(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وبا

[31.Mar.2020 - 10:47]

وبا / افسانه 

لیک : همدرد يوسپزے 

-------------------

دا په ژوند کښې دوئيم ځل ؤ چې د هغۀ لاسونه رپېدل۔ هغۀ ته ياد شو يو ځل هغه وخت چې د ميډيکل کالج په اوله ورځ په ډائسيکشن هال کښې د اناټومي پروفېسر سلمان په سرجيکل بليډ (blade) د يو مړي په خېټه نيغ راکاږو او طالب علمانو ته ئې د مړي اعضاء ښودلو درس ورکوۀ۔ او دوئيم ځل دا نن چې هغۀ ډسپوزېبل کِټ اغوستو نه پس دستانې لاسونه ته کولې۔ هغۀ د ښي لاس غټه ګوته په ګلوز (gloves) کښې دننه کړه خو د هغۀ ګوَتې په رپېدو شوې۔ هغۀ اوږده اوږده ساوونه واخستل۔ د زړۀ درزېدو د کنټرول کولو ټولې معلومې طريقې ئې زر زر اوکړې خو د لاسونو د رپېدو سره سره اوس نرۍ نرۍ خوَله هم د هغۀ په تندي راغله۔ رنګ ئې زيړ الوتے ؤ۔ پوره لس کاله اوشو، هغۀ په زرګونو مريضانو علاج اوکړو۔ چرته هم داسې نۀ وو شوي! دا نن ولے؟

د هغۀ ويره او ترهه، د هغۀ د ډيوټيانو په دوران کښې څومره خلک مړه وو۔ نۀ چرته په هغۀ ساهم راغلے ؤ، نۀ ئې حوصله ماته شوې وه او نۀ چرته هغۀ د خپل مرض نه غافله پاتې شوے ؤ۔

د دغه لوئے ښار په خاموشۍ کښې د ژوند ټولې هلې ځلې په ټَپه ولاړې وې۔ ټوله نړۍ د نوي بلا په پنجو کښې وه، ژوند او مرګ څنګ په څنګ روان ؤ خو دا اول ځل ؤ چې د هغۀ په ژوند کښې چې مرګ خون خوار هم ؤ او ظالم هم ؤ۔ ژوند په سلګو سلګو د مرګ سره په جنګ ؤ او مرګ د تورې بلا په څير د ژوند نه خپلې تورې پنجې تاؤ کړې وې۔

د سرجيکل پروټکټيو کِټ د اخوستو نه وړاندې هغۀ په ټوله نړۍ کښې د ژوند او مرګ د دغه جنګ تازه تصويرونه ليدلي وو۔ چرته چې په زرګونو انسانان د مرګ کومي ته تلي ؤ او په زرګونو نور روان وو۔ ښارونه مکمل لاک ډاون (lock-down) شوي وو۔ هغۀ د کِټ اخوستو نه پس د ائسولېشن وارډ (isolation ward) په شيشه کښې ځان ته اوکتل او پروټکټيو چشمې ئې ډېر په احتياط په سترګو کړې۔ د اين پينځه نوي ماسک (N95 mask) د هغۀ په مخ پورې داسې کلک انښتې ؤ لکه يوه نازبينه معشوقه چې د مودو پس خپل عاشق پورې کلکه انښتي وي او د دواړو د زوړنو درزار د يوې نامعلومې ويرې سره لا پسې زياته شوي وي۔

"سر! سر!" د شاته نه نرس نګينه هغه ته غږ کړو۔

"جي! جي! سيسټر! زۀ تيار يم، بس درځم۔ د وارډ څۀ حال دے؟"

نګينه سيسټر د اين پنځه نوي ماسک (N95 mask) نه شاته خپلې شونډې ډېر په ګرانه پرانيستې او ګويا شوه:

"سر! حال سخت خراب دے! زمونږ خو پينځمه ورځ ده چې کور ته نه يو تلي، او احمد به کور کښې په ژړا ځان مړ کړے وي!" هغې ته خپل ماشوم راياد شو۔

ډاکټر اصغر په خپلو شونډو د بې بسۍ مسکا راوستو يو ناکام کوشش اوکړو او وارډ طرف ته روان شو۔

لس مريضان د ژوند او مرګ په بريد په کټونو کښې پراته وو۔ هغۀ د يو يو مريض د اکسيجن سېچوريشن (saturation)، د ژوند علايم په مانيټر(vital sign monitor) کښې اندازه کړل۔

"سيسټر نګينه! بيډ تهري، سيون، او نائين سېچوريشن مسلسل ډراپ کيږي۔ دوي به وينټ (ventilator)ته اچووو۔"

"سر! مونږ سره خو فی الحال وينټيليټر دوۀ دي!"

"اف!"

"دا به څۀ کوو۔ هغۀ ډېر په محتاط انداز د مريصانو د عمرونو اندازه واخيسته او بيا ئې غږ کړو:

"بيډ تهري او سيون شفټ کوو۔"

او په يو غمجن نظر ئې د نهم نمبر کټ بابا ته اوکتل۔ د بابا ساوونه بې واره وو۔ هغۀ ته خپل ماشومتوب راياد شو۔ خپل پلار، خپل کور، لوبې، منډې ترړې، د پلار په اوګه سيلونه۔۔۔ هغۀ زر زر ځان د ماضۍ د يادونو نه د را ويستو هڅه کوله، پروفېسر احسان چې د دغه ائسوليشن انچارج ؤ، حفاظتي کِټ کښې رادننه شو۔ د هغۀ په مخ څۀ تاثرات وو، هيڅ پته نۀ لګېده۔

"ډاکټر اصغر!" هغۀ غږ کړو

"جي سر! جي سر!"

"دغه بابا تاسو لا شفټ نۀ کړو؟"

"سر! وينټ (ventilator) دوۀ دي او مريضان درې؟ فکر کووم چې دغه اتلس کلنه جينۍ او دوۀ ويشت کلن ځوان شفټ کړو۔ د بابا شفټ کول به کومه ګټه او نۀ لري۔"

"نا! نا! نا! ډاکټر اصغر! بابا به څنګه نۀ شفټ کوو؟"

"د بابا ژوند هم ضروري دے۔ تۀ دا څنګه خبره کوې؟"

"د بابا سېچورېشن مسلسل ډراپ کېږي۔ جي سي ايس (GCS) ئې پينځه و ته راغے۔"

"سر! پليز! د بابا د بچ کېدو چانسزز ډېر کم دي۔ مونږ بايد دغه دوۀ کسان بچ کړو۔"

"اوکے! ډاکټر اصغر اوکے! اېز يو ويش۔ آئي سيلوټ يو (As you wish! I salute you!)" او ډاکټر احسان غلے روان شو۔

د بابا سېچوريشن مسلسل ډراپ کېدو! او هغۀ غوښتل چې بابا هم ويڼتي ليټر ته منتقل کړي خو دغه فېصله هغۀ يک دم نۀ وه کړې، هغۀ د طب د اقدارو نه ښۀ واقف او خبر ؤ۔ د نهم نمبر کټ بابا خواته لاړو۔ بابا چې اخري ساوونه اخيستل نو په يو غمجن نظر ئې ډاکټر اصغر ته اوکتل۔ او بيا يې ساوونه بې واره شو۔

دغه دوۀ مريضان هغۀ زر زر ويڼټي ليټر ته شفټ کړل۔ د هغوي حالت اوس قدرې ګزاره حال شو۔

د دريم کټ يو ځوان د دوۀ ويشتو کالو هلک ؤ او بله د اتلس کالو پېغله جينۍ!

د هغۀ لاسونه لا هغه شان رپېدل۔ هغۀ چې د وينټي ليټر د کار نه فارغ شو نو يو ځل بيا د نګينې سيسټر په غږ نهم نمبر کټ ته راغے۔

بابا د ژوند لوبه بائللې وه۔

د هغۀ د سترګو نه دوۀ تړمې اوښکې د اين پنځه نوي په شا جذب شوې۔

د درئيم او اووم کټ ناروغان د خطرې نه باهر شوي وو۔

د هغۀ د ډيوټۍ وخت ختم شوے ؤ او هغۀ د مريض سره د کنټېکټ (contact) لۀ کبله د قرانطين خونې ته روان شو۔ د کور خلک د ناروغې نه د ساتلو د پاره هغۀ کور ته هم نۀ شو تلے۔ هغۀ کور ته کال ميلاو کړو خو کال مسلسل بزي ؤ۔ په انټر کام زنګ راغې، دا د اېم ايس (MS) د دفتر نه کال ؤ۔ هغۀ فون اوچت کړو۔ د بل طرف نه د هسپتال ايم ايس په غمجنه لهجه کښې خبرې کولې۔ "ډاکټر اصغر! مونږ ستا جرات او قربانۍ ته سلام کوو۔ ستا د پلار په مرګ مونږ ته افسوس دے۔ خدائے دې اوبخښي

- همدرد ېوسپزی
بېرته شاته