(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنينګولۍ پاچا

[28.May.2020 - 07:15]

دنينګولۍ پاچا

ليک:- رشيد احمد / سوات- 28.05.2020 

پښتانه په خصوصي ډول او دسوات يوسفزي يا اکوزي سيدانو ته مياګان يا پاچاګان وائي۔ پاچا بادشاه ته وائي او سيدان يا مياګان هم باچا يان  ګڼي ځکه چې دپاک نبي(ص) په اولادونه وي يا په کښې شمارلے شي او يا ورته منسوب دي۔ دمياګانو خطاب هغه کورنو ته هم حاصل دے چې ديني علم به ئې کولو اوخورولو۔ لکه کاکاخېل چې په عمومي ډول مياګان يادولے شي نو د دوي دديني اوعلمي خدماتو پکښې زيات عمل دخل دے اوولې به نه نوي چې نبي(ص) علمانو ته خپل وارثان وئيلي دي۔ خپلې خبرې ته راګرځم اوهغه دا چې نن زۀ کوم پاچا يادوم نو دوئ هم سيدان وو د سوات دنيکپي خېل د نينګولۍ کلي اوسيدونکي وو۔ نينګولۍ دنيکپي خيل ختيز پلو په مټه روډ اخري کلے دے ۔ددې نه بره د برسوات دشاميزو تحصيل شورو کيږي۔

دنينګولۍ کلي له سوبه به ورته خلکو د نينګولۍ پاچا وئيلو۔ په ونه دومره دنګ لوړ خو نه وو ولې چيت هم نه وو ميانه قد ئې وو۔خو وجود ئې کوټلے اومضبوط وو سينه ئې پلنه وه له دې کبله چې غټ والے ئې په دنګ والي غالب شوے وو نو دنګ به ښکاريدلو۔ ماته چې ياد شي اودکله نه چې ما ليدلے وو نو هم دغه ونه ئې وه اوڅه فرق پکښې ترمرګه نه وو راغلے۔ داٰمحترم زما دپلار دوست وو اوځکه نو چې هر چرته به تلو ځمونږ کلي ته به خامخا راتلو۔ زما دپلار سره ئې دوستانه هم زړه وه اويو څه سياسي ورته هم وئيلے شو ځکه چې کله به سياسي هلې ګلې شورو شوې نو پاچا به د خپلې نظرياتې ډلې سره ګرځيدلو۔ اودغه وجه وه چې په خپل کلي کښې خپله ښۀ مضبوطه ډله ټپله وه۔

دنينګولۍ پاچا په مونږ ډېر ګران ووځکه يو خو زمونږ دپلار دوست وو او مشر مو وو او بل مونږ به ورته ځکه خوشحاله وو چې ډيرې دلچسپې خبرې به ئې کولې۔ کله چې به دوئ ځمونږ حجرې ته راغلل نو نور ملګري به هم راغونډ شول اودپاچا قيصو اوخبرو نه به ئ خوند اخيستلو۔ د اجمل خټک بابا کلک ملګرے او د ولي خان بابا ډيرقدردان وو اوبې کچه مينه ئې ورسره وه ۔ کله چې ولي خان بابا دسياست نه ځان ډډې ته کړو نو دوئ هم دسياست نه دست برداره شول۔ په سوات کښې چې څومره نظرياتي ملګري دوئ پيداکړي وو يا د دوئ ډلې ته څومره کاميابي حاصله وه نو د نينګولۍ دپاچا اود دوئ ملګرو له برکته وه۔ دوئ تل دجمهوريت لپاره هڅې کړې وې او د امريت او ډيکټيټر شپ خلاف وو۔دترقي پسند فکر خاوند وو اودخپل فکر له سوبه ئې هرچا عزت اواحترام کولو۔دتکبر پکښي چرته هم درک نه لګيدلو۔دکان غريب يو شان ملګرے وو۔

د پاچا شخصېت نور هم ډير دلچسپ وودمخ ډاسه ئې ډکه او مخ ئې پلن غونډ وو لپاسه نه ئې ښکلي دمخ سره سم بريت وو اوږيره به ئې بس دومره وه چې لوئې حجامت به نه ښکاريدلو ولې خصمانه به ئي ورله کوله نو ځکه ږيره وه اولوئي شوے حجامت نه وو۔ دپاچا دسرويښته په اخر کښې ډير سپين شوي وو ولې اول اول چې ماته ياد شي نو سپين ويښته پکښې ډير وو۔ نسوار به ئې ډير په شوق او ذوق سره کول اوپه توکلو کښې به ئې څه باک نه کولو بس خالي ځاے به ئي کتلو چې تو ئې کړي۔ اواز ئې داسې ډير د رعب اودروند نه وو ولې داميرحمزه بابا په شان هم نه وو غږ ئې تيز وو اوپه اوريدونکي به ښۀ لګيدلو۔ خبره به ئي ددليل سره کوله او ورسره به ئي قيصۀ هم کوله۔ ما ترينه ډير متلونه اوريدلي وو۔ البته دشعرو شاعرۍ سره ئي ډير شوق نه ښکاريدلو ځکه چې ماترينه څه شعرونه نه وو اوريدلي۔ که چا عاصي هشنغرے ليدلے وي نو دپاچا ګمان به پري اوکړې اوداسې وروڼه وروڼه به ښکاريدل۔ خو ددواړو په خويونو کښې ډير فرق وو۔دجرګو مرکو سړے وو دسوات ټولو خلکو به خوښولو۔ جلسو ته به ئې تقريرونه نه کول البته په جرګه مرکه کښې به ئې خپله خبره ديړۀ په وزن سره کوله اوخلکو به  ئې خبره منله۔ زما دپلار په دوستانو کښې داخاص کس وو اوزمونږ سره ډير نزدې وو۔ 

دژوند معاش لپاره ئې په ګوجرانواله کښي دچا هوښيارو سره کاروبار شورو کړے وو۔هوښيار ځکه چې څه موده پس ترينه هغه هرڅه هغوئي اوخوړل اودے تش تور راليږلے وو۔ البته ددوئ دهغه کارخانې اوموټرونو پوسټرونه ډيره موده زمونږحجره کښې په ديوالونو لږيدلي وو چې کله مونږ حجره اوکور نوي کول نو ضائع شول۔

ددې محترم خپل نوم عبدالله قريشي وو د بل ورور نامه ئي احمد شاه وه۔ هغه تعليم کړے وو اوخپل کار ئي کولو ولې دوئ تعليم دومره کړے وو چې خپل ليک او لاسليک ئې کولے شول۔ که ددوئ تعليم وے نو شائد چې ددوئ دمقابلې به بل څوک هم عصرپه خپله سيمه کښې نه وو۔ عبدالله قريشي چې په طوطا پاچا يا دنيګولۍ په پاچا مشهور وو ډير زيرک اوپوهه انسان وو۔ هميشه به ئې دخامتا دبوړۍ غاړي (بې کالرو کميص)جامې وې اولپاسه به ئې پرې واسکټ اغوستلے وو۔ په ژمي کښې به ئې څاذر په سر وو۔ ډير غريبان تعليم يافته ئي روزلي وو اودتعليمونو لپاره ئي نورو ځايونو(ملکونو) ته استولي وو۔ دخانانو سره ئي ښۀ تعلقات وو او دهغوئي سره به جرګې مرکې کولې ولې په فکري توګه کلک ترقي پسند وو۔ ذات پات اوخاندانونو اونسبونو دتفريق قائيل نه وو اوټول عمر ئې ددې خلاف کار کړے وو۔ 

دنيکپي خيل د لويو لويو خانانو ملکانو اوپاچاګانو سره ئې ډله  وه اوټول ئې خپل نظرياتي ملګري کړي وو۔اوښه په نره ورسره ولاړ وو۔کله کله به ئې ورته مټاکې مټاکي خبرې هم کولي خو مجال شته چې هغوئي چرته بد ګڼلي وي۔ دغه ټول درانه پښتانه خلک وو اوتر اخره  ئې ملګري وو کله چې دسياست نه په څنګ شول نو هم ئې ډله نه وه بدله کړې اودخپلو ملګر و سره به ئي مرسته کوله۔ په سوات کښې قامپرسته خلک هم ددغه ډلي له کبله کامياب شوي وو اوتر اخره ورسره چا مقابله نه وه کړې اونه ترينه چا ميدان وړے وو۔ اواخر ټولو يويو سترګې پټې کړې۔ د دوئ په ډله کښې دسوات دهرکلي  او چم نه غړي شامل وو چې تول دسوات سرکرده يا دسر خلک وو۔ لکه د نيکپي خېل،شاميزو،متوړيزو،اذيخيل،مدين،بابوزې اوشموزو غرض دسوات دهر تحصيل او دهرکلي غړي ددې تحريک ملګري وو  اوداسې ملګري وو چې که سر به تلو خو دتنطيم خبره به ئي نه په ډاګه کوله۔ددې تنظيم دغړي توب فارم به په خپله وينه لاسليک کولے شو۔ دا ټول دسوات د تاريخ هغه پټ ستوري دي چې په سوات کښې ئې د جمهوري اقدارو دپاره کار کړے وو اوپه خلکو کښې ئې فکري بيداري پيدا کړې وه۔د دوئ  ډېرزيات اوخؤاږه ملګري وو چې نامې ئي دلته راوړل د دې مضمون د دائره عمل نه بهر دي اوبله دا چې اوس ډيرې نامې ماته يادې هم نه دي خو د سوات په هرکلي  اوچم کښې ورسره په نظرياتي کلک ولاړ وو ۔ دغه خلکو دسوات په فکري روزنه، بيدارئ اودجمهوريت لپاره خدمتونه  کړي دي قربانۍ ئې ورکړي وي اود ازاد سياست دپاره ئي هڅې کړې وې ۔ که هر څو داولس نه پټ(انډر ګراونډ) وو خود سوات هر څوک ئي پيژني اوپه درانه نوم ئې يادوي۔ ددغه خلکو برکت وو چې په سوات کښې جمهوريت وده موندلې وه فکري ازادي ئې ورله حاصله کړې وه او امپراتورۍ خاتمه ئي کړې وه کوم چې دوخت تقاضاء او ضرورت وو اودنوي دور سره دتګ لار وه۔ داټول په سوات کښې دتحريک ازادۍ مرکزي غړي وو اوټولې فيصلې به ئي دنينګولۍ دپاچا په وساطت سره کولې۔

دلته يوه خبره بله هم د يادونې وړ ده او هغه دا چې د نينګولۍ پاچا والد محترم د سوات دبادشاه صيب حکومت جوړولو لپاره د سيتهانې د سيدعبدالجبار شاه خلاف مهم چلولے وو اويو ډير فعال کردار ئې ترسره کړے وو اودهغوئي کلک پلوي وو۔

په کال دوزره اووم اتم(۲۰۰۷-۸) کښې چې کله ديو سازش لاندې سوات د نورې صوبې په شان دقانون لاندې راوستلو خلاف دمذهب په نامه اړے ګړے رامينځ ته  کړے شو او د خپلو ناوړۀ اهدافو حاصلولو لپاره په سوات کښې انتيشار اوبدامني راغله اوخودکشې دهماکې شورو شوې نو شائد چۍ وړومبۍ دهماکه دنينګولئ دچيک پوسټ سره په لوئې سړک (کانجومټه روډ) شوې وه او دنينګولۍ پاچا چې دغه وخت سړک پله روان وو شهيد شولو۔ اودغه رنګ دخودکش دهماکو وړومبے شهيد په سوات کښې دنينګولۍ طوطاپاچا وو څوک چې دترهګرۍ وړومبے ښکار وو۔ په ګور دې نور شي۔

خوشحال بابا هم دداسې ښاغلو لپاره وئيلي وو

مړۀ هغه چې نه ئې نوم نه ئې نښان وي

تل تر تله  په ښه نوم    پائي   ښاغلي

- رشید احمد
بېرته شاته