(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عثماني او احمدشاهي

[28.May.2020 - 07:54]

عثماني سلطنت او احمدشاهي سلطنت

اياز ايسپزی

پهٔ معاصر پښتون تاريخ کې روښاني تحريک د پښتنو هغه ستر قامي تحريک ؤ چې د استعمار، يرغلګرو او پرديو پرضد يې پهٔ پښتون وطن بلها سرښېندنې وکړې، د پير روښان رحمة الله عليه پهٔ ایښي اساس د هغهٔ د کړوسي پوری، د هغهٔ اولاد او پیروان شا و خوا يؤ سل او شپېتهٔ کاله پرله پسې د مغولي سامراج د زبردست قوت پرضد وجنګېدل او هغوی يې هېڅ يوه ورځ پهٔ پښتون وطن پهٔ قلاره ناستې ته نهٔ دي پرېښودلي. دغه ستر پاڅون پهٔ پښتنه خاوره او پښتون قام کې د خپلواکۍ سره د مينې او د بلواکۍ نه د کرکې اور تر ډېرې مودې بل وساتلو. دغه پاڅون پهٔ نژدې تاريخ کې لومړی پښتون ملي او مترقي پاڅون ؤ چې پهٔ شعوري ډول شورو شوی ؤ او د ادب پهٔ ژبه او د تصوف پهٔ لباس کې يې کار کولو

د روښانيانو د کمزوري کېدلو پس تر ډېرې مودې د پير روښان بل کړی اور مړ شو خو بڅري يې لا پاتې وو او څهٔ موده پس دغه تحريک د ايمل خان مومند، دريا خان اپريدي او وروستو د خوشحال خان خټک د وسلوالې مبارزې او مزاحمت پهٔ بڼه کې يؤ ځل بيا ژوندی شو. د قامي شعور او جذبې نه ډک همدغه تسلسل ؤ چې د مير ويس خان بابا پهٔ مشرۍ کې يې د کندهار د ملي پاڅون پهٔ بڼه يؤ ځل بيا سر راپورته کړو چې د ايراني صفوي دولت د ړنګېدلو او پهٔ باقاعده توګه پهٔ دې سيمه کې د پښتنو د لومړي سلطنت د جوړېدلو سبب شو. د قامي پاڅونونو او تحريکونو دغه سياسي او مزاحمتي لړۍ د احمد شاه بابا د لوی افغانستان پهٔ شکل کې يؤ ځل بيا راژوندۍ شوه. احمد شاه ابدالي د عُثماني خلافت هومره يؤ ستر پښتون دولت جوړ کړو، کوم چې د آمو د سيند لهٔ غاړې څخه د اوسني ايران تر اصفهانه غځېدلی ؤ. پهٔ دغه دولت کې اوسنی ټول افغانستان، اوسنۍ شمالي او جنوبي پښتونخوا، هندوستان، بنګال او کاشغر شامل وو. زمونږ د نصاب پهٔ کتابونو کې مغول واکداران خو اتلان دي او تاريخ يې شته دی خو د دغه پښتنو اتلانو د يوهٔ نوم هډو يادونه هم نهٔ ده شوې. پهٔ همدې نصاب کې د عُثماني خلافت تفصيلي تاريخ هم شته خو لهٔ بده مرغه د احمد شاہ ابدالي د عظیم پښتون سلطنت بيخي څهٔ يادونه لهٔ دې ډاره نهٔ ده شوې چې هسې نهٔ دا قام د خپلو مشرانو او اتلانو نه خبر شي او قامي شعور او احساس پکې بيا راژوندی شي، ګنې د دواړو مذهب او عقيده خو يؤ شان وه، کهٔ د عثماني سلطنت تاريخ د مذهب پهٔ بنياد پهٔ مونږ راتپل کېږي نو بيا خو احمد شاهي سلطنت دې خاورې او اولس ته تر هر چا ډېر نژدې دی، ځکه چې هم ورسره مذهبي تړون لري، هم قامي، هم تاريخي او هم کلتوري. همدا وجه ده چې زما د قام بچي د ترکي د عثماني سلطنت مشران خو پېژني خو د خپلې خاورې او خپل قام د مشرانو د نومونو نه هم ناخبره دي. پکار ده چې لومړی خپل تاريخ ولولو، د خپلې خاورې، خپل قام او خپل وطن اتلان وپېژنو، بيا کهٔ د نورې نړۍ تاريخونه لولو، د نورو قامونو اتلان پېژنو او ځان ترې خبروو، خير دی، ځکه چې څوک ځان نهٔ پېژني، هغه به جهان څهٔ وپېژني؟ لومړی بايد ځان وپېژنو بيا جهان.

- سلطنت
بېرته شاته