(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بصیر بيدار د پښتو د ادب

[04.Jun.2020 - 14:39]

ښاغلی بصیر بيدار د پښتو د ادب ځلاند ستوری 

لیک : امان الله نصرت

ښاغلی بیدار خوږه او خوندوره شاعری کوی او په هر کلام کی یی د خپل قام او وطن دردونه او ناخوالی له ورایه ځلیږی او تر سترګو کېږي۰

بیدار د دردونو شاعر دی خو په رنګونو او ښکلا هم مین دی او ټوله شاعری یی له لوړ احساس او رنګینو خیالونو او عواطفو ډکه ده

د بیدار په شاعرۍ کې ځای ځای انساني مینه او هیواد پالنه څرکونه وهي او زړه یی له سوچه انسانی جذبو او د خپلې خاورې او ولس له سپیڅلې مینې ډک او مالامال دی۰ د بیدار په ټوله شاعرۍ او فن تل همدغو سپیڅلو ملی افکارو او د انسان دوستۍ نظریی سیوری غوړولی  او     په هرکلام او وینا کی یې همدا رنګونه جوت او پیاوړي ښکاري۰

که محترم بیدار صاحب له یوې خوا د خپل ولس او وطن په روانو ویرجنو او دردناکو حالاتو ژړلي او اوښکې یې بهولي له بلی خوا یی د طبیعت ښکلا، مینې، او د ژوند بیلابیلو رنګونو او رڼاګانو ته هم په خپله شاعر کې ځای ورکړی او هغه یې په ډیر موثر او ښکلي انداز بیان کړی او خپل قلم ته سپارلي دي۰

بيدار چې کله هم د خپل ولس او پښتون قام بدې ورځې او ناخوالې ليدلی نو ښه په زوره زوره ژړېدلی، زړه ېې پرې ډېر دردېدلی او دا ټول غملړلي او دردونکي حالات او پېښې ېې خپل قلم ته سپارلي او د خپلې شاعرۍ په لمن کې ځای کړی دي۰

بيدار که څ هم له خپل هېواده لرې په پردي وطن کې د مسافرۍ شپې ورځې تېروي خو روحا په خپل وطن کې دی او هره  شېبه ېې د فکر مارغه  د کونړ په دنګو او اسمانڅکو غرونو کې پروازونه کوي او د خپلو خلکو دردونه او د ژوند ناخوالې او کړاوونه ېې هيڅکله هم خوب او خندا ته نه پرېږدي۰

ښاغلی بيدار تل په خپل ولس د يووالی او ملي پخلاینې غږ کړی او خپل مينه وال او افغانان ېې هڅولې چې له بې ځايه نفرتونو، ځانځانيو او خپل منځی تاو تريخوالي څخه بايد ځانونه وساتي او له خپلو ځانګړو ګټو څخه ټولنېزو او ملي ګټو ته ارزښت ورکړي۰

د بيدار په شاعرۍ کې د پښتون ولس د ستړي او زورونکې ژوند ترخو پېښو او روانو ويرجنو او کړکېچنو حالاتو ته ځانګړی ځای ورکړ شوی او د ګل او بلبل، ساقي او مينا، نشو او تماشو او مستيواو خمارونو په ځای د خپل غم ځپلی قام او وينې وينې خاورې دردېدلی او غملړلي حالات انځور شوي او قلم ته سپارل شوي دي۰

ښاغلی بیدار د وخت او حالاتو انځورګری په پوره امانت دارۍ او ښه مهارت سره کوي همدا لامل دی چې هر شعر یی لوستونکی تر ژور اغیز لاندې راولي او د شعر تر پایه یی له ځانه سره بیایی۰

د ښاغلی بيدار د شاعرۍ ژبه ساده، عام فمه او روانه ده ځکه خو لوستونکي ېې په لوستلو کې له ستونزو سر نه مخ کېږي او همدا د يوه ښ شعر ځانګړنې هم دي چې د ولس لپاره ليکل شوی وی او د ولس په ژبه ليکل شوی وي۰

بيدار لکه د وخت د جرس په توګه خپل ولس ته د بيدارۍ غږونه کوي چې د غفلت له خوبه پاڅېږي ، ويښ شي، د رڼاګانو او رنګونو لار خپله کړي او خپله ټولنه د ژوند د لوړتيا او پرمختګ ګلاليو  پړاوونو ته ورسوي۰

زه هيله لرم چې ښاغلی بيدار به د پښتو ژبې د ادبې کاروان د يوه هڅاند او تپاند لاروي په توګه هغه څه د کاغذ پر پاڼو وکاږي چې د وخت اړتيا، د ولس غوښتنه او د خپلې خاورې او ټولنې د حالاتو او پېښو رښتيني عکاسي او انځورګري پکې شوې وي۰

تمه ده چې ګران بيدار به تل  د خپل ولس د ويښتيا او بيدارۍ لپاره  همداسې خپل غږ پورته کوي او د خپلې خوږې پښتو د خدمت چارې به لا پسې  تندې او ګړندۍ پر مخ بيايي ۰

زه د ښاغلی بیدار د شاعرۍ په رنګینیو او رنګونو ډیر څه نه لیکم او غواړم یو خوږ او ښکلی غزل یې له تاسو درنو دوستانو سره شریک کړم په دې هیله او تمه چې له لوستلو یی خوند واخلۍ او زمونږ خوږژبی شاعر په شا وټپوۍ۰

بس همدومره۰

په ډیر درنښت

امان الله نصرت

غزل

زړونو پيوستون ته مې یو تار ساتلی دی

د میني تره نم ته مې سیتار ساتلی دی

دا ستا په غاړه خوند کوي امیل ترې جوړومه

د سرو غمیوو ‌‌‌‌‌‌ډک مې ورته هار ساتلی دی

ملګرو په یارانو کې یو یار زړه ته نژدي وي

نو ما هم په خپل زړه کې داسي یار ساتلی دی

همدغه یې فطرت دی ټک به ورکړي ورنه ځي به

لستوڼي کې چې هر چا ځان له مار ساتلی دی

قسم دی خپل تربور به رانه خلاص په من‌‌‌‌‌‌ډه نه شي

ټوپک مې انګریزی کور کې تیار ساتلی دی

راځه نن مې میلمه شه دسوکړک ، سبو لپاره

د یخ سیوري لپاره مې چینار ساتلی دی

اشنا هره وعده به پوره کومه ستا په مینه

خپل ځان مې ورته هر وخت کې بیدار ساتلی دی

بصیر بیدار ستوری

- نصرت
بېرته شاته