(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرلت خبرتېا

[20.Feb.2020 - 12:03]

دوى    ارمانونه  وژني... دوى خو ګلونه وژني

د خپل ځواب له وېرې... زموږ سوالونه وژني،

.         ( احتجاجي جلسه عام،  چارسده/پشکلاوتي)

...... يکم مارچ 2020م بروز اتوار

ګرانو هیوادوالو.......!

............. له تېرو څلوېښتو کالونو راهیسې چي د يو منظم  نړېوال جنګي پلان،استعماري او استعبدادي اشر لاندې په اذاد افغانستان او پښتونخوا وطن کې کومه دهشتګردي، انتهاپسندي،ترهګري،مذهبي منافرت،مذهبي فرقه واريت، کشت اوخون، اغواﺀ براى تاوان، بهته خوري، لوټ ماري، نيلام بازاري، قتل وغارت،پښتون نسل کشي، ټارګټ کلنګ، پوليس ګردي، ملا ګردي، مذهبي فسادګردي، ټوپک ماري، بم دهماکې، خودکش دهماکې،پوليس ګردي، فوج ګردي،د استخباراتي ادارو بدمعاشي، خوف وېره ترهه، طالب ګردي، القاعده ګردي، داعېش ګردي،جعلي مقدمې، بې درکي، زندانونه، وهل ټکول، پر کورونو ناروا چهاپې، چېک پوسټونو باندې تذليل، بې عزتيانې،ناجائز کرفېو، لېنډ مائېنز، ناکې، پاټکونه، رکاوټونه، رېشنل پروفائيلنګ، تهاڼه کچهرۍ، اېف ائى ارز، د پښتونخوا وطن د وسائلو، شتمنېو قبضه کول، د امن او امان (سيکورټي) پر نوم پښتون او د پښتون وطن پوهنتونونه(يونيورسټانې) په فوجي چهاوڼېو بدلول،

.. وطن ټول چهاوڼۍ چهاوڼۍ شو خو د امن امان،سولې نوم چېرته نشته،برعکس د امن په خرابولو کې هم دغه خلک، دغه ادارې په بشپړه توګه ککړ دي،او دا کار د دوى دى،او کوي يې،

نو دې لړ کې د پښتونخوا وطن ګوټ ګوټ له تباهۍ او بربادۍ سره مخ شو او لا دا لړۍ روانه ده، لکه د وطن نوورې سيمې برباد کړل شوې ، د لوى افغانستان بربادي، دجنوبي پښتونخوا بربادي، د منځنۍ پښتونخوا (فاټا) بربادي، د خېبر پښتونخوا بربادي وشوه،هم دغسې د پښتونخوا تاريخي سيمه چارسده هم په ډېر شدت سره متاثره شوه، د دهشتګردۍ بدو لمبو ډېره وځپله،په چارسده کې بلها ډېرې بمي چاودنې وشوې،، هدفي وژنې وشوې، د رياستي جبر لاندې دلته ډېر تر منظم پلان لاندې ډېر ناوړه او ناروا کشت اوخون وشو،په زرهاوو پښتانه د رياستي دهشتګردۍ ښکار شو، لکه...

1...د چارسدې شېرپاو سيمه کې د اختر په لمانځه کې بمي چاودنه وشوه، چې په کې شلو نه زيات سمېز وګړي ووژل شو او ګڼ شمېر ژوبل شو،

2...په ولي باغ کې د اختر په ورځو کې بمي چاودنه وشوه ګڼ شمېر پښتانه ورکې مړه او ژوبل شو،

3...د چارسدې رېلوې سټېشن کې د افتاب خان شېرپاو په جلسه کې چاودنه وشوه، ګڼ شمېر خلک مړه او ژوبل  شو،

4...د چارسدې په تاريخي شبقدر کلا(قلعه) ترهګريز برېد وشو،ورکې ډېرى خلک مړه او ژوبل شو،

5...شبقدر کې د وطن يو نامتو قامپال مشر نامتو وکيل محمد جان ګکياڼى په نخښه کړل شو، او دا ستره هستي د ناروا رياستي دهشتګردۍ ښکار شو،

6...په شبقدر کې پر افتاب احمد خان شېرپاو بله بمي چاودنه وشوه، چې د صوبايي اسمبلۍ پخوانى غړى محمد علي په کې ومړ،

7...شبقدر کې د ډېوه راډېو او دنيا نېوز تکړه خبريال مکرم خان عاطف د ترهګرو ښکار شو،

8...هري چندچارسده کې پر پوليسو بريد وشو چې ګڼ شمېر نوميالي پوليس چارواکي(افسران) او سپاهيان و وژل شو،

9.. پر باچا خان پوهنتون د دهشتګردو خونړى بريد وشو، چې ګڼ شمېر لوستونکي او لوستونکې او تکړه استاذان مړه او ژوبل شو، چې يو ناوړې تاریخي پېښه وه،

10...د تنګي تحصيل په عدالت کې ترهګريز بريد وشو، چې د وکيلانو په شمول ګڼ شمېر نازولي پښتانه له منځه لاړو،

11...د چارسدې موټروې په خوله کې د مولانا فضل الرحمن پر جلوس بريد وشو چې ګڼ شمېر ځايي وګړي (پښتانه) مړه او ژوبل شو،

12... د چارسدې په منځ بازار چوک کې لويه چاودنه وشوه، چې ډېر لوى شمېر خلک په کې مړه او ژوبل شو،

13...د شبقدر په کچهرۍ/عدالت کې چاودنه او بريد وشو چې په کې د وکيلانو په شمول ډېر خلک مړه او ژوبل شو،

14...په ټارګټ کلنګ کې د چارسدې بلها ډېر خلک له منځه لاړو، لکه، مولانا حسن جان او داسې نوور ډېر غټ او واړه ځايي وګړي،

15...د شکور کلي،د ناګومان کلي، د هري چند کلي چارسدې د سېکرټرېټ او نورو ملازمينو پر بسونو بېلا بېلو بريدنو او بمي چاودنو کې د چارسدې ډېر لوى زيان شوى چي په کې ډېر خلک مړه او ژوبل شو، او لوى مالي زيانونه شوي،

16...د کاګان ځانمرکي(خودکش) بريد کې ډېر خلک مړه او ژوبل شو،

17...يکه غونډ،غلنۍ،مردان، پېښوراو کراچۍ په ډېرو بمي چاودنو کې د چارسدې ډېر خلک له منځه تللي او ژوبل شوي دي،

18...د دې بد ترينې ترهګرۍ دهشتګردۍ له کبله د وطن د نوورو سېمو په شان چارسده هم داسې ډېره زيانمنه شوې،او د خلکو کار،روزګار په ټپه اورېدلى دى، شرموونکې ګراني، بدحالي،بد امني، بې روزګاري ده،

خو د دې دومره بريدونو،تباهۍ،بربادۍ باوجود د چارسدې اولس،خلک،وګړي،چارواکي،مشران لا د غفلت په خوب ووده دي،لا نه راپسېګي،خو وخت د راپاسېدو دى،د بربادۍ حد وشو، اوس پښتانه د PTM( پښتون ژغورنې غورځنګ) په شکل کې را پاسېدلي دي،پر وطن ټول کام يې پښتني چيغه پورته کړې ده،خپل ناتار په خپله را ګرزوي، 

په دې لړ کې د پښتون تحفظ مومنټ (PTM) د وطن په بېلا بيلو سيمو کې لويې لويې جلسې جلوسونو او جلسګۍ وکړې، پر يکم مارچ په چارسده کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې يوه لويه مرکزي جلسه وي،دې جلسې ته به د PTM  انکلابي مشران لکه منظور پښتين، علي وزير، محسن داوړ،او نوور درانه مشران وېناوې کوي،

موږ د چارسدې دروند پښتون اولس ته د زړه له کومې د ګډون بلنه درکوو،او ستاسو د ګڼ شمېر نر ښځو د ګډون په هيله، مننه،   ڼېټه :-  ( 01 / 03  /  2020 ) 

وخت،02:00 بجې ماسپښين : ځاى ، پېپر مل روډ چارسده ،

لخوا :- پښتون تحفظ مومنټ،چارسده

- پ ټ اېم چارسده
بېرته شاته