئ نو زما خدمات درته حاضر دي خو دوئ بيا هم هغه ته غدار اؤ ملک دُشمنه وئيلي دي حالانکه د دې وطن د پاره دَ هغه قربانۍ قطعًا دَ هېرولو نۀ دي ، دَ کالا باغ ډېم دَ جوړولو هم په کلکه خلاف وو، دَ ضيا ٔ الحق وختونو کښې کله چې محمدخان جونيجو دَ ملک وزيراعظم وو دَ کالا باغ ډېم  جوړولو خبره راپورته شوه نو دَ اے اېن پي اؤ جمعيت علمائے اسلام يوې شريکې جلسې ته ئې پېښور کښې خطاب کړے وو دغه جلسه کښې ولي خان هم موجود وو، مولانا بجلي ګهر اووې ولي خان سياسي مشر دے اؤ دے به دَ کالاباغ ډېم مخالفت دَ خپلو اُصولو په بنياد کوي زۀ خو ئې په دې وجه مخالف يم چې رانه به چيندخان جوړ شي ولې چې يو خوا رانه تربيلا ډېم دے اؤ بلخوا دَ ورکس ډيم، لا که کالا باغ ډېم جوړ شي نو بس هر خوا به رانه اوبۀ اوبۀ شي، پنجاب کښې ښۀ ډېر سيندونه دي ځان له چې پرې هر څۀ جوړوي مونږ ته پرې هېڅ اعتراض نشته خو مونږ نه دې چيندخان نه جوړوي ، اؤ که زمونږه دَ صوبې ممبرانو کښې چا د دې حمايت اوکړو نو هغه به نۀ پرېږدو ، بجلي ګهر مُلا به دا خبره هم اکثر په تقريرونو کښې کوله چې کوم حکمران زۀ نيولے يم نو دَ هغۀ جنازه مې کړې ده لکه صدرايوب خان ، قيوم خان ، ذوالفقارعلي بهټو وغېره ۔ مطلب ئې دا وو چې څوک مانيسي نو خپل مرګ ته دعوت ورکوي ، يوه ورځ ترې چا تپوس اوکړو نو بجلي ګهر مُلا اُووې دا حکمرا4نان توهم پرست خلق دي دَ مرګ نه ډېر ويريږي ، نو ځکه دا خبرې کوم اؤ دَ ضيا ٔ الحق متعلق خو ما اوريدلي دي چې په دې خبرو ډېر يقين لري پاتې شو ګورنر فضل حق نو هغه هم لکه زما کنځل مار سړے دے دَ خُلې برغولے ئې نشته نو دَ هغۀ نه مې ويره نشته بلکه اوريدلي مې دي چې زما کيسټونه اوري اؤ وائي چې بجلي ګهر ملا سمې خبرې کوي بجلي ګهر مُلا دَ علم قدردان وو اؤ غوښتل ئې چې پښتانۀ دې دَ علم په کالو ښائسته شي چې دې سره به دَ جهل تيرې لرې شي اؤ لنډ مثال ئې دا دے چې دَ خپل پلار دَ قاتل نمسي نه ئې عالم جوړ کړے وو، دره کښې به ئې خواؤشاه 30 کاله پورې دَ دواړو اخترونو دَ مونځ امامتي کوله چې دغه وخت به ټولو دَ درې خلقو يوځاے دَ اختر مونځ کولو يوځل چې ئې دَ اختر مونځ اؤ خطبه اُووې نو هغه هلک ئې پاڅولو دَ کوم نيکۀ چې دَ دۀ پلار وژلے وو اؤ دره والو ته ئې اُووې دا پېژنۍ ۔ هغوئ اووې اؤ دَ زين ګل نمسے دے چې نيکۀ ئې ستا پلار وژلے وو، بجلي ګهر مُلا ورته اووې ما د دۀ نه عالم دين جوړ کړو نو تاسو ولې خپل بچي اؤ وريرونه دَ علم نه محرومه کوئ چې بيا هم ستاسو د پاره دَ مصيبت سبب جوړېږي اؤ دې سره ئې ورته هغه ردې بدې شروع کړې چې خپله ئې بيا وروستو وئيل زۀ خو دې ته حيران يم چې دَ دوئ نه روغ څنګه پېښور ته راغلم 

دَ خپل وخت دَ نامتو عالمانو اؤ پيرانو قدردان وو اؤ ورسره ئې خپل تعلق بحال ساتلے وو دَ مولانا نصيرالدين غورغوشتويؒ په عقيدت مندو کښې وو ، دَ هغۀ ځينې ملفوظات ئې په اردو ژبه کښې ليکلي وو، کله چې شېخ القرآن مولانا محمد طاهر صېب دَ پنج پير صوابۍ وفات شوے وو اؤ دے ئې دُعا له ورغلے وو نو طالبانو ترې دَ تقرير غوښتنه کړې وه بجلي ګهر ملا اُووې دا موقعه دَ تقرير نۀ ده اؤ دَ داسې عظيم شخصيت په باره کښې زۀ څۀ وئيلے شم چې مونږه ټول عمر په قران خوړلې اؤ پنج پير مولانا صيب پرې لګولې ده

دَ تبليغي جماعت دَ کار به ئې ډېر تعريف کولو چې دوئ په بې طلبو خلقو کښې دَ دين شوق پيدا کوي اؤ دَ دوئ په برکت که يو خوا دَ ډېرو عامو خلقو مونځ اودس اؤ اخلاق سم شوي دي نو ورسره دَ دوئ په وجه ډېر غېردينه مسلمانان شويدي ولې چې دوئ ډېر په مينه اؤ اخلاص سره دَ دين دَ دعوت کار کوي ۔ ډوډۍ خپله خوري اؤ خېر دَ اولس غواړي۔ دوئ دَ دين دَ دعوت په بدل کښې هېڅ نه غواړي ، صرف دا غواړي چې دَ خداے تعالي مخلوق په سمه لاره شي، اؤ صحيح دين په ملک اؤ نړۍ کښې خورشي چې هم دا دَ کاميابۍ لاره ده ۔

مولانا بجلي ګهرهسې خو په زرګونو ديني بيانونه، اؤ سياسي تقريرونه کړي دي خو چې کله نه ټېپ ريکارډ راغلے دے نو د دۀ اکثر بيانونه ټېپ شويدي چې يواځې د دۀ دَ تقريرونو شمېر 900 دے اؤ که نورو سره په شريکه کيسټونه ورسره کړے شي نو شمېر به ئې زر دولس سوه ته اورسي ، زما دَ معلوماتو مطابق دومره بيانونه دَ هېڅ يو عالم ريکارډ نشته ، پکار ده چې د دۀ نامه پهورلډګينزبککښې اوليکلے شي۔

که څۀ هم دَ مولانا بجلي ګهر وړومبے ژوند دَ غربت وو خو وروستو پرې دَ خدائے فضل وو ښۀ کورونه ئې وو اؤ ورسره ئې دَ دوايانو مُناسب ميډيکل سټور وو چې د دۀ ژوند پرې ښۀ تېرېدو، دا به ئې وئيل چې په کورونو جوړولو مې خپله يوه روپۍ هم نۀ ده لګېدلې دا راله دَ درې خلقو جوړ کړي دي۔ په وروستي عمر کښې مولانا بجلي ګهر عمرې له تلے وو اؤ تر څۀ مُودې مدينه منوره کښې وو پخواني اؤ دَ ديوبند عالمان به اکثر دَ عمر په آخري برخه کښې مدينې منورې ته تلل چې هلته وفات شي اؤ په جنت البقيع کښې دفن شي، خو په هغه زمانه به دَ ويزې اخيستو وغېره شرط نۀ وو نو دوئ به تر مرګه پراتۀ وو خو اوس داسې ممکنه نۀ ده خو عجيبه دا اوشوه چې کله بجلي ګهر مولانا هلته موجود وو نو مسجد نبوي کښې يو سپين ږيرے وفات شو چې په شکل دَ هغۀ غوندې وو ځکه نو خبرخور شو چې بجلي ګهر ملا مدينه منوره کښې وفات شوے دے چې خلق پرې ډېر خفه شوي وو کله چې تحقيق اوشو نو معلومه شوه چې هغه ژوندے اؤ صحيح سالم دے۔ بيا ئې په خندا کښې اووې زۀ بجلي ګهر مُلا دَ بل جهان نه خبرې کوم اؤ پښتنو واورئ پرېږدم مو نه ، دَ هغه جهان نه به هم تر هغې ستاسو خبر اخلم چې تر څو سم شوي نه يۍ خو آخر دا لوئې عالم ، بې مثله مُقرر اؤ صحيح معنو کښې پښتون مُلا دَ هر لوئې اِنسان غوندې دَ ډېرو سختو اؤ راحتو ليدلو نه وروستو پېښور کښې په حق اورسېدو چې ټول پښتانۀ ئې په مرګ داسې خفه شول لکه چې دَ هغوئ دَ کورنۍ يو مهربانه مشر پحق رسېدلے وي ، د دۀ په وفات چې کومه خلا ٔ رامينځ ته شوې ده تر ډيره وخته هغه نشي پوره کېدلے اؤ پښتانۀ به ئې تر عمره ياد لري۔ په ګور ئې نور 

انتخاب : اقبال حسين افکار

- بېتاب
بېرته شاته