(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګمنام قلمکار

[21.Apr.2020 - 18:58]

ګمنام قلمکار

"زما د خاوري ګل رېګي "

رښتیا خبره ده چې ملغلري ټول عمر د دریاب په تل کښې وي او ځګ د اوبو د پاسه وي اجمیر خان جهان چې د جهانګیر منیر فرزند دے په کال 2/2/1975 کښې په رېګي کلی کښې پیدا شوے دے دغه ګمنام قلمکار د عصري تعلیم په لحاظ په اردو ادب کښې شپاړسم پاس دے په مختلفو غیرسرکاري ادارو کښې يي د قام بچو ته تعلیم ورکړے دے او دغه سلسله لا دوام داره ده څنګه چې ورته د اوستاذي پیشه په میراث کښې د خپل نیکهء سالار اختر منیر منیر لخوا رسیدلي ده دغسې ورته د شعر او ادب سلسله هم د سالار صاحب نه په وینه کښې راغلي ده ځکه چې سالار اختر منیر منیر په یو وخت د تورې او قلم خاوند وو بلکې هغهء ته دا اعزاز هم حاصل دے چې په ړومبۍ ځل په ۱۹۶۰کښې تقریباً هغهء په منځ کلی کښې د ملک عبدالرازق سردارخیل په حجره کښې دغه مشاعري اکثر د شپې کولي او حجره به ورته د خلقو نه ډکه وه ځکه چې دغه مشاعرو له به د رېګي زین خان استاذ، "اهے محبت جوړ دې کړو مانه دیوانه"دلته راته د دیوانه د لفظ سره انور خان دیوانه هم رایاد شو کوم دیوانه هغه دیوانه چې خپلې شاعري ته يي "د دیوانه ګډې وډې"د یوانه اوتې بوتې "نوم ورکړو او چاپ يي کړه هغه دیوانه چې د اردو په اخبار کښې به يي کالم لیکلو"باتیں ایک دیوانے کی"د تحریک ازادۍ د غازیانو او شهیدانو د ورځو په اساس به يي کالم لیکلو او هغه دیوانه چې "زمین کھا گئ اسماں کسے کسے"او کاکا جی صنوبر حسین دانشوروں کی نظر میں"يي ولیکل راټول کړل او چاپ کړل د دُوران سردار خیل نزدے دوست هم وو په کتاب کښې يي په دُوران سردار خیل  نظم هم لیکلے دے په دغه مشاعرو کښې به اولسې شاعر پاینده خان استاذ هم حاضر وو چې داسې وینا به يي کوله

 "وخورې وڅښې نسوار ومنډې په داړه کښې

وه روره جنت خو چرته پروت نهء دے په لاره کښې

 

په دې غونډو کښې به د چاربیتې اوستاذ شاعر عبدالرحیم ګډبه هم موجود وو چانه چې د خپل لاس قلمي نسخه د تاکال نصرالله خان نصر د چاپ د پاره واخسته خو د بده مرغه په ۱۹۶۵کښې نصر صاحب شهید کړے شو او د نورو ډیرو قلمي نسخو ترڅنګ د ګډبه صاحب شاعري هم په دریاب لاهو شوه چې د اعلی معیار شاعري وه "محمداقبال خلیل سردارخیل هم د دغه کاروان اهم غړے وو 

 

په نامه باندي "اقبال" وم خو اقبال مې بلند نهء شو

یمه دومره ستړے شوے اندامونه مې ټول ژاړي 

 

د اقبال خلیل سردارخیل شاعري هم په دریاب لاهو وه خو راقم الحروف لاس ورکړو او څهء نه څهء يي محفوظه او چاپ کړه خو دا دې ټولو ادبي هلو ځلو متحرک انسان سالار اختر منیر وو د هغهء د مرګ سره سم دغه هلو ځلو هم تل د پاره سترګې پټې کړي خو چار دې د جوهرخلیل او محمد امین امین ښهء وی چې په ۱۹۹۵کښې د "پښتو ادبي ټولنه رېګي سېمه "بنیاد کیښودو او د پنځو کالو په لنډه موده کښې یي ډیر کار وکړو "د پښتو ادبي ټولنې رېګي سېمي تذکره"يي چاپ کړه چې نهء یواځې د سالار اختر منیر منیر ملګري يي په کښې محفوظ کړل بلکې د تقسیم هند نه وړاندي د رېګي کلی هندوان شاعران جیتو مل، سپین کشن او رام کشن يي هم د ادبي تاریخ حصه کړل خو نن څومره د افسوس مقام دے چې د سالار په کور چې کومې ډیوې د هغهء د ادبي ارزو د تکمیل په ارمان بلې شوی دي د هغوي د شعر معیار په سړي ویښتهء ودروي زهء وایم چې سالار نن مړ نهء دے ځکه چې هغهء د علم رڼا خوروله ادب يي عام کولو نن هم د هغهء د کور نه څو کسان د درس او تدریس سره وابسطه دي او په خپله پیشه کښې ښهء مهارت لری دا زهء نهء وایم دا د دغه اوستاذانو شاګردان وايي او په ادبي لحاظ يي هم د وراثت سلسله روانه ده بهار منیر یي فرزند دے چې یو ښهء مدرس سره سره د پښتو اردو انګریزۍ په شعر لیکلو هم اعلی کمانډ لري د امېل مجلې ګڼې د انګریزۍ ادبي مضمونونو ګواهي ورکوي بهار منیر چې خپلو کشرانو ته د تعلیم او تربیت په حواله هم څهء ورکړي دي هغه هم قابلٍ اعتراف دي او کشران يي هم د علم او تربیت قائل دي په دغه خونه کښې زمونږ بل ملګرے طارق خلیل ازاد هم ښهء شاعر ادیب او معلم دے خو خلق يي د شاعر نه زیات د یو معلم په توګه پیژنې چرته چې هم درس وتدرس وکړي د خپلو شاګردانو یوه لویه حلقه د خپل علم او محنت په برکت متاثره کړي چې د اجمیر خان جهان ورور دے د اجمیر جهان د ذکر سره مو ذهن د ماضي او حال په پړاؤنو وګرځیدو کیدے شي څوک سوال هم وکړي چې د "جهان" د ذکر کولو سره د ټول جهان څهء ضرورت وو نو جواب به يي دا وي چې د عمارت جاج به د بنیاد نه اخلي او دا هغه بنیاد وو چې د اجمیر نه تر جهان پورې د یو یو ګمنام قلمکار عمارت پرې ولاړ دے داسې نهء  ده چې چې ارمان او جانان قافیه کړه او خپلې شاعرۍ نه ډول جوړ کړه او شپه او ورځ يي د فیس بک ماما په حجره کښې ډنګوه مونږ هم د شاعري ذوق لرو خو چې څهء معیار شعریت او مقصد خو لري دلته خو په سپینه ګیره سړے شاعر شي او دولس ورځې پس يي کتاب چاپ وي بیا د یونیورسټې بک ایجنسۍ مالک وايي د شاعرۍ د کتاب ایښودو ځاي نشته خو حق وايي تاسو یقین وکړې چې د پښتو دښمنان مونږ په خپله یو هر څهء چاپ کول د پښتو خدمت نهء دے د ښهء معیار اثار چاپ کول د پښتو خدمت دے ګنې داسې ډیر "جهان" به په  جهان کښې ګمنام وي او غیر سنجیده شاعري به عام وي راځئ چې ورک ګمنام او معیاري شاعران ادیبان د تیٌرو نه رابهر کړو او خپله ژبه او ادب د معیار په کالو سنګار کړو ګنې مونږ به د" جهان " نه مرور یو او جهان زمونږ نه او د سند په غاړه به وايي چې

 

د فنا د سیند په غاړه ناست لوبیږي 

لیونے خپله څهره په کاڼو ولې 

 

د احساس لمبو يي مخ تورې ایرې کړو

د خپل ژوند هره لحظه په کاڼو ولې 

 

د زړګې ځانګو نه غلے سر اوچت کړي 

د حواسو بُتکده په کاڼو ولې 

 

د وصال له نومه تښتې له حیا نه 

دهجران لحظه لحظه په کاڼو ولې

 

ستا "جهان" د ټول جهانه  مرور دے 

کله دا کله هغه په کاڼو ولې

۱/۵/۲۰۰۱ د لیک نېټه

-—------------------------------------------------------------

 

"خاپونه"

 

ستا په کرښو نهء ودریږم 

تمناٌ یمه خوریږم

 

په اتڼ که مې بندیز دے 

په قلم درته ګډیږم 

 

که په زمکه مې منډې هم

لکه تخم به ټوکیږم

 

خپل خاپونه به پریږدمه 

که منزل ته نهء رسیږم 

۱۴/۳/۲۰۰۸ د لیک نېټه

 

څومره لویه المیه ده د پښتو په نوم جرګې د شماره وتې دي او شاعران د قطاره وتې وي ځکه چې معیار علم پوهه او شعور نشته خو یوه اله ده او مونږ ورپسې یو د لسو کالو هلک به وي د فیس بک نام نهاد صحافي به ورشي په کوم صنف مو زیات کار کړے دے هغه به ورته د ورایه وايي په غزل مې ډیر کار کړے دے سړے حیران شي چې شونډي يي لا په پیو سوزي او په غزل کار کوي خو په حقیقت کښې هغهء په خپل میک اپ او ویښتو ډیر کار کړے وي او صحافي صیب دغه د مصنوعی حسن جادو ځان ته کش کړے وي د خداے د پاره زما د پښتو استحصال د خپل غرض د پاره مهء کوي او نهء پښتو ته د ټرکونو شاعري ضرورت شته زما د پښتو د پاره یو "جهان"هم کافي دے خو عجیبه ده چې هغه خپلې خودۍ د ګمنامۍ تیٌرو ته غورځولے دے او د شهرت وږې يي د پښتو په نوم د خپل غرض سوده خرڅوي ترڅو چې مونږ د ګنامۍ د تیٌرو نه رابهر نهء شو د شهرت دا وږې لیوان به راله پښتو ماته کړي او پښتو خو زمونږ مور ده مونږ به خپله مور د وخت لیوانو ته نهء پریږدو دا مې ایمان دے دا مې د ژوند مشن دے په اخر کښې د اجمیر خان جهان خواږو ته خواست کوم چې دا دهء شاعري چاپ کول او اسباب ورته برابرول ستاسو فرض دي مونږ ملنګان خو صرف یاد او فریاد کولے شو دغه مو وس دے څنګه چې 

 "!عبدالحمید بابا وايي

 

له داغلي زړهء فریاد عبدالحمید که

که شړي له لاله زاره عندلیب څوک

 

زاهدخان شېدا 

۱/۴/۲۰۲۰نېټه

وخت یولس بجې

ورځ چهارشمبه 

 

پښتو اصلاحي ادبي تحریک پېښور

- تحریک
بېرته شاته