(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکبیر ستوري

[05.Jun.2020 - 15:28]

 

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:  

پوځیان او انساني حقوق

د ډیموکراټیکو یانې و لسواکو هیوادونو پوځیان ولي د جګړې د بندیانو سره ناوړه چلند کوي ، سره ددې چې د شکنجې انتظار زیاتره د ډیکتاتورانو یانې زورواکانو څخه کیږي؟  ددې پوښتنې په ځواب کښې توماس کلیشه چې د الماني ساپوهانو په اتحادیه کښې د سیاسي ساپوهنې د څانګې مشر دی  اود سیاسي ساپوهنې تر نامه لاندې یوه مجله هم خپروي وائي  چې د هغه پوځیانو یا عسکرو چې په ډیموکراټیکه توګه کنترول کیږي او د نورو پوځیانو یا عسکرو تر منځ توپیر ډیر کم دیدوئ په هماغه یوه ډګر کښې په  یو شانته دندو او وسايلو سره کار کوي،نو لدې کبله  دټولو اردو ګانو  او پوځیانوعملي چلند یو بل ته ورته دی.

دا تجربه د شلمې پيړۍ په اوږدو کښې په ویتنام  او افغانستان کښې د وسله والو جګړو په ترڅ کښې شوي ده. دډیکتاتورانو یانې زورواکانو لپاره د پوځیانو یا د عسکرو ډله ډیره مهمه ده ځکه چې ددوۍ لپاره په ټولو وسايلو سره جګړه کوي.

دا چې څه شي  انسانان دا ډول زور زیاتي ته راولي پدې هکله کلیجې  وائي چې زور زیاتې کوونکې اکثره هغه کسان دي چې پخپله و رسره زور زیاتی شوی وي. څوک چې په ماشوم والي کښې ذلیل شوی او یا ناوړه چلند ورسره شوی او یا شاته غورځول شوی وي، پاملرنه ورته نه وي شوي نو په ژوند کښې ئي دا میلان پیداکیږي چې د تیري کوونکښې په شان شي او د تیري کوونکښې تقلید وکړي.

دوۍ ته د قربانۍ په توګه دا مالومه شوي ده چې تیري کوونکی  څومره بې رحمه ، بې پروا اوڅومره نامحدود ځواک لري. دوئ هم  غواړي چې کټ مټ د هغه تیري کوونکې په شان شي چې بې رحمه ؤاو نامحدود ځواک ئی لرلو او دا ډول میلان د پوځیانو یانې عسکرو په روزنه کښې بیرته را ژوندی کیږي، ځکه چې پوځیان په ډیرو لارو سره دخپلې غیرذمه وارئ او د ګناه  شعور او حس غښتلي کويددوۍ لپاره  دامیر اطاعت او د امر منل ډیر مهم دی، ددندې ذمه واریو، مسلکي ګامونو او بریالیتوبونو ته پام کوي، یانې چې څنګه کار سرته ورسوي  ځکه چې د ولې او شي تپوس  له دوۍ څخه نه کیږي.

د جګړې د بندیانو سره  دا ناوړه چلند ځانګړې پیښي دي او که په پوځیانو کښې دا عمومي خبره ده ؟ ددې پوښتنې په ځواب کښې باید وویل شي چې عسکر د زور د استعمال لپاره تر وژلو پوري روزل کیږي له دې کبله ددوۍ د ملکي اخلاقو پوله ډیره ټیټه او هر څه ته زړه ښه کوي.

په ټولنیزه ساپوهنه کښې ویل کیږي چې دوۍ د خاصو ځانګړو اخلاقو سره عادت لري یا د خاصو اخلاقو خاوندان دي.

عسکر بایده دي چې د امر په بنسټ باندې کار وکړي او که امر ونه مني نو بیاسزا ورکول کیږي او پخپله جیل یا زندان ته ځي.

پوځیان د جسماني دردونو څخه زیات د ساوالو یا روحي دردونو قرباني شوي دي،  ځکه په جګړه کښې دوۍ ډیر د فشار لاندې وي. په عسکرو اکثره وخت ډیر بار اچول کیږي. دوۍ د سیاست والو له خوا د نا حل کیدونکو لانجو سیمو ته لیږل کیږي. دوۍ د انساني حقوقو د ماتولو ډیر  امکانات لري. کله چې له دوئ څخه دانسانې حقوقو د ماتولو جرم وشي نو بیا ددوۍ تنظیم ددې سره علاقه لري چې بل ډول ئي وښائي او ځانونو ته د خلاصون لارې چارې دلایل  برابري کړي.

 

 

شینګن - لیکلو نېټه اپرېل ۲۰۰۱ 

دا تړون په شینګن کښې چې د موسل د سیند په غاړه د لوګسمبورګ یوه د انګورو سیمه ده، منځ ته راغلی دی، نو له دې کبله د شینګن د تړون په نامه یادیږي.

دشینګن تړون د اروپا د اتحاد په دننه کښې د پولو د کنترول څخه د تیریدنې بنسټ دی. ددغه تړون برخه د وېزې د سیاست یووالی هم دی، که چیرې د شینګن د تړون له هیوادونو څخه یو غړی هیواد ویزه ورکړي، نو دا دشینګن د ټولو غړیو هیوادونو لپاره اعتبار لري.

د ۱۹۹۵ ع کال د مارچ د میاشتې  راایسي سفر کوونکې /مساپر د المان، فرانسې، بلجیم، هالنډ، لوګسمبورګ، هسپانې او پرتګال تر منځ د پولو څخه په هر وخت کښې بي له پاسپورت او پېژندپاڼې د کنترول څخه تیریدلی شي. پرته د انګلستان او ایرلینډ څخه پدې منځ کښې د اروپا د اتحاد ټول هیوادونه د ناروي او ایسلینډ په ګډون د شینګن په تړون کښې شامل شوي دي..

د ۱۹۹۸ ع کال د اپریل د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې ایټالیا او اطریش هم د شینګن په تړون کښې شامل شوي دي او د پولو کنترول ئي له منځه وړی دی.

سر بیره پر دې ددې هیوادونو پولیس نژدې ګډ کار کوي. په شتراس بورګ کښې د شینګن د مالوماتو سیسټم ېا بانک جوړ شوی دی، دغلته د ټولو غړو هیوادونو په اړوند  مالومات راغوښتل کیدلی شي. ددې لپاره چې په دننیو پولو کنترول نه کیږي، نو د شینګن د تړون د هیوادونو دبهرنیو پولو په غښتلي کنترول موافقه راغلې ده.

ددې لپاره چې د جرمونو اوجنایت کارانو مخه ونیول شي او په مقابل کښې یې  مبارزه وشي، نو کله نا کله د شینګن د غړیو هیوادونو په هوائي ډګرونوکښې او یا د ننیو پولو ته په نژدې سیمه کښې کنترول کیږي.

سکانډېناوي هیوادونوسره د پولې د کنترول د منځه تګ په څو کلونو کښې په پام کښې نیول شوی دی

یونان تر اوسه پورې یوازې د ویزې په سیاست کښې شامل دی، خو د پولو کنترول ئي کیږي، ځکه چې د شینګن د نورو هیوادونو په نظر د یونان بهرنۍ پولې په اغیزه ناکه توګه ژغورل شوي ندی.

د لویې اروپا د راتلونې وخت په هکله نظرې د اروپا  د هیوادونو د مشرانو  له خوا ډیرې کمې ښکاره کیږي او د چا ډیرې خوښیږي هم نه. حکومتونه د ایرو د رواجولو د تشکیلاتو په سمښت او ختیځ ته د اروپا د اتحاد د پراخوالي په پروژو بوخت  دي.

دا چې ګام په ګام بروکسل ته د واک ورکول ډېرېږي،  نو د اروپا د اتحاد غړي نورې خپلې ملي هیلي په عمل کښې پلي کولی نه شي، خو د اتحاد دا لړۍ په څټ ګرزونه هم امکان نه لري. د اروپا د ستر هیواد جوړولو صحنه چې ډیر لا پکښې شک شبه لري څوک رامنځ ته کول نه غواړي. د المان د اتحادي جمهوریت جمهور رئیس یوهانیسراو یو د هغه کسانو څخه دی چې په جرئت سره ډګر ته راووت او د اروپا پارلمان ته ئي په خپله وینا کښې وویل، چې مونږ یوې فدرالي اروپا ته چې ګډ اساسي قانون/ائین ولري ضرورت لرو. چې دا غوښتنه د لومړي ځل لپاره د المان دا تحادي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یوشکا فیشر هم کړې وه، خو هغه د اروپائي د همدندو د کلکو غبرګونونو له کبله غلی شو. خو یوهانیسراو نه غلی کیږي

دا چې ده ته د شتراس بورګ د وکیلانو په مخکې ددوه خونو د پارلمان په غوښتنه سره پراخه ټنډه وښودل شوه، کومه د حیرانتېا  خبره نه ده، ځکه چې دغلته وکیلان په دې نظریه دي، چې دوۍ دپریکړي واک نه لري، او په بروکسل کښې د حکومتونو استازي (نماینده ګان) پریکړه کوي، که څه هم په ډیموکراټیکه توګه ټاکل شوي دي.

مخالف ګوندونه که هر څومره په بیلابیلو هیوادونو کښې غښتلي او د خبرو اترو د میز په غاړه ناست نه دي ،خو سره لدې داخبره د ټاکنو د مبارزې په وخت کښې ډیر زور اخلي، که چیرته یو حکومت په بروکسل کښې د یوې پریکړې سره موافقه ښکاره کړې، چې په خپل هیواد کښې د خلکو خوښه نه وي، نو مخالفه ډله ترې ډیره ګټه اخلي، نو یوهانسراو لدې کبله د جرګې لپاره دلږ واک پلوي کوي او غواړې چې د اروپا پارلمان او کمیسون ډیر واک ولري. سربیره پر دې یو اساسي قانون یا ائین د اروپا د پیژندګلوۍ لپاره اړېن بولي

لیک: ډاکتر کبیر ستوری نېټه April 2001 جرمني:

 

---------------

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

› www.pashtoonkhwa.com

Sozialdemokratische Partei der Paschtunen (PSDP)

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

eMail: pashtoonkhwa@gmail.com

- لنډې لیکنې
بېرته شاته