(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکترخان شهادت

[10.May.2020 - 17:30]

""""" ( 9 مئ د ډاکټر خان صیب د شهادت ورځ )""""""

باچاخان او ډاکټرخان صيب د پښتون د تاريخ د مخ سره دي که يو د پښتون د تړون پامير دې نو بل د خپلو ننګونو د غرور شمشاد

ډاکټر خان صيب چې د مشرخان بهرام خان زوې او د فخرافغان باچاخان بابا مشر رور وو په کال  1883 کې د هشنغر په سيمه اتمانزو کښې د مشر خان بهرام خان بابا په کاله کښې ئې سترګې غړولې وې ډاکټرخان صيب د باچاخان بآبآ اووه کلونه مشر وو 

ډاکټرخان صيب پسې خور وه او په دريم نمبر باچاخان بابا وو

مشرخان بهرام خان چې په کال 1926 کې وفات شوې دې د زيږون صحيح نيټه يې نه ده معلومه ولې د تاريخي تجزو لاندې د دوي د زيږو کال 1842/43 راځي 

ډاکټرخان صيب د پښتنو رواياتو تر مخه ړومبنۍ ذده کړه د خپل جومات امام سره اوکړله او بيا په ايډورډز ميموريل مشن هايي  سکول پيښور کې داخل شولو په دغه زمانه EFE وګرام د دغه ادارې مشر وو 

د لسم ټولګي له امتخان پاس کولو روستو ډاکټرخان صيب بمبۍ ته لاړو او هغلته په ايډنيرک هايي سکول کې داخل شولو چرته چې دوي د دولسم ټولګي امتخان پاس کړلو او بيا د طب تعليم حاصلولو په غرض انګلستان ته لاړو او هغلته نه يې د طب ډګري ترلاسه کړه له دغې روستو ډاکټر خان صيب د برطانيه راج  په فوځ کې کميشن واخستو او ميډيکل کميشنډ افسر بهرتي شولو په ړومبني جنګ اعظيم کې د ډيوټې تر سره کولو روستو برطانيه راج ډاکټر خان صيب هندوستان ته د IMS د رکن په هيس رابدل کړلو خان صيب څه وخت په دغه عهده کار هم اوکړلو ولې کله چې برطانيه راج د وزيرو خلاف فوځ کشي کوله او ډاکټر خان صيب ته يې وزيرو ته د تلو حکم ورکړلو نو ډاکټر خان صيب دې خبرې سره برطانيه راج ته خپله استفه په ميز کيښودله چې زه د خپلو رونړو خلاف جنګ کې حصه نشم اخستلې په دغه زمانه باچاخان بآبآ د هندوستان په صوبه بهار کې درې کاله بندي وو برطانيه راج ډاکټر خان صيب هم په 14 اپريل 1934 کې ګرفتار کړلو او د خپل مشر رور باچاخان سره يې د يوې چکۍ ملګرې کړو په 27 اګست 1934 برطانيه راج په دا شرط خان صيب او باجاخان بابا  د هزارې  باغ جيل هوشې کړل چې په تاسو کشمير پنجاب او پښتون خوا ته په تګ پابندي ده

باجاخان بابا او ډاکټر خان صيب د ګاندهي جې په بلنه په دسمبر 1934 کې د ګاندهي جي نوې آشرم ته د مسافرو په هيس لاړلو دغلته ژوند ډير ساده او سخت وو ولې د دې دواړو رونړو خوښ وو دوي ډير زر دغلته د ګاندهي جي چيلو سره څۀ ته چې مونږ پښتانۀ مريدان وايو عادت شولو ډاکټر خان صيب يوه وړه شفاخانه پرانستله کلي په کلي به کرځيدلو او د خوار اولس علاج به يې کولو او باچاخان بآبآ به په کډې د ګاندهي جي چيلو ته د کپړې جوړولو چل خودلو 

ګاندهي جي ډير زر د دې دواړو رونړو حلوص او سادګۍ متاثره کړلو هغوي خپل سيکتر مهاديو ډيسايي ته او ويل چې د دې دواړو رونړو سره خبرې اترې اوکړه او د دوي په ژوند يو کتاب ليک کړه دوي د ډير بې خيسه او لالچي قام سره تعلق لري که سبا ته يې برطاينه راج قتل کړي نو تاريخ به يې د غدارو په نوم ياده وې ځکه چې په دا دواړو رونړو تراوسه چا دوه کرښې ليک نه دې کړې کوم چې راتلونکې نسل ته د دوي مجاهدې او مبازې په ګوته کړي دوي د پښتون قام لپاره خپلې خانې پريښودلې دي غټو غټو څوکو عهدو او جاګيرونو نه يې انکار کړې دي دغه رنګ د ګاندهي جي سيکتر په باچاخان بابا او ډاکټر خان صيب ړومبنې کتاب د 

Two Servants Of The God 

 ( د خدايې دوه نوکران )

په نوم  ليک کړو د دې کتاب په سريزه کې ګاندهي جي ليکي 

څومره څومره چې زما پيژندګلو دې دواړو رونړو سره سيوا کيږي زه دوي پله راکاږلې شم 

د باچاخان او ډاکټر خان صيب مينې سادګې او خلوص زه حيران هم کړم او متاثره هم 

ما دا هم اوکتل چې د دوي په عدم تشدد او حق پرستۍ ډيره کلکه عقيده ده 

ګاندهي جي زياته وي چې په کشر رور باچاخان د مذهب پوخ رنک دې ولې دې تنګ نظره مذهبي انسان نه دې د دۀ فکر عالمګير دې 

دا دواړه رونړه ډير ساده دي ولې د سادګۍ باوجو د دواړو رونړو شخصيتونو کې ډير کشش دې 

ګاندهي جي زياته وي چې د خان صيب او باچاخان ملګرتيا زما لپاره د الله ج تخفه ده 

امريکنې داشور او تاريخ دان ايکنات سوارن په خپل کتاب 

A Man To Mach His Mountains 

( يو سړې د خپل هيواد د غرونو برابر

کې ليکي باچاخان او ډاکټر خان صيب په طبيعت کې فرق لري خان صيب نرم خويه دې په يورپ کې د وخت تيرلو په وجه ډاکټر خان صيب دوستانه مزاج دې 

دې د سر دښمن سره وم په خندا خوشحالې وخت تيرا وې 

د دۀ مزاج کې نرمي ده 

د خان صيب خله هر وخت د خندا ډکه وي 

دې وايي چې باچاخان کشر  دې 

دې به زما د حصې لمونځ هم کوي او زما پر ځايې به نکير منکر ته د سوال جواب هم ورکوي 

د مشر رور په دا خبره  کشر رور مسکې شي او د مينې په نظر ورته اوګوري 

د دې برعکس باچاخان يو مذهبي فکر لري 

کله کله چې به د باچاخان نه خپلې د نظر چشمې پاتې شولې او دوي به په خپل لوې فراخه مخ د ګاندهي جي واړې واړې غونډې چشمې واچولې او ډاکټر خان صيب به ورته اوکتل دومره په زوره زوره به په خندا شولو چې ټول اشرم به يې په تماشه شولو ولې باچاخان به د مشر رور په دا حرکت تل مسکې شولو او مشر رور ته به يې د مينې په نظر وکتل 

په 1937 کې چې کله کانګرس د 1935 د معاهدې ترلاندې په انتخاباتو کې حصه واخستله نو باچاخان د انتخاباتو انکار وکړلو او ډاکټرخان صيب د مرکزي بهارت نه د پښتون خوا په سيټ اودريرلو او په ښه اکثريت سره کامياب شولو

د يوې خبرې وضاحت دلته ضروري ګنړم او هغه دا چې د ډاکټر خان صيب او جواهر لعل نهرو تعلق د کانګرس په وجه نه وو ډاکټر خان صيب او جواهرلعل د سبق دوران کې د يوې کمرې ملګري وو او د جواهرلعل نهرو او باچاخان بابا ړومبنې ملاقات خان صيب کړې وو 

په ستمبر 1937 کې انتخابات اوشول او جولايي 1938 کې ډاکټرخان صيب د پښتون خوا ړومبنې وزيراعله شولو او ړومبنې کار يې دا اوکړلو چې په خپل کشر رور باچاخان بابا يې پښتون خوا ته په راتګ پابندي پورته کړه

ايکنات سوارن په خپل کتاب 

A Man To Mach His Mountains 

کې ليکي چې په دغه ورځ د باچاخان داسې استقبال شو

شبیر خان دراني

- دراني
بېرته شاته