(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سویل همکاري

[10.May.2020 - 17:19]

سویل سویل همکاري (South-South Cooperation)

 

پدې لنډه لیکنه کې د پراختیایی چارو په بحث کې د افغانستان په کنټکسټ کې په لږ راسپړل شوي، خو مهم مفهوم، چې د سویل سویل همکاري یا (South-South Cooperation) یې بولي، درپیژندل کيږي او د مخ پر وده او وروسته پاتې هیوادونو لپاره يې پر اړتیا رڼا اچول کیږي

 

د سویل-سویل همکاریو لپاره اړتیا د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۵ کال کې د اندونیزیا د بندوک په کنفرانس کې، چې د ګڼ شمېر اسیايي او افریقايي هیوادنو مشرانو برخه پکې اخیستې وه، په ډاګه شوه. همدلته د وروسته پاتې خو مستقلو هېوادونو تر مینځ د دوه اړخیزې او څو اړخیزې راکړې ورکړې او همکاریو په ډیرولو ټینګار وشو. د اندونیزیا د وخت ولسمشر سوکارنو د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، چې مونږ اوس د استقلال په لرلو سره د خپلو کورونو واکداران یو او د نورو (اشاره یی غربي استعماري هیوادونو ته وه) مشورو ته نوره اړتیا نلرو. یاد کنفرانس په حقیقت کې د پراختیا د چارو په بحثونو کې د (وابسته ګۍ) تیوري، وننګوله. د یادې تیورۍ له مخې داسې یو باور شتون درلود، چې ددې لپاره، چې ماړه ښه ژوند ولري، نو غریب باید په لوږه کې ویده شي. او ددې لپاره، چې وروسته پاتې ملتونه ژوندي پاتې شي، نو باید په اقتصادي، سیاسي او ټکنالوجیکي برخو کې په پرمختللو هېوادونو پورې تړلي وي

 

د سویل-سویل کارنده توب ته په کتلو سره، ملګرو ملتونو په ۱۹۷۸ ز کال کې د خپلو اړوندو نماینده ګیو تر مینځ دهمکاریو د ډیرېدو په موخه د همغږۍ یو مرکز رامینځ ته کړ، خو د هیوادونو تر مینځ دا ډول همکاريو ډیر زور په ۱۹۹۰ مو کلونو کې واخېست.

 

ښايي ځینو سره پوښته پیدا شي، چې ولې دا اصطلاح سویل-سویل همکاري بولي. آیا دا په جغرافیوي لحاظ په سویل کې پراته هیوادونه رانغاړي که څنګه؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې د نړیوالې پراختیا په بحثونو کې دوه مفاهیم سویل-سویل او شمال-سویل د دوی د نومونو خلاف د ځانګړې جغرافيې د هیوادونو لپاره نه، بلکې د هیوادونو اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتلو سره کاریږي. سویل-سویل یا نړیوال سویل د وروسته پاتې او یا هم مخ پر وده هیوادونو او شمال-سویل یا نړیوال شمال، د پرمختللو هیوادونو لپاره کارول کیږي. د نړیوال شمال همکارۍ مفهوم نسبتا کلاسیک دی، چې د پرمختللو هیوادونو له لورې د مخ پر ودې نړۍ سره (البته له ځانګړو شرایطو او غوښتنو سره مله) مرستې کېدلې/کیږي او پدې ډول د لومړیتوبونو په ټاکلو کې د مخ پر ودې هیوادونو استقلالیت ښايي تر سوال لاندې راولي. خو سویل-سویل همکاري بیا د مخ پر ودې هیوادونو تر مینځ په ځانګړو ساحو کې د هیوادونو تجربو او بریالیتوبونو ته په کتلو سره رامینځته کیږي، چې د استقالیت فکتور پکې تر ډیره بریده ثابت پاتې کیږي

 

سویل-سویل همکاري څه ده؟

که څه هم ددې مفهوم لپاره تر دې دمه کوم ټول منلی تعریف شتون نلري، خو ځینو ټولنو او نړیوالو ادارو ورته جلا جلا تعریفونه وړاندې کړیدي. د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام (UNDP)، چې د دا ډول همکارۍ په ترویجولو کې رول لري، یې داسې تعریفوي: سویل-سویل همکاري د موثر انکشاف د ترویج لپاره یوه وسیله ده، چې له مخې یی مخ پر وده هیوادونه خپلې بریالۍ تجربې او ټکنالوجیکي پرمختګونه یو له بله سره شریکوي. د جاپان د پراختیایي همکاریو اداره (JICA) یي د UNDP له تعریف نه په الهام اخيستنې سره، داسې تعریفوي: د سویل-سویل همکارۍ له مخې، هیوادونه پخپل ځان د بسیاینې لرلید د تحقق لپاره، د خپلمنځي اقتصادي او تخنیکي راکړې ورکړې په برخو کې ژورې اړیکې رامینځته کوي.

 

سویل-سویل همکاري په ټوله کې په ځانګړو برخو لکه کرنه، ښاري پراختیا، پوهنه، او روغتیا کې وروسته پاتې او مخ پر ودې هیوادونو او په ځانګړي ډول د هغو هیوادونو چې ټولنیز-اقتصادي وضعیت یی سره ورته والی لري، اړوند اکاډمیکو مراکزو، مدني ټولنو او خصوصي سکتور تر مینځ د تجربو، پوهې او بریالیو نوښتونو د شریکولو یوه ارزانه او موثره وسیله ده.

 

ما په ۲۰۱۳ ز کال کې ایران ته په یو رسمي سفر کې په نوموړي هیواد کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له مشر ډاکټر اُوز سره د ایران هیواد د متخصصینو له لورې د افغان قابلو د روزنې او د یو کریکولم د جوړولو په ابتدایی بحث کې برخه اخیستې وه. په پای کې د نوموړې ادارې د ایران او افغانستان دفترونو په هلو ځلو د ایراني متخصصینو له لورې ۴۰ تنه افغان مهاجرې میرمنې په ایران هېواد کې د قابله ګۍ په برخه کې وروزل او خدمت ته وړاندې شوې. ددې سربیره ایراني متخصصینو د افغان قابلو د روزنې لپاره د کریکولم په جوړولو کې هم مرسته وکړه.

 

همدارنګه په ۲۰۱۹ ز کال کې د کرنې وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې په مرسته، د تایلینډ هیواد نه حیواناتو د خوراکې د کیفیت د کنټرول د تازه ایجاد شوي لابراتوار د اړتیاوو د معلومولو لپاره د یوې ارزونې غوښتنه وکړه، چې په پایله کې د یاد هیواد دوه متخصصینو د دوه اونیو لپاره کابل ته سفر وکړ او ددې لابراتوار اړوند د شته بشري قوي، ظرفیت، وسایلو او د روزنې د اړتیا د معلومولو لپاره یوه جامع ارزونه ترسره او راپور یې د کرنې وزارت سره د بعدي اقداماتو په موخه شریک کړ.

 

دغه دواړه فعالیتونه په خورا کم لګښت او د پام وړ موثریت سره ترسره شول.

 

ولې سویل-سویل همکاري؟

دا چې ځینې هیوادونه په ځانګړو برخو کې د پام وړ پانګونه کوي، نو د بریا په صورت کې کیدای شي، نور هیوادونو ددوی له درس نه د خپلې اوږد مهالې پراختیا لپاره ګټه واخلي. دا ګټنه هغه وخت ډیره اغېزمنه وي، چې د هیوادونو تر مینځ ټولنیز-اقتصادي او کلتوري ځانګړتیاوو کې په کافي اندازه ورته والی موجود وي او د پالیسیو، ټکنالوجۍ، ښوونې او روزنې، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې یې بریالۍ تجربې پرته له ژور بدلون نه په نورو هیوادونو کې پلې شي. که د نورو هیوادونو د تجربو او نوښتونو نه په سم ډول زده کړه وشي، پدې سره هممهاله ښايي د لګښتونو کچه حد اقل او د مثمریت کچه حد اکثر ته ورسول شي.

 

ددې ډول همکارۍ ځینې نورې ګټې په لاندې ډول دي:

 

- که یو هیواد په کومه ځانګړې برخه کې بریالۍ تجربه ولري، ښایي نور هیوادونه دغو تجاربو ته اړتیا ولري، چې لومړی هیواد یې سياسي او اقتصادي روابطو ته په کتو سره، په اسانۍ له نورو سره شریکولی شي.

- سویل-سویل همکاري خپله د ذیدخلو هیوادونو د مدني ټولنو، اکاډمیکو مرکزونو او دولتونو له لورې پرته لدې، چې د هیوادونو استقلالیت تر سوال لاندې راولي او یا د هیوادونو د مجبوریتونو نه بده ګټنه وشي، مدیریت کیږي

- د روغتیا، ښوونې او روزنې، سازماني ظرفیت جوړونې، موثرو او عملي عامه پالیسو د تدوین، د ساینس او ټکنالوجۍ د چټک پرمختګ او پدې وروستیو وختونو کې د هیوادونو د ځان بسياینې لپاره په کور دننه د ودې لپاره د تمویل د موثرو لارو چارو د شریکولو یوه غوره وسیله ده

- دا چې مخ پر وده هیوادونه په ځینو مواردو کې د خپلو انکشافي فعالیتونو د تمویل لپاره لازم تخنیکي ظرفیتونه په لاس کې نلري، نو هیوادونه کولی شي له وړاندې د دوه اړخیزو یا څو اړخیزو همکاریو د تفاهمومو په چوکاټ کې، چې باید له اړوندو هیوادونو سره یې ولري، سویل-سویل همکارۍ رامینخته کړي او پدې ډول دا تشه په اسانۍ سره او په لنډ وخت کې ډکه کړي

- سویل-سویل همکارۍ په لګښتونو کې د پام وړ کموالی رامینځته کوي. که چېرته په انفرادي ډول د همکاریو د مخکیني تفاهم پرته کوم متخصص یا نهاد استخدام شي، ښايي ميلونونه افغانۍ لګښت ولري، خو که همدا کار د سویل-سویل همکارۍ په چوکاټ کې تر سره شي، لګښت به یې حد اقل ته راورسيږي

- دا ډول همکاري په ځانګړي ډول د تر ټولو وروسته پاتې یا غریبو، په وچه کې را ایسارو، جګړو او طبعي پېښو ځپلو هیوادونو لپاره، د هغوی ناتوانه نهادونو، لوړ مغزي فرار او د تخنیکي/تخصصي منابعو نه شتون ته په کتلو سره خورا اړینه بلل کیږي؛ نو د ګران افغانستان لپاره تر بل هر هیواد ډیره اړینه ده.

- سویل-سویل همکاري د هیوادونو تر مینځ د دوامدارې راکړې ورکړې له کبله د پراختیايي ستونزو په اړه د ولسونو د پوهاوي کچه پورته بیايي، چې په پایله کې یې پوهه پنځیږي او پدې ډول د اړوندو انکشافي ستونزو لپاره د حل لارې چارې رامینځته کوي.

- د پراختیا لپاره د کاریدونکې ټکنالوجۍ په برخه کې وړتیاوې لوړوي او لکه څرنګه چې د عصریت د تیورۍ تقاضا ده، د پرمختللې ټکنالوجۍ د جذب لپاره په نهادونو کې تلوسه راپاروي

- د مخ پر ودې هیوادونو د انکشافي ستونزو د تشخیص لپاره اړین ظرفیت جوړوي او پدې ډول هیوادونه ددې جوګه کوي، چې خپلو ملي ګټو، لرلید او ارزښتونو ته په پام او ساتنې سره، د ستونزو د له مینځه وړلو لپاره کارنده او ځواب ویونکې تګلارې تدوین او پلې کړي.

 

په پای کې سویل-سویل همکاري د مرستندویه هیوادونو په مرستو او د نړیوالو مالي نهادونو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د مرستو او قرضو دکچې سره معکوسه رابطه لري. د دې همکاریو په ډیریدو سره په نړیوالو مرستندویه هیوادونو او نهادونو اتکأ را کمیږي. دا ډول همکاري نه یواځې مالي لګښتونو کې د پام وړ کموالی راولي؛ بلکې په نورو هیوادونو کې بریالیو تجربو ته په کتلو سره د برنامو په چټک او موثر پلې کیدلو کې مرسته کوي. البته یو څه چې ډیر مهم دي، هغه د هیودانو سیاسي اقتصاد او د لومړۍ درجه رهبرۍ په کچه د ارادې او ملاتړ رامینځته کول دي، چې د سویل-سویل همکاریو پر مټ د نورو هیوادونو سره د راکړې ورکړې او راشې درشې د ډیرولو لپاره حیاتي دي.

 

د دې بحث اهمیت او تخنیکي اړخ ته په کتلو سره او ددې لنډې تنګې لیکنې دغنامندۍ لپاره، ملګري کولی شي، خپلې تجربې او نظرونه شریک کړي.

Abdul Ghani Aminعبدالغني امين

- عبدالغني امین
بېرته شاته