(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دالفت شعرونه

[10.May.2020 - 17:25]

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې ادبي صنعتونه

حامدالله ستون

د پښتو ادبیاتو په لرغونې او کلاسیکه (منځنۍ ) دوره کې عموماً شاعري په ادبي صنعتونو باندې محکومه وه. شاعر به چې کله شعر لیکه، نو د خپل خیال او فکر لېږد ته به یې د ادبي صنعت پلټنه کوله. عموماً هغوی په شعر کې تر موضوع ور ها خوا نعتونو ته ارزښت ورکاوه او شعر به د یو ادبي صنعت لپاره لیکل کېده، چې بیا له معاصرې دورې را دې خوا په شعر کې دا تګلاره په

تدریجي ډول کم رنګه شوه او تر دې، چې په اوسنیو شاعرانو کې څوک د ادبي صنعت لپاره شعر نه لیکي.

 

دا خو سمه ده، چې شعري خوند او ښکلا په صنعتونو باندې ولاړه ده، مګر د شعر لیکلو پر وخت نه باید صنعت ته پام وشي، ځکه که د کوم صنعت لپاره شعر ولیکل شي، نو بې خوندي را منځ ته کوي او شعر مصنوعي کیږي او کله چې شعر مصنوعي شي، نو په شعر کې مصنوعیت تخیل ته صدمه رسوي.

 

اصلاً دا ضرور نه ده، چې په صنعت باندې ولاړه شاعري وشي، ځکه کله چې شعر له زړه لیکل کیږي، نو صنعت په طبیعي ډول په کې ایجادیږي، چې خوند یې د هغه شعر په پرتله څو چنده زیات وي، چې د کوم صنعت د ایجاد لپاره لیکل شوی وي.

 

د ګل پاچا الفت شاعري هم په دې تګلاره کې محکومه نه ده، بلکې هغه له زړه نه شاعري کړې ده.

 

د نوموړي په شعرونو کې عموماً ادبي صنعتونه ډېر ښکاره او پټ راغلي دي، یعنې که څه هم چې په شعر کې یې د کوم صنعت د ښکاره کولو لپاره دلیل په غیر مستقیم ډول وي، خو درک یې آسانه او له ستونزې خالي دی. د تشبه د صنعت په برخه کې یې داسې ډېرې بېلګې لیدل کیږي، چې د ورته والي عامې کلمې (لکه، په څېر، په شان، ورته، په رنګ او…) په کې نه وي راغلې او تشبه په کې ایجاد شوې وي.

 

اصلاً په شعر کې د تشبه په برخه کې دا انداز د شاعرۍ تخیلي او د فکري قوت کیفیت څرګندوي. که څه هم دا کلمې د تشبه د کارولو لپاره د فکر کمزوري نه ګڼل کیږي، خو بیا هم په ډېری وختونو کې د تشبه د کلمو نه راوړل په شعر کې خوند ایجادوي. عموماً په اوسنۍ شاعرۍ کې په هره برخه کې انداز ته زیات ارزښت ورکول کیږي.

 

د خبرې د بیان انداز، د تشبه،استعارې او داسې نور اندازونه، چې په شعر کې کافي رول لري. د ګل پاچا الفت په شعرونو کې تر ډېره دا اندازونه موجود دي. شاعري یې له صنعتو څخه ډکه ده، مګر د صنعت لپاره یې شاعري نه ده کړې، ځکه خو یې خوند حد نه لري.

بېلګه یې ګورو:

جوړه شوې یې د لمر له پلوشو نه

ستا د عشق پر حرارت مې دا یقین دی

په دې بیت باندې که هر څومره زیاتې خبرې وشي، بیا هم کمې دي. نازک خیالي په کې تر حد اوښتې. نوموړي خپل شعري کرکټر یا محبوبه د لمر له پلوشو او وړانګو سره تشبه کړې ده او تر څنګ یې عشق ته له لمر سره تشبه ورکړې ده.

 

په دې بیت کې وايي، چې ته د لمر وړانګې یې او د عشق او زما تر منځ حرارت ایجادوې، یعنې په عشق کې چې کوم حرارت دی، هغه ستا د بدن په وسیله تر ما را رسیږي او زما وجود سوځوي. له بلې خوا له لمر سره د عشق تشبه هم ډېره معقوله ده. عموماً له اوله تر اوسه پورې په شعرونو کې عشق د اور او یا نورو سوځوونکو څیزونو سره تشبه شوی دی، چې دلته الفت صېب هم له لمر سره ورته تشبه ورکړې ده. زمونږ ذهن په غیر ارادي ډول دا منلې ده، چې عشق او محبت یو سوځوونکی شی دی، ځکه په دې برخه کې ډېرې تجربې ترلاسه شوې دي او تر ډېره واقعیت هم لري، مګر له دې څخه باید سترګې پټې نه شي، چې محبت په خپل ذات کې بیا دومره خوږوالی لري، چې د نړۍ په بل شي کې نشته. مګر په شاعرانه اذهانو کې دا عامه ده، چې که محبت ورته خوږه تجربه هم وي، بیا هم ورنه شکایت کوي او دا په اصل کې له محبت سره بې انصافي ده.

 

د تشبه په برخه کې یې بله بېلګه ګورو:

 

سور سالو دې سره لمبه ده نه پوهېږم

که زما د زړه په سرو وينو رنګين دی

 

په دې بیت کې هم د تشبه صنعت ډېر روښانه دی، د خپلې محبوبې سالو ته اشاره کوي، چې د خپل زړه وینه یې د سالو له سره رنګ سره تشبه کړې ده. عموماً يه شاعرۍ کې د تشبه صنعت ډېر پراخه دی او زیات کارول کیږي، ګل پاچا هم په زیاته کچه د تشبه صنعتونه کارولي دی او په کارولو کې یې هم خپل ځانګړی کمال ښودلی دی. همدارنګه په شعرونو کې یې د لف او نشر صنعت هم لیدل کیږي،

 

په لاندې مثال کې یې ګورو:

 

که رازونه که رمزونه که اسرار دي

لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

 

په دې بیت کې دوه صنعتونه موجود دي. یو صنعت د تشبه دی، چې رازونه، رمزونه او اسرار یې د آسمان له ستورو سره تشبه کړي دي او بل صنعت په کې لف او نشر دی.

 

په دې معنی چې شاعر په لومړۍ مصره کې موضوعات د اجمال په ډول را اخیستي دي او په دویمه مصره کې یې ورته تفصیل ورکړی دی. په همدې ډول دې بیت کې یې هم د لف او نشر صنعت موجود دی.

 

مقصدونه ، غرضونه ، عملونه

بې پردې او بې سيرته برالا شي

 

په لومړۍ مصره کې مطالب پرته له تفصیله را اخیستل شوي دي، چې په دویمه مصره کې یې ورته تفصیل او شرحه ورکړې ده، چې پر دې بنسټ په کې د لف او نشر صنعت موجود دی. د دې صنعتونو تر څنګ په کې د طباق صنعتونه هم لیدل کیږي.

 

دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا

سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی

 

په دې بیت کې د تور او سپین کلمې راوړل شوې دي. عموماً تور او سپین د یو او بل تضادې کلمې دي، چې په ادبي صنعتونو کې د داسې دوه بېلا بېلو تضادو کلمو راوړولو ته طباق یا تضاد ویل کیږي.

دلته هم په لومړۍ مصره کې تور او په دویمه مصره کې د سپین کلمې رواړل شوې دي، چې په خپل منځ کې تضاد لري او د طباق صنعت یې ایجاد کړی دی.

 

په همدې شکل په لاندې مصره کې هم د تضاد صنعت موجود دی.

 

زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم

په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی

 

پټول او خلاصول دوه بېلې او تضادې کلمې دي، چې الفت صېب په خپل بیت کې ځای پر ځای کړې دي او د تضاد یا طباق صنعت یې ایجاد کړی دی.

سربېره پر دې صنعتونو د الفت صیب ټوله شاعري همداسې له ښکلاوو، خوندونو او له تخیل څخه ډکه ده. د صنعتونو په کارولو کې یې په خپل وخت کې کمال کړی دی. الفت صیب هغه شاعر دی، چې د ژوند په هر اړخ باندې یې شاعري کړې ده.

 

په خپلو شعرونو کې یې له بدیو څخه کرکه ښودلې ده، په وطن باندې مین شاعر و، ډېر داسې شعرونه یې لیدل کیږي، چې د وطن د مینې په وجه یې ویلي وي، په دې برخه کې یې یو بیت را اخلو:

 

اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور

په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه

 

دا بیت د نوموړي د هغه غزل بیت دی، چې ټول یې پښتون ته په کې خطاب کړی دی.

 

له پښتون څخه غواړي، چې له خپل وطن څخه ساتنه وکړي، پرې نږدي، چې نور څوک ورباندې تسلط ولري.

 

همداسې په نورو برخو کې یې هم له کماله ډکه شاعري کړې ده. په لنډ ډول ویل شو، چې الفت صیب د زړونو شاعر دی، چې د هر چا په زړه یې واکمني کوله او کوي یې. ارواښاد ګل پاچا الفت اصلاً د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د دره فرنګ له ښکلې سیمې څخه و، چې بیا یې پلار له هغه ځای څخه د عزیز خان کڅ ته تللی دی او هلته دیره شوی دی، چې په ۱۲۸۸ کال کې تر زېږدو او د خپل ژوند تر یوه درانه او له قدر وړ تاریخ تر پرېښودو.

 

وروسته په ۱۳۵۶ کال کې وفات شوی دی او په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته سپارل شوی دی. روح یې ښاد!Hamidullah Stoon 

- ستون
بېرته شاته