(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتوورځ

[28.May.2020 - 07:17]

د پښتو ژبې ورځ,د دې ژبې شهکار که مظلومیت ؟

28.05.2020- لیک: انور اتل 

مخکې له دې چې د پښتو ورځې په تړاو خپل درد او درک ولیکم ، اړینه بولم ترڅو د مورنیو ژبو د نړېوالې ورځې شالید ته یوه ځغلنده کتنه وکړم .

د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه هغه وخت چې بنګله دېش ختیځ پاکستان بلل کېدلو ، د بنګله دېش په ډاکه او ځینو نور پوهنتونونو کې زده کړيالانو د مورنۍ ژبې ( بنګلا ) د رسمي کېدو په موخه لاریونونه ترسره کړل . د وخت د ختیځ پاکستان پولیسو په لاریون کوونکو زده کړيالانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ډېری زده کړیالان ووژل شول . د زده کړيالانو وژل کېدو نړیواله حماسه وزېږوله ، دغه حماسه هم د پاکستان له قلمروه  د ختیځ پاکستان د جلا کېدو او د بنګله دېش په نوم د خپلواک هیواد منځ ته راتلو سبب شوه ، او هم یې د مورنیو ژبو د خوندیتابه لپاره د نړۍ په کچه ذهنیت جوړونه وکړه .

 په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د یونسکو له لورې دغه ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وړاندیز شوه ، او د ملګرو ملتونو له لورې د فبرورۍ ۲۱ د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه ، او له ۲۰۰۲ کال راهیسې دغه ورځ د IMLD په نوم هرکال نمانځل کېږي

په نړیواله کچه د هرڅه د نمانځلو سرچینه د نمانځل کېدونکي شي شهکار او یا هم مظلومیت او محکومیت ته رجوع کوي . یعنې هغه څه په نړیواله کچه نمانځل کېږي او یا هم ورته د نړیوالې ورځې نسبت ورکول کېږي چې یا شهکار او اتلولۍ لري او یا هم مظلوم او محکوم واقع شوی وي

د نړۍ په کچه د مورنیو ژبو ورځ په ټولیز ډول نمانځل کېږي . تر اوسه په نړیواله کچه کومه ژبه ځانګړې ورځ نه لري . اوس پوښتنه داده چې د پښتو ژبې ورځ د مظلومیت له کبله نمانځل کېږي او که د دغې ژبې د شهکار له کبله ؟

که د پښتو ژبې ورځ د شهکار له کبله نمانځل کېږي نو هغه کوم شهکار دی؟ آیا پښتو د کوم هیواد په ادارو کې د دفتر ژبه ده ؟ ایا په پښتو ژبه کې د دې ژبې داسې خپل علمي اثار شتون لري چې په نورو ژبو کې نشته ؟ داسې ژبه چې د مرکز په پوهنتونونو کې پرې تدریس نه کېږي د نمانځنې کوم دلیل لري ؟ آیا داسې ژبه چې ویونکي محصلین یې په خپله ژبه د چپټر د نه درلودلو له کبله د ناکامۍ په لوړ ګراف کې وي د نمانځلو ده ؟ آیا داسې ژبه چې ویونکي یې په رسمي محافلو او غونډو کې پرې پر غږېدا شرمېږي د نمانځلو ده ؟ آیا داسې ژبه چې ویونکي یې خپل اثار په نورو ژبو تالیف کوي د نمانځلو وړ ده ؟ آیا داسې ژبه چې ویونکي استادان یې پرې تدریس نه کوي د نمانځلو وړ ده ؟ د دې ژبې ویونکي د کومو پنځونو او ټکنالوجیو ایجادوونکي دي چې ژبه یې نمانځل کېږي ؟ ایا داسې ژبه چې په یو هیواد کې د اکثریت ژبه وي او په مخابراتي کمپنیو او تجارتي اعلانونو کې دویمه یا د ژباړې ژبه وي د نمانځلو ده ؟ آیا داسې ژبه چې د ښاروالۍ په لوایحو کې یې لیکل د لوحې تر شا قرار ولري د نماځلو ده ؟ آیا داسې ژبه چې ویوونکي یې درېنیم سوه کاله حاکم پاتې شوي وي او په بله ژبه یې حکومتولي کړي وي د نمانځلو وړ ده ؟  ایا داسې ژبه چې چارواکي پرې محضې رسمي احکام هم نه لیکي د نمانځلو وړ ده ؟ لږ تر لږه ، لږ تر لږه او لږ تر لږه یو دلیل یې د شهکارۍ ولیکئ زه به یې درسره ومنم . که ژبه د شهکار په پار نمانځل کېدای نو بیا مننه د پېرنګیانو له ژبې چې ټکنالوجي یې رازده کړه ، مننه د عربانو له ژبې چې مذهب او دین یې رازده کړ ، مننه د تاجکانو له ژبې چې ښوونځی ، پوهنتون او دفترداري یې رازده کړه او زما مشرانو پرې درېنیم سوه کاله حکومتداري او دفترداري وکړه .

که د پښتو ژبې ورځ د دغې ژبې د مظلومیت او محکومیت له کبله نمانځئ نو په دغه ژبه ظلم چا کړی دی او څوک یې پرې کوي؟ آیا ولسمشر مو مغل دی چې ستاسې په ژبه ظلم کوي ؟ ایا وزیران مو تاتار دي چې ستاسې په ژبه ظلم کوي ؟ ایا رئیسان مو پنجابیان دي چې ستاسې په ژبه ظلم کوي ؟ آیا تاسې پاریان یاستئ چې خلک ستاسې په ژبه ظلم کوي او تاسې ورته په رېټو رېټو ګورئ او په خپله ژبه د ویلو او دفتردارۍ واک نه لرئ ؟ د پښتو ژبې په دې نمایشي او شعاري نمانځنه ځان نړیوالو ته داسې رسوا کوئ چې زموږ په حاکمیت کې زموږ خپله ژبه محکومه ده ؟ 

 ای د خپلې ژبې دښمنانو!!! 

په خپله ژبه دفتر مخ ته یوسئ ، په خپله ژبه احکام ورکړئ ، په خپله ژبه تدریس وکړئ ، په خپله ژبه په ښارونو کې خبرې وکړئ ، په خپله ژبه تالیفات وکړئ ، خپله ژبه ټکنالوجۍ ته ننباسئ ، خپله ژبه د تجارت ژبه کړئ ، خپله ژبه د رسمیاتو ژبه کړئ ، خپله ژبه د علم او پوهې ژبه کړئ ، خپله ژبه مهمه کړئ ورته کار وکړئ ، بیا له شعارونو او نمانځنو تېر شئ نور خلک به ستاسې ژبه نمانځي .

- انور اتل
بېرته شاته