(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ حکومت

[28.May.2020 - 15:34]

 په خيبر پښتونخوا چې کله زمونږ حکومت وو

(شبير دراني)

دا د هغه وخت خبره ده کله چې په خيبر پښتونخوا زمونږ حکومت وو شپږ زره ورکران او په سونو مشران راته طالبانو هم په دې وجه شهيدان کړل چې تاسو د ترهګرې مرسته نه کوي 

هم په دغه زمانه چې زمونږ څه پښتانه هنرمندان شهيدان کړې شول او چا له ويرې خارج ته کډې وکړې چې په دغه کې استاد شاه ولي ګلزار عالم عالمزيب مجاهد او سردار علي ټکر هم شامل وو سنيماګانې ميوزک سنټرې او د ايل سي ډي او سي ډي دوکانونه بند کړې شول 

حالات دې له راغلل چې په کورونو کې هم چا په تيز آواز ټي وي ريډيو يا ټيپ نه شو لګولې 

يوه خاموشي خوره شوه هم په دغه ورځو کې د اپريل په څوارلسمه نیټه په پيښور پريس کلب کې مونږ د بره پښتونخوا د نابغه ليکوال ستر فلسفي د لر و بر د تړون ليواله مجنون او زمونږ د خوږ ملګري ډاکټر کبير ستوري د تلين دستوره وه

مونږ څو ملګري چې په هغې خدائې بخښلي پروفېسر جهانزيب نياز خدائې بخښلي خان لالا محمد افضل خان چې بيا وروسته ورته نه يوازې دا چې طالبانو په سونو جيربه تيار فصل او باغونه وسيزل شپږ مارکيټونه ئې ورته په بمونو د زمکې سره زمکه کړل بلکې خان لالا محمد افضل خان ئې هم ويشتلو او روارۀ ئې ورته هم شهيد کړو خيال اکبر اپريدي چې بيا وروسته ورته طالبانو په حجره بمونه ويشتل او خیال اکبر ئې شهيد کړو سيد عالم محسود خداي بخښلي سنګین ولي خان،  شهاب خټک او د شهاب خټک پلار بابا ډاکټر فضل دين خټک، لياقت آمين ،حميد الرحمان نادان، ډاکټر عالم، د بره پښتونخوا نصير بيدار ستوري،  رياض خټک او نور يو شمير ملګرو که زه ئې اوس دلته نومونه ليک کول شروع کړم نو مقصدي خبره رانه پاتې کيږي مونږ صلاح وکړه چې د پيښور په دا زړه کې د موسيقۍ يو دروند پروګرام کوو چې د خلکو د زړونو نه دا ويره وځي

خير د ډاکټر کيبري ستوري د تلین په حواله چې په ډاکټر کيبري ستوري مقالې وويلې شوې او ډوډۍ مو وخوړه نو د شپې لس بجې مو درې کلونه وروسته د پيښور خاموشي ختمه کړه او د ټنګ ټکور پروګرام مو شروع کړو ما ليدل چې د دوکړې ټنګ سره ډير خلګ په مزا مزا ووکشيدل خير زمونږ په ملګرو کې حميد الرحمان نادان لږ ډير حساس انسان دې بهر وتلې دې چې جاج واخلي حميد الرحمان چې له بهر نه واپس راغلو نو ماته ئې په غوږ کې وویل چې دراني صیب په ځان مو کار نشته خو د لر و بر ډير ميلمانه راسره ناست دي ما بهر ووکتل چې څنګه مونږ د ټنګ ټکور پروګرام شروع کړې دي نو پوليس او نورو سيکورټي ادارو واله ګيټ خالي پريښودې دې او تلي دي ما ورته ويل دا څه وايې ويل هو دراني صیب ته بهر راووځا چې زه بهر راغلم د دارو لپاره يو د سيکورټي اهلکار  نشته ما حميد الرحمان ته ويل په خوله لاس کيده چې څوک خبر نه شي اؤ پروګرام جاري وي او مونږ داسې کوو چې څو ملګري د سيکورټي دا ذمه واري په خپل سر اخلو زه روډ پله کيټ له لاړم حميد سره د دوه ملګرو چمن کې شو او دوه ملګري مو د هال په ګيټ کې ودرول په داسې طريقه چې پروګرام ته ناست خلک شک مند نه شي او د پروګرام نه خوندونه واخلي

يو لس مينټه وروسته ماته د پريس کلب لرې څو کسان په نظر راغلل ولې نه زمونږ پله راځي او وروسته ځي په خپل ځائې ساکت ناست دي لحظه دوه مې ورته صبر وکړو بیا ئې خوا پله ورروان شوم چې ورنزدې شوم نو پوليس والا وو ما ورته ويل اې د الله نيک بختو چې دلته ته ناست ئې خو د پريس کلب په دروازه کې کينې زه به هم د ټنګ ټکور خوند واخلم او تاسو به هم په دروازه کې سندرې واورې ويل خان قلار کينه تيره هفته هم د دې پريس کلب په دروازه سرتيرې ننواته او زمونږ پوليس والا ئې شهيدان کړل او له نن شپه خو د موسيقۍ پروګرام دې

زه واپس راغلم په ګيټ ودريدم د شپې تر دوه نيمو بجو پورې د ټنګ ټکور پروګرام وشولو سهار اخبارونو سر خطونه لګولې وو چې درې کلونه وروسته د پيښور ويرجن ماحول په خوشحالۍ بدل شولو او بيګا شپه پيښور د موسيقۍ په آوازونو تر سهاره مسرور وو

دا دومره تفصيل مې صرف دې خبرې پورې بيان کړو چې بيګاه شپه ماته د بره پښتونخوا لوې افغانستان د کابل ولايت يو زلمې دهمکي راکړه چې روژه ده او ته دا فحش پوسټونه کوې که دا دې بند نه کړل نو ټولو ملګرو ته وايم چې تا رپوټ کړي  او اي ډي به درته بلاک کړم ههههههههه په دا يوه هفته کې د لوې افغانستان نه هم دا رقم دهمکي دويم بچي ماته راکړه آخ خدایه د ډيره سوخته مې خندا شي

اې زما ساده بچيانو تاسو د افغانستان عام وګړي ئې او زه د افغانستان شهزاده يم هغه جدا خبره ده چې د وخت سپيړو د تخت نه په تخته کړې يم 

د لر و بر ترمنځ دا نفرتونه هم ستاسو ځينې زلمو جوړ کړي دي نو ستاسو خو دې لاس خلاص او توره مو تيرۀ وي

خو چې کوم زما د لر و بر بچيان دي هغوي لره دا وضاحت ورکوم چې که پرون طالبانو ويره خوره کړې وه د لر و بر ولس  ئې له ژوند ويزاره کړي وو نو نن سبا ټوله شوسل ميډيا د کورونا وائرس نه ډکه وي  انسانان ذهني مريضانو شول زه دادا يم نه غواړم چې زما بچيان دې په ويره کې وخت تير کړي ځان مې ورسره ماشوم کړې دې صرف په دې خاطر چې پام ورته بدل کړم که دا جرم وي نو زه به ئې بار بار کوم بنده کړې راته اي ډي

،

راځا زما ګلابه مرګ او ژوند دواړؤ ته خندا

په دواړؤ کې يو هم نه دې قابل ستا د ژړا

- دراني
بېرته شاته