(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فقیر ایپي

[28.May.2020 - 15:58]

د فقير ايفي بابا .

د شلمي صدۍ د ازادۍ د بهير دوه نړيوال کردارونه (لومړۍ برخه)

 

امر کوونکي او امر منونکي دوه بېل قوتونه دي،امر هم ډېر قسمونه لري خو دوه قسمونه ئې داسې دي چې يو د جبر بل د رضا دے او امر منل هم ډېر قسمونه لري، دوه ئې داسې دي چې يو په زور منل کيږي او بل په رضا۔ د امر د دواړو قسمونو څخه پر هغه قسم نظر لرم، چې په باداري کيږي او په زور منل کيږ۔دا منل شوې خبره ده، چې د انساني ژوند اغاز د انسانانو څخه شوے دے۔ دا خبر لا شاربل کيږي چې کله او څنګه د انساني ژوند اغاز وشو؟ د هابيل او د قابيل قيصه اوس زموږ د ټولنې د هرې پېښې عکاسي کوي، د بل حق په زوره وړل ظلم دے او په سياسي اصطلاح کښې سامراجيت بلل کيږي او خپل حق راګرځول يا پر خپل حق جنګېدل حقپالنه يا په سياسي اصطلاح مبارزه بلل کيږي۔

د سامراجيت او د مظلومیت تر منځ تعلق مبارزه بلل کيږي اوږد تاريخ لري۔ په دينوي، عقيدوي  او مذهبي يا په نورو نظرياتو کښې ئې وجود د تاريخ په اوږدو کښې ښکاره شوے دے۔ د پېغمبرانو، رسولانو، شهنشاهانو،سرمايه دارو،خلافتونو،سلطنتونو او باچاهانو په تاريخونو کښې دا مبارزه خپل ځانګړے ځاے لري، د ظالم او مظلوم دا مبارزه مونږ په علمي کتاب کښې سياست ګڼو؛ هغه که جمهوري وي او که مزاحمتي وي ، يو وخت وو په تاريخ کښې چې مسلح يا وسله واله مبارزه د حق خوندي کولو يا حق وړلو د پاره کېدله،د سياسي چارو يو علم وو  خو يو وخت بيا داسي هم راځي چې تش په جمهوري طريقه د خپل حق غوښتنه او پالنه کېدل، د مبارزې په تاريخ کښې سياسي څرک يو داسي وخت يا وګړي هم په ګوته کوي، چې په جمهوري سياسي دوره کښې ئې مسلح سياست او مبارزه کړې ده ، هغه ځکه چې ډېر سياست پوهان دا مني که ستا مخالف په جمهوري سياست نه پوهېدو د وسله والي مبارزې غره وو، نو ته هم بايد د سوال ځواب هم هغسي ورکړې ۔ مونږ د سياسي جمهوري مبارزې تاريخ په معلوم وخت کښې د نشاة ثانيې څخه راپېل کوو چې د علم او پوهې  نوې دروازې پرانستل شوې د کيميا، بيالوجي، فزکس، رياضي ، جيومټري او جغرافيائي علمونو پرچار وشو؛ نو ټول يورپ د زد کړو د پاره يونان ته مخه کړه، خو په نړۍ کښې لا سپين سترګي سامراجيت او استثماري قوتونو خپلې ناروا او ظالمانه کړنې پر مخ وړلې،په ضد کښې ئې د مظلومو غښتلې مبارزې روانې وې۔ داسې هم دا لړۍ تر شلمې صدۍ پورې سفر کوي۔ په شلمه صدۍ کښې دنيا بلې خوا ته ځي ،د ژوند په هره شعبه کښې بدلون را منځ ته کيږي نوي نوي سماجي، علمي، اقتصادي انقلابونه منځ ته راځي۔ ډېر نوي هېوادونه ازادي اخلي او خپلي جغرافيې ټاکي۔ لوې سامراجي قوتونه ماتې خوري، ډېر زورور خلک له منځه ځي  نو په هم دغه خاطر شلمه صدۍ د انقلابونو مور بلل کيږي۔

 

موضوع ته اړوند د شلمي صدۍ د انقلابونو سفر ځان ځان ته تاريخي شاليد لري ،لکه پښتون قام چې د ازادۍ خپلواکۍ، ملي تشخص مبارزه د بايزيد روښان څخه را پېل کړې ده۔ شاوخوا پنځه سوه کلن د وسله وال سياست تاريخ لري۔ موضو ع ته راګرځم؛ په شلمه پېړۍ کښې د ازادۍ، خپلواکۍ دوه نړيوال کردارونه دي، چې زما په نظر به دا د ازادۍ په بهير کښې غښتلي کردارونه وي، چې د خپلې خاورې، خپل ملت، قام ، ژبې ، کلتور ، تاريخ ننګ ناموس، او جغرافيې د خوندي ساتلو او پاللو دپاره په شلمه پېړۍ کي مهم رول ادا کړے دے او خپل قام ته ئې د بېکن يا سيمبول لار ورښودلې ده۔ هغه يو مرزا علي خان فقير اېپي او بل د ليبيا عمر مختار دی۔

 

عمر مختار په عرب دنيا کښې او فقير ايېي بابا په افغان خاوره کښې نه هېرېدونکي اتلان دي، که څه هم عمر مختار ته د   The lion of desert  خطاب ورکړے شوے دے خو زه بيا په خپله چې زما د ډېر وخت څخه ځانګړې غوښتنه وه فقير ايپي بابا ته د The lion of Mountains خطاب ورکوم ځکه زمونږ افغان وطن ټول غرونه دي نو بايد فقير ايپي بابا ته د‌غرونو زمرے وويل شي۔ ډېرو مستشرقينو مونږ ته د غرونو خلک وئيلي دي او زموږ د جنګ ګټل ئې د غرونو پېژندل بللے دے۔  چې دا خلک ځکه هر زورور ته ماتې ورکوي،  چې دوي د پامير د غرونو بلد خلک دي او دشمن ئې په غرونو کښې ورک شي او بيا ئې دوي ونيسي، مړه ئې کړي۔ که څه هم پښتون قام هر وخت د زورور برېت ته لاس وروړے دے، سوب ئې خپله پېچلې جغرافیه ده۔ نور تاريخ ته نه ځم، راځم خپل دوه نړيوال کردارونه چې د شلمې پيړۍ په غېږ کښې سپېځلے شتون لري۔

 

عمر مختار د ليبيا هېواد د ازادۍ اتل بلل کيږي په ۱۸۶۲م کښې په کزوزو ښار کښې د مختار په نغري کښې سترګې روڼې کړې دي، لوے استاد او عالم شو په خپل کلي کښې ئې د زد کړو چارې په مخ وړلې خپل تصوف او ګوشه نشیني ئې کوله د خپل وطن ماشومانو ته ئې زد کړې ورکولې، د اټلي سامراجيت او زور واکي روانه وه په لیبیائي خلکو به ډېر ظلمونه کول، عامه وژنه به ئې کوله، عمر مختار اخر د ازادۍ په وسله واله مبارزه لاس پورې کړل، داسې تانده مبارزه ئې کوله چې لويه اټاليا يا اټلي ئې په لږ وخت کښې په ګوډو کړه، سخت ګوزارونه ئې ورکول د ليبيا دشتي ئې پورې سور اور کړې، يوه خبره به ئې کوله چې زما خاوره زما ناموس دے، زما ناموس به پرېږدئ، په خاوره هېڅ خبرو ته نه کښېنم۔ عمر مختار هم د تصوف د دنيا څخه د سامراج مخې ته راووتو۔ اټالوي فوځونو د کزوزو په  کلي کښې يو ځوان په ګوليو غلبېل کړو او د‌هغه خور ئې په زور وتښتوله۔ کله چې عمر مختار دا سانحه يا پېښه وليدله، لیبیائي وينې ئې جوش وکړو او سم دلاسه ئې په وسله واله مبارزه لاس پورې کړو۔ دا پېښه په۱۹۱۲م کښې رامنځ ته شوه چې تر ۱۶م ستمبر۱۹۳۱م پورې ئې شل کلنه داسې مبارزه وکړه چې په سامراجي قوتونو او په اټالوي فوځونو ئې توبې وکښلې۔ د قام ننګ، خاوره، ناموس، واک اختيار، ملي سماجي اقتصادي تشخص ئې ژوندے کړو او ساه ئې ورکړه۔ د صحرا دا زمرے په ۱۶م ستمبر ۱۹۳۱م کښې د اټالوي سامراج په دار کړو۔ ژوند ئې خپل ملت ته وسپارو او تل تر تله ژوندے پاتې شو۔

 

 (دوېمه برخه)

 

داسي يو بل د ازادۍ سپېڅلے کردار چې په شلمه پېړۍ کښې ئې نه هېرېدونکے رول لوبولے دے، د برطانوي امپراتورۍ او سامراجيت په خلاف د افغان وطن په غرونو کښې يو ماشوم په ۱۸۹۷م کښې د کهجورۍ کلا ته نېږدې په کړته بانډه وزيرستان کښې د سيمې د وتلي عالم او لوړ شخصیت  ښاغلي ارسلا خان په نغري کښې سترګي وغړولې۔په خټه مداخېل طوري خېل اتمانزے وو۔لومړنۍ زد کړې ئې د خپل پلار ورستو بيا نورو عالمانو سره شاګرد پاتې شو۔ د برطانوي امپراتورۍ تور بازار د قامونو په وړاندې تود روان وو هر څه ئې ليدل، د تصوف خوا ته ئې هڅه کوله،ساده د فقيرۍ ژوند ئې خوښ وو،د اېپي په کلي کښې ئې ملائي درلودله۔د قام ماشومانو ته ئې زد کړي ورکولې چي په مارچ ۱۹۳۶م کښې په بنو کښې د ماسټر نورعلي شاه او د اسلام بي بي واقعه وشوه۔ دغه واقعه په کتابونو کښې داسې راغلې چې يوې هندوې انجلۍ اسلام قبول کړو او د نور علي شاه سره ئې واده وکړو۔ هم دا پېښه تر انګرېزانو ورسېده۔انګرېزانو نور علي شاه ونيوو او زندان ته ئې ولېږو۔ اسلام بي بي بېرته هندوانو ته ورکړل شوه او هغوي کلکتې ته ولېږله۔هم د دغه واقعې په ترڅ کښې فقير اېپي راپاڅېدو او په ۱۱م اپرېل ۱۹۳۶م ټول مشران د ټوچي په مقام راټول شو، لويه جرګه وشوه او د انګرېز په ضد د وسله والې مبارزې پرېکړه وشوه۔د ډلې توب مشري ئې لومړے مولوي الله بخش داوړ ته ورکړه او هغه وروستو بيا فقير اېپي بابا ته د مشرتابه دستار وتړلو۔ فقير اېپي بابا د وطن ټولو غښتلو ته ليکونه واستول او د ننګ غږ ئې پرې وکړو۔

 د پښتون تاريخ ته که وکتل شي نو هره مبارزه پر ښځه يا دي ښځي پر ننګ پېل سوېده، دايمل خان و دريا خان د مغلو سره د بنګښو پر ښځه شخړه، د ميروېس نيکه و د ګورګين پر ښځه شخړه، د غازي عبدالله خان اڅکزي د انګريز جنرل برنس په کابل کښې پر ښځه شخړه داسي که لږ نور هم تاريخ وسپړل شي نو پښتون قام هر وخت پر ښځه ننګه کړېده. هغه په دې چي په پښتون سماج کښې د ښځي ناموس ډېر ارزښت لري، ځکه خو يې بابا ګانو په وړاندي ننګه کړېده. نو داسي فقير اېپي هم په اسلام بي بي ننګه وکړه، چي ننګياليو پښتنو د فرنګي سامراج هډونه په غرني پښتونستان کښې ور ماته کړه . داسي پوله، شله، دره، لار و کوڅه نه وه چې پښتنو د انګرېزانو په وينه نه وي لړلې۔ هم دغه د فقير اېپي پښتنې چغې وې چې د وزيرستان په غرونو کښې ئې په برطانوي عسکرو ووهلې، ټول انګرېز عسکر به شپه او ورځ ويښ ناست وو او د پښتنو د غرونو څوکو ته به ئې کتل چې بيا پرې د اېپي زمري د کومې خوا نه غړمبا کوي او ننګيالي لښکرې ورپسې وي۔ دغه وخت د وطن د ننګياليو د وطن د غرونو واښه او بوټي خوراک وو، د وطن د غرونو په تېرو تيږو او درنو درنو کاڼو پرېوتل ځکه خو ورته زه د غرونو زمرے وايم۔ د فقير اېپي د جنګ قيصې فرنګيانو ليکلې دي چې لوست ئې په مړ وجود کښې ساه پېدا کوي۔د برطانوي امپراتورۍ په خلاف تر ټولو زيات مقاومت پښتون ملت کړے دے، په ټوله پښتنه سيمه کښې ئې هډونه ورمات کړل او د هغه وخت د هر زورور لاس ئې پيچلے دے۔ انګرېز به يو سړے نيوو، په زرهاو انګرېزي عسکر او لاسپوڅو لښکر به ئې ورته تيار کړو خو چې کله به زمري د ګورويک په غرونو کښې د شپې برابر شو، سحر به ئې کار ورخلاص کړے وو۔

په شلمه صدۍ کښې په ټول هندوستان کښې يواځينے قوم پښتون او يواځينے اتل فقير اېپي وو چې د وخت زورور ښکېلاک ئې له برېتو نيولے وو، د اباسين تر کرښه ئې تېر کړو۔ په ټول هندوستان کښې د انګرېز په خلاف د مقاومت رڼا نورو قامونو د پښتنو د مبارزې د چراڅ څخه ورسېده۔ د مرزاعلي خان فقير اېپي مبارزه په يو ليک کښې نه ځائېږي، کتابونه به ورته وړتيا لري۔د سامراجي، فرنګي انګرېز ښکېلاک دښمن، د وزيرستان د غرونو زمرے، د پښتون تاريخ دا اتل ننګيالے هم د اپرېل په شپاړسمه 1960 کې ساه ورکړه او په ګوروېک کښې په داسې حال کښې چې انګرېز له سيمې وتلے وو، د درې ورځو د ناروغۍ وروستو وفات شو۔

 

د فقير اېپي په اړه يو انګرېز جنرل جي ايليټ په خپل کتاب دي فرنټئيرز کښې د ۱۹۳۹م نه تر ۱۹۴۷م داسې ليکلي دي چې په ۱۹۳۶۔۳۷ کښې د انګرېز ټول پوځي مهمات تش د يو سړي خلاف وو او ټول پوځي قوت په يو سړي کارول کېدل، دومره بمونه پرې وغورځول شو چې تش فقير اېپي وژل شوے وې نو جنګ به ختم شوے وو۔

 

سيد حاجي عبدالخالق اغا (۱۹۰۳۔۲۰۱۳م) په خپله ځانګړې مرکه کښې راته وئيلي چې د ايوب خان د مارشل لا په وخت دوي د مچ په زندان کښې بنديان وو۔ زمونږ سره د سکرو په کار کښې يو مزدور چې ازبک وو، وژل شوے وو نو د هغه د مرګ په توره زه او نور ملګري د مچ په جېل کښې وو۔ په هم دغه شپو کښې ئې خان عبدالصمد خان (خان بابا) هم جېل ته راوستلو۔ مونږ به هر مازيګر سره ليدل، يوه ورځ يو هندو پوليس والا چې کور ئې په مچ کښې وو، ماښام ډيوټۍ ته راغلے وو، خان بابا له پټ يو کاغذ ورکړو او د خان بابا لاس ئې ښکل کړل۔ خان بابا چې کاغذ خلاص کړو نو اوږده ساه ئې واخسته او خاموشه شو، مونږ ټول هم خاموشه شو۔ لږ وخت پس د خان بابا تورې غټې سترګې له اوښکو ډکې شوې۔ د کدړ پټو څادر ئې سترګو ته ونيولو او سلګۍ ئې وهلې او دا خبره ئې کوله چې فقيره! تا خو وئيل چې زه تا يواځې نه پرېږدم۔ هغه چې دا خبره وکړه نو يو بل سړي چې ما نه پېژندو، په خان بابا غږ وکړو چې بابا خېر خداے دې خېر کړي، څوک مړ دے؟ فقير څوک دے؟

 

خان بابا له اوښکو ډکې سترګې ورواړولې او داسې ئې ورته ووئيل چې د پښتون قام د خپلواکۍ فقير وفات شوے دے۔ هغه کس ځواب ورکړو چې بابا کوم فقير؟ خان بابا ورته ووئيل چې د وزيرستان مرزا علي خان نومېدو۔ فقير عالم سړے وو، ننګالے وو، غېرت مند وو۔ انګرېز او د هغوي ملګري ئې په ولاړ ودرولي وو۔ بابا خاموشه شو او کاغذ ته ئې کتل کتل۔ په سرو بارخوګانو ئې اوښکې راتوې شوې۔ کاغذ ئې بيا ولوستو، روان شو، اودس ئې تازه کړو او په لمانځه ودرېدو، که څه هم لمانځه وخت نه وو خو لکه چې نفلونه ئې کول۔ چې سلام ئې وګرځوو نو په زوره به ئې داسې وئيل چې انا لله و انا اليه راجعون۔

پای.    اشنا

ورور پښتون

- ورور پښتون
بېرته شاته