(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابن ینا

[28.May.2020 - 07:27]

افغان ساینسپوه او فلسفي ـ  حکیم ابن سینا.

لیک: شفیع الله تاند

پوره نوم یې ابوعلي الحسین ابن عبدالله ابن سینا دی او اوس د بوعلي سینا او ابن سینا په نوم مشهور دی تر ۴۵۰ پورې کتابونه ورته منسوب دي چې ترې ۲۴۰ کتابونه د زمانې له توپانونو خوندي پاتې شوي دي.

په دې کې یې یوازې ۱۴۰ کتابونه د فلسفې په موضوع دي او ۴۰ کتابونه د طب په موضوع ـ په ځانګړي ډول طب کې د ابن سینا کتاب " القانون" تر زر کلونو زیات په ټوله نړۍ کې د طب بنسټي کتاب په توګه په لوړه درجه و او په اروپا او بیلا بیلو هیوادونو په جامعو کې د نصاب په توګه شامل و.

په طب او فلسفې سربیره هغه د فلکیاتو په علم،جغرافیې،اسلامي الهیاتو،منطق،ریاضي،نفسیاتو،طبیعات او شاعرۍ هم ګڼې مقالې او کتابونه ولیکل ـ 

د ابن سینا ظهور د اسلامي سلطنت په غوړیدلې دوره کې وشو، چې د فارسي،سنسکرت او لاتیني ژبو کتابونو په عربي کې د ژباړې توده لړۍ روانه وه، دې ژباړو په اسلامي فکر کې ډیر ستر بدلونونه رامنځته کړل.

د همدې ترجمو له برکته په اسلامي ټولنه کې د فلسفې،علم الکلام او فقه په څیر علومو ته وده په برخه شوه ـ 

د ابن سینا شاهکار کتاب " القانون الطب" ګڼل کیږي،چې تر ۱۷ مه پیړۍ پورې د اسلامي نړۍ تر څنګ د ټولې اروپا په جامعو کې د طب بنسټي کتابونو له جملې ګڼل کیده، دې کتاب کې د ډیرو ناروغیو اړوند په لومړي ځل ډیره تفصیلي څیړنه شامله کړې وه ـ د دې ناروغیو او مرضونو نښې، لاملونه او درملنې لپاره یې درمل او نورو کاره طریقو دې کتاب ته ډیر لوړ باور او سند وبخښه ـ 

هغه د ارستو له دې خبرې سره همغږی شو چې تپ دق یو متعدي مرض دی چې د هوا له لارې له یوه شخص بل ته لیږدول کیدی شي

په دې خبره په ټوله اروپا کې تر پیړیو پورې بحث و مباحثه وه چې هغوی دې متعدي ومني یا نه.

سربیره پر دې د ذیابیطس او ګوزڼ غوندې ناروغیو باندې هم ابن سینا ډیرې پراخې او هر اړخیزې څیړنې په دې کتاب کې شریکې کړې.

د دې ناروغیو د اسبابو او درملنې تر څنګ یې په " القانون" کې د درملو تیارونې او ناروغیو لپاره یې کارونه او نویو مرضونو درملنې لپاره یې د ازمویلو په طریقو هم تفصیلي بحث شوی دی ـ سینا د بخار په علایمو بحث کړی دی جذباتي کیفیات،ذهني سرګرمي،اخلاقي کړنو او خوبونه یې د دې له لاملونو سره شامل کړل دا کتاب په پنځه برخو ویشل شوی دی چې لومړۍ دوه برخې یې د مرضونو د نښو په بیان او د صحت خوندوینې د اصولو په وضاحت راڅرخي او په درېیمه او څلورمه برخه کې د ناروغیو درملنې په طریقو بحث شوی دی او پنځمه برخه د دوا درملو په تیارونه او کارونې تفصیل بیانوي ـ 

ابن سینا عشق هم یو جسمي مشکل ګڼي او نښې یې د زړه ډوبیدل،بې خوبي،ولږې کمی او ساه بې کابو کیدل او ...راځي.

د دې مرض علاج د بل مرض غوندې په درملو د کولو پلوی و، دا حقیقت دی چې د یوناني طب وده او پرمختګ شمله په دوهمه پیړۍ کې د پرګمون د ګیلن په سر تړل کیږي،خو په دې اړه د بنسټي علم منظم کولو عمل له ابن سینا پیل شو، هغه پخپل کتاب " القانون" کې د یوناني طب درملو تیارونې او کارونې اړوند بنسټي معلومات ولیکل چې نن هم د کارونې لاندې دي او د هند او پاکستان په یوناني طب درس ځایونو کې دا کتاب په نصاب کې شامل دی.

طبیعات کې ابن سینا د حرکت نظریه وړاندې کړه، چې له مخې یې د متحرک څیز او حرکت په اراده کې توپیر شوی دی ابن سینا ګڼي چې حرکت د هغه ارادې او رجحان پایله وي چې له حرکت ورکوونکي څخه حرکت کوونکي څیز ته لیږدول کیږي خو په خلا کې دا حرکت کله هم نه ختمیږي، بهرني قوتونه لکه د هوا مزاحمت د دې حرکت په عمل کې ځنډ پیدا کوي ـ 

ابن سینا پخپل کتاب " رساله فی ابطال احکام النجوم" کې د ارستو له دې نظریې سره اختلاف وکړ چې ستوري خپله رڼا له لمر نه مستعار اخلي، هغه د ستورو رڼا خپله ګڼلې، نوی ساینس د همدې نظریې پلوی دی ابن سینا البته د سپوږمکیو رڼا هم خپله ګڼله هغه د الکیمیا له ماهرینو سره هم اختلاف درلود چې دا فکر سم نه دی چې یو جوهر دې داسې وشي کیدی چې لږکي دهات دې په لوړو دهاتو واوړي او بدل شي.

په دې توګه هغه الکیمیا یوه بې ترلاسه شوې هڅه ګڼي.

ابن سینا شاعر هم و، په عربي او فارسي دواړو ژبو یې شاعري کړې ـ شاګرد یې جزجاني د هغه لاسي سوانح ولیکل چې د هغه د ژوند په اړه د معلوماتو تر ټولو معتبره لاسته راوړنه یادیږي.

ابن سینا یا بوعلي سینا په ازبکستان کې بخارا ته نږدې په یوه کلي کې په ۹۸۰ عیسوي کې وزیږید هغه وخت اوسنی ایران، هندوپاکستان، منځنۍ اسیا او ... ټول د محمود غزنوي تر امپراتورۍ جوړیدو وروسته د هغه لخوا د جنوبي آریانا په نوم ونومول شوه،که څه هم هغه وخت د امپراتورۍ کلیمه نه کارول کیده یوازې د سلطان او شهنشاه کلیمه چې د وروستنیو امپراتوریو بدیل د ډیرو واکمنو مشرۍ ته به کارول کیده  ـ پلار یې عبدالله په اسماعیلي ډله کې په ډیرو درنو او احترام لرونکو خلکو کې شمیرل کیده هغه د والي تر چوکۍ رسیدلی و،ابن سینا ته یې د وخت له لوړو استادانو لخوا د زده کړې زمینه برابره کړه چې دې ذهین او نامي ماشوم ته یې ذهني او قلبي رڼا وبخښله او په ازاده توګه یې ورته د خپلو افکارو په رغونه او پرمختلنه کې مرسته وکړه 

له خپلې مړینې وړاندې یې غلامان ازاد کړل او د خپل جایداد زیاته برخه یې د غریبو د ښې او ودې په پار ورته وبخښله،د ۹۸ کلو په عمر د روژې په میاشت کې په همدان کې ومړ او په هماغه ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

ـ ابن سینا په زمکه د زلزلې راتلو ترټولو لومړني لاملونه بیان کړي دي.

ـ ابن سینا د کالیو او څرمنې رنګونې او ګیلاس جوړونې لپاره د میګنیزډایي آکسایډ کارول رامنځته کړل.

ـ د دهاتو پاکونه او سټیل جوړونې طریقه د ابن سینا لاسته راوړنه ده.

ـ د درملو جوړولو علم نړۍ ته تر هرچا لومړی ابن سینا وروپیژانده.

ـ د ریاضي په علم کې د لویدیځووالو له خولې د ریاضي بابا نوم د ابن سینا دی.

ـ د هایډرو کلوریک ایسډ، نایټرک ایسډ او سپنې سیسې د جوړونې طریقو بیانوونکی ابن سینا دی.

او ...

- شفیع الله تاند
بېرته شاته