(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه کله هند ته

[11.May.2020 - 17:39]

۱- پښتانه کله هند ته تللي دي ؟

( لومړۍ برخه ) لیک: ډاکټر لطیف یاد 

پښتانه چې له آره یوه لر غونې آریایی قبیله ده او دتاریخ په حواله یې نوم دلسو آریایی قبیلو په لړ کې د(پکهت=پښتون) په نامه راغلی دی او دهندوانو په پخواني مذهبي کتاب ریګویدا او ویدي سرودونو کې یې هم دنامه یادونه شوې ده دانسانانو هغه ستره ټولنیزه ډله ده چې اوس یې ډیرشمیر خلک په افغانستان ، پښتونخوا او پاکستان او همداراز لږه برخه یې په ایران او هندوستان کې ژوند کوي .

داچې پښتانه کله هندوستان ته تللي دي په دې اړوند دتاریخپوهانو تر مینځ دنظر یووالی نشته . ځینې تاریخپوهان په دې اند دی چې د پښتنو یو شمیر خلک چې کوچیان وو زرګونه کلونه وړاندې دخپلو رمو او څارویو لپاره دښو او مناسبو څړځایونو دپیداکولوپه موخه دهند ارتې او پراخې سیمې ته تللي دي او څرنګه چې هند پراخه هیواد ښه څړځایونه او ز ر خیزه ورشوګانې لر ي هماغلته میشته شوي او پاتې شوي دي ، په تیره بیا د اوسني پنجاب ، هریانا ، اتهرپردیش ، ګجرات ، مهاراشټر او بینګال سیمې ددوی دڅړځایونولپاره مناسب ځایونه ول.دویمه ډله هغه پښتانه ووچې دخوارۍ غریبۍ او کار روزګار دموندلوپه لټه دهند نیمې وچې ته تللي دي او هلته میشته شوي دي . دریمه ډله هغه پښتانه سوداګروو چې دخپلو سوداګریزو کاروانونو سره چې اوښان ، آسونه او کچرې ورسره وې وي او دمنځني آسیا او هند تر مینځ په سو داګریزو دندو بو خت وو او له دغو سوداګرو نه ډیر شمیر یې دوخت په تیریدو سره په هند کې میشته شوي دي . څلورمه ډله پښتانه هغه خلک وو چې دواکمنانوپه تیره بیا دپښتنو واکمنانو سره هلته تللي دي او هلته يې ددوی لپاره توري وهلي دي او سوبې یې کړي دي او بیا ځینې پښتانه واکمنان چې په هندوستان کې اوسیدل او هلته یې پاچاهي کوله نودافغانستان او پښتونخوا پښتنو ته یې شاهي فرمانونه استولي دي چې هندوستان ته ورشي او ددوی مرسته او ملاتړ وکړي چې ډیر پشتانه په ډله ایزه توګه هلته تللی دی او هلته میشته شوي دي چې بیا دغو واکمنانو دوی ته ددوی دخدمتونو په بدل کې ډیر جاګیرونه ،خلعتونه او پوځي منصبونه ورکړي دي .

دتاریخ په حواله لومړی ځل چې کوم پښتانه هند ته تللي دي ا وځینې یې بیا هلته میشته شوي دي دا دافغانستان دمشهور واکمن سلطان محمود غزنوي زمانه وه چې له هغې مودې نه ۱۰۱۵ کلونه تیریږي ،ځکه محمود غزنوي چې دلومړي ځل لپاره پر هندوستان برید وکړ نو هغه ۱۰۰۱ زیږدیز کال و چې راجا جیپال ته یې ماتې ورکړه . غزنوي محموددولس ځلې پر هندوستان برید ونه کړي دي او هر ځل یې چې پر هندوستان برید کړی دی نو دپښتنو دجنګي ځواک نه یې په خپلو بریدونو کې کار اخیستي دی او دا په زغرده ويلای شو چې پر هندوستان باندې دمحمود غزنوي په دولسګونو بریدونو کې پښتانه له ده سره ملګري پاتې شوي دي ،په تیره بیا غلجي او کرلاڼي پښتانه ورسره ملګري وو او دهغه په ملاتړ جنګیدل.دتاریخي موثقواو کره روایتونو پر بنسټ دمحمو د غزنو ي سره دسومنات په نیولو کې دلازاک پښتانه او دهغو مشر ملک یحیی دده په پوځ کې شامل وو اوډیرې تورې یې ورته وهلي دي(۱) .(وګورئ پښتانه دتاریخ په رڼا کې ۳۷۵ مخ ).

د ډهلي دسلطنت په وخت کې چې واکمنان یې مسلمانان او په تیره بیا ډیر شمیر یې پښتانه وواو دغه دوره د ۱۲۰۶ زیږدیز کال نه پیل کیږي او په ۱۵۲۶ زیږدیز کال کې پای ته رسیږي او ۳۲۰ کلنه دوره وه په هندوستان باندې غوریانو ، مریانو ،پښتنو غلجیانو ( خلجیانو ) تغلق شاهانو،سیدانو ،پښتني لودیانو اودډهلي سلطنت وروسته پښتنو سوریانو واکمني کوله ډیر شمیر پښتانه هند ته تللي دي او ددغو واکمنا نو ملاتړ یې کړی دی او ددوی سره یې په سوبو او فتحواو دځایونو په نیولو کې اوږه په اوږه جنګیدلي دي او دوی ته هم ددغو واکمنانو له خوالوی لوی جاګیرونه ،پوځي دندې او خلعتونه تر لاسه شوي دي .

پر هندوستان باندې د غوري سلطان شهاب الدین(۱۱۴۹- ۱۲۰۶ زیږدیز )

بریدونه او په هندوستان کې دپښتنو قبیلودشتون څرک :

دتاریخونو پر حواله پر هند د غزنوی محمود تر بریدونو وروسته دافغانستان بل مشهور پښتون واکمن چې پر هندوستان یې ډیر بریدونه کړي دي هغه سلطان شهاب الدین محمد غوري دی چې اصلي نوم یې معزالدین محمد بن سام و او دهند په تاریخونو کې ورته محمد غوري وایی. غوریان له اره پښتانه دي او دوی ته شنسبیان هم ویل کیږي سلطان شهاب الدین غوري په ۱۱۴۹ زیږدیز کال په غورکې زیږیدلی دی.نوموړي هم دمحمود غزنوي په څیر پر هندوستان ډیر بریدونه کړي دی او ددغه پښتون پاچاپه پو ځونو کې هم ډیر شمیر پښتانه له ده سره ملګری وو.

نوموړي په ۱۱۷۵ زیږدیز کال دیوه ستر لښکر سره پر پنجاب برید وکړ، خو مخکې تردې چې دپنجاب سیمې چې غوري واکمنانو دخپلې خاورې یوه برخه ګڼله بیا ونیسي په دغه وخت کې پر ملتان چې په هغه وخت کې دقرامطه وو په یوه مهنم مرکزباندې بدل شوی و او غوریانو هم دمحمو د غزنوي په څیر ددغو قر مطیانو سره سخته دښمني درلوده او هغوی یې داسلام ضد بلل برید وکړ او ډیر شمیر قرمطیان یې ووژل. په هغه وخت کې ملتان دپښتنو تر لاس لاندې و و او پر هغه یې حکومت کاوه (۱).ده دملتان دپښتون واکمن شیخ حمیدلودي نه ملتان ترلاسه کړ او خپل یو تن سپه سالار علی کرماخ يې دملتان دعامل یا حاکم په توګه وټاکه . پر حمید لودي باندې داتور لګول کیده چې ګواکي دی قرمطي دی حال داچې دشیخ حمید لودی زوی نصر لودي په خپلو اشعارو کې دا خبره په ښکاره ډول ردوی او وایی چې مو ږ مسلمانان یو او او ددپیغمبر دسنتو تابع یو (۲) .

وروسته سلطان شهاب ا لدین غوري دهند پر نوروبرخوګې دخپلو سوبو او فتوحاتو لمنه وغزوله او پر ګوجرات،کراچۍ ،اجمیر ، ډهلی، میر ټ ، علیګر ، قنوج ،بنارس ، ګوالیار ، بدایون، بیهار او بینګال باندې هم بریدونه کړي دي . ده په دغو جګړو کې دهندوستان ستر راجا پر تهوي راج څو هان او ډیرو نو رو مشهورو هندي راجاګانو ته سخته ماتې ورکړه (۳).

دتاریخي موثقو روایتونو پر بنسټ دسلطان شهاب الدین په پو ځو نو کې هم ډیر شمیر پښتانه دهندوستان په بریدونو کې له ده سره ملګري وو چې ډیر شمیریې دده دسوبو او فتوحاتو وروسته بیرته افغانستان ته لاړل او ډیر شمیر یې هم په هندوستان کې پاتې شول چې دهغو پښتنوقبیلو خلک چې دسلطان شهاب الدین غوري په پوځو نوکې شامل وو او په هندوستان کې پاتې شول لاندینۍ پښتني قبیلې یې مشهوری دي :لودیان ، سوریان ، نیازیان ، مو مند ،شیرانیان ، بړیڅ او غلجیان چې ددغو پښتني قبیلو نه دلودیانو او سوریانو په نامه په هند کې مشهور سلطنتونه رامینخ ته شول چې دهند په تاریخ کې دسوریانو او لودیانو دواکمنیو په نامه یادیږي . 

لنډه داچې دغوریانو دواکمنۍبه وخت کې او په تیره بیا دسلطان شهاب الدین غوري دهند په سو بو او فتو حاتو کې هم ډیر شمیر پښتانه پو ځیان شامل وو او هلته میشته شوي دي چې موږ یې دمعتبرو ماخذونو او سرچینو له مخې هلته ددوی دشتون څرک معلو مولای شو .

سلطان شهاب الدین په ۱۲۰۶ زیږدیز کال په سند کې ووژل شو ،خو تر خپلې مړینې نه دمخه هغه خپل مریی قطبالدین ایبک په هند کې دخپل وایسرا په توګه ټاکلی و.

--------------------------------------------------

۱- هندوستان پر اسلامي حکومت ، دمفتي شوکت علی فهمي لیکنه . ۱۷۰-۱۹۷ مخونه.

۲- علامه عبدالحی حبیبي ،دپښتو ادبیاتو تاریخ ،۴۶۰-۴۶۴ مخونه ، دپيښور چاپ .

۳- هندوستان پراسلامي حکومت ۱۷۰-۱۹۷ مخونه .

۴- علامه حبیبي ،تاریخ افغانستان از زمانه های قدیم تا استقلال،۱۶۵ مخ

- ېاد
بېرته شاته