(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمینې شاعر

[04.Jun.2020 - 13:51]

 د ښکلا ,مينې ,وفا شاعر 

لیک: نورین امان شمع

پشکلاوتي د حسن او مينې , ننګ و پت او پښتو داسې سپيځلې سيمه ده - چې د تاريخ په کتابونو کښې د قبل مسيح نه تر دې دمه دښکلا ,مينې, وفا قيصۍ ورکښې خوندي دي - اشنغر چارسدې پښتو ادب ته د علي خان په څير د ښکلا مينې ترجمان شاعر وربخښلے دے - دغه رنګ په شلمۍ پيړۍ کښې د عبدالاکبر خان اکبر ,محمد اکبر خادم , شاد محمد ميږې , فضل رحيم ساقي ,حاجي محمدآمين سره نور ګڼ شمير شاعران ,اديبان زيږولي دي چاچې د شعر د هنر په وسيله د پيرنګي پر ضد دپښتنو فکري لار ښودنه کړې ده - په دغه سپيځلو شخصيتونو کښې يو نوم د غني خان هم دے چې دنيا يي د ليوني فلسفي په نوم پيژني او  شعر يي خلق د حوالې په توګه په خپلو ليکونو او بحثونو کښې کاروي ددې سره اشرف غمګين , مرتضي خان شاهين ,سليم راز , مغظم جان لالا,شيرشاه ترخوي ودود اشنغرے، ډاکټر مصطفي کمال،طيب اللّه خان، حيات روغانے،کاشف شمال او نور ګڼ شمير د سپيځلي فکر وفن علم دانش سره تړلي شخصيتونه دي چې ټوله پښتونخوا پرې ښايسته ګلورينه رنګ ورينه ده - په دغو شخصيتونو کښې يو سپيځلې شخصيت د ارواښاد اکرام الله ګران باچا هم دے - چې جديد پښتو غزل ته يې  فکري رڼاګانې او هنري ښکلاګانې ورکړي دي ۔  د پښتو د غزل ناوې يې په هنري  ښکلا په رنګونو  داسې رنګ کړې ده ۔ چې  انګازې د پښتنو په لراو بر سمه غرخورې دي - په جديد پښتو ادب کښې د خپل ځانګړي اسلوب  له سوبه ورت  امتياز حاصل دےـ د ادب استاذانو سره  يي پښتون اولس  هم د خپلو جزبو او احساساتو ترجمان غزل ګڼي - د رنګ او نور, فکر و فن , علم دانش دغه کړۍ تر مونږ رارسي - بيا زمونږ د دور د ځوان کول په نماينده شاعرانو کښې يو معتبر نوم د ښاغلي ارشد جان شهکار دے - چې  نه ستړي کيدونکي ادبي مبارز براډکاسټر سره د پښتو ژبې داسې سپيځلې شاعر دے چې د هغه په شعر کښې د اشنغر د ښايست او ښکلا ,مينې او وفا رنګونه  وږمې دانسان حواس خمسه متاثره کوي , د هغه شعر لکه د جيندي په مزه مزه بهاند دے او لکه داشنغر دګوړې خوږ اوپوست دے د خپل اولس د جزباتو احساساتو ترجمان دے  - د لوستونکي د جمالياتي حس دتسکين سره فکري رهنماي هم کوياو د ژوند په کړمو کښې ورته حوصله هم ورکوي په صبر استقامت  د ژوند په لار د تلو چل ورښايي - د ښاغلي ارشد جان شهکار شعر د اشنغر د شعري روايت يو سپيځلے تسلسل دے - زه هيله منه يم چې هغه به دا پي مخې او سپيځلې روايت پرمخ بوتلو دپاره خپل تخليقي سفر هم دغه رنګ په صبراستقامت جاري وساتي - دپښتو ادب د شعر په ګلستان کښې به د اشنغر د رنګ ډنګ سره به خپله پيژندګلو پيداکړي - او د پښتو ادب په تاريخ کښې به لکه د خپلو استاذانو شاعرانو خپل نوم د يو اوستارکار شاعر خوندي کړي - دا هر څه مې ځکه اووې چې دا هرڅه ما ته د ښاغلي ارشدجان شهکار په شعر کښې راښکاري - وايي

چې د دوران د زنې خال شوې نو د بل په نوم شوې

لکه ګلاب چې د کمال شوې د بل په نوم شوې 

زه د وختونو غيږ کښې پاڼې پاڼې اوديړيدم

چې د ښايست غيږ کښې سمبال شوې نو د بل په نوم شوې

درپسې ټول عمر ايرو کښې ما لاسونه وهل 

خو چې پيدا مې کړې او لال شوې نو د بل په نوم شوې 

د ښاغلي ارشد جان شهکار شاعري په فکري فني حواله دومره خواږه او زړه پورې ده - زړه مې غواړي چې دلته ډير شعرونه  دحوالې په توګه را وړم او خبره پرې وکړم خو متاسفانه يو خو زما علمي استعداد دومره نه دے - او  نه راسره د الفاظو دومره وسيع ذخيره شته چې د ښاغلي ارشد جان شهکار د ښايسته , ښکلې شاعري احاطه کړي او فکري فني جاج يي واخلم - خو د هغه په شاعرۍ کښې يو زور احساسه وم - چې په اوريدو او لوستو د بنده حواس متاثره کوي- او بنده په بيا بيا ويلو مجبوره وي

په مينه يي ايمان راوړه پاښۀ مسلمانان شو

دا شکر دې چې نن خو دې باڼۀ مسلمانان شو

منې که نه چې ما وې کافران کعبې ته نه ځي

يادونه دې زما زړه ته راتلۀ مسلمانان شو

اظهار چې مونږ يو بل ته کله اوکړۀ نو وييل يي 

د نن نه پس راشده زه او تۀ مسلمانان شو

 د خپل ورور شاعر  ښاغلي ارشدجان شهکار څوک چې زما د خوږ ترۀ د پښتو ژبې د سپيځلي صاحب طرز و اسلوب شاعر ارواښاد اکرام الله باچا زړه ته راتير شاګر دے - زه د ښاغلي ارشد جان شهکار منندويه يم - چې د ګران باچا سره د روحاني تړون په سوب يي زما ليک  په خپل کتاب کښې شاميلول ضروري وګڼه - زه د هغه مينې ,خلوص او احترام دا جزبه چې څومره وستايم نو لږه به وي الله نه يي ډير خوشحاله ژوند او بريا غواړم د قلم زور يي له زيات شه د فکر وږمې يي د پښتنو په لر او بر سمه غر خورې شه - آمين

ما چې د کوم کلي ټول خلق باضميره ګڼل

هغوي د خپل کتاب نه ټکې د ضمير ايستې وو

دلته به څنګه چاته ځايې د چا دعا ونيسي

دلته په زور چا د خپل زړه يو فقير ايستې وو

هغه شهکار پسې دې اوس په چغو چغو ژاړي

کوم چې د خپلې دروازې نه تا په وير ايستې وو

مهذبه او مترقي ټولنه کښې د ارشدجان شهکار په څير تخليقار د دروازې خلق نه ستنه وي - هغوي ته عزت احترام ورکوي د هغوي تخليقي اثارو قدر کوي لولي يي رنګ او خوند ترې اخلي زه هيله منه يم چې تاسو به هم زما د ورور د پښتو ژبې ددې ځوان شاعر دې ځوانو جزبو ته خيراج وړاندې کړئ د ارشدجان شهکار ښکلې شاعري به ولولۍخوند رنګ به ترې واخلئ هغه ته به درناوې ورکړئ - خپلو دغه رنګ خلقو ته درناوې ورکول زمونږفرض دے -

نن خو سترګې مه پټوه اووايه

پړ دې ځان ته زه کړمه که تۀمې کړې 

ستا دلاس په نخښو کښې خو تا وينم

بيا راته اونه وايي چې څۀ مې کړې

خپلو    ارمانونو   ته    چې  ګورمه

وايم چې راټول مې کړې او مړۀ مې کړې

نن يي وې ارشده اوس منې که نه

هر څومره که کاڼې وې اوبۀ مې کړې

نورين آمان شمع 

پړانګ چارسده

- نورین شمع
بېرته شاته