(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نېمګړې خاک

[04.Jun.2020 - 13:48]

 نېمګړې خاک

ليک: دولت خان    

 

 زما چې كله دَ تخت بهائی كالج ته بدلی اوشوه نو دغه وخت دَ كالج خپل بلډنګ تيار نهٔ وۂ. او عرضی طور په يو منډۍ كښې كالج پرانستے شوے وؤ. ګېر چاپېره وړې وړې كچه كمرې وې چې پخوا دَ ګوړې ګودامونه وو. په هغې كښې به كلاسونه اغستے شو. زما دَ چارج اغستو دوېمه يادرېمه ورځ وه چې زۀ لائبرېرۍ ته لاړم دا مې خيال وۂ چې دَ خپل نوم اندراج به هم اوكړم او څهٔ كتاب نيم به هم راواخلم. لائبرېری هم په يوه كوټه كښې وه او دَ سـټيل په المارو كښې كتابونه پراته وۂ. دغه وخت لائبرېرېن صېب څهٔ كار پسې بهر وتے وهٴ. دَ ورۀ ګس اړخ ته دَ سـټيل يو المارۍ پرانستې شوې وه او يو كس ورته داسې ټيټ ولاړ وۂ لكه چې سړے په مانځه كښې ركوع ته ښكته شوے وی. زما دا خيال شو چې دَ كالج څوك سټوډنټ دے چې بغېر دَ يونيفارم نه كالج ته راغلے دے. خو چې كتاب ئې راواخست او نېغ شو نو زما طرف ته ئې اوكتل.

 دا دَ ونې نه مندرے هلك عمر سړے وهٴ. دَ رنګه غنم رنګے وۂ، وېښتهٴ ئې لكه دَ Seventies دَ هلكانو په شان اوږده وو، خو دومره اوږده هم نهٔ وو لكه دَ يورپی هيپيانو چې په اوږو ئې پراته وو. بس ايله دَ غوږونو پوسكۍ ئې ترې ښكارېدې، پوزه ئې دَ مخ په مناسبت برابره وه نهٔ ډېره لوړه او نهٔ چيته. تورې خړبخښنې درميانه سترګې ئې وې. چې له دَ هلكوانې چمك پكښې باقی وهٴ. دَ سترګو نه ګېر چاپېره ئې حلقې جوړې شوې وې. خدائے خبر چې دَ څهٔ عمل نتيجه وه. دَ خاكی رنګ جامې ئې اغوستې وې او دَ صوابۍ مشهورې دَ سابر پنجه دارې څپلۍ ئې په پښو وې چې دَ پاڅه پرې الوانې رنګ ځونډی هم لګېدلی وو.

 ماسره ئې جوړ تازه اوكړل. يو بل سره مو خپل تعارف اوكړو. دا زما او دَ هغه وړومبے ملاقات وۂ.

 غائبانه پېژندګلو خو ئې راسره دَ مخكښې نه شوې ده، بل ما دَ هغه دَ افسانو كتابواؤرې او ګلونهاو دَ شاعرۍ كتابتكلهم لوستې وو. او خواهش مې وۂ چې ورسره ملاقات اوكړم ځكه چې هغه يواځې ښهٔ شاعر، اديب او استاد نهٔ وۂ بلكې يو Committed كامريډ هم وۂ. دغه وخت زۀ هم دَ پروګرېسو ګروپ يو ناګڼلے غړے ووم او دَ داسې خلقو په دوستۍ پسې به مې كډه ګرځوله.

 ورځې تېرېدې او ورو ورو زۀ هغه ته ورلنډېدم او دومره ورلنډ شوم چې دَ كالج دَ وخت نه علاوه به مو هم زيات وخت يو ځائې تېرېدو. ما به هغه كله كله په شاه صېب او اكثر په سر صېب مخاطب كوو. بعضې ملګرو به راپورې وهم خاندل چې هلكه سرجی خو مو اورېدلے وۂ خو دا سر صېب... عجيبه نهٔ ده...؟ ما به ووئيل چې ډېر كسان ورته سر، څوك صابر او يو څو كسان ورته پير صېب وائی، نو دومره فرق خو په ما او دې نورو كښې پكار دے كنه.

 په ګنټو ګنټو به مو په مختلفو موضوعاتو بحثونه كول. كله په شعر او ادب او كله په ماركس، لينن او دَ هغوی په نظريو او زيارونو. هغه دَچی ګويرهنه ډېره متاثره وۂ او چې كله به ئې دَ هغه په ژوند او جدوجهد بحث كوو نو دومره جذباتی به شو چې لكه يو مريد دَ پير كرامات بيانوی. آواز به ئې تېز شو او په خبرو كښې به ئېفل سټافاوكامههله لګوله چې دَ سېګريټ نه به ئې كش پورته كوو. او اكثر به ئې دَ چايو پيالۍ دومره يخه شوه چې پېروے به ئې اونيو. آخر كښې به ئې بيا په دوه ګوټه كښې څښله.

 دَ ملاكنډ خاؤره هسې هم دَ شعر او ادب په حواله ډېره زرخېزه ده. او ډېر نوموړی شاعران، اديبان ئې زيږولی دی. خو دَ دې نه علاوه پكښې ډېر ستر مبارزان هم پېدا شوی دی چې دَ خپل قام دَ سر لوړۍ او انسانی حقوقو دَ حصول دپاره ئې دَ هيڅ قسمه قربانۍ نه ځان نهٔ دې ژغورلے. سر صېب هم دَ دغې قافلې يو نهٔ وېرېدونكے، نهٔ وروستو كېدونكے او كلك غړے پاتې شوے دے.

 دا په قد كاټ وړوكے بنده چې لا طالبعلم وۂ نو هم دَ سياست دَ آكاړې غټ پهلوان وۂ. كله چې په مئی ١٩٧٨ء كښې سره دَ ښاغلی رحمت شاه سائل، تجمل حسين قائل او افراسياب خټك په يو بې بنياده مقدمه (ملاكنډ سازش كيس) بنديوان كړې شو. نو دَ هغهٔ دَ ډېرو ملګرو دا خيال وۂ چې وَس به پوزه راكاږی. ولې هغه لكه دَ ايلم دَ غر په خپله نظريه كلك ولاړ وۂ او دَ بندی خانې ډېر تكليفونه او سختې پرې تېرېدې. دَ دې هر څهٔ باوجود هم هغه خپل تعليم ته خاص پام لرلے وۂ او دَ بی.اے امتحان ئې دَ جيل نه وركړے وۂ. بيا دَ ارواښاد افضل بنګش ايډووكېټ، لطيف لالا، سيد عمر ايډووكېټ، عالمزېب ايډووكېټ او سعيد بېګ المعروف شېخ بمبار په كوششونو دَ جېل نه خلاص شو او په پېښور يونيورسټۍ كښې ئې داخله واخسته. دَ سياست سره سره ئې په مختلف مضمونونو كښې دَ ماسټر ډګرۍ ترلاسه كړې. سر صېب فطری حسن پرست وۂ او دَ هر قسمه ښكلا دلداده وۂ يوه ورځ ئې په خبرو خبرو كښې دَ خپل كتاب دَ چاپ كېدو باره كښې وئيل چې كتاب چاپ كوم خو چې ښائسته وی ځكه چې كتاب مې ښكلے خوښ وی.

 دَ سر صېب دَ تعلق دائره ډېره پراخه ده. او دَ لرې لرې پورې دوستانې پالی. ولې دَ دشمنانو شمېر ئې هم لكه دَ آسمان دَ ستورو نهٔ شی كېدے. دَ ادبی دنيا بهر ئې هم دَ هرې طبقې دَ خلقو سره تعلق ساتلے دے. چې پكښې زما غوندې كم حيثيته خلق هم شامل دی په دې حقله ډېر قدردان بنده دے. نهٔ چاته په سپك نظر ګوری او نهٔ په چا ځان دروند دروند كوی. بعضې ملګری ئې په دې ګرموی چې مړه سړے نه سړے نهٔ ګوری خو ناسته پاسته ورسره كوې. خو دَ ده ورته دا وېنا وی. “چې سړی ټول سړی دي خو كهٔ څوك ورته دَ سړيتوب په نظر اوګوری”.

 دَ بحث ډېر مرڼے دے او څوك ئې په آسانه پړكولے نهٔ شی دَ دنيا په هره موضوع ورسره معلومات شته او په خپل نقطه نظر دَ قائلولو چل ورځی. ډېر اديبان، شاعران كاڼسان دَ دۀ په مخكښې خُلهٴ نشی پرانستے، او هغه دَ چا خبره چې لكهدَ قلندر مومند صېب توت ته بكياڼه اووائی نو ثابتوی ئې همتنقيدی قلم ئې لكه دَ دوه مخيزې چاړې تېره ساتلے دے او چې دَ چا په څهٔ فن پسې ئې په برجۍ ووهی نو داسې اپرېشن ئې اوكړی لكه پخوا چې به حكيمانو بې نشې دَ بنده دَ وجود نه ناسور پرېكوو. دَ دې هر څه باوجود كه دَ هغه دَ تنقيدی ليكونو جاج واخستے شی نو هيڅ دَ بدنيتۍ او تنګ نظرۍ آثار به پكښې په ګوته نشی.

 بس دومره قدرې به اووايم چې هغهصاحبهم دےشاههم دے خو صابر.

..........

ښاغلے دولت خان د ضلع مردان د تخب بهاٸي تحصيل بازار وسيدونکې اعلي تعليمافته ډير سپين سپيځلے نفيس انسان دے خپله مورنۍ ژبه پښتو ورک مٸين دے ۔ ډير باذوقه دے د خپل دغې ذوق د تسکين دپاره کله کله د مارګلې په کنډاؤ راواوړي ۔ }

- دولت خان
بېرته شاته